لنډیز
د امریکا متحده ایالاتواتباع USCs یا قانوني دایمي اوسیدونکي LPRs (یا د "ګرین کارد لرونکي") کولای شي د I‑130 فورمې د ډکولو پر اساس له ځینې خپلوانو سره مرسته وکړي چې د امریکا متحده ایالاتو ته مهاجرت وکړي. دا هغو کسانو لپاره د USCs او LPRs لارښود دی چې غواړي د خپلو خپلوانو لپاره I‑130 دوسیه ثبت کړي.
ممکنه ده تاسې د کډوالې او پناه غوښتونکی کورنۍ سره د بيا يو ځای کېدو غوراوي لپاره وړ ياست. د I‑730 پروګرام په اړه معلومات دلته دي، د P‑3 پروګرام دلته دی، او د سوریيانو او عراقيانو لپاره د نيغ په نېغه لاسرسي پروګرام دلته دی.
پروسه یې څه ده؟
تاسی باید د I‑130 فورمه ثبت کړئ. تاسی باید نور هغه سندونه هم وراضافه کړئ چې وښایي تاسی USC یا LPR یاست. تاسی باید خپله اړیکه هم د هغو خپلوانو سره ثابته کړئ چې د امریکا متحده ایالاتو ته په راتګ کې ورسره مرسته کوئ. دې ته د خپلوانو لپاره غوښتنه کول وایي. تاسی غوښتونکی یاست. کله چې تاسی فورمه ډکوئ، باید په خپله اړه مو هر هغه سوال ځواب کړئ چې د غوښتونکي په اړه پوښتنه شوې وي.
زه د چا لپاره غوښتنه کولای شم؟
که تاسو LPR یاست، کولای شئ د خپلې میرمنی یا ماشومانو لپاره چې د هر عمر (خو چې واده یې نه وي کړی) غوښتنه وکړئ. که تاسی USC یاست، کولای شئ د خپلې میرمنې او ماشومانو لپاره چې د هر عمر وي (که مجرد وي یا متاهل)، او که ستاسو عمر له ۲۱ کلونو پورته وي، تاسی د خپلو خویندو، وروڼو او مور و پلار لپاره هم غوښتنه کولای شئ. ستاسی خپلوان یا هر هغه څوک چې تاسی ورته غوښتنه کوئ، ګټه اخیستونکی دی.
د کوم ځایه یې پیل کړم؟
تاسی باید I‑130 فورمه ثبت کړئ چې دلته د لاسرسي وړ ده. دغه فورمه له تاسو څخه ستاسی او ستاسو د کورنۍ د غړو د ژوندلیک په اړه معلومات پوښتي.
که تاسی LPR یاست، د خپلوانو لپاره یوه غوښتنه ثبت کړۍ. که دوی مجرد اولادونه لري چې عمرونه يې له ۲۱ کلونو کم دي، دوی اړتيا نه لري چې جلا عريضه وکړي. په هرحال، که چېرې ته د خپلې جوړې يا ماشومانو لپاره په همدې وخت کې عريضه کوې، ته کولای شې جلا عريضه وکړې، که چېرې ته غواړې، چې په جلا توګه د هغوی قضيه پر مخ يوړل شي.
که ته يو ايس سي لرې، او ته د خپل بالغ يا متاهل اولاد، يا روڼړو/خویندو لپاره قضيه ثبت کوې، اړتيا نه لرې چې د هغوی د جوړو لپاره يا د هغوی د مجردو اولادونو لپاره چې عمرونه يې له ۲۱ کلونو کم دي، جلا عريضه وکړې. که ته يو ايس سي يې او د خپلو والدينو، مجردو اولادونو چې عمرونه يې له ۲۱ کلونو کم دي، يا د خپلې جوړې لپاره عريضه کوې، ته بايد د هر فرد لپاره جلا عريضه وکړې. موږ سپارښتنه کوو چې يو پوښ ليک هم واستوې کوم چې ستاسې د سپارل شويو ټولو اسنادو فهرست موجود وي. دا له يو ايس سي آی ايس سره مرسته کوي تر څو وګوري چې تاسې ټولې اړتياوې پوره کړي.
