یادونه: دا معلومات د جون د ۷مې، ۲۰۲۴ څخه دي. دا معلومات د جنوري د ۲۰مې، ۲۰۲۵ راهیسې د نویو پالیسیو لخوا اغیزمن شوي او ډیر ژر به تازه شي.
دا مقاله د دې په اړه معلومات وړاندې کوي چې څه پیښیږي کله چې تاسو د امریکا د متحده ایالاتو په پوله کې خوشې کېږئ یا مشروطه آزادي (چې د پارولی حالت هم ورته وايي) لاسته راوړئ.
په دې مقاله کې کوم موضوعات شامل دي:
- په متحده ایالاتو کې د پارول یا مشروطې آزادي درلودل څه معنی لري؟
- په متحده ایالاتو کې د پارول کیدو وروسته څه پیښیږي؟
- د پیرول په اړه ډیری پوښتل شوي پوښتنو ته ځوابونه.
- محکمې ته د حاضریدو لپاره د خبرتیا ترلاسه کول.
- د "پیژندنې په اړه د خوشې کولو امر" او/یا "د څارنې امر" ترلاسه کول څه معنی لري؟
- د محکمې د نیټو په اړه ډیری پوښتل شوي پوښتنو ته ځوابونه
- د وکیل موندلو د څرنګوالي په اړه معلومات
څه به پیښ شي که تاسو متحده ایالاتو ته د ننوتلو په بندر یا پوله کې د ملاقات د مهالویش د لاسته راوړلو وروسته آزاد شئ؟
ډیری خلک چې د CBP د ملاقات د مهالویش سره متحده ایالاتو ته ننوځي، دوی متحده ایالاتو ته د مشروطې آزادۍ یا د پارول په نوم حالت سره خوشې کیږي او ورته دا خبرتیا ورکول کیږي چې دوی اړتیا لري د کډوالۍ محکمه ته حاضر شي. دا پدې معنی ده چې د متحده ایالاتو حکومت د دوی د ایستلو هڅه کوي.
د پارول یا د مشروطې آزادۍ درلودل څه معنی لري؟
د پارول حالت هغو خلکو ته چې د متحده ایالاتو اتباع نه وي په دې هیواد کې د لنډمهاله، او یو ټاکل شوي مودې لپاره (نه د تل لپاره) د ژوند کولو اجازه ورکوي.
په هرحال، دا خورا اړين دې چې پوه شئ چې پارول تاسو ته په متحده ایالاتو کې دائمي اوسیدلو حیثیت نه درکوي. دایمي حیثیت یا حالت پدې معنی دی چې په متحده ایالاتو کې د تل لپاره د قانوني ژوند کولو اجازه ورکول کیږي. دا پدې معنی ده چې که تاسو مشروطه آزادي لرئ مګر غواړئ چې د اوږدې مودې لپاره په متحده ایالاتو کې پاتې شئ نو تاسو اړتیا لرئ چې په متحده ایالاتو کې د دایمي پاتې کیدو لپاره بله لاره ومومئ. د دې کار لپاره نورې لارې چارې شتون لري، لکه د پناه غوښتنه. [د لا زیاتو معلوماتو لپاره ۷مې شمیرې لینک ته مراجعه وکړئ]
د پارول په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره دلته ځینې اړینو ټکو ته اشاره شوې:
- که چیری تاسی د پارول حالت لرئ، کولای شی چی د کار جواز لپاره غوښتنلیک وکړی. د کار جواز تاسو ته اجازه درکوي په قانوني بڼه په متحده ایالاتو کې دنده ترسره کړئ. ستاسو د کار جواز هغه مهال پای ته رسیږي کله چې ستاسو پارول پای ته ورسیږي. د دې جواز لپاره د غوښتنلیک فورمه د "I-765" په نوم یادیږي، او دا په آنلاین یا د بریښنالیک له لارې ثبت کیدی شي (فورمه دلته لاسته راوړلې شئ).
- مخکې له دې چې د پارول حالت پای ته ورسیږي - او څومره ژر چې امکان ولري - تاسو معمولا د وکیل سره د سلا مشورې کولو څخه ګټه پورته کولی شئ. غوره به دا وي چې تاسو هڅه وکړئ چې د وړتیا په صورت کې ژر تر ژره د یو ډول دایمي حالت لپاره غوښتنه وکړئ.
- تاسو کله ناکله کولی شئ د پارول نوې موده ترلاسه کړئ کله چې ددې لومړنۍ موده پای ته ورسیږي ، خو دا په عمومي ډول د هغو خلکو لپاره امکان نلري چې د متحده ایالاتو - مکسیکو په پوله کې د CBP ملاقات د مهالویش د لاسته راوړلو نه وروسته خپل پارول لاسته راوړي.
- ځینې مهال د کډوالۍ چارواکي د کاغذ په یوه پاڼه کې د پارول دورې په اړه معلومات ورکوي. که دوئ دا کاغذ نه ورکوي، تاسو کولای شئ د پیرول د مودې په اړه معلومات په آنلاین بڼه لاسته راوړئ.
متحده ایالاتو کې تاسو ته د پارول د حالت د لاسته راړلو وروسته څه پېښيږي؟
د مشروطې آزادی یا پارول حالت لاسته راوړل په دې معنی نه ده چې ستاسو قضیه پای ته رسیدلې ده. دا یوازې پدې معنی ده چې تاسو اجازه لرئ چې په لنډمهاله توګه په متحده ایالاتو کې پاتې شئ. د دې لپاره چې په قانوني توګه په متحده ایالاتو کې خپل ژوند ته دوام ورکړئ، باید بل ډول دایمي دریځ ترلاسه کړئ، د بیلګې په توګه د پناه غوښتنه وکړئ.
که تاسو د متحده ایالاتو - مکسیکو په پوله کې پارول شوي یاست، تاسو معمولا د کډوالۍ محکمه له بهیر سره مخ کیږئ. دا پدې معنی ده چې د متحده ایالاتو حکومت هڅه کوي تاسو له دې هیواد څخه وباسي. دا ممکنه ده چې د اخراج څخه مخنیوی وشي که تاسو په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ کوم بل حالت لپاره وړ یاست. دا پروسه خورا پیچلې کیدی شي، نو دا ګټوره ده چې څومره ژر چې امکان ولري وروسته له دې چې تاسو ته د پارول اجازه درکړل شي، د مهاجرت وکیل ومومئ. د مهاجرت وکیل موندلو په اړه نور معلومات وروسته پدې مقاله کې موندلې شئ.
د پارول د حالت په اړه ډیری پوښتل شوي پوښتنې لاندې دي:
1. آیا د پارول حالت د تل لپاره دوام لري؟ دا کله ختمیږي؟ ایا دا ممکنه ده چې دا حالت تمدید کړئ؟
الف. د پارول حالت د تل لپاره دوام نه مومي. دا د ختمیدو نیټه لري. دا یوازې پدې معنی ده چې تاسو کولی شئ په لنډمهاله توګه په متحده ایالاتو کې پاتې شئ.
ب. هغه مسوول چارواکې چې تاسو ته پارول درکوي د دې پارول د پای د نیټې په اړه هم تصمیم نیسي. ستاسو د پارول د پای نیټه په یوه سند کې چې حکومت تاسو ته درکوي، یا ستاسو په پاسپورټ کې ټاپه، یا د I-94 رسمي ویب پاڼه کې موندلې شئ.
ج. له بده مرغه، د دې پوښتنې لپاره چې آیا تاسو کولی شئ خپل د پارول حالت تمدید کړئ، یو ځانګړې ځواب شتون نلري. د پارول ځینې ډولونه د تمدید وړ دي، خو ځینې نور یې ندي، او ځینې ډولونه باید د تمدید وړ وي مګر دا هیڅکله نه واقع کیږي. مقررات هم په چټکۍ سره بدلون مومي.
2. که ما په پوله کې د اعتبار وړ د ویرې مرکه درلوده، او زه د هغې څخه وروسته د پارول د حالت د لاسته راوړله څخه امریکا ته (د ننوتلو لپاره) خوشې شوم ، ایا دا پدې معنی ده چې زه دې هیواد کې پناه لرم؟
الف. نه. دا مرکه لومړۍ آزموینه ده چې پکې دا روښانه کیږي چې ایا شخص واقعا د پناه غوښتنې درخواست کولو ته وړ دې که نه. دا مرکه په بریالیتوب پای ته رسول پدې معنی ندي چې تاسو لاهم پناه لرئ. دا پدې معنی هم نه ده چې تاسو د پناه غوښتنه کړې ده.
ب. که تاسو د اعتبار وړ د ويرې مرکه په بریالیتوب پای ته ورسوئ ، تاسو کولای شئ د پناه غوښتنه وکړئ. مګر تاسو لاهم باید غوښتنلیک ته ورشئ، قضیه تعقیب کړئ، او په پای کې یې وګټئ ترڅو پناه ترلاسه کړئ. [د باور وړ ډار د مرکې سند ته لینک]
ج. که تاسو د ویرې معتبره مرکه ترلاسه نه کړه، دا پدې معنی نه ده چې تاسو د پناه غوښتنه نه شئ کولای. که تاسو خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو ویره لرئ، تاسو بیا هم متحده ایالاتو ته د ننوتلو څخه وروسته د یو کال په جریان کې د پناه غوښتنه کولای شئ.
3. ایا مشروطه آزادی یا د پارول د حالت لرونکي وګړي کولی شي خپل ماشومان متحده ایالاتو ته راوړي؟
الف. ډیری وخت.، نه.
ب. هغه وګړي چې غواړي خپله کورنۍ متحده ایالاتو ته راولي، په عمومي ډول د کډوالۍ بل موقف ته غوښتنلیک ورکړي، یعنی د پناه غوښتنه وکړي ترڅو خپله کورنۍ دې هیواد ته راوړي. د کډوالۍ ځینېحالتونه تاسو ته اجازه درکوي په متحده ایالاتو کې د تل لپاره پاتې شئ. د کډوالۍ وړ دایمي حالت یا موقف د ترلاسه کولو او متحده ایالاتو ته د کورنۍ راوستلو پروسه په عمومي ډول کلونه وخت نیسي.
ج. سره له دې هم، د مرکزي امریکا د کوچنيانو پروګرام یا (CAM) په نوم یو پروګرام شتون لري چې کیدای شي د ګواتیمالا، هونډوراس، یا ال سلواډور خلکو لپاره د پلي کیدو وړ واوسي. تاسو ممکن د CAM د پروګرام لپاره غوښتنه وکړئ که:
1. تاسو د پورته ذکر شوي هیوادونو تابعیت لرئ؛
2. تاسو په خپل هیواد کې د 21 کالو څخه لږ عمر لرونکی یو یا ډېر مجرد ماشومان لري؛ او
3. د یو کال یا ډیرې مودې لپاره مو د پارول حالت ترلاسه کړای وي.
4. [د IRAP قانوني معلوماتو کې د CAM مینځپانګې سره لینک]
د حاضریدو خبرتیا لاسته راوړل
وروسته له دې چې تاسو د متحده ایالاتو - مکسیکو په ګډه پوله کې د پارول حالت لاسته راوړې وي، تاسو به معمولا هغه څه ترلاسه کوئ چې "د حاضریدو خبرتیا" (NTA) نومیږي. د حاضریدو خبرتیا یو سند دی چې د لاندنیو دوه پروسو پیل ته لاره هواروي:
1. حکومت په دې هڅه دې چې تاسو د کډوالۍ د محکمې له لارې له هیواد څخه وشړي او
2. تاسو هڅه کوئ چې ثابت کړئ چې تاسو په متحده ایالاتو کې د پاتې کیدو حق لرئ.
د NTA فورمه په دې اړه ډیر اړین معلومات لري. په هرصورت، دا معلومات هم په چټکۍ سره بدلون موندلی شي. په دې معلوماتو کې ځینې د پام وړ لاندې ذکر شوي دي:
· دا یوه نهه عددی شمیره ده چې د "فایل شمیره" یا "یو شمیره" نومیږي. دا شمیره په متحده ایالاتو کې ستاسو په ټولو غوښتنلیکونو او د کډوالۍ په چارو کې ستاسو سره پاتې کیږي او ستاسو د پیژندلو یوه لاره ګڼل کيږي. نو ځکه، دا خورا اړینه ده چې دا شمیره په یاد ولرئ او په یو خوندي ځای کې یې له ځانه سره وساتئ، ځکه چې دا به تاسو سره ستاسو د کډوالۍ د قضیې په تعقیبولو کې مرسته وکړي.
· دا یوه خبرتیا ده چې ستاسو د لومړنۍ محکمې د نیټې په هکله چې کله او چېرته ترسره کیږي معلومات ورکوي. دا معمولا د پاڼې پای کې لیکل شوي وي. که چیرې د محکمې نیټه لیست شوې وي، نو دا ډیره مهمه ده چې په هغه ورځ او وخت محکمې ته لاړ شئ. ځینې وختونه د نیټې تذکر نه وی شوی، مګر دا پدې معنی نده چې تاسو محکمه نلرئ. تاسو به بیا هم د محکمې نیټه ولرئ.
که تاسو یو NTA ترلاسه کړئ چې د محکمې نیټه ونلري، تاسو کولی شئ دا نیټه د 1-800-898-7180 په تلیفون کولو یا د کډوالۍ د محکمې ویب پاڼې ته د کتلو له لارې ومومئ. د تلیفون شمیره به د اتومات ماشین لخوا ځواب شي چیرې چې تاسو باید خپله "ځانګړې شمیره" دننه کړئ. دا به تاسو ته معلومات درکړي چې کله تاسو محکمه لرئ (که چیرې د محکمې نیټه ټاکل شوې وي). دا به ښه وي چې په اونۍ کې یو ځل دې شمیرې ته زنګ ووهئ او خپل معلومات تازه کړئ ولې چې ځیني مهال معلومات بدلون مومي. ځینې وختونه ستاسو د قضیې هیڅ ریکارډ شتون نلري. دا پدې معنی ده چې حکومت تر اوسه ستاسو قضیه نه ده ثبت کړې. له بده مرغه، تاسو لاهم اړتیا لرئ چې ستاسو په NTA کې لیست شوي نیټه او وخت کې حاضر شئ - حکومت کولی شي خبرتیا په وروستۍ دقیقه کې ثبت کړي،
ب. تاسو کولی شئ په ګوګل کې د "د آدرس د بدلولو فورمه یا EOIR د لټولو له لیارې یا د لاندني لینک په کارولو سره محکمې ته د خپل اقدام په اړه خبر ورکړئ: https://respondentaccess.eoir.justice.gov/en/forms/eoir33ic/
د "پیژندنې په اړه د خوشې کولو امر" او/یا "د څارنې امر" ترلاسه کول څه معنی لري؟
ځینې مهال تاسو ته د "پیژندنې په اړه د خوشې کیدو حکم" یا "د څارنې امر" په نوم یو موقف درکول کیږي. دا د ICE (مهاجرت او ګمرکونو پلي کولو) د ژمنلیک په اساس د خوشې کیدو حکم او د څارنې حکم معمولې فورمې بلل کیږي چې په ځانګړو حالاتو کې د یو شخص د توقیف کیدو مخه نیسي. په دې برخه کې اړوند شرایط په چک باکس لرونکو فورمو کې او همداراز هغه څه چې په دې فورمو کې لیکل شوي دي، تشریح کیږي. ډیری وخت هغه شخص چې حکم پرې صادر شوی دی، باید بل ځای ته د کډې کولو مخکې اجازه ترلاسه کړي او باید ICE دفتر مراجعه وکړي او "رپوټ" ورکړي ترڅو د متحده ایالاتو دولت وکولی شي د شخص موقعیت تایید او د اړتیا پرمهال، هغه پیدا کړي. دا ډیره مهمه ده چې ددې احکامو شرایط تعقیب شي، ځکه که یو شخص دغه احکام تعقیب نه کړي، توقیف به شي.
دلته ددې امرونو په اړه ځینې مهمو موضوعاتو ته اشاره شوې چې ستاسو پام ورته اړوو:
· تاسو به یو د ICE د ثبت د نیټې په نوم یو سند ترلاسه کړئ. دا د "پیژندنې په اړه د خوشې کیدو حکم" یا "د څارنې امر" ته ورته فورمې کې وي.
o د ICE د ثبت کولو نیټه د مهاجرت محکمې نیټې سره ورته نه ده، حتی که دا په ورته ورځ هم وي. دا یو جلا د ملاقات نیټه ده چې ډیری وختونه په مختلف ځای کې او د مختلف خلکو سره ترسره کېږي.
o د کډوالۍ د محکمې نیټه یو قاضي لري چې معمولا خورا رسمي جامې په تن کوي او دا هغه څوک دې چې یا به په شخصي او یا هم د ویډیو سکرین له لیارې څرګند شي. د ICE د ثبت کولو نیټه قاضي ته اړتیا نه لري.
