د کډوالو مرستې نړيواله پروژه (آی ار ای پي) ځينو کډوالو او بې ځايه شويو خلکو ته وړيا قانوني مرستې چمتو کوي.
- آی ار ای پي له ځينو خلکو سره مرسته کوي، چې خدمات پيدا کړي، او د کډوالۍ يا ويزې غوښتنو لپاره چمتوالي ونيسي
- آی ار ای پي د هيڅ دولت، آی او ايم، يا يو اين ايچ سي ار برخه نه ده
- آی ار ای پي نه شي کولای چاته د کډوالۍ حيثيت، يا ويزه ورکړي، يا يې قضيې چټکې کړي
- آی ار ای پي نه شي کولای مالي مرستې چمتو کړي، د هستوګنځي لپاره پيسې ورکړي، يا دندې پيدا کړي
- د آی ار ای پي ټولې مرستې وړيا دي. هيڅوک چې له آی ار ای پي سره شريک دی دا حق نه لري چې له تاسې څخه د پيسو يا نورو خدماتو غوښتنه وکړي.
آی ار ای پي پرېکړه کوي چې له خلکو سره د کډوالۍ د حيثيت لپاره د هغوی د اړتياوو او وړتياوو پر اساس مرستې وکړي. آی ار ای پي دا پرېکړه نه کوي چې له خلکو سره د نورو ټولنيزو يا سياسي يا مذهبي معيارونو پر اساس مرسته وکړي.
دا ويبپاڼه د قانوني پروسو په هکله چې ځينو کډوالو ته مهيا دي، عمومي معلومات ورکوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی.
غوښتنې ممکن بدلون ومومي. تل د حکومت یا ادارې څخه وروستي معلومات وګورئ چې ستاسو د غوښتنې په اړه پریکړه کوي.
که تاسو د کډوالۍ په بیړني حالت کې یاست، موږ وړاندیز کوو چې تاسو په هغه هیواد کې د UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو اوسیږئ.
لنډیز
دا لارښود په امريکا کې د کډوال او پناه حيثيت خلکو لپاره دی، څوک چې له خپلو جوړو (مېړه، مېرمن)، کوچنيانو، يا والدينو سره يو ځای شي. دا لارښود د دوه پروګرامونو په اړه معلومات لري: آی‑۷۳۰ تعقيب کړئ چې سره يو ځای شئ او لومړيتوب ۳. ډاډ حاصل کړه چې تاسې دواړه لارښودونه لوستلي دي، ځکه چې دواړه پروګرامونه جلا جلا معيار لري.
دا معلومات د کورنيو د بيا يو ځای کېدو په اړه د امريکا د حکومت پر لارښوونه تر لاسه کيږي.
کېدای شي ته د کډوالۍ يا پناه اخستنې کورنۍ د بېرته يو ځای کېدو د بل غوراوي لپاره وړتيا ولرې. د سورايانو او عراقيانو لپاره د نېغ په نېغه لاسرسي پروګرام په اړوند معلومات دلته دي. د کډوالې د ځانګړې ويزې SIVد غوښتنليک اړونده معلومات لاندې ورکړل شوې دي.
آی‑۷۳۰ تعقيب کړه، تر څو يو ځای شې
که تاسو د دوو تیرو کلونو په لړ کې د کډوال په توګه په متحده ایالاتو کې منل شوي یاست یا مو په متحده ایالاتو کې پناه اخیستې وي، تاسو کولی شۍ خپلې میرمن یا خاوند او کوچنیو مجردو ماشومانو لپاره درخواست وکړئ ترڅو په متحده ایالاتو کې تاسو سره یوځای شي. دا پروسه د کورنۍ غړو لپاره "غوښتنه یا عریضه" بلل کیږي.
د فورمې د ډکولو پرمهال، تاسو باید هرې پوښتنې ته چې د درخواست کوونکي یعنې ستاسو په باب پوښتل شوې وي، ځواب ورکړئ. ستاسو د کورنۍ غړی د ګټې اخیستونکي یا ذینفع په نوم یادیږي.
