د منځپانګې جدول
د ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) په اړه مهم تازه معلومات:
حکومت د افغانانو لپاره د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) غوښتونکو ته د ویزو ورکول ځنډولي دي.
د افغان ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) پروګرام له مخې د COM تایید لپاره د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۵ کال د دسمبر ۳۱مه وه.
که تاسو د COM یوه پاتې غوښتنه ولرئ، د متحده ایالاتو حکومت ویلي دي چې ستاسو د پاتې COM غوښتنلیک لپاره د هر ډول پاتې اسنادو د سپارلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۶ کال د جون ۵مه ده.
که تاسو د COM د ردلیک (denial letter) ترلاسه کړئ او د استیناف (appeal) حق لرئ، نو تاسو باید د پرېکړې لیک له استول کېدو څخه ۱۲۰ ورځې وخت ولرئ، حتی که دا نېټه د ۲۰۲۶ کال د جون له ۵مې وروسته هم وي. د ۲۰۲۶ کال د جون د ۵مې نېټه یوازې د یوې ځنډېدلې غوښتنلیک لپاره د اضافي اسنادو سپارلو لپاره ده.
تاسو دلته پدې اړه نور معلومات ترلاسه کولی شئ چې دا د SIV غوښتونکو لپاره څه مانا لري.
دا مقاله وروستی ځل د 2026 کال د جولای په 1 نیټه نوې شوې ده
لنډیز
دا لارښود د قرارداد د معلوماتو د پیدا کولو په اړه معلومات وړاندې کوي چې آیا تاسو له داسې یو شرکت سره کار کړی دی چې د متحده ایالاتو حکومت سره یې اصلي یا فرعي قرارداد درلود او یا مو له داسې یو شرکت سره کار کړی دی چې قرارداد یې نه درلود خو د بلاعوضو مرستو، جایزو او د همکارۍ قرارداد یې درلود.
د کډوالۍ ځانګړې ویزې د غوښتنې مخینه:
د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا SIV اوسني شرایط د بهرنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کې خپاره شوي دي.
تاسو باید د ماموریت مشر (COM) ته په غوښتنلیک کې ټول اړین اسناد شامل کړئ.
که تاسو مخکې د ماموریت د مشر یا COM غوښتنلیک سپارلی دی او پریکړې ته په تمه یاست، او د خپل غوره توب اړوند نوي یا نوي شوي اسناد مو ترلاسه کړي دي، تاسو باید دا نوي اسناد د ویزې ملي مرکز ته ولیږئ او له هغوی څخه غوښتنه وکړئ چې دا اسناد باید ستاسو په غوښتنلیک یا د بیاکتنې یا اپیل په غوښتنلیک کې چې تر ارزونې لاندې دي، اضافه کړي. د ویزې ملي مرکز یا NVC به دا اسناد ستاسو په COM غوښتنلیک او د بیاکتنې یا اپیل په غوښتنلیک کې د ارزونې لپاره شامل کړي، خو دا به د ماموریت د مشر یا COM پریکړه وي چې دا نوي اضافه شوي اسناد وګوري او که نه. که ستاسو غوښتنلیک رد شوی دی او تاسو غواړئ چې د بیاکتنې یا اپیل غوښتنلیک وړاندې کړئ، تاسو کولی شئ دا نوي اسناد له اپیل سره بیا ولیږئ ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا اسناد وکتل شي.
که تاسو کوم ځانکړی سند ترلاسه کولی نشئ، تاسو کولی شئ چې ددې سند د نه شتون په اړه یو بیان واستوئ او پکې وضاحت ورکړئ چې دا سند ولې ترلاسه کولی نشئ.
د دندې شرایط
د ماموریت مشر COM باید ستاسو هغه دنده تایید کړي چې تاسو د متحده ایالاتو له خوا یا د متحده ایالاتو په استازیتوب، یا د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (ISAF) یا د هغې ځای ناستي ماموریت له خوا د لږ تر لږه یو کال لپاره ګومارول شوي یاست.
تاسو به د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV لپاره وړ یاست که تاسو:
په مستقیمه توګه د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ISAF یا د هغې ځای ناستي ماموریت سره کار کړی وي؛
په مستقیمه توګه مو د متحده ایالاتو حکومت لپاره کار کړی وي؛ یا
ستاسو شرکت د متحده ایالاتو له حکومت سره اصلي یا فرعي قرارداد درلود.
که تاسو په مستقیمه توګه د متحده ایالاتو له حکومت، نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ISAF، یا د ISAF ځای ناستي ماموریت سره کار کړی وي، د خپلې دندې د تصدیق مکتوب چې د بشري سرچینو د څانګې د مکتوب په نوم یادیږي، ولیږئ. دا مکتوب ستاسو د شرکت د بشري سرچینو له څانګې څخه دی. دا مکتوب د بشري سرچینو د مکتوب په نوم یادیږي. دا مکتوب باید د شرکت په سرلیک پاڼه (لیټرهیډ) کې لیکل شوی وي او پکې ستاسو د دندې ټول اړین معلومات شامل وي. دا چې ستاسو د دندې په مکتوب کې باید کوم معلومات شامل وي، د بشري سرجینو د څانګې د مکتوبونو په اړه د IRAP لارښود دلته وګورئ.
که تاسو له یو شرکت سره کار کړی دی چې د متحده ایالاتو له حکومت څخه یې اصلي یا فرعي قرارداد درلود:
بیلابیلې لارې موجودې دي چې تاسو کولی شئ ثبوت کړئ چې ستاسو شرکت د متحده ایالاتو له حکومت سره اصلي یا فرعي قرارداد درلود:
وګورئ چې آیا ستاسو د دندې په مکتوب کې ستاسو د قرارداد شمیرې شاملې دي که نه
دا د شرایطو د پوره کولو یوه عامه لاره ده. ستاسو د بشري سرچینو یا HR مکتوب کې باید د هغو اصلي یا فرعي قراردادونو په اړه معلومات شامل وي چې ستاسو شرکت ستاسو د استخدام په موده کې درلودل. ستاسو ګومارونکی باید ټول هغه اصلي او فرعي قراردادونه شامل کړي چې ستاسو د استخدام په ټوله موده کې یې درلودل. که ستاسو شرکت یو فرعي قرارداد درلود، هغوی باید د فرعي قرارداد او اصلي قرارداد په اړه معلومات شامل کړي. SIV ته د وړتوب لپاره د بشپړ یو کال دندې په موده کې باید تاسو ثبوت کړئ چې ستاسو شرکت یو یا له یو څخه ډیر اصلي یا فرعي قراردادونه درلودل.
ستاسو د دندې په مکتوب کې د اړینو معلوماتو د شاملیدلو په اړه لازیات معلومات د بشري سرچینو یا HR د مکتوبونو په اړه د IRAP لارښود دلته وګورئ.
خپل ګومارونکي څخه د قرارداد یوه کاپي ترلاسه کړئ
تاسو کولی شئ په مستقیمه توګه خپل کومارونکي او/یا مستقیم آمر ته بریښنالیک ولیږئ او د قرارداد یوه کاپي وغواړئ. د مستقیم آمر او ګومارونکي د پیدا کولو په اړه معلومات له آمرینو او ګومارونکو سره د اړیکې د نیولو په اړه د IRAP لارښود دلته وګورئ.
ځینې وختونه یو ګومارونکی یا مستقیم آمر د قرارداد کاپي نلري. کله نا کله هغوی د قرارداد کاپي لري خو د قرارداد د کاپي له ورکولو ډډه کوي. تاسو کولی شئ وضاحت ورکړئ چې د متحده ایالاتو حکومت سره د خپلې دندې د قرارداد له کاپي پرته به د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV په ترلاسه کولو و نه توانیږئ. تاسو همداراز کولی شئ وضاحت ورکړئ چې تاسو د قرارداد یوازې لومړئ پاڼې ته اړتیا لرئ. هغوی کولی شي هرډول خصوصي او محرم معلومات له متن څخه لرې یا پټ کړي.
که زه و نه شم کولی چې قرارداد یا د قرارداد شمیره له خپل آمر یا ګومارونکي څخه ترلاسه کړم، نو څنګه یې موندلی شم؟
تاسو کولی شئ په دې طریقه د خپل ګومارونکي او د متحده ایالاتو د حکومت ترمنځ د قراردادونو لټه وکړئ:
د قراردادونو د پیدا کولو لپاره د متحده ایالاتو د حکومت دیتابیس ولټوئ
تاسو کولی شئ د متحده ایالاتو د حکومت د قراردادونو عامه دیتابیس ولټوئ. SAM ته چې د حکومتي قراردادونو یو عامه دیتابیس دی، لاړ شئ.
د لټون په برخه کې، د “All Words” ” ټول کلمات“ برخې ته نږدې، هرهغه معلومات چې لرئ داخل یې کړئ، لکه د خپل شرکت نوم یا د قرارداد شمیره، که تاسو سره موجود وي.
اوس هغه قراردادونه ولټوئ چې ستاسو د دندې د مودې په لړ کې یا مخکې لاسلیک شوي دي.
که تاسو داسې یو قرارداد پیدا کړ چې ستاسو د دندې له مودې سره سمون لري، تاسو کولی شئ د نورو معلوماتو د لیدو او د پاڼې د چاپولو لپاره په “View” یا ” لیدل“ کلیک وکړئ.
د قرارداد د معلوماتو یوه کاپي په PDF بڼه چاپ کړئ. دا د خپل COM غوښتنلیک یا د بیاکتنې یا اپیل غوښتنلیک سره یوځای کړئ.
تاسو همداراز کولی شئ په usaspending.gov ویبپاڼه کې د متحده ایالاتو د حکومت د قراردادونو بل یو دیتابیس ولټوئ.
د IRAP دیتابیس ولټوئ
په افغانستان کې د متحده ایالاتو د حکومت د قراردادونو په اړه د IRAP ډیټابیس دلته وګورئ. تاسو کولی شئ د قرارداد د شمیرې او د هغو نیټو له مخې لټون وکړئ چې تاسو پکې کار کړی دی.
په یاد وساتئ چې ذکر شوې نیټې د قرارداد د پیل او پای نیټې دي.
که د قرارداد شمیره په ډیټابیس کې موجوده وي، تاسو باید د ترلاسه شویو پایلو PDF نسخه خپل د COM غوښتنلیک یا د اپیل غوښتنلیک سره یوځای کړئ او غوښتنه وکړئ چې د بهرنیو چارو وزارت باید د اړتیا په صورت کې، د دفاع وزارت سره اړیکه ونیسي او د قرارداد شتون تایید کړي.
زه څنګه په قرارداد وپوهیږم؟
مهم معلومات چې تاسو یې باید لټه وکړئ لاندې وړاندې شوې دي:
د قرارداد شمیره.
د متحده ایالاتو له لوري قراردادي اداره. دا د متحده ایالاتو د حکومت هغه اداره ده چې قرارداد یې لاسلیک کړی دی.
د قراردادي نوم. ډاډ ترلاسه کړئ چې دا ستاسو د ګومارونکي یا ستاسو د ګومارونکي د ګومارونکي نوم وي چې ستاسو ګومارونکي ورسره قرارداد لاسلیک کړی دی.
د قرارداد د پیل او پای نیټه. دا د دوو دلایلو له مخې مهم دی. لومړی، باید ډاډ ترلاسه شي چې تاسو د قرارداد د مودې په لړ کې دنده ترسره کړې وي. دویم، باید ډاډ ترلاسه شي چې قرارداد په کافي اندازه ستاسو د دندې موده ترپوښښ لاندې راولي.
ایا قرارداد لاسلیک شوی دی که نه.
که زما ګومارونکی یو فرعي قراردادي و، نو زه څنګه کولی شم د متحده ایالاتو د حکومت له خوا د ورکړل شوې بودیجې ثبوت ترلاسه کړم؟
د SIV ډیر شمیر غوښتونکو له هغو ګومارونکو سره کار کاوه چې د دویمې کمپنۍ قراردادیان وو. دویمه کمپنۍ بیا د متحده ایالاتو حکومت سره مستقیم قرارداد درلود. هغه کمپنۍ د اصلي قراردادي په نوم یادیږي. په داسې یو حالت کې، تاسو باید داسې یو ثبوت پیدا کړئ چې ښیي اصلي قراردادي د متحده ایالاتو له حکومت څخه قرارداد درلود. تاسو همداراز باید ثبوت کړئ چې ستاسو کمپنۍ له اصلي قراردادي څخه فرعي قرارداد ترلاسه کړی و.
د اصلي قراردادي د قرارداد د شمیرې موندلو لپاره له پورته ګامونو څخه کار واخلئ. دا ثبوت د ویزې ملي مرکز یا NVC ته ولیږئ. همدارنګه، د اصلي قراردادي او ستاسو د ګومارونکي ترمنځ د قرارداد ثبوت وسپارئ. دا ثبوت کیدی شي د فرعي قرارداد یوه کاپي وي. ستاسو ګومارونکی همداراز کولی شي د فرعي قرارداد شمیره ستاسو د بشري سرچینو یا HR په مکتوب کې شامل کړي.
که ما له یوې داسې کمپنۍ سره کار کړی وي چې قرارداد یې نه درلود، خو پرځای یې د بلاعوضې مرستې، جایزه، یا د همکارۍ قرارداد درلود، څه به وشي؟
د ماموریت مشر COM او د متحده ایالاتو حکومت درخواست کوونکو ته ویلي دي چې د داسې یوې کمپنۍ سره کار کول به دوی د SIV لپاره وړ و نه ګرځوي چې ”بلاعوضې مرستې، جایزه یا د همکارۍ قرارداد“ یې پلي کاوه.
که ستاسو شرکت بلاعوضې مرستې، جایزه یا د همکارۍ قرارداد پلي کاوه چې ستاسو د دندې په مکتوب کې یې هم یادونه شوې ده، وګورئ چې آیا داسې نور قراردادونه یا فرعي قراردادونه موجود وو چې تاسو یې تر چتر لاندې کار کړی دی. که ستاسو کمپنۍ د متحده ایالاتو له حکومت څخه هم قراردادونه یا فرعي قراردادونه درلودل، مهمه به وي چې تاسو یې ثبوت وړاندې کړئ.
که ستاسو ګومارونکي د متحده ایالاتو له حکومت څخه یوازې بلاعوضې مرستې، جایزه یا د همکارۍ قرارداد درلود، کیدی شي چې تاسو د متحده ایالاتو د افغان کډوالو د P-2 پروګرام لپاره وړ واوسئ. د افغان کډوالو لپاره د متحده ایالاتو د پروګرام په اړه د IRAP لارښود دلته وګورئ.
که زه ډاډه نه یم چې آیا زما شرکت قرارداد درلود یا فرعي قرارداد، نو څه باید وکړم؟
که تاسو ډاډه نه یاست او فکر کوئ چې کیدی شي تاسو وړ اوسئ، تاسو کولی شئ د خپلې دندې ټولو معلوماتو او نورو اړینو معلوماتو په لیږلو سره د ماموریت مشر COM د منظورۍ غوښتنه وکړئ ترڅو پریکړه ترلاسه کړئ.
تاسو باید له خپل ګومارونکي څخه هم پوښتنه وکړئ چې آیا هغوی وړتیا لرونکی قرارداد یا فرعي قرارداد درلود که نه.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Article is closed for comments.