کله چی تاسی فورمه ورکوۍ، نو دا باید د خپل اصلی لاسلیک څخه جمع کړۍ. USCIS به هیڅکله ستاسی د لاسلیک کاپی یا الکترونیک لاسلیک قبول نکړې. په هرحال، د کوويډ‑۱۹ د ملي بيړني حالت پر مهال، يو ايس سي آی ايس به د اصلي لاسليک يو انځور ومني. ته بايد اصلي له ځانه سره وساتې، او کېدای شي همدا لاسليک يو ايس سي آی ايس ته په راتلونکي کې دا لاسليک وکړې.
پدې څومره لګښت راځي؟
د ۲۰۲۰ کال د نومبرمیاشتی د پیل، تاسی باید د I‑130 فورمې لپاره $535.00 فیس ورکړئ.
دا فیس باید د امریکا متحده ایالاتو له یوه بانک څخه د چیک یا مني ارډر او یا د کرډیټ کارډ له لارې ولیږل شي. چیک یا مني ارډر باید د [“U.S. Department of Homeland Security” (د امریکا متحده ایالاتو د کورني امنیت څانګه)] په نوم ولیږل شي. د دې څانګې نوم باید همداسې ولیکل شي څنګه چې دی. تاسی نشئ کولای نغدې پیسی ورکړئ. که غواړئ د کرېډېټ کارډ له لارې پیسی ورکړئ، باید G‑1450 فورمه چی دلته شتون لری ولیږئ. فیس او د ورکړی طریقې کیدای شي بدلې شي، نو مخکې له دې چې غوښتنه وکړئ یو ځل دا وېبپاڼه وګورئ.
زه باید د I‑130 غوښتنې له فورمې سره نورڅه ولیږم؟
لومړی: تاسی باید د امریکا متحده ایالاتو کې خپل حالت ثابت کړئ.
د I‑130 فورمه به له تاسو پوښتنه وکړي، له غوښتونکي، چې د امریکا متحده ایالاتو کې خپل حالت ثابت کړئ. د دې لپاره چې ثابت یی کړئ چې تاسی یو USC یاست، تاسی باید له لاندې سندونو څخه یې یو د I‑130 فورمې سره راولېږئ
- ستاسی د زېږېدنې د سند کاپي چې وښایي چی د امریکا متحده ایالاتو کې زېږېدلي یاست
- ستاسی د تابعیت اخیستلو د سند کاپي
- ستاسی د تابعیت د سند یوه کاپي
- د FS‑240 فورمې کاپي، د بهر زېږېدنې قونسلۍ راپور (CRBA)
- ستاسی د امریکا متحده ایالاتو پاسپورټ چې تاریخ یې تیر شوی نه وي یا
- د امریکا متحده ایالاتو د قونسلۍ افسر اصلي بیانیه چې تایید کړي تاسو د امریکا متحده ایالاتو یو تبعه او باوري پاسپورټ لرونکي یاست
د دې لپاره چې ثابت کړئ چې یو LPR یاست، د خپل ګرین کارډ د مخ او شا څخه کاپي ولیږۍ. که تراوسه پورې لا ګرین کارډ نه لرئ، تاسی کولای شئ د خپل پاسپورټ د هغې مخ کاپي چې ستاسو عکس پکې وي او بل هغه مخ چې وښایي چې تاسو د یو LPR په توګه امریکا متحده ایالاتو ته ننوتي یاست، واخلئ او ویې لېږئ. تاسی د خپل I‑94 یوه کاپی هم لېږلې شۍ
دویم: تاسی باید د خپلوان سره خپله اړیکه ثابته کړئ
د I‑130 فورمه به له تاسو پوښتنه وکړي چې تاسی، غوښتونکی، خپله اړیکه مو د خپلوانو سره، ګټه اخیستونکی سره ثابته کړئ. اصلي سندونه USCIS ته مه لیږۍ. تاسی باید تل د سندونو کاپي ولیږۍ.
که سند په انګرېزۍ نه وي، په انګرېزۍ باندې ژباړل شوي سند هم ولیږۍ. ژباړونکی باید یوه بیانیه هم ولیکۍ چې ووایي هغوي په دواړو ژباړل شوو ژبو روانې خبرې کوي.
:که غواړئ خپل خاوند یا مېرمن د امریکا متحده ایالاتو ته راولئ
- د خپل واده/نکاح خط یو کاپي راولیږۍ
- که پخوا مو هم واده کړی وو، د داسې سندونو کاپي راولیږۍ چې هغه ودونه مو پای ته رسیدلی دی. معمولاً، د طلاق یا مرګ سندونه
- :داسې سندونه راولیږۍ چې وښایي دا یو ریښتینی واده دی او موخه یې د مهاجرت پروسه نده. د بیلګی په توګه
-
- تاسی کولای شئ چې د خپلو ماشومانو د زېږېدو سندونه چې وښایئ تاسی او ستاسو میرمن/خاوند د دې ماشوم والدېن یاست
-
- تاسی کولای شئ چې د بانک داسې یو سند راولیږئ چې د دواړو نومونه پکې لیکل شوي وي
-
- تاسی کولای شئ د اجارې/قرضې کوم سند هم رالېږلې شی چې د دواړو نومونه
- پکې لیکل شوي ويد هغو خلکو هم لیکونه لېږلې شی چې تاسو یا ستاسو میرمن/خاوند پیژني او ستاسو له واده سم خبر وي. اړینه نده چې هغوي دې د امریکا متحده ایالاتو تبعه وي
-
- هغوي باید خپل بشپړ نوم، پته او د زېږېدنې نیټه او ځای ولیکي
-
- هغوي باید دا تشریح کړي چې ستاسی له اړیکې څومره خبر دي، لکه ستاسو واده ته درغلی وي یا یې ستاسو سره کله چې یو ځای وئ، وخت تیر کړی وي
-
- که ممکنه وي دا خلک کولی شي دغه لیک په رسمي دولتي چاپي پاڼه کې ولیکي او د یوه کاتب یا وکیل له لوري یې لاسلیک کړي او بیا یې تاسو ته درولیږی
:که غواړئ چې خپله لور یا زوی راولئ
- که تاسی یې مور یاست، نو د ماشوم د زېږېدنې سند راولیږئ چې د ماشوم او ستاسو نوم پکې لیکل شوی وي
- که تاسو یې پلار یاست، د ماشوم د زېږېدنې سند راولیږئ چې پکې ستاسو او د ماشوم د مور نوم لیکل شوی وي. همدارنګه د خپل واده د سند یوه کاپي هم راولیږۍ چې وښایي د ماشوم د زېږېدنې پر مهال، یا مخکې له دې چې ماشوم ۱۸ کلن شوی وي، تاسی واده کړی وو. که تاسو واده نه وو کړی، نو بیا د خپلې اړیکې د ثابتولو په موخه د لا ډېرو معلوماتو لپاره دغه USCIS I‑130 instructions ولولئ
:که غواړئ خپل ورور یا خور راولئ
- د دواړو د زېږېدنې سندونه ولیږئ چې وښایي تاسی له یو مور او پلاره څخه یاست
- که میندې مو مختلف او پلار مو یو وو، نو له دواړو میندو سره مو د پلار د واده سندونه هم ولیږئ. که پلار مو کومه مور طلاقه کړې وي د طلاق سند ولیږئ چې دا خبره ثابته کړي. که پلار مو ستاسو له یوې مور سره هم واده نه وي کړی، نو دغه USCIS I‑130 instructions معلوماتي لارښوونې ولولئ تر څو پوه شئ چې څنګه خپله اړیکه ثابته کړئ.
:که غواړئ خپله مور راولئ
د زېږېدنې سند مو راولیږۍ چې د مور نوم مو پکې لیکل شوی وي
:که غواړئ خپل پلار مو راولئ
- د زېږېدنې سند موراولیږئ چې وښایي چې د مور او پلار نوم مو پکې لیکل شوی وي.
- همدارنګه داسې یو واده سند راولیږئ چې وښایي ستاسو مور او پلار یو بل سره واده کړی وو. که ستاسو مور او پلار واده نه وي کړی، دغه USCIS I‑130 instructions معلوماتي لارښوونې ولولئ تر څو پوه شئ چې څنګه خپله اړیکه ثابته کړئ.
که غواړئ خپل ناسکه والدېن راولئ:
- د زېږېدنې سند مو راولیږۍ
- همدارنګه د واده/نکاح خط هم راولیږۍ چې ستاسو د اصلي مور/پلار او ناسکه مور/پلار ترمینځ وي. هغوي باید ستاسو له ۱۸ کلنۍ څخه د مخه واده کړی وي.
- همدارنګه هغه سندونه هم راولیږۍ چې وښایي، که له هغو څخه یې یوه هم مخکې واده کړی وو چې هغه واده یې پای ته رسیدلی وي. معمولاً، د طلاق یا مرګ سندونه.
که تاسی غواړئ هغه مور یا پلار راولۍ چې تاسی یې فرزندي خپل کړي وئ:
- داسې سندونه راولیږۍ چې وښایي مور یا پلار مو تاسی په قانوني توګه فرزندي نیولي یاست.
- همدارنګه داسې یو سند وښایي چې تاسی له دې مور یا پلار سره لږ تر لږه قانوني دوه کاله مخکې یا وروسته له دې چې په فرزندي توګه یې خپل کړي یاست، ژوند کړی وي.
څه به وشي که زه له دې سندونو څخه یې ځینې ونلرم؟
یو شمېر لارې شتون لری که تاسی دا سندونه ونلرئ:
- که تاسی دا سندونه نه لرئ، هڅه وکړئ چې ترلاسه یې کړئ. د بېلګې په توګه، تاسی کولای شئ چې یو سفارت ته لاړ شئ او د دې سندونو د کاپۍ د ترلاسه کولو پوښتنه وکړئ.
- وګورئ که چېرې کوم بل داسې د منلو وړ سند لرئ چې تاسی یې د اړتیا وړ سند پر ځای کارولی شئ. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د بدیلو سندونو یو لېست پدې وېبپانه کې اچولې دی.
- له یوې دولتي ادارې یا سفارت څخه داسې یو لیک واخلئ چې ووایي تاسی دا سند نشئ ترلاسه کولای. تاسی باید هڅه وکړئ چې داسې نور سندونه ترلاسه کړئ:
- یو مذهبي رېکارډ: له یو مذهبي ارګان څخه (لکه یوه کلیسا، جومات، مندر یا عبادت ځای) داسې سند چې وښايي د مذهب خپلولو محفل (لکه بپتسما) ستاسی له پېدایښت څخه په دوو میاشتو کې دننه ترسره شوی وی. په دې سند کې باید د زېږېدنې نېټه او ځای، د دې مذهبي رسم نېټه، او د مور او پلار نومونه شامل وي.
- د یو ښوونځي رېکارډ: له یوې تعلیمي ادارې لیک، لکه ښوونځی، چې د ماشوم ښوونځي ته د شاملېدو نېټه، د ماشوم د زېږېدنې نېټه یا په هغه وخت کې یې عمر، د زېږېدنې ځای، او د مور و پلار نومونه پکې لیکل شوي وي.
- د سرشمېرنې رېکارډ: هغه دولتي رېکارډ چې نومونه، د زېږېدنې ځای، د زېږېدنې نېټه، یا د هغه شخص عمر پکې لیکل شوی وي.
- دوه یا ډېر لیکونه له داسې خلکو واخلئ چې هغوي په هغه وخت کې ژوندي وو چې دغه پېښې شوي او تاسو یې هڅه کوئ چې ثابت یې کړئ.
- هغوي باید د پېښې په اړه 'شخصي معلومات' ولري. د بېلګې په توګه، یو کاکا مو چې ستاسو د پلار واده ته تللی وي یا د هغې ښځه چې ستاسو په زېږېدنې کې یې مرسته کړی وي، یا ستاسو کوم ښه ملګری چې ستاسو او ستاسو د خاوند تر مینځ له اړیکې خبر وي.
- اړینه نده چې دغه دوه لیکونه دی د امریکا متحده ایالاتو ښاروند څخه وي.
- دوه یا ډېر خلک چې هغوي باید خپل بشپړ نوم، پته، د زېږېدنې نېټه او ځای او دا چې د دې پېښې په اړه څه پوهېږي، معلومات وړاندې کړي او تشریح ورکړي چې څنګه له دې خبر دي.
- که ممکن وي دا لیک په یو کاتب/وکیل باندې په یوه دولتي پاڼه کې ټاپه او لاسلیک کړي او بیا یې درولېږي.
ايۍ‑۱۳۰ فورمه او اسناد بايد چرته واستول شي؟
د ايۍ‑۱۳۰ فورمې داخلول تر هغه ځای پورې اړه لري چې ته پکې ژوند کوې. دا ويبپاڼه وګوره چې چرته يې بايد واستوې. ته دا انلاين هم داخلولای شې. د ايۍ‑۱۳۰ فورمې او د هغې د مرستندويه اسنادو تر استولو مخکې، د دې ټول بنډل يوه کاپي د ځان سره د ساتلو لپاره جوړه کړه. حتی که ته اصلي اسناد هم لرې، ته بايد د ټولو هغو يوه کاپي ولرې چې په وروستي ځل يې داخلوې. شونې ده ته ورته په راتلونکي کې اړتيا ولرې.
له I‑130 فورمې له ثبتولو وروسته څه پېښېږي؟
وروسته له دې چې تاسی I‑130 فورمه بشبړه کړه او فورمه، ملاتړ سندونه، او د ثبتولو فیس مو USCIS ته ولېږل، USCIS به تاسو ته، غوښتونکي ته، خبرتیاوې او لیکونه په پوسټ درولېږي. ځینې وخت کېدای شي هغوي دا توکي د برېښنالیک له لارې هم راولېږي. دا اړینه ده چې تاسو ټول دغه لیکونه له ځان سره خوندي کړئ.
USCIS به لومړی تاسی ته یو”I‑797, Notice of Action“ د عمل خبر درولېږي. دا خبر وایي چې هغوي ستاسو I‑130 غوښتنه ترلاسه کړې. دغه لیک ځکه مهم دی چې:
- دا تاسی ته وایي چې کوم USCIS د خدمتونو مرکز په I‑130 فورمې کار کوي. تاسی کولای شئ پدې وېبپاڼه کې وګورئ چې هغه به څومره وخت ونیسي.
- دا به تاسی ته د قضیې د رسید شمېره درکړي. دغه شمېره درې توري لري لکه EAC, WAC, LIN, SRC, NBC ,MSC یا IOE لري. له دې تورو وروسته ۱۰ شمېرې موجودې دي. تاسو دا شمېرې د لاندې موخو لپاره کارولی شئ:
- دا تاسی ته ستاسو د قضیې د لوړښت نېټه درکوی. دا مهمه ده ځکه چې دا تاسی ته وایۍ چې کله یو ویزه ستاسو د خپلوان لپاره شتون لرې. تاسی د انتظار وختونه د بهرنیو چارو وزارت په دی ویبپاڼه کتلې شۍ.
ځینې وخت USCIS به یو لیک درولېږي چې له تاسی، غوښتونکي، پوښتنه وکړي چې ډېر شواهد راولېږئ. دې ته Request for Evidence (“RFE”) د شواهدو غوښنه وایي. RFE به تاسی ته ووایي چې کوم سند موجود ندی او تاسی ته به وخت درکړي چې باید تر کومې نېټې پورې یې ولېږئ. معمولاً، هغوي له ۹۰ تر ۱۲۰ ورځو وخت ورکوي. USCIS کېدای شي د DNA test یا (DNA ازموینې) وړاندیز هم وکړي. دا د وینې یوه معاینه ده چې تاسی او ستاسو خپلوان، ګټه اخیستونکی یې ترسره کوي. دغه معاینه ثابتولای شي چې تاسی او ستاسو خپلوان سره د وینې اړیکه لرئ. دا باید په ځانګړو لابراتوارونو کې ترسره شي. تاسی کولای شئ د دې لابراتوارونو لېست پدې وېبپاڼه کې وګورئ.
که ستاسی خپلوان د عراق یا سوریه تابعیت لرې، د سوریيانو او عراقيانو لپاره د نيغ په نېغه لاسرسي پروګرام په اړه د لا ډیرو معلوماتو لپاره د IRAP لارښود ولولئ.
ايا د ای‑۱۳۰ فورمې، بهرني خپلوان لپاره غوښتنه چټکول ممکن دي؟
هو، ته کولای شې له يو ايس سي ای ايس څخه غوښتنه وکړې چې يو ای‑۱۳۰ تېز کړي خو دا وروسته له دې چې ته له دوي څخه د رسيد خبرتيا تر لاسه کړې
زه څنګه پوهېدای شم چې زه د چټکولو د پروسې وړ يم؟
د پروسې د چټکتيا لپاره ته بايد يو يا له يو څخه زيات لاندې معيارونه ولرې:
- بېړني بشردوستانه دلايل؛
- د شرکت يا شخص سخت مالي زيان. د بېړني اقدام اړتيا بايد ستا، غوښتونکي يا خواست کوونکي د ناکامۍ پايله نه وي چې:
- د ګټې غوښتنې يا د چټکتيا غوښتنې عريضه په مناسبت ټاکل شوی وخت کې وکړې، يا
- د لا نورو شواهدو په اړه هرې غوښتنې ته په ناسبت ټاکلي وخت کې ځواب ووايې؛
- د یو ايس سي ای ايس تېروتنې تصفيه کړې؛ او
- د متحده ايالاتو د حکومت د ګټو جلبول.)په دې کې د حکومتي ادارو، يا نورو عامه خونديتابه يا هويت امنيت ګټو بېړنۍ قضيې شاملې دي.(
مهرباني وکړئ په پام کې ولرئ چې د عريضو او غوښتنو لپاره چې له وړاندې څخه په جريان کې اچول شوي خدمات ورته مهيا دي، هلته چټک کړای شوې پروسې نه شته.
زه څه ډول د پروسې د چټکتيا غوښته وکړم؟
د پروسې د چټکتيا لپاره يو ايس سي ای ايس د مشتري خدماتو مرکز ته په ۱‑۸۰۰‑۳۷۵‑۵۲۸۳ ټیلفون وکړه. ته بايد خپله د رسيد شمېره ولرې. يو ايس سي ای ايس به ونه شي کولای د رسيد له شمېرې پرته د خدماتو غوښتنه واستوي.
وروسته له دې چې ته د پروسې د چټکولو غوښتنه وکړې، يو ايس سي ای ايس به د خدماتو غوښتنه هغه دفتر ته واستوي کوم به چې ستا د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي. هغه دفتر چې ستا د غوښتنې بيا کتنه کوي کېدای شي هغه ستاسی د ټیلفون کولو وروسته د نورو معلوماتو يا اسنادو غوښتنه وکړي.
په بديله توګه ته کولای شې سيمه ايز دفتر يا د خدماتو مرکز ته د يو ټاکل شوي انلاين وخت ټاکنې يا ليکلي ليک له لارې د ملاقات لپاره د يو ايس سي ای ايس سيمه ايز دفتر څخه ليدنه وکړې.
ايا د پروسې د چټکتيا په اړه پرېکړه به زما خواست یا غوښتنه اغېزمنه کړي؟
د چټک کړای شوې پروسې په اړه پرېکړه به دا ثابته نه کړي چې ايا ستاسې اساسي غوښتنه يا عريضه تاييد شوې، يا منل شوې ده که نه.
کله چې ستاسې عريضې چټکتيا په اړه ستاسې غوښتنه ومنل شوه، يو ايس سي آی ايس به د عادي په نسبت د زياتې چټکې پروسې پرېکړه صادره کړي. ټولې غوښتنې د هرې قضيې پر اساس کتل کيږي، يو ايس سي آی ايس دا واک لري چې د چټکتيا غوښتنه ومني يا يې رد کړي.
د لا زياتو معلوماتو لپاره، د يو ايس سي ای ايس د پاليسۍ لارښوونه وګوره، ټوک شميره ۱، برخه ای، عامه خدمات، فصل ۵، د عريضو يا غوښتنو د چټکتيا لپاره خواستونه یا غوښتنې کول
که زه فکر کوم چې یو څه ناسم دي، بیا به څه کیږی؟
د حکومت څخه د خلکو مدافع دفتر (Office of the Ombudsman)کولای شي ځینې وخت ستاسو سره مرسته وکړي که:
- ستاسو په سندونو کې تیروتنه شتون لری؛
- ستاسو قضیه د نورمال پروسېس له مودې څخه ۶۰ ورځې څخه ډیره ځنډېدلی؛
- د ګټې اخیستونکې عمر د شرایطو "وړ عمر" کسانو له عمر څخه اوچت شوی (دا پدې معنی ده چې د ماشوم عمر له ۲۱ کلونو څخه اوښتی او بیا ونشي کړای د مور او پلار په غوښتنه کې پاتې شي) ؛
- دوسیې ورکې شوي وي او/یا په دوسیې لیږلو کې ستونزې وي؛ یا
- تاسی فکر کوئ چې USCIS یوه جدې تیروتنه کړې.
د مرستې د ترلاسه کولو لپاره، 7001 فورمه تسلیم کړۍ. دا یوه انلاین فورمه ده. تاسی کولای شئ نوموړې فورمه له دې وېبپاڼې څخه ترلاسه کړئ. ځینې وخت اسانه وي چې دا فورمه په Microsoft’s Internet Explorer browser کې پرانیزئ. د ۵ میګابایتو څخه لوی سندونه له فورمې سره مه ضمیمه کوئ.
همدارنګه تاسی د خپل کانګریس غړي څخه غوښتنه کولاۍ شئ چی تاسو سره مرسته وکړی. د کانګریس د غړي څخه د پوښتنی لارښود دلته موندلی شئ.
دیوعریضې له منلو وروسته څه پېښېږې؟
د کورنۍ پر اساس د کډوالۍ پروسې په اړوند آی‑۱۳۰ عريضه لومړی اقدام دی. دا لارښود تر لومړيو اقداماتو پورې محدود دی. دا چې دا پروسه څومره وخت اخلي، د کورنۍ د اړيکې تر ډول پورې تړلې ده. ځينې اړيکې د ويزې د تر لاسه کولو لپاره انتظار باسي تر څو د دوی د کورنۍ اړيکې مهيا شي. د انتظار د وختونو په اړه معلومات د بهرنيو چارو وزارت د ويزې په خبرونو کې شته.
کله چې ويزه موجوده شي، ستاسې بعدي اقدامات تر دې پورې اړه لري، چې ستاسې خپلوان چرته ژوند کوي. که ستاسې خپلوان په متحده ايالاتو کې وي، ممکنه ده دوی وکولای شي چې خپل حيثيت د دايمي قانوني اوسيدونکي سره برابر کړي. د دايمي قانوني اوسيدونکي په اړه د خپل حيثيت برابرولو په اړه معلومات د يو ايس سي آی ايس په ويبپاڼه کې شته. که ستاسې خپلوان له متحده ايالاتو بهر دی، دوی دې د کډوالۍ ويزې لپاره عريضه وکړي، تر څو متحده ايالاتو ته د کډوال په توګه سفر وکړي. د کډوالۍ د ويزې غوښتنې پروسې په اړه نور معلومات د بهرنيو چارو وزارت په ويبپاڼه کې شته.
سربېره پر دې، که ستاسې خپلوان عراقي يا سوریيايي تبعه دی، د سوريیايي او عراقي وګړو لپاره د مستقيم لاسرسي پروګرام په اړه د آی ار ای پي لارښود وګوره. دا لارښود په دې اړه معلومات ورکوي چې څه ډول کولای شې د کډوالۍ بيا ځای پر ځای کېدو غوښتنه وکړې.
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي: