یادونه: دا معلومات د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې له ۷مې نیټې څخه نوي شوي معلومات بلل کیږي. موږ هڅه کوو چې دا معلومات کله چې بدلون ته اړتیا ولري نوي کړو، خو دا ممکن د وخت د تېریدو سره بدلون ومومي ځکه چې د متحده ایالتونو د کډوالۍ قوانین په چټکۍ سره بدلون مومي. دا معلومات تعلیمی بڼه لري او دې ته باید د قانوني مشورې په توګه ونه کتل شي.
دا معلومات د چا لپاره دي؟
دا معلومات د هغو کسانو لپاره دي چې غواړي د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ د ځمکني پولې له لارې، متحده ایالاتو ته ننوځي. دا معلومات د هغه بالغو کسانو لپاره چې یوازې سفر کوي، او دهغه کورنیو لپاره چې په ګډه سفر کوي، ځانګړي شوي دي. دا معلومات د 18 کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومانو، چې خپلو میندو او پلرونو سره سفر نه کوي، نه دي. بې سرپرسته کوچنیان د متحده ایالاتو د کډوالۍ قوانینو سره سم ځانګړي خوندیتوبونه لري، او دا معلومات په دوی باندې نه پلي کیږي.
دې مقاله کې کومو ټکو ته اشاره شوې ده؟
- متحده ایالاتو ته د ننوتلو لپاره د ګڼو لارو په اړه معلومات، او د هر ډول ننوتلو لپاره مقررات او پروسې.
- د دې وضاحت شوې دې چې که تاسو د ځینې کړنلارو او لارښوونو تعقیب کولو پرته یاد هیواد ته د ننوتلو هڅه وکړئ نو تاسو به له څرنګه برخه لیک سره مخ شئ ، د بیلګي په توګه سرحد ته له رسیدو دمخه د ملاقات د وقت نه لاسته راوړل.
په پوله کې څه پیښیږي؟
د ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې، د متحده ایالاتو حکومت یو قانون لاګو کړ چې ددې پر بنسټ په پوله کې د خورا زیاتو کسانو د تیریدو پرمهال "بیړنې حالت" اعلان کړي. د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې راهیسې، په کومه زیاته کچه چې خلک د پولې د تیریدو هڅه کوي، دې حالت ته د بیړني حالت په سترګه کتل کیږي او ډیری خلک چې پرته د ملاقات له مهال ویش څخه د پولې څخه تیریږي نشی کولای د پناه غوښتنه وکړي. ښايي دوی ته اجازه ورکړل شي چې د خوندیتوب یا کډوالۍ نورو حالتونو لپاره غوښتنه وکړي چې دوی ته اجازه ورکړي ترڅو په متحده ایالاتو کې پاتې شي، خو هغه خلک - چې دا ثابته نه کړي چې دوی احتمال لري د خوندیتوب نورو حالتونو ته وړ وي - د "بیړني اخراج" په نوم د پروسې له لارې به د ګړندي اخراج سره مخ شي. احتمال شته چې سویلي سرحد به د نږدې راتلونکی لپاره د "بیړني" حالت په توګه طبقه بندي شي.
د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې مقرره د متحده ایالاتو حکومت ته اجازه ورکوي ډیری خلک چې د متحده ایالاتو - مکسیکو د ګډې پولې له لارې - له ملاقات د مهال ویش څخه پرته - یاد هیواد ته ننوځي حتی د پناه د غوښتنې څخه منع ګڼل کیږي. پدې کې ځینې استثناوې شتون لري چې لاندې تشریح شوي دي. هغه خلک چې خپلو هیوادونو یا مکسیکو ته د بیرته ستنیدو ویره لري ښايي لاهم اجازه ورکړل شي چې د پاتې کیدو لپاره د نورو لارو غوښتنه وکړي.که دوئ د متحده ایالاتو حکومتي چارواکو ته ووایي چې دوی ویره لري، او بیا دا ثابته کړي، دوئ احتمال لري چې خپله قانوني قضیه وګټي. د متحده ایالاتو حکومتي چارواکي به له چا څخه دا پوښتنه ونه کړي چې ایا تاسو ویره لرئ که نه.
د متحده ایالاتو حکومت اوس له ډیر شمیر خلکو څخه غواړي چې په خپلو ګرځنده تلیفونونو کې د CBP One په نوم پیژندل شوي اپلیکیشن وکاروي ترڅو متحده ایالاتو ته د ننوتلو هڅه کولو لپاره د ملاقات مهالویش یا وخت لاسته راوړي.د ملاقات په دې وختونو کې، تاسو کولای شئ د چارواکو څخه متحده ایالاتو ته د ننوتلو اجازه وغواړئ.
که تاسو پولې ته څیرمه کوم ځای کې پرته له ملاقات څخه متحده ایالاتو ته د ننوتلو هڅه وکړئ، تاسو معمولا اجازه نلرئ چې د پناه غوښتنه وکړئ. تاسو ځینې وختونه کولای شئ د خوندیتوب نورو حالتونو یا ډولنو لپاره غوښتنه وکړئ. تاسو په عمومي توګه د ګړندي اخراجیدو په بهیر کې اچول کیږئ چې د "ګړندي اخراج" په نوم یادیږي. دا هغه مهال د پلی کیدو وړ دې کله چې تاسو د ننوتلو رسمي بندر یا سرحدی دروازو ته د ننوتلو هڅه کړې وي، یا په بل ځای کې د اجازې پرته داخل شوي یاست.
په تیرو وختونو کې ، د متحده ایالاتو حکومتي چارواکو ته اړتیا وه چې له پولې هاخوا خلکو څخه پوښتنه وکړي که چیرې دوی خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو ویره ولري. اوس، د 2024 د جون د میاشتې د مقرراتو پر بنسټ د بیړني وختونو په ترڅ کې ، دوی اړتیا نلري چې دا پوښتنه وکړي ، پدې معنی چې دا اوس ستاسو خپل مسؤلیت دی چې په پوله یا توقیف کې د متحده ایالاتو حکومتي چارواکو ته په څرګنده ډول ووایاست چې تاسې خپل اصلي هیواد ته د بیرته ستنیدو ویره لرئ او غواړئ د پناه غوښتنه وکړئ. د کورنۍ هر غړی باید دې کار ته چمتو وي، له چارواکو څخه د پناه غوښتنه وکړي او خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو ویره څرګند کړي.
د پولې پر سر ستاسو تجربه دې پورې اړه لري چې تاسو څنګه یاد هیواد ته د ننوتلو هڅه کوئ. د لاندنیو کړنو احتمال شته کله چې تاسو:
الف. د ملاقات د مهال ویش سره ننوځئ.
ب. د سرحدي دروازو له لارې پرته د ملاقات د مهال ویش څخه ننوځئ یا پرته د اجازی د پولې په اوږدو کې دننه شئ او د لاندني شیانو څخه یو یې وښایئ (چې د "استثنا حالت" په نوم یادیږي):
- تاسو د انساني قاچاق له خورا سختې بڼې څخه ژوندي پاتې شوي یاست؛ یا
- تاسو د پولې څخه د تیریدو دمخه جدي زیان یا د تاوتریخوالی ځانګړي ګواښونه تجربه کړئ، او دا چې دې ګواښو تاسو دې ته اړ کړئ چې د ملاقات مهال ویش لاسته نه وی راوړې یا په بیړني توګه له پولې څخه واوړئ: یا
- تاسو د تیریدو دمخه سمدلاسه یو جدي او بیړنی روغتیايي ستونزې سره مخ شوئ، او دا چې دې بیړني حالت تاسودې ته اړ کړئ چې د ملاقات مهال ویش لاسته را نه وړئ او پولې څخه په چټکۍ تير شئ.
ج. د سرحدي دروازو له لارې پرته د ملاقات د مهال ویش څخه ننوځئ یا پرته د اجازی ننوځئ او تاسو ونشئ کړې "استثنائی شرایط" ښکاره کړئ. دا پدې معنی ده چې یا تاسو پورته لست شوې حالت نه دې تجربه کړې ، یا تاسو نشئ کولی د متحده ایالاتو حکومتی چارواکي قانع کړئ چې تاسو دا تجربه درلوده.
الف. کله چې تاسې د ملاقات د مهال ویش سره متحده ایالاتو ته داخل شئ
په عمومي ډول، د ملاقات مهال ویش باید د CBP One له لارې لاسته راوړل شئ. داچې تاسې څرنګه کولای شئ د CBP One څخه ګټه واخلئ، دلته معلومات راسته راوړلې شئ.