· د ICE Check-Ins کارولو څخه موخه دا ده ترڅو وښيي چې تاسو د توقیف څخه د خلاصون شرایط (قوانین) تعقیب کوئ.
o دا د متحده ایالاتو د حکومت ځانګړې لاره ده چې تاسو باوجود ددې چې توقیف کیږئ نه خو ستاسو د کړنو څار به ادامه لري
· که تاسو د چیک ان یا د ثبت لارښوونې ترلاسه کوي باید په سمه توګه پر خپل ځان تطبیق کړئ.
o ICE یا د کډوالۍ او ګمرکونو پلي کولو اداره کولی شي چې هغه اشخص چې د ارزونې په ټاکل شوې نیټه کې نه حاضریږي او له دې څخه ناوړه ګټه اخلي، د "تښتیدلي" شخص په توګه په لیست کې شامل کړي او د مخامخ کیدو په صورت کې، هغه توقیف کړي..خو دوئ تل دا کار نه کوي.
o ډیری وختونه، که یو شخص د ځینو معقولو لاملونو پربنسټ د ارزونې په نیټه کې حاضر نشي، ICE به هغوی ته اجازه ورکړي ترڅو په راتلونکې ارزونه کې حاضر شي او ICE به د هغوی د ارزونې نوې نیټه وټاکي. د ارزونې په نیټه کې د نه حاضریدو په صورت کې، ښه به وي چې یو شخص له وکیل څخه مرسته وغواړي.
o د بیلګې په توګه یو څوک په دې ونه توانید چې ودانۍ ته ننوځي، په بیړني روغتیایي حالت کې وو، یا د ارزونې د نیټې په اړه هیڅ نه پوهیدو، او داسې نور.
د محکمې د نیټې په اړه ډیری پوښتل شوي پوښتنې
1. څه پېښيږي که تاسو د محکمې د ځایه څخه لیرې (بل ځاۍ ته) لاړ شئ چیرته چې تاسو د محکمې نیټه لرئ؟
الف. که تاسو له اوسني ځایه څخه کډه کوئ، یا ستاسو ادرس بدلیږي، تاسو باید محکمې ته د کډې کولو په پنځو ورځو کې دننه احوال ورکړئ. دا کار باید تاسو هرومرو ترسره کړئ پرته لدې چې ستاسو نوی آدرس ستاسو زاړه آدرس ته څومره نږدې وي.
ب. تاسو کولی شئ په ګوګل کې د "د آدرس د بدلولو فورمه یا EOIR د لټولو له لیارې یا د لاندني لینک په کارولو سره محکمې ته د خپل اقدام په اړه خبر ورکړئ: https://respondentaccess.eoir.justice.gov/en/forms/eoir33ic/
ج. کله چې تاسو محکمې ته د خپل نوي آدرس په اړه خبر ورکړئ، محکمه کیدای شي ستاسې محکمی ته د وړاندې کیدو آدرس په هماغه ډول بدل کړي. دا ممکن ستاسو د نوي آدرس سره نږدې محکمې ته ولیږل شي.
2. که تاسو د محکمې نیټه له لاسه ورکړئ څه پیښیږي؟
الف. که تاسو د اوریدنې په ورځ محکمې ته په خپله نیټه حاظر نشئ، تاسو به د اخراج حکم ترلاسه کړئ. دا پدې معنی ده چې حکومت کولای شي تاسو هر وخت چې وغواړي اخراج کړي. دا تل پدې معنی نه ده چې تاسو به سمدلاسه اخراج شئ.
ب. کله چې تاسو پوه شئ چې تاسو د محکمې نیټه له لاسه ورکړې یا د اخراج حکم لرئ، تاسو باید ژر تر ژره یو وکیل ومومئ ترڅو د قضیې د بیا پرانستلو هڅه وکړي.
3. آیا د محکمې نیټه بدلولی شي؟
1. هو، د محکمې نیټې بدلیدلی شي. تاسو باید په اونۍ کې یو ځل د 1-800-898-7180 د کډوالۍ محکمې تلیفون سره په اړیکه شئ یا د کډوالۍ محکمې ویب پاڼه وګورئ (EOIR اتومات شوي قضیې معلومات) ترڅو وګورئ چې ستاسو د محکمې نیټه بدله شوې ده که نه.
څنګه کولای شئ په متحده ایالاتو کې د مهاجرت وکیل ومومئ؟
· هرڅوک د کډوالۍ د وکیل د درلودو حق لري، مګر دا یوازې پدې معنی ده چې:
o تاسو کولی شئ یو وکیل ولرئ چې تاسو سره ستاسو د کډوالۍ په قضیه کې مرسته وکړي.
o که تاسو وکیل لرئ، هغه حق لرئ چې د محکمې په نیټو او حکومتي غونډو یا مرکو کې ستاسو په استازیتوب خبرې وکړي.
- د متحده ایالاتو حکومت د کډوالۍ د بهیر لپاره وکیل ته پیسې نه ورکوي. خو داسې ډیری غیر انتفاعي موسسې شته چې خلکو ته وړیا قانوني خدمتونه یا حقوقي خدمتونه د لږ فیس په بدل کې وړاندې کوي. تاسو کولای شئ د دې سازمانونو له لارې د ځان لپاره وکیل ترلاسه کړئ.
o دا ویب پاڼه کولای شي تاسو سره د غیر انتفاعي سازمان له لارې د وکیل په موندلو کې مرسته وکړي: https://www.immigrationadvocates.org/legaldirectory
(مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې دا سرچینه یوازې په انګلیسي کې شتون لري)
- غیر انتفاعي سازمانونه ممکن په هغه سیمه کې وکیل ونه لري چیرته چې تاسو ورته اړتیا لرئ یا هلته استوګن یاست. که داسې څه تاسو سره پیښ شي، تاسو ممکن د خصوصي وکیلانو موندلو او پیسو ورکولو ته اړتیا ولرئ. تاسو به دې وکیلانو ته د دوی د مرستې لپاره پیسې ورکړئ.
o دا ویب پاڼه کولای شي تاسو سره د خصوصي وکیلانو په موندلو کې مرسته وکړي: https://help.asylumadvocacy.org/private- (مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې دا سرچینه یوازې په انګلیسي کې شتون لري) attorneys/
- که تاسو په متحده ایالاتو کې توقیف شوي یاست، د متحده ایالاتو حکومت باید تاسو ته د وړیا وکیلانو لیست درکړي. که تاسو د CBP په توقیف کې یاست، تاسو باید د وړیا وکیلانو لیست هم ترلاسه کړئ. تاسو باید هڅه وکړئ چې د حکومتي مرکو دمخه په لیست کې موجود شمیرو ته زنګ ووهئ.
o دا مقاله تاسو سره مرسته کوي ترڅو د "د باور وړ د ډار د مرکې" په اړه نور معلومات لاسته راوړئ. د باور وړ ډار مرکې د حکومتي مرکو یو ډول ګڼل کېږي. [له ۳مې شمیره سره لینک]
- دا ستاسو لپاره اړینه ده چې مخکې له دې چې په متحده ایالاتو کې ستاسو د اوسیدو نیټه د یو کال څخه زیاته شي د پناه غوښتنه وکړئ. تاسو باید د دې نیټې څخه د مخې، حتی که لا وکیل هم نلرئ، د پناه غوښتنه وکړئ. [له ۷مې شمیره سره لینک]
د کډوالو مرستې نړيواله پروژه (آی ار ای پي) ځينو کډوالو او بې ځايه شويو خلکو ته وړيا قانوني مرستې چمتو کوي.
آی ار ای پي پرېکړه کوي چې له خلکو سره د کډوالۍ د حيثيت لپاره د هغوی د اړتياوو او وړتياوو پر اساس مرستې وکړي. آی ار ای پي دا پرېکړه نه کوي چې له خلکو سره د نورو ټولنيزو يا سياسي يا مذهبي معيارونو پر اساس مرسته وکړي. دا ويبپاڼه د قانوني پروسو په هکله چې ځينو کډوالو ته مهيا دي، عمومي معلومات ورکوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. غوښتنې ممکن بدلون ومومي. تل د حکومت یا ادارې څخه وروستي معلومات وګورئ چې ستاسو د غوښتنې په اړه پریکړه کوي. که تاسو د کډوالۍ په بیړني حالت کې یاست، موږ وړاندیز کوو چې تاسو په هغه هیواد کې د UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو اوسیږئ . |