یادونه: دا معلومات د جون ۷، ۲۰۲۴ پورې تړاو لري. دا معلومات به د جنورۍ ۲۰، ۲۰۲۵ له نوو پالیسۍ سره اغېزمن شي او ژر به تازه شي.
په دې مقاله کې کوم موضوعات شامل دي؟
- د اعتبار وړ ډار مرکه څه ده؟
- څنګه د اعتبار وړ ډار مرکه ترلاسه کولای شئ؟
- د اعتبار وړ ډار مرکې لپاره پروسه څه ده؟
- د مرکې په جریان کې څه پیښیږي؟
- کوم ډول ډار او حقایق د اعتبار وړ ډار په مرکه کې اړونده دي؟
- ولې ممکن یو چارواکې ووایي چې تاسو د پناه غوښتنې وړ نه یاست حتی که تاسو ویره هم څرګند کړئ؟
د اعتبار وړ د ډار مرکه
د متحده ایالاتو - مکسیکو په ګډه پوله کې خلک کیدای شئ په بیړني توګه اخراج کړی شي که چیرته دوئ پدې ونتوانیږي چې د پناه غوښتنې یا د کډوالۍ کوم بل حالت لپاره د غوښتنلیک د ورکولو وړتیا ولري. دې پروسې ته "چټک یا ګړندي اخراج یا شړل" ویل کیږي [لینک]. د دې لپاره چې پریکړه وشي چې آیا یو وګړې حتی په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې یا د کډوالۍ کوم بل حالت لپاره د پاتې کیدو امکان لري، د متحده ایالاتو حکومت ددوئ لپاره د مرکې لاره هواروي دا مرکې د اعتبار وړ ویرې مرکې (CFIs) یا د معقولې ویرې مرکې (RFIs) په نوم یادیږي. ډیری وختونه، دا مرکې هغه وخت ترسره کیږي کله چې یو څوک ووایي چې دوی خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو څخه ویره لري.
د اعتبار وړ ویرې مرکه څه ده؟
د اعتبار وړ د ویرې مرکه د یوه وګړي او د متحده ایالاتو د چارواکي تر منځ یوه ناسته یا کتنه ده. په دې کتنه کې دغه وګړې په ډاګه کوي چې ولې خپل هیواد ته له ستنیدو څخه وېره لري.
ډیری وختونه، د اعتبار وړ د ویرې مرکه د یو وګړي د پناه غوښتنې حق [لینک] یا د کډوالۍ کوم بل حالت لکه "د اخراج څخه د مخنیوی" یا "د شکنجې پروړاندې د کنوانسیون تر لاندې خوندیتوب" د ساتنې لپاره لومړنې ګام بلل کیږي.
د باور وړ د ویرې مرکه څنګه ترلاسه کولای شو؟
د باور وړ د ویرې مرکې د ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید سمدستي د متحده ایالاتو یو چارواکي ته ووایاست چې تاسو خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو څخه ویره لرئ. چارواکې به پخپله دا پوښتنه ونه کړي چې تاسو ویره لرئ که نه - تاسو باید ورته په ډآګه کړئ چې تاسو د بیرته ستنیدو څخه ویره لرئ. کله چې کور ته د راستنیدو لپاره ستاسو د ویرې په اړه خبرې وکړئ. دا مهمه ده چې تاسو د یو افسر انتظار مه کوئ چې مستقیم پوښتنه وکړي که تاسو خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو څخه د ویرې په اړه غږیږئ، تاسو باید ټول حقایق څرګند کړئ. دا خورا اړینه ده چې تاسو په دې تمه مه اوسئ چې چارواکې به له تاسو څخه ستاسو د ویرې په اړه وپوښتي. تاسو باید دا موضوع هر هغه د متحده ایالاتو حکومتی چارواکي ته ووایاست چې تاسو ورسره په لومړي ځل مخ کیږي او له دې وروسته هم چې له هر چارواکي سره مخ کیږي ورته د خپلې ویرې په اړه څرګندونه وکړئ.
دې څرګندول چې تاسو د بیرته ستنیدو څخه ویره لرئ باید تاسو ته لاره هواره کړي چې د اعتبار وړ د ډار مرکه یا معقول ډار مرکه ترلاسه کړئ. دا مرکه په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې یا د کډوالۍ بل حالت په لړ کې د هڅو لپاره لومړی ګام ګڼل کیږي. [لینک]
د اعتبار وړ د ویرې مرکې لپاره پروسه څه ده؟
د اعتبار وړ د ویرې مرکه یا د معقول ډار مرکه د متحده ایالاتو د دولت له یو مقام له خوا چې د پناه غوښتنې د چارواکي په نوم یادیږي، ترسره کیږي. د اعتبار وړ د ویرې مرکه په ویډیویي یا صوتي بڼه نه ثبتیږي او د متحده ایالاتو له دولت څخه بهر به هیڅ څوک ورته لاسرسی ونلري. که تاسو اخراج شوي یاست، د متحده ایالاتو حکومت به هغه څه چې تاسو په مرکه کې څرګند کړي دي ستاسو د هیواد له حکومت سره به یې شریک نه کړي.
ډیر شمیر لویان چې هسپانوي خبرې کوي او پرته له اجازې متحده ایالاتو ته ننوتلي وي خپل د اعتبار وړ د ویرې مرکې د CBP په توقیف کې ترسره کوي. CBP (یا د متحده ایالاتو د ګمرکونو او سرحدونو ساتنه) د متحده ایالاتو یوه اداره ده. مرکې د تلیفون له لارې ترسره کیږي او د یو کس له توقیف وروسته ډیر په چټکۍ سرته ر سیږي - ځینې مهال یوازې په څو ساعتونو کې ترسره کیږي. هغه خلک چې مرکې ته انتظار باسي باید د تلیفون کولو لاره ورته هواره شي. د تلیفون په غرفو کې باید د وړیا وکیلانو لیست شتون ولري چې دوی وکولای شي د هغوئ سره اړیکه ونیسي. یو څوک چې مرکې ته په تمه وي ښايي د عادي کاري ساعتونو په جریان کې د تلیفوني اړیکو د نیولو غوښتنه وکړي (د دوشنبې څخه تر جمعې پورې ، د سهار ۹ بجو څخه د ماښام تر ۵ بجو پورې). دوی باید وکیلانو سره اړیکه ونیسي ترڅو مشوره ترلاسه کړي، خو ستونزه دا ده چې مرکې دومره چټکې روانې دي چې ممکن د وکیل سره د اړیکي نیول ناممکن واوسي. یو څوک کولای شي د خپلې مرکې د تاریخ د بدلون غوښتنه وکړي که چیرته دوئ د وکیل سره د خبرو کولو لپاره ډیر وخت ته اړتیا لري، خو مرکه کونکې چارواکې ممکن دوی ته د اضافي وخت اجازه ورنکړي.
نور شمیر لویان به خپله مرکه د ICE (د متحده ایالاتو د مهاجرت او ګمرکونو پلي کولو) په توقیف کې ترسره کړي. مرکې د تلیفون له لارې ترسره کیږي، او کیدای شي په د څو ورځو یا اونیو په جریان کې ترسره شي. د ICE په توقیف کې خلک باید عامه تلیفونونو او شخصي قانوني لیدنو ته لاسرسی ولري. د ICE توقیف ځایونو کې چارواکي باید وکوالی شي په سیمه کې د وړیا وکیلانو لیست چمتو کړي.
ځینې پلرونه چې د کوچني ماشومانو سره له پولې تیریږي ورته ویل کیږي چې خپل د اعتبار وړ د ویرې مرکې د توقیف څخه بهر ترسره کړي او وروسته له دې وکولای شي ښار ته لاړ شي چیرته چې دوئ به په متحده ایالاتو کې ژوند کوي. دې ته د کورنۍ د چټک لرې کولو مدیریت پروګرام (FERM) ویل کیږي او مرکې په چټکۍ سره ټاکل کیږي، حتی ځینې وختونه په ورځو کې دننه ترسره کیږي. موږ په کلکه وړاندیز کوو چې دې مرکې ته له تګ دمخه خپل وکیل سره سلا مشوره وکړئ.
د خصوصي مهاجرت وکیلانو لیست موندلو لپاره دلته کلیک وکړئ
د وړیا مهاجرت وکیلانو لیست موندلو لپاره دلته دلته کلیک وکړئ
د مرکې په جریان کې څه پیښیږي؟
د توجیه وړ ویرې مرکه ۳-۵ برخې لري او متحده ایالاتو ته د یو وګړي د راتګ د څرنګوالي پورې تړاو لري. لاندې ځیني پوښتنې څرګند شوي دي:
1. ستاسو په اړه ځیني اساسي پوښتنې( لکه عمر، اصلي هیواد، ملیت او داسې نور).
2. په دې اړه پوښتنې چې تاسو ولې خپل هیواد ته له ستنیدو څخ ویره لرئ، یا تاسو ولې مکسیکو ته له بیرته ستنیدو څخه ویره ولرئ.
3. ستاسو د تیر په اړه پوښتنې - د بیلګې په توګه، که تاسو جرم ترسره کړې وي، بل چا ته مو زیان رسولې وي، یا ترهګر یاست.
4. که تاسو د ملاقات ټاکل شوي وخت پرته د یوې سرحدي دروازې له لارې متحده ایالاتو ته ننوتې وي، له تاسو څخه به پوښتنه وشي چې ولې یې CBPOne اپلیکیشن نه دی کارولی.
5. که تاسو د ملاقات ټاکل شوي وخت یا له اجازې پرته د کومې سرحدي دروازې له لارې متحده ایالاتو ته راغلی وي، له تاسو څخه به د استثنایي شرایطو په اړه چې کیدی شي نوموړي سره د پناه غوښتنې په وړتوب کې مرسته وکړي، پوښتنه وشي. دا استثنایي حالات په لاندې ډول دي:
o که په دې وروستیو کې مو بیړنی روغتیایي حالت یا په مکسیکو کې تاوتریخوالی تجربه کړی وي
o که په دې وروستیو کې په مکسیکو کې د جدي زیان ګواښ سره مخ شوی یاست چې تاسو ته یې د ملاقات د وخت په اخستول کې خنډ پیدا کړې وي
o که تاسې کوم وخت د انساني قاچاق قرباني وئ.
د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې پورې، دا نوره مهمه نه ګڼل کیږي که چیرته که تاسو په CBP One اپلیکیشن کې موجود لع ژبو ځخه په کوم یو نه پوهیږئ یا که تاسو د تخنیکي غلطۍ یا ستونزې له امله اپلیکیشن نه دې کارولې. دا به هم مهمه نه وي چې ایا تاسو په بل هیواد کې د پناه غوښتنه کړې او رد شوي ده. دا ځکه چې د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې مقرره ډیری خلک چې پرته له ملاقات څخه داخلیږي د پناه غوښتنې وړ نه ګني. تاسو اوس هم کولی شئ یو چارواکي ته ووایاست چې تاسو خپل هیوادته د ستنیدو څخه ویره لرئ او هڅه وکړئ چې د کډواۍ نورو حالتونو ته لکه د شکنجې پروړاندې د کنوانسیون له مخې د لرې کولو څخه خوندیتوب لپارغوښتنه وکړئ په ځانګړي توګه که تاسو د جون په ۵مه یا له دغه نیټې څخه وروسته متحده ایالاتو ته د ملاقات د وخت څخه پرته داخل شوي یاست. د نورو جزیاتو لپاره چې د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې د وروسته مقرراتو کې څه بدلونونه راځي دا مقاله ولولئ.
د مرکې په ترڅ کې، تاسو باید د پناه غوښتني چارواکې قانع کړئ چې تاسو د خپلې قضیې د ګټلو لپاره ښه چانس لرئ ترڅو حتی په متحده ایالاتو کې د پاتې کیدو اجازه ترلاسه کړئ او د کډوالۍ کوم مناسب حالت لپاره غوښتنه وکړئ. که چارواکې په دې باور وي چې تاسو د ګټلو اړین چانس لرئ، نو تاسو کولای شئ په متحده ایالاتو کې پاتې شئ او د کډوالۍ قاضي په وړاندې په محکمه کې د پناه یا د کډوالۍ کوم بل حالت لپاره غوښتنه وکړئ.
د معقولې ویرې په اړه مرکې
د معقولې ویرې په اړه مرکې د اعتبار وړ وېرې مرکې ته ورته دي خو دا مرکه په بریالیتوب سرته رسول لږ سخت کار دې. زیاتره وخت حکومت هغو کسانو ته ددې مرکې لاره هواروي چې مخکې له دې له امریکا څخه شړل شوي وو او اوس غواړي بیرته هیواد ته داخل شي. په عمومي توګه، دا خلک د پناه غوښتنې وړ نه دي، خو که دوی مرکه په بریالي توب ترسره کړي، دوی ته اجازه ورکول کیږي چې امریکا کې پاتې شي او په محکمه کې د اخراج څخه د نورو خوندیتوب د حالتونو لپاره غوښتنه وکړي، د بیلګي په توګه د شکنجې د مخنیوی د کنوانسیون له مخې د شړلو څخه خوندیتوب. د شکنجې د مخنیوی د کنوانسیون له مخې د شړلو څخه خوندیتوب د هغو خلکو لپاره د کډوالۍ محدود ډولونه برابروي چې کولی شي دا ثابته کړي چې دوئ به د شړلو په صورت کې تعقیب شي یا دا چې شکنجه به شي. دا حالتونه د شړلو څخه مخنیوې کوي خو د پناه غوښتنې په څیر ورته اوږدمهاله ګټې نه وړاندې کوي.
د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې پورې، د باور وړ د ویرې مرکو او د معقولې ویرې مرکو ترمنځ توپیر خورا مغشوش شوی. که تاسو د 2024 کال د جون په 5 یا وروسته له دې نیټې له ملاقات پرته د مکسیکو په پوله متحده ایالاتو ته ننوتي یاست او دا په ډاګه ګړئ چې تاسو خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو څخه ویره لرئ ، نو تاسو به د اعتبار وړ ویره مرکه ترلاسه کړئ. که څه هم ددې مرکې په بریالیتوب سره سرته رسولو لپاره تاسو اړتیا لرئ چې د شکنجې پروړاندې د کنوانسیون له مخې د شړلو څخه د مخنیوی د قضیې د ګټلو نږدې 50٪ چانس ولرئ. یوازې د ځینو استثناوو سره، تاسو به د پناه غوښتنې وړ نه یاست. د جون 2024 د مقررې په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، دلته وګورئ.
د اعتبار وړ ویرې په مرکې کې کوم ډول ویرې په پام کې نیول کیږي او کوم حقایق اړونده ګڼل کیږي
د باور وړ ویرې د مرکې په بریالیتوب ترسره کولو لپاره، تاسو باید دا روښانه کړئ چې تاسو د خپلې قضیې د ګټلو ښه چانس لرئ. ددې لپاره چې تاسو د پناه د اخیستو لپاره وړ وګڼل شئ، تاسو باید دا وښایئ چې تاسو د ځورونې (یا جدي زیان) سره مخ شوي یاست یا دا چې تاسو په خپل هیواد کې د ځورونې د قربانی کیدو یوه معتبره ویره لرئ. ددې لپاره چې اخراج نشئ، تاسو باید دا وښایئ چې تاسو په راتلونکي کې په لوړ احتمال سره د ځورونې سره مخ کیږئ که چیرته خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو ته اړ شي.
په ځورونه کې فزیکي زیان، جنسي تیري، د زیان نور ډولونه، یا د زیان جدي، معتبر ګواښونه شامل دي. زیان باید ستاسو د هویت د درلودلو پورې تړلې وي لکه ستاسو سیاسي نظر، نژاد، مذهب، ستاسو جنسي تمایل او نور. عمومي تاوتریخوالی یا بې وزلي تاسو د پناه غوښتنې ته نه وړ کوي.
ځینې وختونه، د اعتبار وړ د ویرې مرکه به په هغه زیان باندې تمرکز وکړي چې تاسو به په مکسیکو کې ورسره مخ کیږي یا یې ویره لرئ (د دې پرځای، یا سربیره په دې چې ستاسو په هیواد کې زیان یا ویره شتون لري)، حتی که تاسو د مکسیکو څخه هم نه یاست. دا ځکه چې د ځینو ملیتونو خلک - په شمول د کیوبا، هایټي، نیکاراګوا او وینزویلا - د دوی د اصلي هیوادونو پر ځای مکسیکو ته اخراج کیدای شي.
د پناه غوښتنې په اړه د نور معلومات دلته موندلی شئ (لینک)
د پناه غوښتنې چارواکې په کوم لامل کیدی شي ووایي چې تاسو د ویرې د څرګندولو سره سره، پناه غوښتنې ته وړ نه یاست؟
بیلابیل دلایل موجود دي چې پر بنسټ یې یتاسو کیدی شي له مرکې وروسته، منفي پریکړه ترلاسه کړي:
6. ستاسو د پناه غوښتنې کیسه د اعتبار وړ نه ده
7. زیان دومره لوی نه دی.
8. زیان د پورته ذکر شویو دلایلو سره تړاو نلري. د بیلګې په توګه، زیان ستاسو په هیواد کې د عمومي تاوتریخوالی له امله رامینځته شوی دې، نه ستاسو د شخصي هویت پورې اړوند. مثال په توګه ستاسو سیاسي نظر، نژاد، مذهب او نور.
حتی که تاسو د پناه غوښتنې لپاره وړ نه یاست، تاسو بیا هم کولی شئ د شکنجې پروړاندې د کنوانسیون (CAT) په تړاو د "د اخراج څخه مخنیوی"په نوم د شړلو څخه خوندي پاتې شئ. د دې لپاره چې د "د اخراج څخه مخنیوی" لپاره وړتیا ولرئ، تاسو باید وښایئ چې د 50٪ څخه ډیر چانس شتون لري چې تاسو به د ورته خوندي دلیلونو لپاره چې د پناه غوښتنې لپاره اړین دي د تعقیب یا زیان سره مخ شئ.
د شکنجې په وړاندې د کنوانسیون (CAT) لاندې د مرستې لپاره وړتیا ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید وښایئ چې د 50٪ څخه ډیر چانس شتون لري چې تاسو به د اخراج په صورت کې شکنجه شئ. تاسو باید دا هم وښایئ چې ستاسو په هیواد کې حکومت به تاسو شکنجه کړي یا به هغه څه چې تاسو د بل چا لخوا شکنجه کیږئ سترګې پټې کړي.
د دې لپاره چې په متحده ایالاتو کې د اوږدې مودې پاتې کیدو اجازه ترلاسه کړئ ترڅو د CAT یا د کډوالۍ د محافظت لپاره غوښتنه وکړي، تاسو بایده د معقولې ویرې مرکه په بریالیتوب ترسره کړئ. دا به وښيي چې دا خورا لوړ احتمال لري چې تاسو به د معقولې ویرې مرکې حالت لپاره وړتیا ولرئ که تاسو ته د درخواست کولو اجازه درکړل شي.
د دې په اړه د نورو معلوماتو لپاره چې د معقولې ویرې د مرکې وروسته څه پیښیږي، او دا چې د بیاکتنې لپاره څنګه پوښتنه ترسره کولای شئ که چیرې منفي پریکړه وي، مهرباني وکړئ دا [لینک] وګورئ.
د کډوالو مرستې نړيواله پروژه (آی ار ای پي) ځينو کډوالو او بې ځايه شويو خلکو ته وړيا قانوني مرستې چمتو کوي.
آی ار ای پي پرېکړه کوي چې له خلکو سره د کډوالۍ د حيثيت لپاره د هغوی د اړتياوو او وړتياوو پر اساس مرستې وکړي. آی ار ای پي دا پرېکړه نه کوي چې له خلکو سره د نورو ټولنيزو يا سياسي يا مذهبي معيارونو پر اساس مرسته وکړي. دا ويبپاڼه د قانوني پروسو په هکله چې ځينو کډوالو ته مهيا دي، عمومي معلومات ورکوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. غوښتنې ممکن بدلون ومومي. تل د حکومت یا ادارې څخه وروستي معلومات وګورئ چې ستاسو د غوښتنې په اړه پریکړه کوي. که تاسو د کډوالۍ په بیړني حالت کې یاست، موږ وړاندیز کوو چې تاسو په هغه هیواد کې د UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو اوسیږئ . |