لنډیز
که غواړئ چې د مهاجرت ځانګړی ویزی (SIV) ته غوښتنه وکړئ، ستاسو سره به په خپل هیواد کی چیری چی اوس تاسی اوسیږئ په اړونده د امریکا متحده ایالاتو په سفارت کې مرکه ترسره شي. په مرکه که به یو قونسلر افسر له تاسو پوښتنې وکړي تر څو پرېکړه وکړي چې ایا تاسی له امنیتي پلټنو او طبي معایناتو وروسته (SIV) ترلاسه کولای شئ. مرکې معمولا له ۱۰ تر ۶۰ دقیقو پوری وي.
دا لارښود تاسو ته وایۍ چې په مرکه کې ښايي د څه تمه وکړئ.
د دې لارښود سربېره، هر سفارت يوه ويبپاڼه لري کوم کې چې د مرکې لپاره د وخت اخستلو او عريضې داخلولو شرايط ښودل شوي وي. لا د نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د امريکا د سفارت يا کونسلګرۍ د مرکې د چمتوالي لارښوونې هم بيا وګورئ.
تاسو باید مرکې ته له ځان سره څه راوړئ؟
د ویزې ملي مرکز یا NVC باید تاسو ته یو لیک ولیږی چی په هغه کی دا چی څه باید د ځانه سره راوړی تشریح شوی وی. باوري شه چې دا ليک دې په پوره توجه لوستې وی د ځانګړو لارښوونو لپاره. عموما ته بايد دا راوړې:
- د خپل NVC د مرکې د لیک یوه کاپي.
- خپل پاسپورت چې تاریخ یې تېر نه وي او د هغې د مخ کاپي چې ستاسو نوم او عکس پکې وي. که تاسو په خپله قضیه کې د کورنۍ غړي هم لرئ نو د هغوي پاسپورتونه هم چې تاریخ یې تېر نه وي او هم یې د نوم اوعکس د مخ کاپي له ځان سره راوړئ.
- د ویزې هر غوښتونکي دوه قطعې رنګین عکسونه (په شمول د کورنۍ هغو غړو چې ستاسو په قضیه کې شامل دي) په کار دي. د بهرنیو چارو وزارت د عکس ځانګړتیاوې په دې وېبپاڼه کې دي.
- ستاسی د زېږېدنې سند یا ستاسی اصلي تذکره، کوم چې د ملي پېژندنې کارت دې. تاسی باید له ځانه هم راوړۍ یوه رسمي انګریزي ژباړه، او د دري او انګرېزي دواړو کاپي. که چېرې ستا مرکه په کابل کې د امريکا په سفارت کې وي، د تذکرې ژباړې باید د افغانستان د بهرنېو چارو وزارت لخوا تصدیق شوې وي. همدارنګه اصلي سندونه، تصدیق شوي ژباړه، او د قضیې د هر غړي د سندونو کاپۍ هم راوړئ.
- د DS‑260 لخوا تصدیق پاڼه هم چې تاسو انلاین لېږلی وو. که تاسی په خپله قضیه کې د کورنۍ غړي هم لرئ د هغو د DS‑260 تصدیق پاڼې هم راوړئ.
- د واده کړو غوښتونکو لپاره، د خپل واده اصلي نکاح خط، یوه رسمي انګرېزي ژباړه او یوه کاپی یې له ځان سره راوړئ.
- که ممکنه وی، ستاسی د متحده الایاتو د استخدام په اړوند ستاسی د کار د نښو کاپي مو له ځان سره راوړئ.
- د COM یا د ماموریت د مشر د منل کېدو د لیک یوه کاپي.
- ستاسو لاسلیک شوې DS-157 فورمه، یا که چیرې تاسو څخه غوښتنه شوې وي چې I-360 فورمه ولیږئ، لاسلیک شوی I-360 فورمه ولیږئ.
- د خپل سپارښتنلیک، د کارکولو تایید لیک او د نورو سندونو کاپي چې د COM د غوښتنې د پروسې په ترڅ کې مو لېږلي وو.
