لنډیز
دا لارښود د مهاجرت د ځانګړی ویزی(SIV) افغانان غوښتونکو ته معلومات ورکوي چې د ماموریت مشر (COM) د منظورۍ لپاره یې غوښتنه کړې او اوس هم د پرېکړې په تمه دي. که چېرې تاسې په دې حالت کې یاست، تاسې کولای شۍ چې دا ګامونه واخلۍ:
- دا تایید کړئ چې هغه سندونه چې تاسو COM ته لېږلي ټولې اړتیاوې پوره کوي. که احیانا نه یی کوی نو نوي اصلاح شوي سندونه COM ته ولېږئ.
د SIV پروګرام اړتیاوې له وخت سره بدلې شوي. د SIV اوسنۍ اړتیاوې په دې وېبپاڼه کې شتون لري.
- هغه غوښتونکي چې غوښتنه یې د ۲۰۱۵ د سېپتېمبر له ۳۰ مې نېټې څخه مخکې کړي باید د شرایطو وړ یوه کال کار ثبوت ولري. هغه غوښتونکي چې د ۲۰۱۵ د سېپتیمبر له ۳۰ مې نېټې وروسته یې غوښنه کړې وي باید د دوو کلونو وړ کار ثبوت ولري.
- د SIV غوښتونکي باید ټولې هغه اړتیاوې چې په اوسني لارښود کې یادې شوي دي، پوره کړي. که نوموړې اړتیاوې پوره نشي، COM مو کېدای شي غوښتنه رد کړي.
- نوي یا اصلاح شوي سندونه په AfghanSIVApplication@state.gov پته ولېږئ.
.2 تایید کړئ چې د آمر او ګومارونکي د اړیکې معلومات مو اوس هم سم دي. که سم نه وي، یو برېښنالیکCOM ته ولیکئ او د هغوی د اړیکې نوي معلومات ولېږئ.
د COM غوښتنلیک دوه کلیدي برخې لری چی د آمر څخه د سپارښتلیک (LOR) اوستا د کمپنۍ لخوا د استخدام تصدیق (EV) لیک. COM خپلو لیکونو کې د معلومات په کارولو سره تل د آمر او ګومارونکي سره اړیکه نیسي. که COM له هغو سره اړیکه ټینګه نه کړای شي، کېدای شي COM ستاسو غوښتنلیک رد کړي.
- د آمر او ګومارونکي سره تر هغه مهاله په اړیکه کې اوسئ چې د COM لخوا مو تاییدي نه وي ترلاسه کړې. که د هغو د اړیکو معلومات بدلېږي ‑ د بېلګې په توګه، که یو آمر کار پرېښودلی، یا کمپنۍ نومونه بدل کړي‑بیا له هغو پوښتنه وکړئ چې د خپلو اړیکو له اوسني معلوماتو سره یو نوی لیک درکړي.
- که ته د خپل آمر او ګومارونکې د اړیکې معلومات نه لرې، د آمرینو او ګومارونکوسره د اړیکو نېولو لپاره د IRAP لارښود دلته دې. .
- د یو نوي لېک غوښتنه وکړۍ:
-
- له خپل آمر څخه غوښتنه وکړئ ترڅو یو نوی LOR له نوي برېښنالیک پتې څخه، (کاري او شخصي) ټېلفون شمېرې، او هر هغه څه چې نور هم تازه شوي وي، درولېږي.
- نوی LOR باید د نېټې سره په قلم لاسلیک شوی وي.
- ځان باروي کړئ چې LOR له نوو لارښوونو سره سمون خوري.
- نوي یا اصلاح شوي سندونه په AfghanSIVApplication@state.gov پته ولېږئ.
3. LORs او EV مو نوي کړئ که مو د کار نېټې ناسمې وي او یا کار مو ختمېږي.
ځینې مهال، د SIV غوښتونکي LORs یا EVهغه وخت تر لاسه کوي کله چې له اړوندې کمپنۍ سره کار هم کوي. بیا دوي کېدای شی چې د COM له تاییدي څخه د مخه خپله دنده پرېږدي . نور وختونه، په لیکونو کې د کار نېټې ناسمې لیکل شوې وي. په داسې حالاتو کې، دا به ښه وي چې د پخوانيو آمرینو یا کمپنېو تازه شوي او سم لیکونه ولرئ.
- هر LOR باید د څارنې او کار د پېل او پای کره ڼېتې ولري. د بېلګې په توګه، داسې باید وي. "د ۲۰۱۵ د جنورۍ ۱" پرځای د دې چې یوازې "جنوري ۲۰۱۵" ولیکي.
- هرEV باید دا ووایي چې ولې تاسو نور له دې کمپنۍ سره کار نه کوئ
- نوی او اصلاح شوي سندونه په دې پته ولېږئ AfghanSIVApplication@state.gov.
4. عام موارد اوګورئ
لاندې موضوعات د SIV پروګرام څو عامې ستونزې رانغاړي. دا لست بشپړ ندی. تل د امریکا متحده ایالاتو د دولت COM لارښونې ګورئ. که د LOR یا EV په اړه څه مسئلې وي، نو له لارښوونو سره سم د یو تازه لیک غوښتنه وکړئ. بیا دا تازه لیکونه COM ته ولېږئ.
- په LOR کې باید آمر ستاسو په اړه د خپلې پوره پوهې پر بنسټ ولیکي چې ایا غوښتونکې د امریکا متحده ایالاتو ملي امنیت یا خوندیتوب ته کوم ګواښ دي .
- ستاسو EV باید د امریکا متحده ایالاتو حکومت د قرارداد شمېرې ولیکي چې تاسو کار کړی. که تاسی له یوه فرعي قراردادي سره کار کړی وي، ځان باوري کړئ چې ستاسو EV دواړه د فرعي قراردادي او د امریکا متحده ایالاتو دولتي د اصلي قرارداد شمېره هم ولري.
- که کوم ګومارونکی کولای شي چې د فرعي قراردادونو یا قراردادونو په اړه د سر مخي لیکونو کاپئ وړاندې کړي دغه سندونه دې COM ته ولېږئ. COM باید وکولای شي چې ستاسو د کاري مودې لپاره د قراردادونو شتون تصدیق کړي.
- ټول LORs او EV باید له نېټې سره او په قلم لاسلیک شي نه د الکترونیکو لاسلیکونو په وسیله.
- نوي او اصلاح شوي سندونه AfghanSIVApplication@state.gov ته ولېږئ
5. د خپل غوښتنلیک حالت په منظم ډول تعقیب کوئ.
هغه افغان SIV غوښتونکي چې د COM پرېکړې ته په تمه دي کولای شي دغی آدرس AfghanSIVApplication@state.gov ته برېښنالیک ولیکي چې د خپلې قضیې حالت معلوم کړي. خپل نوم، د زېږېدنې ڼېټه، او د SIV قضیې شمېره د برېښنالیک موضوع کرښه او د برېښنالیک متن کې ولیکئ.
د ۲۰۲۲ کال له نومبر څخه، دولت AfghanSIVApplication@state.gov بریښنالیک ته لیږل شویو بریښنالیکونو ته د دوو اونیو په موده کې ځواب ورکوي.