یادونه: دا معلومات د ۲۰۲۴ کال د اګست د میاشتې له ۵مې نیټې څخه نوي شوي معلومات بلل کیږي. . موږ هڅه کوو چې دا معلومات کله چې بدلون ته اړتیا ولري نوي کړو، خو دا ممکن و وخت د تېریدو سره بدلون ومومي ځکه چې د متحده ایالتونو د کډوالۍ قوانین په چټکۍ سره بدلون مومي. دا معلومات تعلیمی بڼه لري او دې ته باید د قانوني مشورې په توګه ونه کتل شي.
CBP One App څه ته وايي؟
CBP One د ګرځنده ټیلفون یو وړیا اپلیکیشن دې چې د متحده ایالاتو د حکومت له خوا چمتو شوې دې. په عمومي ډول خلک د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ په ګډه پوله کې متحده ایالاتو ته د ننوتلو په موخه ددې اپلکیشن په کارولو سره د ځان لپاره د ملاقات وخت ټاکي.
ډیر شمیر خلک اړتیا لري چې د CBP One اپلیکیشن په کارولو سره د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ پوله کې د ملاقات د نيټې او یاد هیواد ته د ننوتلو غوښتنه وکړي. هره ورځ یوازې شاوخوا ۱۴۵۰ د ملاقات وختونه شتون لري. ډیر شمیر خلک د ملاقات وخت لپاره اوږده موده انتظار باسي او ښايي هره ورځ په CBP One اپلیکیشن کې د ملاقات د وخت د ټاکلو لپاره هڅه وکړي.
د CBP One له لارې د ملاقات د وخت ټآکل وړیا دی. د ملاقات د وخت د ټاکنو لپاره د پیسو غوښتنه ښايي د ځیني خلکو لخوا د درغلۍ کولو یو هڅه وي.
CBP One App د اپلیکیشن د کارولو ګام په ګام لاښوونه ؟
1. تاسو کولی شئ CBP One اپلیکیشن له Apple App Store یا Google Play Store څخه پورته یا ډانلوډ کړئ. لاندني انځور ته ځير شئ.
2. اپلیکیشن خلاص کړئ. تاسو دلته دځان لپاره د اکونټ د خلاصولو لپاره د LOG IN یا SIGN UP څخه یو غوره کړئ. دلته به یوه نوې ویب پاڼه چې د login.gov په نامه یادیږي خلاصه شي. دلته تاسې کولای شي یا نوې حساب پرانیزي یا خپل موجوده حساب ته ننوځئ. لاندني انځور ته ځير شئ.
3. کاروونکي به د Terms and Conditions یا "شرایط او ضوابط" په نوم پاڼه وګوري. ددې پاڼې د راڅرګندیدو پر مهال ، د پاڼې لاندې برخه کې د “Accept” یا "تایید" دکمه کیکاږئ. لاندني انځور ته ځير شئ.
4. په هغه صورت کې چې د اپلیکیشن کاروونکی له مخه حساب ولري، کولای شي “Sign In.” یا "ننوتل" غوره کړي. که چیرې حساب ونلري، باید په “Create an Account.” یا "د حساب پرانیستل" دکمه کيکاږئ.
5. د “Who are You” یا "تاسو څوک یاست" په برخه کې، په “Traveller.” یا " مسافر" دکمه کلیک کړئ.
6. د “Select Travel Method” یا "د سفر میتود انتخاب کړئ" په برخې باندې کلیک وکړئ ترڅو په ډاګه شي چې ایا ستاسو د سفر میتود د ځمکې له لارې، هوایي یا د بحر له لارې دې.
o یادونه: هغه شمیر خلک چې په مرکزي یا شمالي مکسیکو کې شتون لري او غواړي د ځمکې له لاې متحده ایالاتو ته ننوځي، باید د سفر په میتود کې “Traveler” یا "مسافر" او “Land” "یا ځمکه" غوره کړي.
د “Submit Advance Information” یا "مخکې له مخه د معلوماتو وړاندې کولو" په برخه کې، هر هغه وګړې چې د ځمکې له لارې له سرحد څخه تیریږي، او په سرحد کې د ملاقات د وخت د ټاکنې غوښتنه لري، باید لاندني ټکو ته پام ولري:
o ټول هغه کسان چې په ګډه د سفر هوډ لري، هغوئ ثبت او راجسټر کړئ - یوازې هغه کسان چې د مسافرینو په توګه ثبت شوي دي کولای شي متحده ایالاتو ته د ننوتلو لپاره د ملاقات په ټاکل شوي وخت کې حاضر شي.
o خپله د خوښې ژبه غوره کړئ. اپلیکیشن کې اوس مهال یواځې د انګلیسي، هسپانوي او کریول هیټي ژبو انتخاب شتون لري.
o وروسته بیا اپلیکیشن د کاروونکي موقعیت ته د لاسرسي غوښتنه کوي. د Accept یا تایید دکمه کلیک کړئ. تاسې باید د مکسیکو ښار او شمالي برخو یا ګوادالاخارا کې شتون ولرئ. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې ۲۰۲۴ کال د اګست د میاشتې په ۴مه نيټه CBP اعلان وکړ چې کډوال به ډیر ژر وکولای شي د ټاباسکو او چیاپاس ایالتونو څخه د لیدنې مهالویش یا د ملاقات وخت هم تنظیم کړي. موږ نه پوهیږو چې دا به کله پیښ شي خو موږ به دا مقاله تازه کړو کله چې CBP خپله نیټه اعلان کړي.
o د ملاقات دوخت غوښتنه وکړئ. د ملاقات د وخت له غوښتنې مخکې، نوم لیکنه باید بشپړه شوې وي او ټول کسان چې ګډ مسافرت کوي پکې شامل وي.
o تاسو باید د لیدني مهال ویش ولرئ - ډیری وخت د ملاقات وخت موجود نه وي او دا یوه معمولي خبره ده.
o د ملاقات وخت تایید کړئ او مهالویش وټاکئ.
o په ټاکل شوي وخت پوله کې د تیریدو دروازې ته ځان ورسوئ.
مفصل لارښونې د متحده ایالاتو د حکومت په ویب پاڼه کې ترلاسه کیدای شي. لینک مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې دا لینک یوازې په انګلیسي کې دی.
یو وګړې څرنګه کولای شي د ملاقات د وخت غوښتنه وکړي؟
د 2023 کال د مې میاشتې له 10 مې نیټې څخه د ملاقات د وخت د ټاکلو لپاره نوې پروسه په CBP One اپ کې رامنځته شوې ده.
- د غوښتنې او د ملاقات د وخت د ټاکنې لپاره، تاسو اړتیا لرئ د مکسیکو په ښار یا شمال کې شتون ولرئ.
- درخواست کوونکي کولای شي هره ورځ د MST/Ciudad Juarez په وخت د سهار له 10:00 بجو څخه د شپې تر 09:59 پورې، غوښتنه وکړي.
- د MST/Ciudad Juarez په وخت د سهار له 9:00 څخه تر 10:00 بجو پورې، د ملاقات د وخت ټاکنه امکان نلري.
- که تاسو د ملاقات وخت ترلاسه کړئ، تاسو به د CBP One اپلیکیشن او بریښنالیک له لارې خبر شئ.
- هره ورځ د MST/Ciudad Juarez په وخت د سهار له 10:00 بجو څخه، د ملاقات وختونه په سیسټم کې یوازې د ځینو هغو کسانو (ټولو لپاره نه) چې تیره ورځ یې د ملاقات د وخت د ټاکنې غوښتنه کړې وه، ثبتیږي. هغه کسان چې د ملاقات وخت ترلاسه کوي، په هغه صورت کې چې د هغوی د ملاقات وخت په یوه ځانګړې سرحدي دروازه کې ټاکل شوی وي، ایمیل او پاپ اپ پیامونه ترلاسه کوي.
- هر هغه وګړې چې د ملاقات د وخت وړاندیز ورته شوی وي، باید د 23 ساعتونو په لړ کې په “accept appointment” یا "د ملاقات دوخت تایید" دکمه کلیک کړي او د ملاقات ټاکل شوی وخت تایید کړي.
- که تاسو ډیر وخت ته اړتیا لرئ، تاسو کولای شئ د ملاقات منلو لپاره په اپلیکیشن کې د 24 ساعتونو د غځیدو غوښتنه وکړئ.
- د ملاقات د ټاکل شوي وخت له منلو وروسته، شخص باید د خپل ځان یوه ویډیو واخلي (چې ځینې وختتونه د "مخ د اسکن" په نوم یادیږي). وروسته بیا په اپ کې په “schedule appointment” یا "د ملاقات د وخت ټآکل" دکمه کلیک کړئ.