تاسی څوک مرکې ته راوستلی شئ؟
- د NVC لارښوونې د سفارت د مرکې په اړه ولولئ او دا چې باید څوک له ځان سره مرکې ته راولئ. په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو په سفارت کې د مرکو لپاره معمولاً له ۱۴ کلونو څخه کم عمره ماشومان د ویزې د مرکې لپاره نه غوښتل کېږي. د هغې پرځای تاسو کولای شئ یوازې د هغو د پېژندنې سندونه له ځان سره راوړئ. نور سفارتونه او کونسلګرۍ بیا وایي چې د هر عمر غوښتونکي اړ دي چې مرکې ته راشي.
- که تاسو وکیل لرئ، وکیل مو کولای شي په انتظارخونه او مرکه کې له تاسو سره وي. ستاسی وکیل باید د منلو یو وړ G‑28 یا G‑28iفورمه مخکې له مرکې څخه سفارت ته ورکړې وي او له سفارت څخه یې تاییدي ترلاسه کړې وي. وکیلان باید اړوند سفارت ته خبر ورکړي تر څو سفارت ته په ننوتلو کې ورته ستونزه نه وي. هغوي باید ستاسو د مرکې نېټه او وخت په غوښتنلیک کې شامل کړی .
- هغه غوښتونکي چې زاړه، ماشوم بچې یا معیوب وي، کولای شي یو تن له ځان سره راولي. که تاسی د چا مرستې ته اړتیا لرئ، سفارت له مخه خبر کړئ. سفارت ته په ننوتلو کې له ستونزو څخه د بچ کېدو په موخه له مخکې څومره چې ممکنه وي د هغې کس نوم او د ژوندلیک اړوند معلومات سفارت ته ولېږئ. د خپلې مرکې نېټه او وخت په خپل غوښتنلیک کې شامل کړۍ.
- هر څوک چې غواړي سفارت ته راشي باید د اړوند سفارت دقونسلرۍ برخی څخه له مخکې تماس وونیسي او د هغې کس بشپړ نوم، د زېږېدنې نېټه او له غوښتونکي سره د اړیکو اړوند معلومات اړوند سفارت ته د برېښنالیک له لارې ولېږي.د خپلې مرکې نېټه او وخت په خپل برېښنالیک کې شامل کړۍ . هر څوک چې سفارت ته ننوځي باید یو تصویري پېژندپاڼه لکه اصلي ملي کارت (تذکره) یا پاسپورت له ځان سره ولري.
د خپلې مرکې لپاره د ژباړونکي یا ترجمان غوښتنه:
د وېزې مرکې په انګرېزۍ ژبه دی . سفارت معمولاً د هغو خلکو لپاره چې انګرېزي یې مورنۍ ژبه نه وي ژباړونکی لري. تاسی باید د مخه سفارت ته چې مرکه پکې لرئ څخه تماس وونیسۍ چې تاسی یوه ژباړونکي ته اړتیا لرئ. دا ډېره اړینه ده که د هغه هېواد ژبه چې سفارت پکې دی، غېر معموله وي.
په مرکې کې څه پېښېږي؟
افسر کولای شي د هرو هغو پوښتنو یا سندونو په اړه پوښتنه وکړي چې ستاسو د SIV په غوښتنلیک کې وو. یو شمېر عام موضوعات یې په لاندې توګه دي.
- ستاسو کورنۍ : افسر به له تاسی پوښتنه وکړي چې ایا مېرمن/خاوند یا ماشومان لرئ. که لرئ یې، افسر به ستاسو د واده په اړه پوښتنه وکړي او دا چې کله مو ماشومان زېږدلي. هغوي کېدای شي ستاسو د خویندو وروڼو او والدېنو په اړه هم پوښتنه وکړي.
