ايا د آی ار ای پي خدمتونه وړيا دي؟
دا لارښود له هغه چا سره د خبرو اترو په اړه معلومات ورکوي، څوک چې هيله لري له آی ار ای پي سره کار وکړي، يا هغه
څوک چې غواړي د آی ار ای پي استازيتوب وکړي.
د آی ار ای پي ټولې مرستې وړتيا دي.
د دې لپاره چې تاسې سره حقوقي مرسته وکړي، آی ار ای پي کله هم د پيسو، خدماتو، يا نورو ګټو غوښتنه نه کوي. آی ار ای پي به په مستقيم يا غير مستقيم ډول د پيسو غوښتنه ونه کړي. آی ار ای پي به د حکومت يا بلې هستې لپاره د فيس غوښتنه ونکړي.
له آی ار ای پي سره اړوند هيڅوک دا حق نه لري چې له تاسې څخه د پيسو، خدمتونو، يا کومې بلې ګټې غوښتنه وکړي.
آی ار ای پي هيڅکله د پيسو غوښتنه نه کوي، تر څو تاسې ته اجازه درکړي، چې د دندې لپاره غوښتنه وکړئ.
آی ار ای پي کله هم د جايزې ګټلو بهير نه چلوي، نه د جايزو يا پيسو وړانديزکوي.
آی ار ای پي به کله هم له تاسې څخه ستاسې د کارن نوم يا شفر غوښتنه ونکړي.
تاسې بايد هيچ چاته څه ورنه کړئ په بدل د دې کې چې:
- .تاسې له آی ار ای پي سره په اړيکه کې کړي.
- چې له آی ار ای پي څخه کوم ډول مرسته واخلئ.
- چې له يو اين ايچ سي ار څخه کومه مرسته تر لاسه کړئ.
- چې په آی ار ای پي کې د دندې لپاره غوښتنه وکړئ
- که چېرې هغه قانوني پروسه چې تاسې يې مرستې ته اړتيا لرئ د فيس د تاديې غوښتنه کوي، آی ار ای پي به له تاسې وغواړي چې ستاسې د غوښتنې مخکې وړلو لپاره په مستقيم ډول د حکومت دفتر يا مسئول مهيا کوونکي ته فيس تاديه کړئ. په آی ار ای پي کې به هيڅوک هيڅکله له تاسې غوښتنه ونکړي، چې ستاسې د غوښتنې په بدل کې آی ار ای پي ته پيسې ورکړئ. په هغو فيسونو کې چې ممکنه ده تاسې يې نېغ په نېغه د حکومت دفتر ته تاديه کړئ، شامل دي:
- که چېرې د ويزې لپاره عريضه ورکوئ، يا يوه داسې فورمه سپارئ چې د فيس غوښتنه کوي.
- که چېرې يو رسمي سند تر لاسه کوئ لکه د پوليسو تصديق نامه.
- د روغتيايي کتنې لپاره.
آی ار ای پي به يوازې له رسمي لارو چارو اړیکه نيسي.
- د آی ار ای پي کارکوونکي به تاسې د اواز يا ويډيو اړيکې له لارې ستاسې د قضيې په اړه مرکه وکړي. دوی به له تاسې څخه ستاسې د قضيې په اړه د شخصي معلوماتو پوښتنه د لېکلي پیغام له لارې ونکړي. که تاسې له يو چا سره د ليکلي پیغام اړيکه لرې، څوک چې ادعا کوي، چې د آی ار ای پي کارکوونکی دی؛ خو له تاسې سره د اواز يا ويډيو اړيکې غوښتنه نه کوي، دوی د آی ار ای پي کارکوونکي نه دي.
- د آی ار ای پي کارکوونکي به يوازې هغه مهال تاسې سره اړيکه ونيسي که تاسې د آی ار ای پي د مرستې غوښتنه وکړئ، يا يوه بله مؤسسه په څرګند ډول ستاسې خوښه تر لاسه کړي، چې تاسې آی ار ای پي ته راجع کړي. کله چې د آی ار ای پي کارکوونکي تاسې سره اړيکه نيسي، دوی د تل لپاره د هغې ادارې، او هغه شخص نوم ښيي، چې تاسې يې راجع کړي ياست. که تاسې چېرې په ياد نه لرئ چې په څرګند ډول مو له راجع کولو سره موافقه کړې، په اړيکه نيوونکي باور مه کوئ.
- موږ به يوازې له هغو برېښنا ليکونو څخه تاسې ته برېښنا ليک واستوو چې په پای کې يې لاندې جملې راغلې وي @refugeerights.org or @refugeerights.zendesk.com.
- د آی ار ای پي دوه ويبپاڼې فعالې دي. دا يوازينۍ ويبپاڼې دي، چې آی ار ای پي يې پر مخ وړي، چې په لاندې ډول دي.
- iraplegalinfo.org
- refugeerights.org
- الفيسبوك: facebook.com/RefugeeAssist
- تويتر: @IRAP, twitter.com/IRAP
- الإنستغ ا رم الرسمي للمشروع الدولي لمساعدة اللاجئين: ,RefugeeAssistance@ https://www.instagram.com/refugeeassistance
که تاسو باور لرۍ چې له تاسو سره يو تن اړيکه نيولې چې هغه ادعا کوي چې د آی ار ای پي مامور دی، خو هغه د آی ار ای پي مامور نه دی، نو مهرباني وکړئ په دې برېښنا ليک پته fraudalert@refugeerights.org يو ايميل واستوئ. دا برېښنا ليک يوازې د دې لپاره کارول کيږي، چې د درغلۍ/چلبازۍ راپورونه تر لاسه کړي. آی ار ای پي به دا برېښنا ليک پته د حقوقي مرستې د غوښتنو لپاره ونه کاروي.