د منځپانګې جدول
د مرستې غوښتنه
هرڅوک کولی شي زموږ د چیټ بوټ څخه کار واخلي او د حقوقي مرستو د ترلاسه کولو لپاره د فیسبوک له لارې دلته او د تیلیګرام له لارې دلته معلومات ترلاسه کړي.
دا ویب فورم د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV)افغان غوښتونکو لپاره دی چې یا غواړي غوښتنلیک ولیږي یا د ماموریت له مشر (COM) څخه یې رد ځواب ترلاسه کړی وي او اوس مهال هیڅ ډول غوښتنلیک یا د (COM) له خوا د ارزونې لپاره د استیناف یا تجدید نظر غوښتنلیک نلري چې په اړه یې د حقوقي مرستو غوښتنه وکړي.
د اردن آی ار ای پي د مرستې لپاره غوښتنې د دې فورمې له لارې مني. فورمه به يوازې هغه وخت مهيا کولای شي کله چې د اردن آی ار ای پي د مرستې لپاره نوې غوښتنې مني. که فورمه نه وي، مهرباني وکړئ په منظم ډول بيا بيا تړونی وګورئ.
زه څه ډول پوهېدای شم چې زه د بيا ځای پر ځای کېدو، يا ويزې له کوم پروګرام وړتيا لرم؟
تاسو کولی شئ له پورتنیو لینکونو څخه کار واخلئ.
د هر هويت خلک کولای شي د دې ويبپاڼې د حقوقي مرستې برخه پرانيزي. دوی کولای شي وګوري چې ايا دوی دلته د تشريح شويو کډوالۍ پروګرامونو وړتيا لري
په دې ويبپاڼه کې د کډوالۍ د ټولو هغو پروګرامونو نوملړ نه شته، چې کېدای شي کډوالو ته ورکول کيږي.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Article is closed for comments.