د خبريالانو لپاره
د خبريالانو د خونديتوب کمیټې (سي پي جی) په نوم يوه اداره د ځينو خلکو سره څوک چې له دې کبله له ګواښ سره مخ دي چې ژورنالستان دي مرسته کوي. دا ويبپاڼه تشريح کوي چې له دوی سره څه ډول اړيکه نيول کېدای شي.
د ليکوالانو او هنرمندانو لپاره
تاسی کېدای شي همداراز د ای سي او ار اين د استوګنې لپاره پر شرايطو برابر وې. دا يو پروګرام دی چې ليکوالان او هنرمندان بيا ځای پر ځای کوي څوک چې د خپلو نظرياتو او افکارو د څرګندونو له کبله له ګواښ سره مخ وي.
ای ار اې پي له ای سي او ار اين او پي اي اين نړيوال څخه جلا او خپلواک دی. ای ار اې پي د ای سي او ار اين پروګرام نه اداره کوي او نه پکې فعاليت کوي. په دې لارښود کې معلومات د ای سي او ار اين له ويبپاڼې څخه د ۲۰۲۰ په اپريل کې اخستل شوي.
ایا زه په شرايطو برابر يم؟
- تاسی کېدای شي برابر یاست که چېرې تاسی د خپلو نظرياتو او افکارو په پیشه ورانه توګه د څرګندولو له کبله ګواښ یا زیاتي سره مخ یيۍ. ای سي او ار اين هغه ليکوالان او هنرمندان په نظر کې نيسي چې پکې شامل دي:
- توليدي ليکوالان. دې کې د ناولونو، اشعارو، لنډو کیسو، فلم ليکونکو، موسيقي، فلمونه، د صحنې ليکوالان، او کارټونونو ليکوالان شامل دي.
- غير داستاني ليکوالان. دې کې اکاډيميکې ليکنې، مضامين، د لوستلو کتابونه، ژورنالزم، نثر، تکنيکي ليکنې، او بلاګ کې ليکوالان شامل دي.
- تصحيح کوونکي، خپروونکي او ژباړونکي.
- هنرمندان، چې پکې شامل دي عکاسي، کارټون، رسامي، اجراء کول، د نوې رسنيو هنر او داسې نور.
- موسيقار، چې پکې شامل دي د موسيقۍ کمپوزران او د هر ژانر موسيقاران.
- تاسی بايد وکولای شې چې هنري يا ادبي توليد مستند کړې. د دې عموماً دا معنی ده چې د نورو لخوا خپور شوې کار ولرې نه دا چې يوازې خپله دې خپور کړی وي.
- ته بايد دا مستند کړې چې ته يا:
-
- په مستقيم ډول د خپلې ليکنې يا هندري توليد په نتيجه کې له ګواښ سره مخ يې. په دې کې شامل دی د مرګ، تښتونې، فيزيکي بريد يا "ورکېدل" خطر.
- محکوم شوې يې (يا د محکوم کیدو په خطر کې يې) د بندي کېدو ستا د هيواد د مسئولينو لخوا چې دا ستا د ليکلو يا هنري توليد د مستقيمې پايلې په نتيجه کې وي.
- نه شې کولای چې د خپلو ليکنو يا هنري توليد له لارې خپل ځان څرګند کړې. د تعقيب دا وېره بايد د حکومت يا غير حکومتي ادارو لخوا ستا په هيواد کې وي چرته چې ته ژوند کوې.
د درخواست پروسه
- د ای سي او ار اين درخواست فورمه بشپړه کړه. ټول غوښتل شوي معلومات او اسناد مهيا کړه. ای سي او ار اين وايي چې ټول معلومات به محرم وي. د ای سي او ار اين درخواست فورمه په دې ويبپاڼه کې شته.
- فورمه په دې ايميل icorn@icorn.org وسپاره يا يې په لاندې ادرس واستوه:
ICORN Administration Center
P.O. Box: 310
4002 Stavanger
Norway
مهمې ملاحظې:
- که تاسی نه شې کولای فورمه خپله ډکه کړې، د اړيکې يو شخص به ستا په استازيتوب درخواست جمع کړي.
- که چېرې د ای سي او ار اين اداري مرکز نه شي کولای نيغ په نېغه له تا سره اړيکه ونيسي، دا په عريضه کې په روښانه ډول واضح کړه.
- که تاسی په انګليسي ژبه خبرې اترې نه شې کولای، او که چېرې يو بل چا ستا عريضه ژباړلې ده، په خپله عريضه کې همدا وليکه.
- ای سي او ار اين ته عريضه کول وړيا ده.
- ای سي او ار اين نه شي کولای زيپ فايلونه تر لاسه کړي. که ته ستر فايلونه لرې، مهرباني وکړه په بيلا بيلو برېښنا ليکونو کې يې واستوه په ځای د دې چې فايلونه يو له بل سره تخته کړې.
عريضه څه ډول مخ په وړاندې ځي؟
ای سي او ار اين د هر درخواست غوښتنې ارزوي. دوی به د پي اي اين نړيوال واۍ پی سی مراجع وګوري، هغه خطر چې ته ورسره مخ يې او ستا مسلکي فعاليت به ولټوي. پي اي اين به ستا د مراجعو سره په اړيکه کې وي او کېدای شي د لا زياتو معلوماتو لپاره ستا سره اړيکه ونيسي. ای سي او ار اين نه شی کولای له هر هغه چا سره مرسته وکړي چې د ای سي او ار اين اوسيدو لپاره درخواست کوي.
مهال ويش څه دی؟
کله چې درخواست مخ په وړاندې ځي نو ای سي او ار اين به د امکان تر حده ژر تر ژره تاسی ته د ارزونې پايلې وویاستي. دا کېدای شي يو څه وخت ونيسي. ته بايد د نورو فرصتونو پلټنه هم وکړې په داسې حال کې چې د ای سي او ار اين لپاره انتظار باسې تر څو ستا د عريضې په اړه پرېکړه وکړي.
په ورته وخت کې، ای سي او ار اين ته د خپل بدلونونو په اړه خبر ورکړه. دې کې د بيا مېشتېدنه، انتقالېدل، د کډوالۍ حالت، نوي ګواښونه، د کورنۍ نوي غړي، او داسې نور شامل دي.
که دا بېړنی حالت وي، ای سي او ار اين ډېر کم وخت داسې منابع لري چې يو ليکوال/هنرمند په سمدستي توګه د ګواښ له حالت څخه وباسي. له هغه ځايه چې ای سي او ار اين د اوسيدو ضمانت نه شي کولای، يا د سمدستي اقدام کولو، ته بايد هر هغه څه وکړې چې ته يې کولای شې تر څو نورې لارې ولټوې د دې لپاره چې خپل امنيت ډاډمن کړې.
- که د ای سي او ار اين لخوا يو درخواست تایید شو، ستا پېژندنه به غړيو ښارونو ته واستول شي چې د يو نوي ليکوال رابلل غواړي. حتی که چېرې ستا درخواست د ای سي او ار اين لخوا تاييد شو، تاته د اوسيدلو ضمانت نه دی درکول شوی. د اوسيدو وړانديز د ای سي او ار اين په يو ښار کې تر خالي پورې اړلی دی. دا تر هر ښار پورې تړلې ده چې يو لیکوال يا هنرمند راوغواړي. ای سي او ار اين له حکومتونو سره دا واک او پر هغوی نفوذ نه لري او بايد د هر کوربه هيواد او ښار قوانين او اصول مراعات کړي. ته د خپلې کډوالۍ ښار نه شي انتخابولای.
که يو ښار تا د اوسيدو لپاره راغواړي، ته به د ای سي او ار اين لخوا د برېښنا ليک له لارې يو بلنليک تر لاسه کړې.
- که ته بلنه منې، ته به د ښار له يو استازي سره په مستقيمه اړيکه کې واچول شې. دوی به له تا سره د ويزې او نورو عملي کارونو په برخه کې مرسته وکړي. که ته چېرې د ناروی يو ښار ته راغوښتل شوی يې نو پروسه بيا لږ څه بدله ده.
- که ته چېرې د ای سي او ار اين د ښار لخوا بلنه ردوې، ای سي او ار اين د دې ضمانت نه شي ورکولای چې کوم بل ښار به تا راوغواړي. خو بيا هم د يو وړانديز ردول به په هيڅ صورت ستا کانديداتوري اغيزمنه نه کړي. دا به کوم ډول اثر ونلري، مثبت يا منفي، په هغه طريقه باندې چې ته نورو ښارونو ته وړاندې شوی يې.
د ای سي او ار اين د اوسيدو ځايونو شرايط په هر ښار کې بدل دي. ټول درخواست کوونکي چې د کډوالۍ د يو ښار لخوا راغوښتل شوي دي د ای سي او ار اين ليکوالان يا هنرمندان بلل کيږي او دوی هڅول شوي دي چې خپل کار ته دوام ورکړي او په دواړو سيمه ايز او ای سي او ار اين فعاليتونو کې برخه واخلي.