د کډوالو مرستې نړيواله پروژه (آی ار ای پي) ځينو کډوالو او بې ځايه شويو خلکو ته وړيا قانوني مرستې چمتو کوي.
- آی ار ای پي له ځينو خلکو سره مرسته کوي، چې خدمات پيدا کړي، او د کډوالۍ يا ويزې غوښتنو لپاره چمتوالي ونيسي
- آی ار ای پي د هيڅ دولت، آی او ايم، يا يو اين ايچ سي ار برخه نه ده
- آی ار ای پي نه شي کولای چاته د کډوالۍ حيثيت، يا ويزه ورکړي، يا يې قضيې چټکې کړي
- آی ار ای پي نه شي کولای مالي مرستې چمتو کړي، د هستوګنځي لپاره پيسې ورکړي، يا دندې پيدا کړي
- د آی ار ای پي ټولې مرستې وړيا دي. هيڅوک چې له آی ار ای پي سره شريک دی دا حق نه لري چې له تاسې څخه د پيسو يا نورو خدماتو غوښتنه وکړي.
آی ار ای پي پرېکړه کوي چې له خلکو سره د کډوالۍ د حيثيت لپاره د هغوی د اړتياوو او وړتياوو پر اساس مرستې وکړي. آی ار ای پي دا پرېکړه نه کوي چې له خلکو سره د نورو ټولنيزو يا سياسي يا مذهبي معيارونو پر اساس مرسته وکړي.
دا ويبپاڼه د قانوني پروسو په هکله چې ځينو کډوالو ته مهيا دي، عمومي معلومات ورکوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی.
غوښتنې ممکن بدلون ومومي. تل د حکومت یا ادارې څخه وروستي معلومات وګورئ چې ستاسو د غوښتنې په اړه پریکړه کوي.
که تاسو د کډوالۍ په بیړني حالت کې یاست، موږ وړاندیز کوو چې تاسو په هغه هیواد کې د UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو اوسیږئ.
یادونه: دا معلومات د می د ۳مې، ۲۰۲۴ څخه دي. دا معلومات د جنوري د ۲۰مې، ۲۰۲۵ راهیسې د نویو پالیسیو لخوا اغیزمن شوي او ډیر ژر به تازه شي.
دا معلومات د چا پورې اړه لري؟
دا معلومات د هغو خلکو پورې تړاو لري چې غواړي د مکسیکو-امریکا د ګډې پولې له لیارې متحده ایالاتو ته ننوځي. دا معلومات په عمومي ډول هغه لویانو پوره اړه لري چې یوازې سفر کوي او همداسې هغه کورنۍ چې سره په ګډه سفر کوي. د ۱۸ څخه کم عمر ماشومانو باندې، چې د خپلو والدینو سره ګډ سفر نه کوي او غواړي متحده ایالاتو ته ننوځي، ځیني نور قوانین د پلی کیدو وړ دي.
په دې مقاله کې کوم مهم ټکي شامل دي؟
- ګړندی شړل یا اخراج څه شی دی؟
- په ګړندي اخراج کې څه پیښیږي؟
- آیا تاسو کولای شئ د ګړندي اخراج د امر مخنیوې وکړئ یا یې وځنډوئ؟
ګړندی اخراج یا شړل څه شی دی؟
دا یوه پروسه ده چې د متحده ایالاتو حکومت ته اجازه ورکوي چې خلک ژر تر ژره له هیواد څخه وشړي.
1)په ګړندي اخراجولو کې څه پیښیږي؟
که تاسو د ګړندي شړلو امر ولرئ تاسو کولی شئ ډیر ژر له متحده ایالاتو څخه وشړل شئ، حتی په هماغه ورځ چې تاسو هیواد ته ننوځي. معمولا، که چیرې یو څوک چې د ګړندي شړلو حکم په لست کې شامل دې او سم دلاسه ندې شړل شوې، دوی به تر هغه پورې په توقیف کې پاتې شي تر څو چې دوی بیرته وشړل شي.
کیدای شي تاسو د کوم دریم ګړي هیواد ته، چیرته چې تاسو تابعیت لري، یا هم خپل اصلي هیواد ته وشړل شئ. په هرصورت، ځینې خلک، په شمول د کیوبا، هایټي، نیکاراګوا او وینزویلا اوسیدونکي، ممکن مکسیکو ته ولیږدول شي حتی که دوی د مکسیکو څخه نه وي.
که تاسو د اخراج په دې ګړندۍ پروسه کې شامل یاست نو تاسو لاهم کولای شئ په ځینو محدودو شرایطو یا نورو حالتونو کې د پناه غوښتنې وړ واوسئ چې د ایستلو مخنیوی او د شکنجې محافظت پروړاندې کنوانسیون په نامه یادیږي. [لینک په اومې شمیرې کې موندلې شئ]. د دې لپاره چې وکولای شئ د پناه غوښتنې یا نورو حالتونو لپاره غوښتنه وکړئ، تاسو باید ووایاست چې تاسو بیرته خپل هیواد ته د ستنیدو څخه ویره لرئ او د اعتبار وړ ډار مرکه یا معقول ډار مرکه مو په بریاليتوب ترسره کړې. [د باور وړ ډار #3 لینک)
آیا تاسو کولای شئ د ګړندي اخراج امر ودروئ یا ځنډ سره یې مخ کړئ؟
که تاسو خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو څخه ویره لرئ، تاسو باید د متحده ایالاتو کډوالۍ یا CBP چارواکي ته د هغې ویرې په اړه په څرګنده توګه ووایاست. د بیرته شړلو یا اخراج ګړندې بهیر کیدای شي په چټکۍ سره پلی شي، نو دا مهمه ده چې خپلې اندیښنې ژر تر ژره د متحده ایالتونو چارواکو سره شریکې کړئ. چارواکي اړ نه دي چې له تاسو څخه پوښتنه وکړي، او احتمالآ وې هم نکړي چې آیا تاسو ویره لرئ که نه. که تاسو چېرته خپل هیواد ته د ستنیدو ویره لرئ باید دوی ته خپله ووایاست چې تاسو ویره لرئ پرته له دې چې له تاسو څخه پوښتنه وشي. د کورنۍ هر غړی باید دې ته چمتو وي چې ووایي دوی ویره لري که چیرته دوی په حقیقت کې کور ته د ستنیدو ویره ولري.