- د ملاقات د وخت له تایید وروسته، هغه کسان چې د ملاقات وختونه یې ټاکل شوي دي کولای شي په اپلیکیشن کې، د ملاقات ټاکل شوی وخت وګوري.
د ملاقات د وخت وړاندیز چیرته ترسره کیږي؟
د ملاقات وخت په لاندې سرحدي دروازو کې ترلاسه کیدی شي:
- ټیکساس: ماتاموروس، پیدراس نیګراس، نیوو لاریډو، سیوداد جوریز، ریینوسا. براونسویلا، ایګل پاس، هیدالګو، لاریدو، او ایل پاسو (ټیکساس)
- اریزونا: نوګالیس نوګلس (اریزونا)
- کالیفورنیا: میکسی کالی، تیجوانا کلیکسیکو او سان یسیدرو (کلیفورنیا)
تاسو کولای شئ په بل ښار کې د ملاقات غوښتنه وکړئ. خو دا د لاندني لاملنو له امله ستونزمن کیدای شي:
- د ننوتلو مختلف بندرونه یا سرحدی دروازې له یو بل څخه کیدی شي لرې موقعیت ولري. د بیلګي په توګه، نوګالس / ماریپوسا د سیوداد خواریز څخه د موټر په واسطه د 7 ساعتونو په واټن کې پروت دې.
- تاسو د مکسیکو دننه سفر کولو لپاره معتبر اسنادو ته اړتیا لرئ، کوم چې ممکن یو بل ښار ته تګ ستونزمن کړي.
- د ننوتلو مختلف بندرونو کې شرایط خطرناک کیدای شي. هلته سفر کول هم خطرناک کیدای شي.
د CBP One سیسټم د مسافرینو د ملاقات د وخت له نهایي کیدنې وروسته، د بریښنالیک له لارې د تایید پیام لیږي. د امکان په صورت کې، مسافرین باید دا بریښنالیک پرنټ کړي او د ملاقات په وخت کې یې له ځان سره راوړي. که د بریښنالیک چاپ کول امکان ونلري، مسافرین کولی شي د ملاقات د وخت د تایید ترلاسه شوی بریښنالیک د خپل ګرځنده ټیلفون په کارولو سره سکرین شاټ کړي او د CBP چارواکي ته یې وښايي.
آیا مسافرین د اپلیکیشن په کارولو کې ستونزه لري؟
- هو. ډیر شمیر کسان ستونزه لره. د بیلګي په توګه، کیداي شي د مخ اسکن کول او خپل انځور اخیستل ستونزمن وي (له بده مرغه، دا ستونزه د تور پوستو کسانو لپاره ډیره پیښیږي). همدا رنګه اپلیکیشن په مکرر ډول خرابیږي نو پر دې بنسټ تاسو اړتیا لرئ په مکرر ډول خپل پټنوم یا پاسورډ بدل کړئ. همدا رنګه پلیکیشن په مکرر ډول تازه معلوماتو ته اړتیا لري، او د فایلونو اپلوډ کول ستونزمن دي.
-
دلته لاندې د حل ځيني لارې چارې شتون لري:
- باید ډاډ ترلاسه شي چې اپلیکیشن له ګرځنده ټیلفونونو سره تطابق ولري (ځینې زاړه ټیلفونونه اپ سره مطابقت نلري).
- د امکان په صورت کې، له قوي انټرنیټ څخه باید کار واخیستل شي.
- باید اپ په مکرر ډول نوی شي (او باید ډاډ ترلاسه شي چې د نوم لیکنې د پروسې له پیل څخه مخکې، اپ نوی شوی وي)
- د اپلیکیشن کارول ستونزمن کیدای شي. همدارنګه، د هر چا لپاره چې غواړي متحده ایالاتو ته، د ځمکني پولې له لارې ننوځي، په کافي اندازه د ملاقات وختونه شتون نلري.
نورې سرچینې:
د کاروونکو لپاره د CBP One لارښود– انگلیسی نسخه (همداراز په هسپانوی او کریول هایتی ژبو د لاسرسي وړ دی)
د CBP One معلوماتي پاڼه– انگلیسی نسخه (همداراز په هسپانوی او کریول هایتی ژبو د لاسرسي وړ دی)
د CBP One™ د ګرځنده ټیلفونونو اپلیکیشن. د متحده ایالاتو د ګمرکاتو او د سرحداتو د ساتنې اداره (CBP