د کډوالو مرستې نړيواله پروژه (آی ار ای پي) ځينو کډوالو او بې ځايه شويو خلکو ته وړيا قانوني مرستې چمتو کوي.
- آی ار ای پي له ځينو خلکو سره مرسته کوي، چې خدمات پيدا کړي، او د کډوالۍ يا ويزې غوښتنو لپاره چمتوالي ونيسي
- آی ار ای پي د هيڅ دولت، آی او ايم، يا يو اين ايچ سي ار برخه نه ده
- آی ار ای پي نه شي کولای چاته د کډوالۍ حيثيت، يا ويزه ورکړي، يا يې قضيې چټکې کړي
- آی ار ای پي نه شي کولای مالي مرستې چمتو کړي، د هستوګنځي لپاره پيسې ورکړي، يا دندې پيدا کړي
- د آی ار ای پي ټولې مرستې وړيا دي. هيڅوک چې له آی ار ای پي سره شريک دی دا حق نه لري چې له تاسې څخه د پيسو يا نورو خدماتو غوښتنه وکړي.
آی ار ای پي پرېکړه کوي چې له خلکو سره د کډوالۍ د حيثيت لپاره د هغوی د اړتياوو او وړتياوو پر اساس مرستې وکړي. آی ار ای پي دا پرېکړه نه کوي چې له خلکو سره د نورو ټولنيزو يا سياسي يا مذهبي معيارونو پر اساس مرسته وکړي.
دا ويبپاڼه د قانوني پروسو په هکله چې ځينو کډوالو ته مهيا دي، عمومي معلومات ورکوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی.
غوښتنې ممکن بدلون ومومي. تل د حکومت یا ادارې څخه وروستي معلومات وګورئ چې ستاسو د غوښتنې په اړه پریکړه کوي.
که تاسو د کډوالۍ په بیړني حالت کې یاست، موږ وړاندیز کوو چې تاسو په هغه هیواد کې د UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو اوسیږئ.
د 2025 کال د جنورۍ له 20 مې نیټې څخه را په دې خوا، د متحده ایالاتو دولت په خپلو پالیسیو کې ګڼ شمیر بدلونونه رامنځته کړي دي چې د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ پوله کې میشتو خلکو باندې اغیزه کوي. ډیر شمیر دغه بدلونونه د قانون پوهانو او هغو خلکو لپاره ناڅرګنده او مبهم دي چې هڅه کوي متحده ایالاتو ته ننوځي. هغه څه چې موږ اوس مهال پوهیږو، لاندې وړاندې شوي دي:
CBP One نور د لاسرسۍ وړ نه دی
د CBP One موبایل اپلیکیشن په پوله کې د ملاقات د وخت ټاکلو لپاره نور شتون نلري. د متحده ایالاتو دولت د ملاقات ټول وختونه لغو کړل. د ملاقات نور هیڅ وختونه نشته. اوس د متحده ایالاتو پولې ته د تګ لپاره د ملاقات د وخت د ټاکلو هیڅ لاره نشته.
د MPP یا "په مکسیکو کې پاتې شئ" پالیسي
د متحده ایالاتو دولت ویلي دي چې د MPP یا "په مکسیکو کې پاتې شئ" پالیسي بیرته راځي. MPP هغه پالیسي وه چې له خلکو څخه یې غوښتل ترڅو د متحده ایالاتو د مهاجرت په محکمو کې د خپلو قضیو د حل لپاره په مکسیکو کې انتظار وباسي. اوس مهال، موږ نه پوهیږو چې څوک په دې پروګرام کې شامل دي او څوک به شاملیږي. موږ نه پوهیږو چې داځل به د پروګرام جزییات څرنګه وي، خو کله چې نوي معلومات ترلاسه کړو، دا پاڼه به نوې کوو.
نور اقدامات چې د متحده ایالاتو او مکسیکو په پوله به اغیزه کوي
د متحده ایالاتو دولت ویلي دي چې د متحده ایالاتو او مکسیکو پوله تړل شوې ده. موږ دقیقاً نه پوهیږو چې دا په څه معنی ده. داسې ښکاري چې د متحده ایالاتو دولت وایي چې دوی حق لري چې له قانوني پروسې پرته، په پوله کې خلک اخراج کړي یا یې بیرته ستانه کړي.
موږ پوهیږو چې د متحده ایالاتو دولت په چټکۍ سره د خلکو په ایستلو کار کوي. ډیری وختونه دا کار ددې لامل کیږي چې خلک و نه توانیږي د پناه غوښتنې په ګډون خپل نور حقونه وکاروي. موږ نه پوهیږو چې اوس مهال خلک د متحده ایالاتو او مکسیکو په پوله کې څرنګه د پناه غوښتنه کوي.
موږ به د نورو معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته، ددې پاڼې معلومات نوي کړو
بیا هم، اوس مهال هرڅه ناڅرګند دي او په چټکۍ سره بدلیږي. خو سره له دې هم، IRAP هڅه کوي ترڅو معلومات ترلاسه او تاسو سره یې شریک کړي.
موږ به د نورو معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته، ددې پاڼې معلومات نوي کړو.