- ستاسی د دندی تاریخچه: افسر به ستاسو د دندی په اړه پوښتنه وکړي چې د امریکا متحده ایالاتو لپاره مو تر سره کړې او تاسی ته یې اجازه درکړې تر څو د SIV غوښتنه وکړئ. هغوي به پوښتنه وکړي چې کله او چېرته کار کوئ یا کړی مو دی. کېدای شي ستاسو د امریکایي څارونکو په اړه هم پوښتنه وکړي. که چېرې ربط یې درلود، هغوي به دا هم وپوښتي چې ولې مو دنده پرېښوده.
- ستاسی تاریخ په هکله په افغانستان کې: افسر کېدای شي پوښتنه وکړي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال چېرته اوسېدئ او څه کار مو کاوه. افسر کېدای شي ستاسو د زده کړو او د دندی د تاریخچې په اړه هم پوښتنه وکړي.
- افسر کېدای شي هم پوښتنه وکړي چې په کومو ځایونو کې اوسېدلي یاست او سفرونه مو کړي. هغوي کېدای شي ستاسو د ټیلفون شمېرو، برېښنالیکونو او اجتماعی رسنېو د اکانټونو په اړه چې کارولي مو دی پوښتنه وکړي. کېدای شي هغوي ستاسو د خویندو وروڼو، ماشومانو او والدېنو او د څارونکو په اړه هم پوښتنه وکړي.
ځینې عمومی موارد مسئلې چې باید وڅارل شي په لاندې ډول دي. که تاسی باور لرئ چې کوم یو یې پر تاسو د عملي کېدو وي، د خپلې قضیې لپاره د قانوني مشورې له یو وکیل سره په اړیکو نیولو فکر وکړئ.
- له دندې ګوښه شوي ياست: که تاسو د امریکا متحده ایالاتو سره په تړاو له کومې دندې ګوښه کړای شوي یاست نو دا کېدای شي ستاسو په غوښتنلیک اغېز وکړي. که له دندې د کومې غلطۍ پر اساس ګوښه شوي واست ، فکر وکړئ که داسې کومه لاره وي چې خپل ګومارونکي ته ووایئ چې دوي سندونه بیا تازه کړي. که شواهد لرئ چې ولې ګوښه شوي وئ، لکه له هغه پوځي آمر څخه مو لیکونه چې خبر وي ولې ګوښه شوي وئ، هغه شواهد راوړئ.
- ماشومان: که تاسو ماشومان لرئ، په ځانګړي توګه چې عمرونه یې له ۱۴ کلو ډېر وي، ځان باوري کړئ چې د هغو د زېږېدنې د کره نېټو سندونه لرئ. که په ځینو سندونو کې د زېږېدنې نېټې کره نه وي، لکه په تذکرو کې، نو هر بل سند چې لرئ، وړاندې یې کړئ، لکه د ښوونځي سوابق یا نور سوابق، چې ستاسو د ماشوم عمر څرګندوي.
- واده: که تاسی د امریکا متحده ایالاتو کې یاست او مېرمن/خاوند مو غوښتنه کوي چې غواړی تاسو سره د امریکا متحده ایالاتو کې یو ځای شي، دې کې باید شامل وي لکه ستاسی د واده عکسونه، په ځانګړي توګه چې وښايي په کومه نېټه اخیستل شوي، یا د واده خدمتونونو اړوند رسیدونه.
- مخکني ودونه او طلاق: که تاسو یا ستاسو مېرمنې مخکې له بل چا سره واده کړی وي، نو د پخواني مېرمنې/خاوند د طلاق یا د مرګ شواهد راوړئ چې وښايي ستاسی اوسنی واده قانوني او د منلو وړ دې.
- د ویزې پخواني غوښتنلیکونه: که تاسی پخوا د امریکا متحده ایالاتو هرې ویزې ته غوښتنه ورکړي وي، تېار اوسئ چې د هغې په اړه خبرې وکړئ.
د کډوالۍ د وړيا حقوقي خدماتو وړاندې کوونکو فهرست دلته شته. د کډوالۍ د شخصي وکیلانو فهرست دلته شتون لري.
یادونی:
- له مرکې څخه لږ تر لږه ۳۰ دقیقې مخکې ځان ورسوئ.
- تاسی باید لوی بکسونه، موبایلونه، یا وسلې له ځانه سره سفارت ته رانوړئ.
- تاسی باید هرومرو ټول هغه سندونه چې پورته "تاسی باید مرکې ته څه له ځان سره راوړئ؟" په برخه کې یاد شوي له ځان سره د ویزې مرکې ته راوړئ.
- مخکې له دې چې مرکه پېل شي، تاسو کېدای شي په سفارت کې څو ساعته انتظار پاتی شئ. تاسو کولای شئ له ځان سره یو بنیان، اوبه، او د خوړلو لپاره یو څه راوړئ.
د یو ژباړونکي سره کار کول
که تاسی د خپلې مرکې لپاره ژباړونکي ته اړتیا لرئ، نو بیا اړینه ده چې خپل ځوابونه په لنډو جملو کې دا به ژباړونکی ته ستاسو د خبرو په ژباړلو کې مرسته وکړي .ژباړونکي ته پوره وخت ورکړئ تر څو ستاسو د کیسې جزیات په سمه توګه د کډوالو افسر ته وژباړي.
تاسی باید افسر ته ووایئ:
- تاسی د ژباړونکي په خبرو نه پوهېږئ.
- تاسی فکر کوئ چې ژباړونکی کېدای شي په څه چې وایئ، نه پوهېږي.
- ژباړونکی هر هغه څه چی تاسی وایۍ پوره نه ژباړي.
- ژباړونکی تاسی سره احترامانه چلند نه کوي.
بیا تشریح کړئ تاسی چې ولې د ژباړونکي په خبرو نه پوهېږې .ستاسو ژباړونکی به ستاسی د قضیې په وروستۍ پرېکړه هېڅ کوم اغېږ ونلري. همدارنګه، ستاسو ژباړونکی به ستاسو د قضیې په اړه له مرکې څخه بهر هېڅ بحث ونکړی. هغوي محرمیت ته ژمن دي.
د مرکې محرمیت
د مرکې په پېل کې ډېر احتمال لري چې د کورنۍ ټول غړي شتون ولري. که داسې څه وي چې له تاسو پوښتنه وشي او تاسو یې د کورنۍ په شتون کی نه غواړۍ شریک کړی، افسر ته ووایئ چې تاسو د دې موضوع په اړه یوازې له هغه سره غواړۍ یو په یو خبرې وکړۍ د دی په ځای چی د اړینو جزییاتو تېر شئ یا دا چی ووایئ چې”زه خبر نه یم“
د امریکا متحده ایالاتو حکومت ستاسو شواهد محرم ساتي.
عمومي معلومات
- څنګه هغه سوالونو ته باید څه ډول ځواب ووایاست چې په ځواب باندی یې نه پوهېږئ. که له تاسو څخه یوه پوښتنه وشي او تاسی د هغی په ځواب باندی نه پوهېږئ، سوال ته ناسم ځواب مه ورکوئ.
- ولې که تاسې ته ځېنې تشریحات دریاد نه دي تشریح یئ کړۍ څومره چې کولای شئ. بیا تشریح ورکړئ چې ولې نه دریادېږي دا به ښه وی چی د دی ځواب کی ووایاست چی نه مو په یادیږی یا نه پوهیږۍ او تشریح ورکړي چی ولی .
- د بېلګې په توګه، که هغوی ستاسو څخه پوښتنه وکړی چې په کومه نېته یو څه پېښ شوي دی، او تاسو ته دومره یاد وي چې د ۲۰۱۳ کال اوړی وو، ورته ووایئ چې د ۲۰۱۳ کال اوړی وو پر ځای د دې چې یو مشخصه نېټه وښایئ.
- که دمې ته اړتیا لرئ، تاسو کولای شئ د هغی غوښته وکړئ. که د مرکې په ترڅ کې د یوې لنډې دمې غوښتنه وکړئ دا کومه بده خبره نده او نه بې ادبي ده. دا تاسو ته مهمه ده چې د ارامۍ احساس وکړئ او خپله کیسه بیان کړئ. که خفه یا نارام یاست، د یوې لنډې دمې غوښتنه وکړئ تر هغې چې آرام ښۍ او خپل فکر یو وار بیا راغونډ کړئ.
- هېڅ څه نا ویلی مه پرېږدئ. ځان باوري کړئ چې افسر ته ټول هغه څه ووایاست چې په اړه یې درڅخه پوښتنه کوي. د افسر هره پوښتنه ځواب کړئ او موضوع باندی تمرکز ولرۍ.
- تل ریښتینی اوسئ.که هغوي د هر څه په اړه پوښتنه کوي تاسو ریښتیا ووایئ. که تاسو په وېره کې یاست چې ستاسو ځواب به ستاسو قضیې ته زیان ورسوي، بیا هم دا ښه ده چې تاسو ریښتیا ووایئ. وروسته تاسو تشریح ورکولای شئ چې دغه جزیبات باید ستاسو قضیې ته زیان ونه رسوي. د ناسمو معلوماتو ورکول کولای شي ستاسو د قضیې د رد کېدو لامل شي.
له مرکې څخه وروسته:
- قونسلر افسر به له تاسو پوښتنه وکړي چې یوه لیکلې بیانیه ورکړئ چې اراده مو کړې چې:
- متحده ایالاتو ته لاړ شئ.
- چې له خپلې اوسنۍ دندې استعفی وکړئ.
- چې خپله اوسنۍ دنده د تل لپاره پرېږدئ.
- د مرکې په پای کې، کېدای شي د مرکې افسر تاسی ته ووایي چې ایا ستاسو قضیه به "اداري پروسی" ته مخکې ولاړه شي یا ایا دا به د کوم ځانګړي لامل له کبله رد شي.
- که ستاسی قضیه رد شوی وي، معمولاً به تاسی یو ایمیل تر لاسه کړئ چی به د کومې ځانګړې لامل ذکر کوي.
- که چیرې تاسې ته ووئیل شول چې ستاسی قضیه به اداري پروسی لپاره مخکې ولیږل شي کیدای شي تاسی اوس هم په مرکه کې یو خبرتیا تر لاسه کړئ چې وایي به ستاسی وېزه د اداري پروسی لامله "رد" شوې ده. د مرکې وروسته د بهرنیو چارو وزارت د وېزې تر نه ورکولو پورې ټولې عرېضې"رد" ګڼي.
- که ستاسی د قضيې حالت د CEAC په دې ویبپاڼه ښايي چې ستاسی قضيه په "رد" کې ده، تاسی کولای شئ چې له سفارت څخه اړېکه وونیسۍ تر څو معلومه شي چې ایا دا په "اداري پروسی" کې ده.
- د بهرنېو چارو وزارت ځینې وخت ستاسو د هغی آمر د اړیکو تازه معلومات غواړي چې تاسو ته یی د سپارښتنې لیک لیکلی وو یا هغه کمپنۍ چې ستاسو د کار تاییدي یې ورکړی وه. که چېرې ممکنه وي تاسی باید له هغو سره په اړیکه کې پاتې شئ تر څو باوري اوسئ چې د غوښتلو په صورت کې د هغو سره د اړیکو تازه معلومات لرئ.
- مخکې له دې چې تاسی خپل SIVs تر لاسه کړئ، تاسی او ستاسو د کورنۍ غړي ټول باید د امریکا متحده ایالاتو سفارت لخوا په تایید شوي کلینیک کې طبي معاینات وکړي. تر هغې چې سفارت نه وي ویلي تاسی طبی معایناتو ته وخت مه نیسئ. کله چې د طبي معایناتو وخت راورسېد، تاسو به یو برېښنالیک ترلاسه کړئ چې پکې به لیکلي وي چې کله او چېرته خپل طبي معاینات ترسره کړئ.
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي: