لنډیز
په متحده ايالاتو کې اشخاص ځينې حالاتو کې کولای شي له دوی سره د خپلوانو د يو ځای کېدو لپاره غوښتنه وکړي. دې لارښود کې د کورنۍ د بيا يو ځای کېدو لپاره ځينې درخواستونه راټول کړای شوی دي. په دې کې د کورنۍ د درخواست لپاره ټول پروګرامونه نه دي راټول شوي
:وړتيا په څو شيانو پورې تړاو لري
- په متحده ايالاتو کې د شخص قانوني حالت.
- په امريکا کې د ميشت شخص او د هغه د خپلوان تر منځ اړيکه.
- ټول پروګرامونه به د هغه شواهدو غوښتنه وکړي تر څو ثابته کړي چې په متحده ایالاتو کې ميشت شخص د دې وړتيا لري چې د خپلوانو سره د بيا يو ځای کېدو لپاره درخواست وکړي.
- ځينې پروګرامونه يې وروستۍ نېټه يا فيس هم لري.
- په دې ځای کې راټول شوي ډیر پروګرامونه زياتې غوښتنې لري. په دې مضمون کې د ټولو پروګرامونو ټولې غوښتنې نه دي راټولې شوي.
ځينې خلک کولای شي له يو څخه زياتو پروګرامونو کې درخواست وکړي تر څو د يو تن خپلوان مرسته وکړي. په ډېرو حالاتو کې، داسې اړوند پروګرام نه شته چې د زياتو لرې خپلوانو مرسته وشي.
د هر پروګرام لپاره، دا لارښود د زياتو معلوماتو په موخه له نورو مضامينو سره تړلی دی.
د متحده ایالاتو اتباع او په متحده ايالاتو کې قانوني دايمي استوګن
د متحده ایالاتو اتباع او قانوني دايمي اوسيدونکي کولای شي د ځينو خپلوانو لپاره متحده ايالاتو ته د راتګ درخواست وکړي. په ځينو حالاتو کې، خپلوان به څو کلونو لپاره انتظار وباسي مخکې تر دې چې دوی وکولای شي متحده ايالاتو ته ولاړ شي.
قانوني دايمي اوسيدونکو ته همدا راز د شين کارت لرونکي هم ويل کيږي. دوی کولای شي د خپلې جوړې (مېرمن/مېړه) او ماشومانو لپاره درخواست وکړي خو په داسې صورت کې چې ماشومانو واده نه وي کړی. د متحده ايالاتو اتباع کولای شي د خپلې جوړې او ماشوم لپاره په هر عمر او هر مدني حالت کې درخواست وکړي. له ۲۱ کاله څخه زيات عمر درلودونکي د متحده ايالاتو اتباع همداراز کولای شي د خپلو خويندو وروڼو يا والدينو لپاره درخواست وکړي. اشخاص يوه فورمه چې ای‑۱۳۰ ورته وايي اچوي تر څو د دې درخواست پروسه پيل کړي. د ای‑۱۳۰پروسې په اړه لا زيات معلومات دلته دي.
بالاخره، د متحده ايالاتو اتباع کولای شي د خپل چنغول/نامزد لپاره درخواست وکړي. دوی يوه فورمه اچوي چې ای‑۱۲۹ایف يې بولي تر څو دا پروسه پيل کړي. د نامزد ویزې او د پروسې په اړه لا نور معلومات دلته دی.
په متحده ايالاتو کې کډوال او قبول شوي پناه غوښتونکي
هغه خلک چې په متحده ايالاتو کې د کډوالو په توګه مېشت شوي يا هغه څوک چې قبول شوي پناه غوښتونکي دی کولای شي د خپلو جوړو (مېرمن/مېړه) سره د يو ځای کېدو لپاره درخواست وکړي. دوی همداراز کولای شي د خپلو ماشومانو سره د يو ځای کېدو لپاره درخواست وکړي چې دا چاره د ماشوم د عمر او مدني حالت پورې تړلې ده. د دې پروګرام له لارې د درخواست کولو فورمې ته ای‑۷۳۰ وايي.
د کډوالو يا د قبول شوو پناه غوښتونکو خلکو د کورنیو غړو لپاره یو بل پروګرام هم شتون لری.
هغه وګړي چې د کډوالو په توګه ميشت شوې دي ، د افغانستان او عراق د کډوالې د ځانګړې ويزې غوښتونکي، او يا د پناه غوښتنې حالت يې منظور شوې دي، کولاې شي چې خپل ميړه يا ميرمنې، او ماشومانو او خپلو والدينو لپاره غوښتنليکونه وسپاري. له متحده ايالاتو بهر خپلوان هم بايد کډوال وي. په دې کې شامل دی چې دوی بايد د خپل اصلي هيواد څخه دباندې وي. د دې نوم دی لومړيتوب‑۳ پروګرام. د درخواست فورمه د اړيکې قسم پاڼه ده.
په متحده ايالاتو کې عراقي او افغان ايس ای وي تر لاسه کوونکي
په ځينو حالاتو کې عراقي او افغان ايس ای وي تر لاسه کوونکونکي څوک چې په متحده ایالاتو کې مېشت شوي کولای شي د دوی د جوړو (مېړه/مېرمنې) او ماشومانو لپاره درخواست وکړي. دې ته د ايس ای وي تر لاسه کوونکي په تعقيب يو ځای کېدل وايي د ايس ای وي تر لاسه کوونکو خپلوانو لپاره نور معلومات په دې ای ار اې پي لارښود کې دی. دوې کولاې شي چې د P-3 غوښتنليک د خپلو والدينو لپاره په دې شرط وکړي چې والدين يې کډوال وي.
کېدای شي د هغو عراقيانو چې ایس ای وي يې تر لاسه کړی دی د متحده ایالاتو تړاو سره جوړې، زامن، لوڼې، والدين، وروڼه خويندې د مستقيم لاسرسي پروګرام سره برابر وي. دا د کډوالۍ يو پروګرام دی چې له ډېر ځنډ سره مخ کيږي. د عراقيانو د مستقيم لاسرسي پروګرام په اړه نور معلومات دلته دي.
د متحده ايالاتو اتباع او قانوني دايمي اوسيدونکي چې سوريايي او عراقي خپلوان لري
دې لارښود کې ای‑۱۳۰ فورمه مخکې ذکر شوې. د متحده ايالاتو اتباع او قانوني دايمي اوسيدونکي کولای شي د ځينو خپلوانو لپاره دا فورمه جمع کړي.، يو عراقي يا سوريايي تبعه چې ای‑۱۳۰ يې تاييد شوی وي، کولای شي په متحده ايالاتو کې د کډوال حالت لپاره درخواست وکړي. د عراقيانو او سوريانو چې ای‑۱۳۰ يې تاييد شوی وي د مستقيم لاسرسي پروګرام په اړه نور معلومات دلته دي.
کېدای شي د هغو خلکو عراقی جوړې، زامن، لوڼې، والدين، وروڼه خوندې چې په عراق کې يې د متحده ایالاتو د حکومت، د متحده ايالاتو د رسنيو ادارو، يا متحده ايالاتو کې موقعيت لرونکو خيريه ادارو لپاره کارکړی وي، د مستقيم لاسرسي پروګرام وړتيا ولري. دا د کډوالۍ يو پروګرام دی چې د ډېر زيات ځنډ سره مخ وي. د عراقيانو د مستقيم لاسرسي پروګرام په اړه نور معلومات دلته دي.
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي: