لنډیز
هغه افغانان چې په افغانستان کې يې د برتانيې (UK) د حکومت په استازيتوب کارکړی وي، ممکنه ده چې د برتانیې د حکومت د مرستې وړتيا ولري. په امتيازاتو کې به شامل وي
مالي مرسته: ۱۸ مياشتو معاش
روزنه/زده کړه: د افغانستان په يوه رسمي اداره کې تر پنځو کلونو پورې، يا
بيا ځای پر ځای کول: د برتانیې ويزه يا د افغانستان بل ځای کې مېشتېدنه.
لاندې نوملړ تعقيب کړه، تر څو معلومه کړې، چې ته د کوم پروګرام په شرايطو برابر يې.
لومړۍ لار: "ايکس ګريشيا" وړتيا
ته د برتانیې د حکومت څخه د مرستې تر لاسه کولو وړتيا لرې، که چېرې ته:
- د افغانستان تبعه یې.
- ۱۸ کلن يا له دې زيات عمر ولرې.
- لږ تر لږه د لاندې ادارو لپاره يې ۱۲ مياشتې کار کړې دې
- د برطانيې د دفاع وزارت، يا
- بهرنيو چارو، د ګډو ګټو پراختيايې دفتر (FCDO) ( يا پخوا چې ورته د بهرنيو او د ګډو ګټو (FCD) دفتر ويل کيده) يا
- د نړيوالې پراختيا څانګه (DFID).
- هغه کارکونکي چې له لاندې نيټې څخه وروسته له دندو ګوښه شوې ( يا اوس په دنده نه دې):
- که چيرې تاسې مالي او يا روزنيز وړانديز تر لاسه کړئ: د ۲۰۱۲ کال د دسمبر ۱۹
- که چيرې تاسې د موقعيت د بدلون وړانديز تر لاسه کړئ: د ۲۰۰۶ کال د مئ لومړې نيټه
- د برتانیې د دفاع وزارت، يا د برتانيې د حکومت د نورو پر شرايطو برابرو ادارو لپاره دې کارکړی وي لږترلږه 12 میاشتو لپاره.
- د 19 دسمبر 2012 وروسته له لومړۍ نېټې وروسته "له دندې ايستل شوی" (نور مامور نه يې) يې.
- که له پورته پوښتنو يوې ته هم د "نه" ځواب ورکوې، نو ودرېږه. ته د برتانیې د پروګرام لپاره وړتيا نه لرې.
- اوس په افغانستان کې يې.
- عموماً دا غوښتنه کيږي، خو بيا هم که ته له هيواده بهر يې، له يو وکيل سره اړيکه ونيسه، تر څو وګورې چې دا پر تا عملي کيږي که نه. د شخصي وکيلانو نوملړ دلته شته.
که دا ټولې جملې پر تا عملي کيږي، ته به د برتانيې د مرستې لپاره وړتيا ولرې. ته بايد د هغه مرستې ډول انتخاب کړې، چې ته يې غوښتنه کوې.
که چيرې دغه پورتنې ټولې ويناوې په تاسې پلې کيږي، نو تاسې د برطانيې حکومت مرستې مستحق ياستئ. تاسې بايد د مرستې ډول په ګوته کړئ.
سربيره پر دې، که چيرې تاسې په هلمند ولايت کې د ۱۲ مياشتو لپاره په دوامداره توګه دنده ترسره کړې وي، تاسې د برطانيې دځای دبدلون او ټاکنوآمر په توګه مستحق ګڼل کيداې شئ.
سربېره پر دې، که تا په هلمند ولايت کې د د 1 می 2006 څخه دمخه 12 مسلسل میاشتې، ته به د برتانيې د بيا ځآی پر ځآی کېدو وړانديز وړتيا ولرې.
د غوښتنې له استولو مخکې ډاډ حاصل کړه چې:
- ته بايد لاندې معلومات د اسنادو له لارې ثابت کړې:
- د پېژندنې اسنادو (تذکره، پاسپورټ) شمېرې.
- پر تا پورې د تړلو خلکو نومونه او د زېږېدو نېټې.
- د برتانيې له حکومت سره د کار کولو نېټې.
- د دندې دقيقه سيمه.
- تا د پروګرام په اړه معلومات لوستي دي.
که تا دا خانې وکتلې، په کابل کې د برتانيې د دفاع وزارت دفتر ته په دې شمېره ۹۳۷۹۹۷۲۶۳۲۱ تلفون وکړه. برتانيه به هڅه وکړي، چې ستا د کار معلومات تاييد کړي. له بيلا بيلو سيمو څخه په جلا جلا ورځو کې، بيا بيا د تلفون کولو هڅه وکړه.
که له دې شخص سره په تلفون اړيکه نيولو ونه توانېدې، سيمه ایزو کارکوونکو ته په دې برېښنا ليک LocalStaff‑Afghanistan@mod.gov.uk ليک واستوه، او دوی ته ووايه:
- خپل نوم
- ستا د اړيکو معلومات
- ستا د دندې نېټې
- ستا د کار په اړه ټول تشخيصوونکي معلومات – استخداموونکې اداره او د کارمندانو شمېر.
- دا چې ته باور لرې چې ته د ايکس ګريشيا پروګرام سره برابر يې.
د يادونې وړه ده چې دغه پروګرام د ۲۰۲۲ کال د نوامبر تر ديرشمې به وتړل شي، او د افغانانو د ليږد او مرستې پاليسې (ARAP) به يواځينې لاره وي چې افغانان برطانيې ته وليږل شي.
دويمه لاره: د افغانانو د ليږد او مرستې پاليسې (ARAP):
دغه پاليسې د (د ويرې) د پروګرام په ځاې دې، چې د ۲۰۲۱ کال د مارچ تر ۲۱ پورې يې دوام وکړ. دغه پاليسې به د ګراشيا پروګرام تعويض کړي، او د ۲۰۲۲ کال د نومبر په مياشتې کې وتړل شي.
د افغانانو د ليږد او مرستې پاليسې (ARAP) له مخې تاسې کولاې شئ چې برطانيې ته وليږدول شئ، که چيرې تاسې:
- اوسنې يا پخوانې داخلې کارکونکې اوسئ، او
- ستاسې اوسنې کاري وضعيت، رتبه او دنده، او د کار موده په پام کې نه نيول کيږي.
- په افغانستان کې د جدي يا د ژوند له ګواښ سره مخ وي.
که چيرې تاسې د ليږد مستحق وګڼل شئ، تاسې کولاې شئ چې د کورنې مستقيم غړي، د ماشومانو په ګډون برطانيې ته وليږدوئ.
د افغانانو د ليږد او مرستې پاليسې (ARAP) د ليږد لپاره بيلابيلې ليارې لري. د افغانانو د ليږد او مرستې پاليسې (ARAP) په ځينې حالاتو کې کولاې شئ چې د لومړيتوب له مخې ځينې قضيې په چټکه توګه واستوئ.
ددې لپاره چې غوښتنليک وسپارئ، د افغانستان د ګوائ او د خطرونو د ارزونې واحد (ATREU) سره په کابل کې په 0093 (0) 792 907 303 شمیرې اړيکې ټينګې کړئ، او يا په LocalStaff-Afghanistan@mod.gov.uk بريښناليک واستوئ. تاسې بايد د ګواښ په اړه چې د برطانې حکومت سره مو کار کړې دې شواهد چمتو کړې وي.
که چيرې تاسې نه غواړئ چې برطانېې ته لاړ شئ او يا تاسې مستحق نه ياستئ، نو کيداې شي چې تاسې سره نورې مرستې وشي. دغه ډول مرستو کې تاسې ته امنيتې مشورې او يا د افغانستان دننه د ځاې بدلون شامل دې.