یادونه: دا معلومات د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې له ۷مې نیټې څخه نوي شوي معلومات بلل کیږي. موږ هڅه کوو چې دا معلومات کله چې بدلون ته اړتیا ولري نوي کړو، خو دا ممکن و وخت د تېریدو سره بدلون ومومي ځکه چې د متحده ایالتونو د کډوالۍ قوانین په چټکۍ سره بدلون مومي. دا معلومات تعلیمی بڼه لري او دې ته باید د قانوني مشورې په توګه ونه کتل شي.
په دې مقالې کې کوم موضوعات شامل دي؟
- د باور وړ ډار مرکه او د معقول ډار مرکې په اړه لومړني معلومات
- د منفي پریکړې وروسته: د کډوالۍ د قاضي بیا کتنه
- که تاسو د پناه غوښتنې وړ نه یاست نو څه به پیښ شي؟
د باور وړ ډار او معقول ډار مرکې بنسټونه؟
د اعتبار وړ ډار مرکه یا د معقول ډار مرکه تاسو ته هغه مهال درکول کیږي کله چې تاسو متحده ایالاتو ته (معمولا پرته له اجازې یا ملاقات څخه) داخل شئ و د متحده ایالاتو چارواکو ته ووایئ چې خپل هیواد ته له ستنیدنې ویره لرئ. د توجیه وړ ویرې مرکې په لړ کې به له تاسو څخه وپوښتل شي چې په خپل هیواد کې یې څه تجربه کړي دي او له څه شي ویره لري. له مرکې وروسته به د پناه غوښتنې هغه چارواکې چې مرکه ترسره کوي، ستاسو د قضیې په باب پریکړه کوي چۍ آیا تاسو کولای شئ د پناه غوښتنه وکړئ یا دا چې تاسو د پناه غوښتنې کوم بل حالت ته وړ یاست.
د چارواکي فیصله به مثبت یا منفی بڼه لري.
- یوه مثبته پریکړه پدې معنی ده چې تاسو چارواکې قانع کړې دې چې تاسو ته باید د پناه غوښتنې یا بل محافظت لپاره د درخواست کولو اجازه درکړل شي، چې "د ایستلو مخنیوی" یا "د شکنجې پروړاندې د کنوانسیون خوندیتوب" بلل کیږي.
- ډیری وختونه، تاسو به له توقیف څخه خلاص شئ (خو دا هم امکان لري چې ډیر نور عوامل په پام کې ونیول شي او دا تضمین نه کیږي).
- که تاسو ته اجازه درکړل شي چې د پناه غوښتنه وکړئ او غواړئ دا هڅه وکړئ، تاسو باید متحده ایالاتو ته د ننوتلو نیټې څخه د 1 کال په موده کې دننه د پناه غوښتنه وکړئ.
- که تاسو د ۲۰۲۴ کال د جون له 5مې نیټې څخه وروسته متحده ایالاتو ته د ملاقات له مهال ویش څخه پرته د مکسیکو د پولې له لارې دې هیواد ته داخل شوي یاست، حتی که تاسو د اعتبار وړد ویرې مرکه په بریاليتوب ترسره کړي هم وي تاسو ته به یوازې دا اجازه درکړل شي چې د شکنجې پروړاندې د کنوانسیون لاندې د لرې کولو یا خوندیتوب د مخنیوي غوښتنه وکړئ. د ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې د یوې مقررې له مخې، هغه خلک چې د ډیرې ګڼې ګوڼۍ په موده کې پرته له ملاقات څخه متحده ایالاتو ته ننوځي، هغوئ د پناه غوښتنې ته وړ ندي. د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې راهیسې تر اوسه دا ټوله موده د ډېرې ګڼې ګوڼې موده بلل کیږي. موږ تمه لرو چې دا د نږدې راتلونکي لپاره د ډیرې ګڼې ګوڼې د مودې په توګه پاتې شي. دا پدې معنی ده چې موږ تمه لرو هغه خلک چې پرته له ملاقاتونو څخه ننوځي د پناه غوښتنې لپاره وړ نه ګڼل کیږي. د دې قانون په اړه نور معلومات دلته زده کړئ.
- منفي پریکړه په دې معنی ده چې تاسو چارواکې په دې قانع نه کړې شو چې تاسو ته د پناه غوښتنې یا د شکنجې پروړاندې د کنوانسیون له مخې د لرې کولو یا خوندیتوب د مخنیوی اجازه درکړي.
دا د لاندنیو څو لاملونو له کبله ترسره کیږي:
- چارواکي په تاسو باور ونکړو
- چارواکې فکر نه کوي چې زیان دومره لوۍ دې
- چارواکې په دې باور دې چې زیان د هغه دلیل سره تړاو نلري چې قانون یې پیژني، چې د "خوندی شوي لامل" په نوم هم یادیږي (چې د سیاسي نظر او قومیت په څیر شیان پکې شامل دي).
- که تاسو په مستقیم ډول د لاندې ذکر شوي موضوعاتو غوښتنه وکړئ ند کډوالۍ د قاضي لخوا منفي پریکړه بیاکتنه کیدای شي:
- کله چې تاسو ته ستاسو د مرکې منفي پایلې درکړل شي، له تاسو باید وپوښتل شي چې ایا تاسو غواړئ یو قاضي ستاسو د پریکړې بیا کتنه وکړي.
- حکومت باید تاسو ته د وړیا وکیلانو لیست درکړي چې تاسو یې د مشورې او استازیتوب غوښتنه کولی شئ.
- که ممکنه وي، تاسو باید د کډوالۍ د قاضي د بیاکتنې دمخه د وکیل سره اړیکه ونیسئ.
- خو حکومت اړ نه دی چې ستاسو لپاره یو وکیل چمتو کړي — او اکثره خلک نه شي یو وکیل د ځان لپاره وموندي.
- که تاسو د منفي اعتبار وړ ډار مرکې د پریکړې وروسته د بیاکتنې غوښتنه ونکړئ، تاسو به وشړل شي.
د منفي پریکړې وروسته: د کډوالۍ د قاضي بیا کتنه
دا څنګه کار کوي
قاضي د منفي پریکړې بیاکتنه ترسره کوي او یوه نوې پریکړه کوي. اوس مهال، دا بیاکتنې د CBP په توقیف کې د خلکو لپاره په تلیفون کې ترسره کیږي او په معمولي ډول د 30 دقیقو څخه لږ وخت نیسي.
تاسو حق لرئ چې په هغه ژبه چې تاسو پوهیږئ یو ژباړونکی ولرئ. که چیرې ژباړونکی شتون ونلري، تاسو باید قاضي ته ووایاست چې تاسو ژباړونکي ته اړتیا لرئ، او قاضي باید تر هغه پورې انتظار وکړي چې ژباړونکی شتون ولري. که تاسو د چمتو شوي ژباړونکي د خبرو په پوهیدو کې ستونزه لرئ، تاسو باید قاضي ته سمدستي خبر ورکړئ.
تاسو حق لرئ چې د اوریدنې په بهیر کې وکیل له ځانه سره ولرئ، خو پام مو وي چې د متحده ایالاتو حکومت د وکیل پیسې نه ورکوي. که تاسو غواړئ چې هلته یو وکیل ولرئ، یا غواړئ چې د اوریدنې دمخه د یو چا سره خبرې وکړئ، خو تاسو د دې توان نه لرئ چې پیدا یې کړئ، تاسو باید قاضي په دې اړه باخبر کړئ. له بده مرغه، د CBP په توقیف کې ډیری خلک نشي کولی داسې وکیل ومومي چې د دوی سره مرسته وکړي، نو ډیری خلک باید یوازې قاضي ته مراجعه وکړي.
د اوریدلو په بهیر کې، تاسو باید په دې وتوانیږئ چې قاضي ته نوي معلومات ورکړئ، یا د لومړۍ مرکې په بهیر کې چې کوم معلومات پاتي شوي دي یا غلط څرګند شوي دي په اړه معلومات ورکړئ، او استدلال وکړئ چې ولې منفي پریکړه ستاسو له انده ناسمه وه. تاسو کولای شئ نوي شواهد وښایئ، لکه د ورځپاڼو مقالې یا د ملګرو لیکونه چې تاسو ته دزیان د رسیدو په اړه شواهد ورکوي. دا معلومات د خبرو یا لیکلو له لارې وړاندې کیدی شي، که امکان ولري قلم او کاغذ ترلاسه کړئ. ځینې خلک د قاضي په وړاندې وارخطا کیږي، نو لیکل کولی شي معلومات به تاسو سره مرسته وکړي چې قاضی ته سم او د هر څه په اړه بشپړ معلومات ورکړئ.
ترټولو اړینه خبره دا ده چې تاسې باید ریښتیا ووایاست. دا هم مهمه ده چې قاضي ته ووایاست چې ولې د لومړۍ مرکې په جریان کې یو څه غلط شوي و، پشمول د دې چې کیدای شي تاسو ناروغتیا درلوده، نه مو شو کولای ځینی حساس معلومات شریک کړئ، په پوښتنو نه پوهیدلئ یا په ژباړه نه پوهیدلئ.
وروسته له دې چې قاضی کتنه ترسره کړي
قاضي به د لومړنۍ پرېکړې سره یا موافقت او یا هم مخالفت وښايي.
که قاضي د منفي پریکړې سره موافق نه وي، نو پدې معنی چې قاضي فکر کوي چې تاسو هغه اړتیاوې پوره کړي دې چې د مخه یې تاسو کولای شئ د پناه یا کډوالۍ کوم بل حالت لپاره غوښتنه وکړئ (او بیا به تاسو ته اجازه درکړل شي چې د پناه یا د کډوالۍ بل حالت لپاره غوښتنه وکړئ).
که قاضي د منفي پریکړې سره موافق وي، تاسو معمولا حق لرئ چې د قاضي پریکړې څخه په 7 ورځو کې دننه د بلې بیاکتنې غوښتنه وکړئ. په عمومي ډول، که تاسو د مکسیکو د هیواد څخه نه یاست او د ۲۰۲۳ کال د مئ دمیاشتې د ۱۱ مې نیټې او یا له هغې نیټې وروسته د ملاقات د مهال ویش پرته متحده ایالاتو ته داخل شوي یاست او په کوم بل هیواد کې مو د پناه غوښتنه نه ده رد شوې، تاسو د بلې بیاکتنې د غوښتنې اجازه نه لرئ.
که تاسو د پناه غوښتنې وړ نه یاست نو څه به پیښ شي؟
که تاسو د پناه غوښتنې وړ نه یاست، تاسو کولای شئ د " ایستلو د مخنیوي" لپاره غوښتنلیک وکړئ. د ایستلو د حالت مخنیوی پدې معنی دی چې تاسو به د ایستلو څخه خوندي پاتې شئ، او په دې رنګه کولای شئ په قانوني توګه په متحده ایالاتو کې پاتې شئ.
- د وړ کیدو لپاره، تاسو باید ټول هغه شیان وښایئ چې تاسو د پناه د غوښتنې لپاره وړ کړي.
- توپیر دا دی چې تاسو باید وښایئ چې تاسو لږ تر لږه 51٪ د ځورونې یا د اخراج په صورت کې د جدي ضرر سره مخ کیدای شئ (د پناه غوښتنې لپاره د وړتیا لپار د 10٪ چانس څخه د لوړ احتمال څرګندونه وکړئ).
- که تاسو ته د ایستلو څخه د خوندیتوب اجازه درکړل شي، نو دا پدې معنی ده چې د متحده ایالاتو حکومت به تاسو اخراج نه کړي، او تاسو کولی شئ په متحده ایالاتو کې پاتې شئ او په قانوني توګه دنده ترسره کړئ.
- تاسو د متحده ایالاتو څخه بهر سفر نه شئ کولای یا دایمي استوګنه نه شئ ترلاسه کولای، او تاسو ته پناه نه درکول کیږي.
- دا یوازې د کډوالۍ د قاضي لخوا ورکول کیدیی شي.
که تاسو د پناه غوښتنې لپاره وړ ونه ګڼل شئ، نو تاسو کولای شئ د شکنجې پروړاندې د کنوانسیون (CAT) د مرستې غوښتنه وکړئ.
- د وړتیا لپاره، تاسو باید ثابته کړئ چې تاسو د شړلو په صورت کې د جدي زیان تجربه کولو سره مخ کیږئ.
- دا شکنجه باید ستاسو په هیواد کې د حکومت لخوا ترسره کیږي، یا ستاسو په هیواد کې حکومت د یو خصوصي ګوند لخوا چې تاسو شکنجه کوي سترګې پټوي. (شخصي ګوند په دې معنی دی چې یو شخص یا ډله چې حکومت نه وي تاسو شکنجه کوي او حکومت پدې پوهیږي یا باید پوه شي چې تاسو د دغې ګوند له خوا شکنجه کیږي.)
که تاسو د پناه غوښتنې لپاره وړ ونوسئ، د CAT ریلیف یا د اخراج څخه د کوم بل ډول معافیت لپاره د غوښتنلیک وړ نه یاست، نو تاسو به، که د حکومت په توقیف کې یاست، معمولا ژر تر ژره اخراج شئ.