لنډیز
دا لارښود د افغان او عراقيانو لپاره دی، چې په متحده ايالاتو کې يې ايس آی وي تر لاسه کړی، تر څو له خپلوانو سره يو ځای شي.
لاندې معلومات د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د افغانانو لپاره د ايس آی وي ويبپاڼې څخه اخستل شوي دي، چې د دې سرليکل لاندې درج دي [May my family accompany or follow to join me in the United States?]
يو افغان او عراقي ايس آی وي عريضه کوونکی کولای شي، د خپلې جوړې (مېړه، مېرمنې) يا مجردو اولادونو لپاره چې عمرونه يې له ۲۱ کلونو کم دي، درخواست وکړي، تر څو له دوی سره يو ځای متحده ايالاتو ته سفر وکړي. د دې چارې د ترسره کولو لپار، دا خپلوان بايد د ويزې مرکې لپاره ولاړ شي. يادونه: د مرکې لپاره د تګ دا شرط په هغو ماشومانو نه عملي کيږي، چې عمرونه یې له ۱۴ کلونو کم دي، او افغانستان کې ژوند کوي. په افغانستان کې د امريکا سفارت اجازه نه ورکوی، چې له ۱۴ کلونو څخه کم ماشومان مرکې ته حاضر شي.
که چېرې له يوې جوړې يا ماشوم څخه وغوښتل شول چې مرکه ورسره وشي، او نه شي کولای چې مرکې ته حاضر شي، دوی بايد د ويزې مرکو لپاره بل وخت مهالويش وټاکي. ممکنه ده دوی له لومړي عريضه کوونکي څخه وروسته سفر وکړي.
که چېرې يو عريضه کوونکی د يو ايس سي آی ايس لخوا د دوی د آی‑۳۶۰ غوښتنې له منلو وورسته واده کوي، نو دوی کولای شي خپله جوړه د دوی له غوښتنې وروسته اضافه کړي، خو متحده ايالاتو ته له سفر کولو مخکې. که له يو عارض له مخکې څخه مرکه شوې وي، دوی بايد په سملاسي ډول له سفارت سره اړيکه ونيسي.
د ايس آی وي هغه عريضه کوونکی چې متحده ايالاتو ته له سفر وروسته واده کوي، دوی به اړتيا ولري چې له واده وروسته آی‑۱۳۰ دوسيه ثبت کړي. د ايس آی وي يو تر لاسه کوونکی چې کله امريکايي تبعه ګرځي، هغه هم کولای شي د خپلوانو لپاره آی‑۱۳۰ دوسيه ثبت کړي.د آی‑۱۳۰ پروسې په اړه د آی ار ای پي لارښود دلته دی.
که چېرې د آی آی وي تر لاسه کوونکی متحده ايالاتو ته سفر کوي، او له هغې وروسته يې اولاد زېږي، د دې اولاد لپاره د فرعي په توګه غوښتنه کولای شي، خو په هغه صورت کې چې د ايس آی وي تر لاسه کوونکی او د ماشوم مور مخکې له هغې واده کړی وي، چې د ايس آی وي تر لاسه کونکی متحده ایالاتو ته سفر کړی وي. که په دې حالت کې والدينو واده نه وي کړی، او يا یې له هغه وروسته واده کړی و، چې د ایس آی وي تر لاسه کوونکی متحده ایالاتو ته سفر وکړي، بيا بايد د ایس آی وي تر لاسه کوونکی د ماشوم لپاره يو آی‑۱۳۰ غوښتنه وسپاري.
لومړيتوب‑۳
د ۲۰۲۱ کال د اپريل څخه وروسته د افغانستان او د عراق د کډوالې ځانګړې ويزې تر لاسه کوونکې کولاې شي چې د ځينو خپلوانو لپاره د درېم لومړيتوب پروګرام له لارې غوښتنه وکړي. .د لومړيتوب‑۳ پروسې په اړه د آی ار ای پي لارښود دلته دی.
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي: