یادونه: دا معلومات د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې له ۷مې نیټې څخه نوي شوي معلومات بلل کیږي. موږ هڅه کوو چې دا معلومات کله چې بدلون ته اړتیا ولري نوي کړو، خو دا ممکن د وخت د تېریدو سره بدلون ومومي ځکه چې د متحده ایالتونو د کډوالۍ قوانین په چټکۍ سره بدلون مومي. دا معلومات تعلیمي بڼه لري او دې ته باید د قانوني مشورې په توګه ونه کتل شي.
په دې مقاله کې کوم موضوعات شامل دي؟
- د "پناه" کلمه څه معنی لري؟
- کوم ډله خلک د پناه غوښتنې وړتیا لري؟
- ولې ستاسو د پناه غوښتنه ښايي رد شي؟
- کوم مهال ښايي د پناه غوښتنه وکړئ؟
د پناه غوښتنه څه ته ویل کیږي؟
پناه غوښتل د خوندیتوب یو ډول دې چې خلکو ته اجازه ورکوي ترڅو هغه هیواد ته چې پکې له زیان، ځورنې او شکنجې څخه ویره لري د بیرته استولو پرځای په متحده ایالاتو کې پاتې شي. ځورونه د خورا جدي زیان رسولو په معنی ده. که تاسو غواړئ په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنه وکړئ نو تاسو باید:
1. د پناه د غوښتنې پر مهال په متحده ایالاتو کې په حضوري توګه شتون ولرئ، یا
2. په سرحدي دروازو کې متحده ایالاتو ته د ننوتلو هڅه وکړئ.
ددې لپاره چې پناه لاسته راوړئ، تاسو باید وښایئ چې ولې خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو څخه ویره لرئ.
- که تاسو د پناه غوښتنه وکړئ او ستاسو غوښتنلیک لږ تر لږه د شپږو میاشتو لپاره د (انتظار) په حالت کې وي او لا نهايي شوې نه وي، تاسو کولای شئ د کار کولو د اجازې غوښتنه وکړئ.
- که تاسو پناه ترلاسه کړئ نو تاسو کولای شئ وروسته د شنه کارت یا ګرین کارت (قانوني دایمي استوګنې) لپاره غوښتنه وکړئ. تاسو کولای شئ د پناه غوښتنې د یوه کال د مودې د ترسره کولو وروسته ګرین کارت ترلاسه کړئ.
څوک کولای شي د پناه غوښتنه وکړي؟
یوازې یو محدوده ډله خلک کولای شي د پناه غوښتنه وکړي. تاسو یوازې هغه مهال د پناه غوښتنه کولای شئ کله چې دا ټول لاندې ذکر شوي ټکي ستاسو د حالت سره مطابقت ولري:
1. تاسو د متحده ایالاتو څخه نه یاست، او تاسو په متحده ایالاتو کې یا د متحده ایالاتو د ننوتلو په سرحدي دروازو یا پوله کې شتون لرئ.
2. تاسو په خپل هیواد کې د ځورونې، خورا جدي زیان سره مخ شوي یاست یا هم د دې فکر کوئ داسې قانع کوونکي لاملونه لرئ چې تاسو به خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو په صورت کې زور زیاتي سره لاس او ګریوان شئ. دا ځورونې په تیره موده کې فزیکي زیان، جنسي زیان، احساساتي زیان، او/یا رواني زیان او د راتلونکي زیان جدي ګواښونو معنی لري.
3. تاسو ځورول شوي یاست (جدي زیانمن شوي یاست) یا ویره لرئ چې تاسو به د لاندني لاملنو له کبله وځورول شئ (یا په جدی توګه زیانمن شئ):
۱. ستاسو قومیت
۲. ستاسو دین
۳. ستاسو سیاسي عقاید
۴. ستاسو تابعیت
۵. په یوه ځانګړي ټولنیزې ډلې کې ستاسو غړیتوب (لکه جندر، جنسي تمایل، یا د کورنۍ ډله)
4. تاسو ځورول شوي یاست (یعنی جدي زیانمن شوي یاست) یا تاسو د حکومت لخوا د ځورونې (یا جدی زیانمنیدو) څخه ډارېږئ، یا د هغه چا څخه چې حکومت، پر خلاف یې، ستاسو ساتنه یا نه کوي یا د ساتنې توان نه لري.
5. تاسو په خپل هیواد کې هیڅ داسې ځای نلرئ چیرته چې تاسو وکولای شئ خوندي پاتې شئ.
تاسو باید دا په اثبات ورسوئ چې تاسو ته د پیښ شوي ځورونې لامل (جدي زیان) ستاسو شخص پوري تړي کومې موضوع له کبله پیښ شوې. پورته ذکر شوي ټکي (۱ شمیرې څخه تر ۵مې شمیرې پورې) ستاسو په اړه ده هغه پنځو موضوعاتو څرګندونه کوي چې ستاسو په غوښتنلیک کې په نظر کې نیول کیږي. د بیلګې په توګه، یو وګړې کیدای شي له یو بل شخص سره د اړیکې درلودلو له کبله، له خطر سره مخ شي. یو شخص همداراز د خپلو عقایدو او باورونو (لکه ښځې او نارینه سره ورته حقوق لري) یا د هغه څه په دلیل چې ترسره کړي یې دي (لکه په لاریونونو کې ګډون)، له خطر سره مخ شي.
دا یواځني دلایل نه دي چې پربنسټ به یې یو شخص واجد شرایط ګڼل کیږي، بلکه دا په دې برخه کې یوازې یو څو بیلګې دي. مهمه ده په یاد وساتئ چې یو شخص د عمومي بد حالت له امله چې د هیواد ټول خلک ورسره مخ دي، پناه غوښتنې ته واجد شرایط نه ګڼل کیږي – نوموړی باید دا په ډاګه کړي چې له شخصي خطر سره مخ دې چې یوازې په هغه اغیزه کوي. مالي ستونزي په یوازې توګه نشي کولای ستاسو د پناه د غوښتنې بنسټ جوړ کړي.
ولې ښايي ستاسو د پناه غوښتنه رد شي؟
حتی که پورته ذکر شوي ټول موضوعات ستاسو د حالت سره مطابقت ولري، متحده ایالات ښايي بیا هم ستاسو د پناه غوښتنه رد کړي. متحده ایالات کولای شي دا د څو لاملنو په رڼا کې ترسره کړي، او دا لاملونه د پناه غوښتنې په لار کې خنډونه بلل کیږي.
دلته دوه بیلګې شتون لري:
1. که تاسو په یو هیواد کې دایمي موقف لرئ چې ستاسو خپل هیواد نه وي (دایمي موقف په دې معنی دی چې په کوم ځای کې د اوسیدو قانوني اجازه لرئ). که تاسو دا وښایئ چې تاسو په هغه هیواد کې خوندي نه یاست چیرته چې تاسو د اوسیدو قانوني اجازه لرئ ، تاسو ښايي لاهم پناه ترلاسه کړئ.
2. که تاسو دمخه په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنه کړې وي او د متحده ایالاتو د مهاجرت قاضي لخوا ددې تر مخه رد شوی وي یا تاسو د چټک اخراج امر ولرئ.
د 2023 کال مقرره ستاسو لپاره د پناه ترلاسه کول ستونزمن کوي په ځانګړي توګه که تاسو د مکسیکو پرته بل هیواد څخه راغلي یاست او د بحر له لارې یا د متحده ایالاتو - مکسیکو په ګډه پوله کې د ۲۰۲۳ کال د مئ د میاشتې ۱۱مې او د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې ۴مې نیټې تر منځ امریکا ته راغلي یاست او تاسو د CBP ملاقات د مهالویش پرته له پولې اوښتي یاست. ډیری خلک چې د 2024 کال د جون له ۵مې نیټې وروسته پرته له ملاقات څخه متحده ایالاتو ته د متحده ایالاتو - مکسیکو په ګډه پوله ننوځي، د پناه غوښتنه کولو اجازه نلري. په دواړو مقررو کې ځینې استثناوې هم شتون لري. حتی که تاسو ته اجازه نه وي چې د پناه غوښتنه وکړئ، تاسو بیا هم کولای شئ د کډوالۍ کوم بل حالت لپاره غوښتنه وکړئ. د لا زیاتو معلوماتو لپاره، دا لینک وګورئ [د سرحد د کتنې مقالې ته لینک].
کوم مهال ښايي د پناه غوښتنه وکړئ؟
مخکې له دې چې متحده ایالاتو ته ستاسو د داخلیدو یو کال تیر شي، تاسو اړتیا لرئ د پناه لپاره غوښتنه وکړئ.
که تاسو ډیر ناوخته درخواست وکړئ، ښايي ستاسو د پناه غوښتنه رد شي. د وروستۍ نیټې ځینې استثناوې شتون لري، مګر دا خورا اړینه ده چې مخکې له دې چې متحده ایالاتو ته ستاسو د وروستي ننوتلو څخه یو کال تیر شي، تاسې د پناه غوښتنه وکړئ. دا وروستۍ نیټه حتی که تاسو د مهاجرت په توقیف کې هم یاست، یو شان پاتي کیږي.