که تاسو هیڅکله له متحده ایالاتو څخه شړل شوي نه یاست او تاسو په متحده ایالاتو کې جرمي سابقه نلرئ:
- کله چې د ملاقات د مهال ویش لرونکي کسان په ټاکل شوي وخت او ورځ پولې ته حاضر شي، د ګمرکاتو او د سرحداتو د ساتنې اداره CBP د هغوی د هویت د تثبیت لپاره د هغوئ مخ د کیمرې په واسطه اسکن کوي. د ګمرکاتو او د سرحداتو د ساتنې اداره CBP د امریکا د حکومت یوه برخه ده. هغوی همداراز له تاسو څخه غواړي چې د ملاقات د وخت د تایید بریښنالیک هغوی ته ښکاره کړئ. ټول هغه کسان چې په ګډه پولې ته حاضریږي، باید په CBPOne اپلیکیشن کې د مسافرینو په توګه ثبت شوي وي.
- ډیری خلک چې د ملاقات د مهال ویش یا وخت سره راڅرګندیږي معمولا د ۳ څخه د ۴۸ ساعتونو په اوږدو کې د متحده ایالاتو د حکومت له توقیف څخه خوشې کیږي. که دا ستاسو سره پیښ شي، تاسو به وکولی شئ په متحده ایالاتو کې خپل منزل لوري ته (په خپل لګښت) سفر وکړئ او هلته پاتې شئ. دا په داسې حال کې ده چې تاسو د قاضي سره د محکمې نیټې ته انتظار وباسئ.مخکې له دې چې د CBP د توقیف څخه خوشې شئ، تاسو به یو سند ترلاسه کړئ چې د کډوالۍ محکمې ته د حاضریدو نیټه ولري. د محکمې په ټولو ټاکل شویو نیټو کې حاضریدل خورا مهم ګڼل کیږي. که تاسو د محکمې نیټه له لاسه ورکړئ، تاسو به د شړلو امر ترلاسه کړئ.
که تاسو دمخه شړل شوي یاست یا تاسو په متحده ایالاتو کې کوم جرمي سابقه لرئ:
- که تاسو د مخه له متحده ایالاتو څخه شړل شوي یاست، یا که تاسو جرمي سابقه ولري یا په متحده ایالاتو کې نیول شوي وئ، دا ممکنه ده چې پورته ذکر شوي پروسه به تاسو باندې د پلي کیدو وړ نه وي، او د متحده ایالاتو حکومتي چارواکي به تاسو ته، د اجازې ورکولو پرځای، ژر تر ژره له دې هیواد څخه وشړي. په متحده ایالاتو کې دې پروسې ته "ګړندي شړل" ویل کیږي، او تاسو کولی شئ د هغې په اړه نور معلومات دلته لاسته راوړئ.
- که تاسو خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو ویره لرئ (او په ځینو مواردو کې ، مکسیکو ته د بیرته ستنیدو څخه ویره لرئ) ، تاسو اړ یاست چې د CBP چارواکو ته خپله ویره په ډاګه کړئ.، او بیا د CBP چارواکئ ښايي تاسو ته د اعتبار وړ ویرې مرکه یا دمعقولې ویرې مرکې لپاره وخت درکړي. دا د هر هغه چا لپاره د پلی کیدو وړ ده څوک چې د CBP One ملاقات لري؛ حتی که تاسو مخکې شړل شوي هم یاست یا جرمي سابقه ولرئ، تاسو بیا هم کولای شئ CBP ته ووایاست چې تاسو ویره لرئ، او تاسو باید د دې مرکې څخه یوه بڼه یې ترلاسه کړئ. د باور وړ ډار د مرکې په جریان کې، ستاسو څخه به ستاسو په هیواد کې ستاسو د ویرې او تجربو په اړه وپوښتل شي. که چیرې د متحده ایالاتو حکومت باور ولري چې تاسو د پناه اخیستو یا د خونديتوب د کوم بل حالت د ترلاسه کولو ته واجد شرایط یاست، نو تاسو به د اخراج په منظم بهیر کې واچول شئ چیرې چې تاسو وکولی شئ د پناه غوښتنه وکړئ. که نه، تاسو به په چټک مهال ویش سره د اخراج سره مخامخ شئ. د باور وړ ډار مرکې او د معقول ډار مرکې په اړه د نورو معلوماتو لپاره نور معلومات دلته لاسته راوړلې شئ.
ب. کله چې د سرحدي دروازو له لارې پرته د ملاقات د مهال ویش څخه ننوځئ یا پرته د اجازی د پولې په اوږدو کې دننه شئ او استثنای حالت وښايئ:
دا چې د متحده ایالاتو حکومت غواړي چې خلک د ملاقاتونو وخت لاسته راوړي، هغه خلک چې هڅه کوي پرته له ملاقات څخه یاد هیواد ته ننوځي، متحده ایالاتو ته د ننوتلو وروسته امریکا کې د پناه غوښتنه ورته ډیره ستونزمنه کیږي. برسیره پردې، که تاسو د 2024 کال د جون له 5مې نیټې وروسته پرته له ملاقات څخه متحده ایالاتو ته داخل شوي یاست، تاسو ممکن په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې اجازه ونلرئ. دا مهمه ده چې پوه شئ چې تاسو د اجازې پرته د پولې څخه تیریدو په جرم هم تورن کیدای شئ.
که تاسو د ملاقات وخت نلرئ، تاسو کولی شئ سرحدي دروازو ته لاړ شئ ترڅو پرته له ملاقات څخه متحده ایالاتو ته د ننوتلو اجازه لاسته راوړئ. خو بیا هم، د ننوتلو په ډیرو سرحدي دروازو کې، دا خورا سخته ده چې حتی د متحده ایالاتو چارواکو سره پدې اړه حتی خبرې وکړئ. پولې ته نږدې ځینې ځایونه غیر رسمي ډلې لري چې د هغو خلکو لپاره د انتظار لیستونه ساتي چې پرته له ملاقات د وخت څخه د ننوتلو هڅه کوي، دا رسمي پروسې نه دي او هر یو په جلا توګه کار کوي. په نورو ځایونو کې، خلک په سرحدي دروازو کې کتارونه جوړوي ترڅو د CBP سره خبرې وکړي. ځینې وختونه خلک په ساده ډول بیرته ستنیدو ته اړ کیږي که چیرته دوئ د ملاقات وخت ونلري. ځینې وختونه د مکسیکو حکومت هغه خلک چې د ملاقات مهال ویش یا وخت ونلری، سرحدي دروازو ته د تګ اجازه نه ورکوي. د پولې څخه اوړیدل او ځان د متحده ایالاتو حکومتي چارواکو ته تسلیمول د اجازې پرته ننوتل ګڼل کیږي.
که چیرته تاسو د ملاقات وخت نلرئ، او تاسو سمدلاسه د متحده ایالاتو په پوله کې له اخراج سره مخ شوي نه یاست، یا که تاسو پرته له اجازې داخل شئ، تاسو به د پناه غوښتنې وړ نه یاست، تر هغه وخته پورې چې د متحده ایالاتو حکومتی چارواکی له لاندنیو دریو حالاتو څخه یو ورته د باور وړ وي:
- تاسو، یا هغه څوک چې تاسو ورسره سفر کوئ، د انساني قاچاق له سخت حالت څخه ژوندي پاتې شوي یاست (لکه سوداګریز جنسي قاچاق یا په داسې حالت کې چې تاسو دې ته اړ شئ چې د پور د ادا کولو لپاره سخت کار وکړئ )؛
- تاسو، یا هغه څوک چې تاسو ورسره سفر کوئ، د پولې له تیریدو لږ مخکې د جدي زیان یا تاوتریخوالي احتمالي ګواښونه تجربه کړي دي؛
- تاسو یا هغه څوک چې تاسو ورسره سفر کوئ د پولې له تیریدو لږ دمخه یو جدي او عاجل روغتیايي بیړني حالت تجربه کړې وي.
که تاسو د متحده ایالاتو چارواکي قانع کړئ چې تاسو د دې حالاتو څخه یو تجربه کړې، تاسو بیا هم د پناه غوښتنې لپاره وړ یاست که چیرې تاسو چارواکي ته ووایاست چې تاسو خپل هیواد او/یا مکسیکو ته د بیرته ستنیدو څخه ویره لرئ. تاسو باید هغه چارواکي ته ووایاست چې تاسو بیرته کور ته د ستنیدو څخه ویره لرئ - دوی خپله له تاسو څخه پوښتنه نه کوي. که تاسو دوی ته ونه وایی چې تاسو ویره لرئ، تاسو به پرته له دې چې د پناه غوښتنې د کوم فرصت څخه ګټه واخلئ، له دې هیواد څخه به وشړل شئ.
که تاسو چارواکي ته ووایاست چې تاسو خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو څخه ویره لرئ او دوی په تاسو باور وکړي، تاسو باید د اعتبار وړ د ډار مرکه ترلاسه کړئ. تاسو ممکن دا مرکه خورا ګړندۍ ترلاسه کړئ - حتی په څو ساعتونو کې دننه - او ممکن د مرکې دمخه د وکیل سره خبرې کول خورا سخت یا ناممکن وي. په دې مرکه کې، د پناه غوښتنې یو چارواکې به له تاسو څخه پوښتنې وکړي چې تاسو د چا او څه څخه ویره لرئ، ولې به تاسو ته زیان ورسیږي، له کوم ډول زیان سره به مخ شئ یا د مخه مو تجربه کړې او آیا تاسو په خپل هیواد کې داسې کوم ځاۍ لرئ چیرته چې تاسې خوندې ژوند کولای شئ. که چیرې چارواکې په دې باور وي چې تاسو د پناه غوښتنې لپاره د وړتیا "د پام وړ امکان" لرئ، تاسو ته به اجازه درکړل شي چې په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې غوښتنه وکړئ د دې پرځای چې ژر تر ژره وشړل شي. تاسو ممکن خوشې شئ او په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې په وخت کې د پاتې کیدو اجازه لاسته راوړئ، یا تاسو ممکن د پناه غوښتنې لپاره په توقیف کې پاتې شئ.
که تاسو مرکه په بریالي توب ترسره نه کړئ، تاسو کولی شئ د مهاجرت له قاضي څخه وغواړئ چې د قضیې بیاکتنه وکړي. د CFI IJ د نهمې برخې څخه کتنه وکړئ. د کډوالۍ قاضي کولی شي د مرکې پریکړه رد کړي یا یې تایید کړي. که چیرې د مهاجرت قاضي منفي پریکړه تایید کړي، تاسو به د چټک اخراج سره مخ شئ.
ځینې وختونه د متحده ایالاتو حکومت ممکن خلک متحده ایالاتو ته د باور وړ ډار مرکې پرته خوشې کړي ځکه چې د مثال په توګه ، دوی د هرچا د توقیف لپاره کافي ځای ونلري. یوازې د دې لپاره چې تاسو واورئ چې یو څوک چې تاسو یې پیژنئ پرته له دې پروسې څخه خوشې کیږي پدې معنی ندي چې تاسو به پرته له دې ستونزمن پروسې څخه خلاص شئ. په یاد ولرئ چې د هرچا تجربې توپیر لري، او ستاسو تجربه ممکن د نورو خلکو څخه توپیر ولري، حتی که دوئ ستاسو سره شباهت هم ولري.
ج. کله چې د سرحدي دروازو له لارې پرته د ملاقات د مهال ویش څخه ننوځئ یا پرته د اجازی د پولې په اوږدو کې دننه شئ او په دې ونتوانیږئ چې استثنای حالت وښايئ:
که تاسو ونکړې شئ د دې دریو استثنايي حالاتو څخه یو د متحده ایالاتو چارواکو د قناعت د ترلاسه کولو لپاره ترسره کړئ، تاسو به د پناه غوښتنې وړ ونه ګڼل شئ که چیرته تاسو د بیړني حالت د اعلانیدو پر مهال له پولې څخه تیر شئ. حتی که تاسو پولې ته څیرمه یا د پولې نیږدې ونیول شئ، که تاسو د بیړني حالت د اعلانیدو په ورځ له پولې واوړئ په دې ونتوانیږئ چې د پورته ذکر شوي لست څخه د یو په اړه د چارواکو قناعت لاسته راوړئ، تاسو نشئ کولای د پناه غوښتنه وکړئ.
که تاسو خپل هیواد یا مکسیکو ته د بیرته ستنیدو څخه ویره لرئ، تاسو ممکن بیا هم اخراج نشئ او کډوالۍ نورو ډولو لپاره وړ وګڼل شئ،، لکه د شکنجې په وړاندې د کنوانسیون په چوکاټ کې د ایستلو مخنیوی او خوندیتوب. ددې لپاره چې ستاسو د اخراج څخه مخنیوی وشي، تاسو باید دا په ډاګه کړئ چې تاسو د خپل نژاد، مذهب، سیاسي نظر، تابعیت یا په یوه ځانګړي ټولنیزې ډلې کې د غړیتوب له امله د ځورونې (ډیر جدي زیان) سره مخ یاست. د شکنجې په وړاندې د کنوانسیون په چوکاټ کې د خوندیتوب لپاره د وړتیا په صورت کې تاسو باید دا ثابته کړئ چې تاسو کیدای شي یا د خپل حکومت لخوا شکنجه شي یا هم دا چې د خلکو یا ډلو لخوا چې حکومت هغوئ ته لاره هواره کوي چې تاسو د شکنجه شئ. ("لاره هوارول" پدې معنی کیدی شي چې ستاسو حکومت پوهیږي چې یو څوک به تاسو شکنجه کړي او ستاسو د ساتنې لپاره هیڅ کړنه ترسره نه کړي.)
حتی که تاسو د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې د مقرراتو له امله د پناه غوښتنې وړ نه یاست، په هغه صورت که تاسو چارواکو ته دا ووایاست چې تاسو خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو څخه ویره لرئ، تاسو باید بیا هم د اعتبار وړ د ویرې مرکه ترلاسه کړئ. د دې لپاره چې د شکنجې په وړاندې د کنوانسیون په چوکاټ کې د خوندیتوب لپاره د غوښتنې چانس لاسته راوړئ، تاسو خپله مرکه په بریالیتوب ترسره کولو لپاره ډیره هڅه وکړئ. ددې لپاره چې مرکه په بریالیتوب ترسره کړئ تاسو باید د خوندیتوب د لاسته راوړلو نږدې 50٪ چانس څرګنده کړئ په ځانګړي توګه کله چې تاسو د خوندیتوب غوښتنه وکړئ او ستاسو قضیه قاضي ته وړاندې شي.
که تاسو مرکه په بریالیتوب ترسره کړه، تاسو به د مهاجرت په محکمه کې د شکنجې په وړاندې د کنوانسیون په چوکاټ کې د خوندیتوب او/یا د اخراج څخه د مخنیوی غوښتنه وکړئ. تاسو ممکن د درخواست کولو پر مهال توقیف شئ او محکمې ته د وړاندې کیدو انتظار وباسئ، یا تاسو کیداۍ شئ آزاد کړای شئ.
که تاسو مرکه په بریالیتوب ترسره نه کړئ، تاسو کولای شئ د کډوالۍ له قاضي څخه غوښتنه وکړئ چې قضیه بیاکتنې ته وړاندي شي. د CFI IJ بیاکتنه وګورئ (9) د کډوالۍ قاضي کولای شي د مرکې پریکړه رد کړي، یا یې تایید کړي. که چیرې د کډوالۍ قاضي منفي پریکړه تایید کړي، تاسو به د چټک اخراج سره مخ شئ.
د. که تاسو د ګړندي اخراج امر ترلاسه کړئ نو څه به پیښ شي؟
که تاسو د ګړندي اخراج (د شړلو) امر ولرئ تاسو به معمولا هغه هیواد ته وشړل شي چې تاسو یې اصلي تابعیت لرئ. د ځینې هیوادونواتباع، پشمول د هغه خلکو چې د هیتی، نیکاراګوان، وینزویلا، کیوبا او مکسیکو تابعیت لري احتمال لري چې مکسیکو هم ته ولیږدول شي.
که تاسو یوځل د ګړندي اخراج د امر سره وشړل شئ، چې د لرې کولو ګړندي امر سره ډیپورټ شو ، تاسو اجازه نلرئ چې د پنځو کلونو لپاره متحده ایالاتو ته په قانوني توګه داخل شئ.
که تاسو اخراج شئ او بیا د اجازې پرته متحده ایالاتو ته داخل شئ او ونیول شئ، تاسو به زندان ته ولیږل شئ او په جنایي محکمه کې محاکمه کیدای شئ.
که تاسې یو ځل وشړل شئ او بیا د اجازې پرته متحده ایالاتو ته داخل شئ، تاسو هم "د شړلو د یو ځل بیا تطبیق" په نوم د په چټکۍ سره اخراج کیدای شئ. که تاسو دمخه شړل شوي یاست او د بیا داخلیدو پر مهال بیا توقیف شئ، تاسو کولی شئ دا څرګند کړئ چې تاسو په خپل هیواد کې د ځورونې (د پورته لیست شوي دلیلونو لپاره خورا جدي زیان) څخه ویره لرئ. بیا تاسو ته باید د ویرې معقول مرکه درکړل شي، کوم چې د اعتبار وړ ډار مرکې ته ورته مرکه ده خو ددې مرکې په بریالیتوب سرته رسول یو ستونزمن کار دې. که تاسو دا مرکه په بریالیتوب سرته ورسوئ، تاسو به د کډوالۍ محکمې ته واستول شئ چې یوازې د شکنجې پروړاندې د کنوانسیون په چوکاټ کې د شړلو څخه د خوندیتوب غوښتنه وکړئ. دا شوني ده چې تاسو په متحده ایالاتو کې پاتې شئ، خو د پناه غوښتنې وړتیا به ونلرئ.