د I-730 پروسه اجازه ورکوي ترڅو تاسو خپله میرمن یا خاوند او ماشومان د خپلو "مشتقاتو یا د کورنۍ غړو" په توګه متحده ایالاتو ته راولئ. دا په دې معنی ده چې ستاسو د اصلي قضیې پربنسټ، هغوی ته به هم د (کډوال یا پناه غوښتونکي) ورته موقف ورکول کیږي.
څوک د آی‑۷۳۰ تعقيب کړه، تر څو يو ځای شې، پروګرام لپاره وړ دی؟
اړین شرایط ستاسو موقف او له هغه شخص سره ستاسو د اړیکې پورې اړه لري چې تاسو غواړۍ له تاسو سره یوځای شي.
ستاسو میرمن یا خاوند لپاره درخواست:
- تاسو باید په هغه وخت کې چې په متحده ایالاتو کې د کډوال په توګه منل شوي یاست یا مو پناه ترلاسه کړې وي، خپلې میرمن یا خاوند سره مو د مخه واده کړې وي.
- کله چې تاسو I-730 فورمه ډکوۍ او کله چې ستاسو خاوند یا میرمن په متحده ایالاتو کې منل کیږي، تاسو باید د مخه له خپل خاوند یا میرمن سره واده کړی وي.
- یادونه: د 2022 کال د فبرورۍ له 14 مې نیټې څخه، د غیررسمي ودونو شواهد په ځانګړو حالاتو کې په پام کې نیول کیږي. دا په همجنسبازانو، دوجنسیته کسانو، لیزبین، او ټرانسجنډر کسانو چې د LGBTQ په نوم یادیږي، او همداراز د بیلابیلو مذهبونو لرونکو خاوندانو او میرمنو په باب چې په خپلو اصلي هیوادونو کې د خپلو قانوني ودونو په ثبت توانیدلي نه دي، تطبیقیږي. د I-730هغه غوښتونکي چې د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ ۱۴ مې او ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ ۱۴ مې نیټې په منځ کې "یوازې په دې دلیل رد شوي دي چې د غیررسمي واده وړاندې شوي شواهد یې د خاوند او میرمن د اړیکې د ثبوت لپاره کافي نه وو" کولی شي چې د خپل I-730 غوښتنلیک د بیاپرانیستنې غوښتنه وکړي. د لازیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د غیررسمي ودونو په باب د IRAP نوې پالیسۍ دلته وګورئ.
ستاسو ماشومانو لپاره درخواست:
-
ستا د ماشوم عمر بايد له ۲۱ کلونو کم، او مجرد وي. خو په هرحال:
- که تاسو د کډوال په توګه میشت شوي یاست، ستاسو د ماشوم سن د USCIS د مرکې په نیټه "منجمد" کیږي. که ستاسو ماشوم په هماغه نیټه 21 کلن وو، حتی که اوس له 21 کلونو ډیر عمر لري، تاسو کولی شۍ I-730 فورمه ورته ډکه کړئ، البته په هغه صورت کې چې واده یې نه وي کړی.
- که تاسو پناه غوښتونکی یاست، ستاسو د ماشوم سن د پناه غوښتنې لپاره د I-589 فورمې د لیږلو په نیټه "منجمد" کیږي. که ستاسو ماشوم په هماغه نیټه له 21 کلونو لږ عمر درلود، تاسو اوس هم کولی شۍ چې I-730 فورمه ولیږئ، البته به هغه صورت کې چې واده یې نه وي کړی.
- امريکا متحده ايالاتو کې د کډوال يا پناه ورکول شوي په توګه له منل کېدو مخکې بايد ستاسې له ماشوم سره ستاسې اړيکه جوړه شوې وی.
-
- د ځينو حالاتو پر مهال په "والدينو" کې کېدای شي ناسکه والدين يا په مورولۍ/پلار ولۍ نيول شوي والدين هم شامل شي. د آی‑۷۳۰ فورمې لپاره معلومات دلته شته.
- پاملرنه: مخکې له دې چې تاسې امریکا ته سفر وکړئ، يا د کډوال يا د پنا غوښتونکي په توګه ومنل شئ، ستاسې ماشوم بايد زېږېدلی، يا په نس شوی وي (دا معنی چې مور يې له پخوا اميدواره وه).
- کله چې ته د خپل ماشوم لپاره ستا سره د يو ځای کېدو عريضه کوې، او په هغه وخت کې چې ستا ماشوم امريکا ته داخليږي، له ماشوم سره ستا اړيکه بايد موجوده وي.
- دې پروګرام ته د وړتوب لپاره ستاسو میرمن یا خاوند او ماشومان اړ نه دي چې ثبوت کړي چې په اصلي هیواد کې ځورول شوي دي. د کډوالو د کورنۍ او پناه غوښتونکو لپاره د يو ايس سي آی ايس ويبپاڼه نور معلومات ورکوي.
څنګه غوښتنه وکړۍ
تاسی باید لاندې اسناد تسلیم کړئ:
- د I‑730 فورمه د کډوال/پناه غوښتونکي د خپلوانوغوښتنه/عریضه
-
د کډوال یا پناه غوښتونکي په توګه ستاسو د موقف ثبوت (د بیلګې په توګه ستاسو I-94 سند، ستاسو د پناه غوښتنې په اړه د شوې پریکړې یو نقل، یا ستاسو د دایمي قانوني استوګنې کارت)
- ستاسو د اوسني حالت ثبوت چې کډوال یا پناه غوښتونکي یاست (د بیلګو په توګه پکی شامل دی ستاسی 94‑I سند یا د قانونی دائمی اوسيدوکارت)
- ستاسو د مېرمن/خاوند یا ماشوم وروستی روڼ عکس
-
ستاسو او د میرمن یا خاوند او ماشوم د اړیکې ثبوت
نوټ: هغه مېرمن/خاوند یا ماشوم چې غېراصلي کډوالۍ یا پناه غوښتونکي حالت یې ترلاسه کړی وي، نشي کولای چې د بل خپل پرځای د I‑730 فورمې ولېږئ.
د I‑730 فورمې د لېږلو لپاره کوم فیس نشته. د I‑730 فورمې د لېږلو اړتیاوې کېدای شي د دوو کلونو په ترڅ کې د بشرپالنې دلیلونو پر اساس معاف شي.
له خپلوانو سره مو د اړیکی شواهد
که تاسی غواړئ خپل خاوند یا مېرمن د امریکا متحده ایالاتو ته راوغواړئ او تاسو په قانوني توګه واده کړی وي:
- د خپل نکاح/واده خط سند یوه کاپي راولېږئ.
- که مخکې مو واده کړی وي، نوبیا داسې سندونه راولېږئ چې وښايي ستاسوهغه وادونه فسخ شوې. معمولا دا د طلاق یا مرګ سندونه دي.
- داسې سندونه راولږئ چې وښایي دا یو ریښتینی واده دی او یواځې د مهاجرت په موخه ندی. دیو څو بېلګو په توګه،
- تاسی کولای شئ چې د خپلو ماشومانو د زېږېدو سندونه وړاندې کړئ چې وښایی تاسو او مېرمن/خاوند مو د دې ماشوم والدېن یاست.
- تاسوکولای شئ چې د بانک داسې یو سند راولږئ چې ستاسو د دواړو نومونه پکې لیکل شوي وي.
- تاسی د قرضې کوم سند هم لېږلی شئ چې د دواړو نومونه پکې شتون ولری.
-
تاسو کولی شۍ د جلاکیدو د مخه د خپل ګډ ژوند انځورونه ولیږئ.
- د هغو خلکو هم لیکونه رالېږلی شئ چې تاسو یا ستاسو مېرمن/خاوند پېژني او ستاسو له واده سم خبر وي. اړینه نده چې هغوي دې د امریکا متحده ایالاتو اتباع وي.
- هغوي باید خپل بشپړ نوم، پته او د زېږېدنې نېټه او ځای ولیکي.
- هغوي باید دا تشریح کړي چې ستاسو له اړیکې څومره خبر دي، لکه ستاسو واده ته درغلي وي یا کله چې تاسو یو ځای وی، ستاسو سره یې وخت تېرکړی.
- که ممکنه وي دا کسان باید دا لیک په رسمي دولتي چاپي پاڼه ولیکلي او په یوه کاتب یا وکیل یې لاسلیک کړي او بیا یې تاسو ته درولېږي.
که تاسو غواړۍ خپل د ژوند شریک متحده ایالاتو ته راوغواړۍ او تاسو په غیررسمي توګه واده کړی وي نه په قانوني توګه، تاسو کولی شۍ د کورنۍ غړي سره یوځای کیدو لپاره درخواست وکړئ.
USCIS اوس په دوو حالتونو کې غیررسمي ودونه په رسمیت پیژني:
۱. کله چې خاوند او میرمن خپل واده په رسمي توګه نشي څرګندولی ځکه چې هغوی له ځوریدنې او له هغه حالت څخه تښتیدلي دي چې د هغوی له کنټرول څخه بهر وو.
د میرمن او خاوند له کنټرول څخه بهر حالت دا دی چې هغوی د کډوالو په باب جوړو شویو پالیسیو او د حکومت د تبعیض پالیسۍ له امله د هیواد موسساتو او ادارو ته لاسرسی نه درلود.
۲. کله چې میرمن او خاوند نشی کولی د میرمن یا خاوند په اصلي هیواد کې او یا د پناه غوښتنې په لومړي هیواد کې د محدودوونکو قوانینو او کړنو له امله خپل واده په رسمي توګه څرګند کړي.
د محدودوونکو قوانینو او کړنو یو شمیر بیلګې شته چې پر کډوالو او پناه غوښتونکو اغیزه کوي. یوه بیلګه دا ده چې د پناه غوښتنې په هیواد کې دولتي چارواکي کډوالو ته د واده تصدیقپاڼه نه ورکوي. بله بیلګه دا ده چې د هیواد قوانین همجنسبازانو، د بیلابیلو مذهبونو پیروانو ته اجازه نه ورکوي ترڅو په قانوني توګه واده وکړي.
که چیرې له پورتنیو حالتونو څخه یو یې ستاسو په اړه د اجرا وړ وي، هغه معلومات شامل کړئ چې ښیي ولې دا ستاسو په اړه د اجرا وړ دی او هغه شواهد ولیږئ چې ښیي تاسو د میرمن او خاوند په توګه اړیکه لرئ. ددې اړیکې د اثبات لپاره تاسو دا لاندې کارونه کولی شۍ:
- هغه اسناد ولیږئ چې ښیي تاسو د یوې مودې لپاره یوځای ژوند کړی دی، لکه د کور د کرایې قرارداد چې ستاسو دواړو نومونه پکې لیکل شوي وي.
- هغه شواهد وړاندې کړئ چې پربنسټ یې تاسو او ستاسو د ژوند ملګري ځانونه د واده شویو کسانو په توګه څرګند کړي وي (لکه د یو شان تخلص کارول، ګډ بانکي حساب/کریدیت کارت، یا روغتیایي یا د موټر یا بلې بیمې لرل چې پکې د دواړو نومونه ذکر شوې وي)
- هغه میرمن او خاوند چې په غیررسمي توګه یې د واده مراسم ترسره کړي وي کولی شي د واده اسناد لکه د واده د مراسمو تصویرونه او ویډیوګانې وړاندې کړي.
- د هغو ماشومانو د زیږیدنې تصدیقونه وړاندې کړئ چې ستاسو او ستاسو د ژوند ملګري د ګډ ژوند په نتیجه کې زیږیدلي دي.
- تاسو کولی شۍ د هغو کسانو له خوا لیکونه وړاندې کړئ چې تاسو او ستاسو د ژوند ملکری پیژني او ستاسو د اړیکې په اړه معلومات لري. اړینه نه ده چې هغوی د متحده ایالاتو اتباع وي.
- هغوی باید خپل بشپړ نوم، ادرس، او د زیږیدنی ځای او نیټه ولیکي
- هغوی باید دا توضیح کړي چې ستاسو د اړیکې په اړه څرنګه پوهیږي، ستاسو د واده په مراسمو کې یې ګډون کړی او ستاسو له واده وروسته یې تاسو سره څه موده وخت تیر کړی دی.
- د امکان په صورت کې، هغوی باید تاسو ته له لیږلو مخکې، دا لیک په رسمي دفتر کې لاسلیک او ټاپه کړي.
که غواړئ خپله لور یا زوی راولئ:
- که تاسو یې مور یاست، نوبیا د ماشوم د زېږېدنې سند راولېږئ چې وښایي چې د ماشوم او ستاسو نوم پکې لیکل شوی وي.
- که تاسو یې پلار یاست، د ماشوم د زېږېدنې سند راولېږئ چې وښایي چې پکې ستاسو او د ماشوم د مور نوم لیکل شوی وي. همدارنګه د خپل واده د سند یوه کاپي هم راولېږئ چې وښایي د ماشوم د زېږېدنې پر مهال تاسو واده کړی وو یا مخکې له دې چې ماشوم ۱۸ کلن شوی وي. که تاسو واده نه وی کړی د ماشوم مور سره، نو بیا د خپلې اړیکې د اثبات لپاره د لا ډېرو معلوماتو لپاره دغه USCIS I‑730 instructions ولولئ.
- که تاسی ناسکه پلار/مور یاست، نو د خپل ناسکه ماشوم د زېږېدنې د سند کاپي راولېږئ. همدارنګه د ناسکه ماشوم د اصلي والدېنو د واده د سند کاپي هم راولېږئ.
- که تاسو خپل شوی والدېن یاست، نو د فرزندی فرمان د سند یوه کاپي راولېږئ. همدارنګه وښایئ چې تاسو له دې ماشوم سره لږ تر لږه دوه کاله اوسېدلي یاست. که تاسی په قانوني توګه د ساتنی حکم لرئ هغه د ساتنی اړوند حکم سند راولېږئ.
که تاسی یا ستاسو مېرمنې کله هم مخکې واده کړی وي یا که تاسی یا ستاسو خپلوانو په قانوني توګه ستاسو نوم بدل کړي وي، نو سندونه یې باید ولېږل شي.
که تاسو دغه سندونه نه لرئ، کېدای شي داسې نور سندونه وي چې تاسو یې پرځای ولېږئ. د لا ډېرومعلوماتولپاره USCIS I‑730 instructions ولولئ.
د آی‑۷۳۰ فورمه او اسناد چرته ولېږل شي؟
د آی‑۷۳۰ فورمې د ډکولو ځای ستاسې د اوسېدو ځای پورې اړه لري. دا ويبپاڼه وګوره تر څو معلومه کړې چې خپل آی‑۷۳۰ فورمه بايد چرته واستوې.
مخکې له دې چې د آی‑۱۳۰ فورمه او ملاتړي اسناد يې واستوې، له ځان سره د ساتلو لپاره د دې ټولې دوسيې يوه کاپي جوړه کړه. حتی که ته چېرې اصلي اسناد هم له ځانه سره لرې، ته بايد د ټولې سپارل شوې دوسيې يوه کاپي د تل لپاره له ځانه سره ولرې. کېدای شي راتلونکي کې ورته اړتيا ولرې.
ستاسی د غوښتنی وروسته څه پېښېږي؟
کله چې USCIS د I‑730 فورمه ترلاسه کړی، USCIS به تاسی ته د رسیدو احوال درولېږي، چې ورته I‑797, Notice of Action وایي. دوی به تاسی ته ووایی چی I‑730 یی تر لاسه کړۍ دی. دا لیک مهم دی ځکه:
- دا به تاسی ته ووایي چې د USCIS خدماتو کوم مرکز په I‑730 باندې کارکوي.
- دا به تاسی ته ستاسو د قضیې لپاره د رسید شمېره درکړي. دغه شمېره درې حرفونه لکهEAC, WAC, LIN, SRC, NBC, MSC یا IOEلري. له دې شمېرې وروسته بیا ۱۰ حرفونه لري. تاسو کولای شئ دا شمېره وکاروئ:
- خپله قضیه په دې وېب پاڼه کې وګورئ.
- خپله پته په دې وېب پاڼه کې بدله کړئ.
د I‑730 فورمې د ځواب لاسته راوړل کېدای شي څو میاشتې یا هم ډېر وخت ونیس . په ځېنو حالاتو کې، ستاسو له مېرمنې/خاوند سره به مرکه وشي مخکې له دې ستاسو غوښتنه منل شوې وي .په ټولو حالاتو کې، ستاسو له مېرمنې/خاوند سره به مرکه وشي مخکې له دې چې ورته د سفر سندونه صادر شي.
که چېرې ستاسې جوړه همدا اوس په متحده ايالاتو کې وي، د عريضې له تاييد وړاندې به د يو ايس سي آی ايس لخوا له تا او ستا د جوړې دواړو سره مرکه وشي؛ په ځينو حالاتو کې، ممکنه ده چې يو ايس سي آی ايس له تاسې سره د مرکې غوښتنه وکړي، حتی که ستاسې جوړه له متحده ايالاتو بهر هم وي.
USCIS به ستاسو د I‑730 فورمې پرېکړه د یوې لیکلې خبرتیا په بڼه درولېږي. کله کله، يو ايس سي ای ايس يو ليک استوي او له تاسې، د عريضه کوونکي څخه، غوښتنه کوی، چې دوی ته نور شواهد واستوئ. دې ته د شواهدو غوښتنه ("ار ايف اي") ويل کيږي. ار ايف اي به تاسې ته ووايي چې کوم اسناد نشته او تاسې ته به يوه نېټه درکړي چې په هغې نېټې ورته اسناد واستوئ. عموماً، دوی تاته له ۹۰ څخه تر ۱۲۰ ورځو پورې وخت درکوي.
که ته د خپل ماشوم لپاره عريضه کوې، يو ايس سي ای ايس به همداراز تاسې ته وړانديز وکړي چې د ډي اين ای معاينه وکړئ. دا د وينې يوه معاينه ده چې ته او ستا خپلوان يې کوي. دا معاينه به ثابته کړي چې ته او ستا خپلوان سره د وينې خپلولي لرئ. که چېرې يو ايس سي ای ايس د ډي اين ای معاينې غوښتنه کوي دوی به تاسې ته د ای‑۷۳۰ عريضې له ډکولو وروسته ار ايف ای واستوي او دا به درته روښانه کړي چې څه ډول معاينه تر سره کړې.
که ستاسو مېرمن/خاوند یا ماشوم وړ ونه ګڼل شول، نوUSCIS به تاسو ته یو لیک ولېږي. دې لیک ته Notice of Intent to Deny ("NOID") یا د انکار کولو د ارادې خبرتیا وایي. دا لیک به تاسی ته یوه موقع درکړي چې د وروستۍ پرېکړې له صادرېدو مخکې ځواب ورکړئ. د I‑730 فورمی په هکله پریکړه د استیناف وړ نه ده.
که ستاسې آی‑۷۳۰ تاييد شو او ګټه اخستونکی د امنيتي کتنې او روغتيايي معاينې شرط بشپړ کړي، دوی ته به اجازه ورکړل شي چې متحده ايالاتو ته سفر وکړي. د سفر پروسه تر دې پوره اړه لري چې ايا ته کډوال حيثيت لرې که د پناه ورکړل شوي حيثيت. که ته د پناه ورکړل شوي حيثيت لرې، ستاسې تاييد شوي خپلوان به خپل ځان لپاره سفر چمتووالی ونيسي، او د بيا ځای پر ځای کېدو ادارې لخوا به د کډوالۍ امتياز تر لاسه نه کړي. که ته د کډوالۍ حيثيت لرې، آی او ايم به ستاسې تاييد شويو خپلوانو ته د سفر چمتووالی ونيسي، او وبه کولای شي د بيا ځای پر ځای کېدو د ادارې لخوا هغه شان د کډوالۍ امتيازات تر لاسه کړي، کوم چې تاسې د بيا ځای پر ځای کېدو پر مهال تر لاسه کړي و.
د مرستې لپاره د يو څارنوال غوښتنه شونې ده
کېدای شي چې تاسې او ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:
- له آی ار ای پي څخه د مرستې د غوښتلو په اړه معلومات دلته دي.
- که تاسې په اردون کې يئ، تاسې کولای شئ د اردون آی ار ای پي د مرستې غوښتنه د دې فورمې په کارولو سره کولای شئ. که فورمه بنده وي، ته کولای شې په يوه بله او وروسته نېټه کې يې وګورې.
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ د ويړیا حقوقي خدماتو وړاندې کوونکو يو نوملړ په دې ځای کې شته.
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ شخصي وکيلانو نوملړ په دې ځای کې دی.
د کورنیو د یوځای کیدو لپاره د 3 شمیرې لومړیتوب پروګرام
لومړيتوب‑۳ د کورنۍ بيا يو ځای کېدو پروګرام ته کېدای شي وويل شي:
- د پي‑۳ پروګرام
- د اړيکې قسم پاڼې پروګرام
- اې او ار پروګرام
څوک په شرايطو برابر دی؟
هغه کسان چې په متحده ایالاتو کې د کډوالو، د کډوالۍ ځانګړې ویزې افغان عراقي لرونکو په توګه میشت دي، یا هغه کسان چې په متحده ایالاتو کې یې پناه ترلاسه کړې ده کولی شي د خپلې کورنۍ ځینوغړو سره مرسته وکړي ترڅو د کډوالو په توګه متحده ایالاتو ته راشي. دوی غوښتنه کولای شي که چېرې دوی لا هم د کډوالۍ يا پناه غوښتنې په حالت کې دي، او يا که چېرې دوی اوس قانوني دايمي استوګن (شين کارت لرونکي دي) دي، يا د متحده ايالاتو اتباع دي.
دوی کولای شي درخواست وکړي لپاره د:
- جوړه (ښځه/مېړه)
- ناواده شوي ماشومان چې عمر يې له ۲۱ کلونو کم وي
- والدين.
- په استثنايي حالاتو کې، نور خپلوان چې په يو کور کې د داسې يو چا په توګه ژوند کوي چې پورته يې يادونه شوې.
د کورنۍ دغه غړي باید په بل هیواد کې کډوال وي. په دې معنی چې دوي بايد د خپل اصلي هيواد څخه بهر وي او بايد د کډوالې د حالت اسناد ولري.
پخوا دا پروګرام یوازې منظور شویو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره وو. د 2021 کال اپریل څخه را په دې خوا، هغه افغان او عراقي اتباع چې دکډوالۍ ځانګړې ویزې له لارې متحده ایالاتو ته راغلي دي هم کولی شي چې د خپلو کورنیو غړو لپاره درخواست وکړي. دا پروګرام هم پخوا د ځانګړو ملیتونو د کورنیو غړو ته محدود وو. اوس مهال د ملیت له پلوه هیڅ ډول محدودیت نشته.
ډیر شمیر کسان چې 3 شمیرې لومړیتوب لرونکي پروګرام ته واجد شرایط دي، د I-730 پروګرام لپاره هم واجد شرایط ګڼل کیږي. ددې پروسې په اړه معلومات د همدې پاڼې په سر کې وړاندې شوي دي.
څرنګه درخواست وکړو؟
د P-3 پروګرام پیل کولو لپاره، په متحده ایالاتو کې ستاسو د کورنۍ غړی باید هغه سند ولیږي چې د کورنۍ اړیکې د ثبوت پاڼې (AOR) په نوم یادیږي.
غوښتونکي نشي کولی چې دا سند پخپله ولیږي. د بیا میشتیدنې یوه محلي اداره باید دا فورمه چمتو او دولت ته یې ولیږي. په یاد وساتئ چې IRAP د بیا میشتیدنې اداره نه ده او د کورنۍ اړیکې د ثبوت فورمه یا AOR چمتو کولی او لیږلی نشي.
د غوښتنلیک د پروسې د پیل لپاره، تاسو باید د بیامیشتیدنې د خدمتونو یوې ادارې سره اړیکه ونیسئ. د بیامیشتیدنې د خدمتونو ادارې هغه موسسات دي چې دولت سره کار کوي ترڅو هغو کډوالو سره مرسته وکړي چې نوي متحده ایالاتو ته راځي. که تاسو د کډوال په توګه متحده ایالاتو ته راغلي یاست، کیدی شي وپوهیږئ چې څرنګه له هغې ادارې سره اړیکه ونیسئ چې متحده ایالاتو ته له راتګ وروسته یې تاسو سره مرسته کوله.
تاسو همداراز کولی شۍ چې د بیامیشتیدنې د خدمتونو محلي اداره په ویب سایټ کې ولټوئ. د خپل ایالت په نوم کلیک وکړئ ترڅو په خپل ایالت کې د بیامیشتیدنې د خدمتونو د ادارو لیست پیدا کړئ. هغه اداره یا ادارې پیدا کړئ چې تاسو ته نږدې موقعیت لري. په ویب سایټ کې د ورکړل شوې ټیلفوني شمیرې له لارې، د بیامیشتیدنې د خدمتونو ادارې سره اړیکه ونیسئ.
د بیامیشتیدنې د خدمتونو له ادارې سره د اړیکې پرمهال، دغې ادارې ته ووایئ چې تاسو یو کډوال، پناه غوښتونکی یا له افغانستان یا عراق څخه د کډوالۍ ځانګړې ویزې لرونکی یاست. هغوی ته ووایئ چې غواړۍ د خپلې کورنۍ غړي سره یوځای شۍ او د کورنۍ غړي سره د اړیکې د ثبوت پاڼې په لیږلو کې مرستې ته اړتیا لرۍ.
نور معلومات
په متحده ایالاتو کې د کډوال په توګه د منل کیدو، د کډوالۍ موقف له ترلاسه کولو او همداراز د کډوالۍ ځانګړې ویزې له ترلاسه کولو څخه پنځه کاله وروسته باید تاسو د کورنۍ غړي سره د اړیکې د ثبوت پاڼه ولیږئ.
د غوښتنلیک پروسه کیدی شي څوکاله وخت ونیسي. د مور/پلار او ماشوم ترمنځ د اړیکې د ثبوت لپاره، په P-3 پروسه کې عموماً د DNA معایناتو ته اړتیا وي.
د 3 شمیرې لومړیتوب پروګرام په اړه لازیات معلومات د بهرنیو چارو وزارت څخه ترلاسه کیدی شي. د 3 شمیرې لومړیتوب پروګرام په اړه لازیات معلومات له USCIS څخه ترلاسه کیدی شي.
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:
له IRAP څخه د مرستې
- له آی ار ای پي څخه د مرستې د غوښتلو په اړه معلومات دلته دي.
- که تاسې په اردون کې يئ، تاسې کولای شئ د اردون آی ار ای پي د مرستې غوښتنه د دې فورمې په کارولو سره کولای شئ. که فورمه بنده وي، ته کولای شې په يوه بله او وروسته نېټه کې يې وګورې.
د نورو سازمانونو مرسته
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ د ويړیا حقوقي خدماتو وړاندې کوونکو يو نوملړ په دې ځای کې شته. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ شخصي وکيلانو نوملړ په دې ځای کې دی. مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې د مهاجرت خصوصی څارنوالان د خپلو خدماتو لپاره فیس اخلی. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.