د منځپانګې جدول
دا مقاله وروستی ځل د 2026 کال د جولای په 1 نیټه نوې شوې ده
لنډیز
دا لارښود ستاسو د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا SIV غوښتنلیک لپاره د بشري سرچینو (HR) مکتوب او د سپارښتنې د لیک شرایط او اړتیاوې بیانوي.
دا لارښود همداراز د "ربیت پروژه" تشریح کوي. د "ربیت پروژه" یوه داسې طریقه ده چې له مخې یې هغه کسان کولی شي خپله دنده تایید کړي چې د دفاع وزارت له قراردادیانو لپاره یې کار کړی دی.
د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره د غوښتنلیک مخینه:
د SIV په اړه اوسني شرایط او اړتیاوې د بهرنیو چارو وزارت د SIV په وب پاڼه کې دلته وګورئ.
تاسو باید د خپل غوښتنلیک اړوند اسناد د ویزې ملي مرکز (NVC) ته وسپارئ، چې دا مرکز یې وروسته بیا د ماموریت مشر (COM) ته لیږي.
که تاسو مخکې د ماموریت د مشر یا COM غوښتنلیک سپارلی دی او پریکړې ته په تمه یاست، او د خپل غوره توب اړوند نوي یا نوي شوي اسناد مو ترلاسه کړي دي، تاسو باید دا نوي اسناد د ویزې ملي مرکز ته ولیږئ او له هغوی څخه غوښتنه وکړئ چې دا اسناد باید ستاسو په غوښتنلیک یا د بیاکتنې یا اپیل په غوښتنلیک کې چې تر ارزونې لاندې دي، اضافه کړي. د ویزې ملي مرکز NVC به دا اسناد ستاسو په غوښتنلیک او د بیاکتنې یا اپیل په غوښتنلیک کې د ارزونې لپاره شامل کړي، خو دا به د ماموریت د مشر یا COM پریکړه وي چې دا نوي اضافه شوي اسناد ګوري او که نه. که ستاسو غوښتنلیک رد شوی دی او تاسو غواړئ چې د بیاکتنې یا اپیل غوښتنلیک وړاندې کړئ، تاسو کولی شئ دا نوي اسناد له اپیل سره بیا ولیږئ ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا اسناد وکتل شي. که ستاسو د بیاکتنې یا اپیل غوښتنلیک رد شوی دی، تاسو نور نشئ کولی د COM نوی غوښتنلیک وړاندې کړئ، ځکه چې د نویو غوښتنلیکونو د سپارلو وروستۍ نیټه د 2025 کال د دسمبر 31 مه وه.
که تاسو کوم ځانکړی سند ترلاسه کولی نشئ، تاسو کولی شئ چې ددې سند د نه شتون په اړه یو بیان واستوئ او پکې وضاحت ورکړئ چې دا سند ولې ترلاسه کولی نشئ. په یاد وساتئ چې که تاسو د یو اړین سند پرځای د سند د نه شتون بیان ولیږئ، ډیر احتمال شته چې ستاسو غوښتنلیک رد شي.
هغو کسانو چې د دفاع وزارت له قراردادیانو سره کار کړی دی، کولی شي له خپل ګومارونکي څخه د بشري سرچینو یا HR مکتوب او خپل مستقیم آمر څخه د سپارښتنې لیک د ترلاسه کولو له لارې خپله دنده تایید کړي.
ډیر خلک دا ټول اسناد نه لري. د 2021 کال په اګست کې، د متحده ایالاتو دولت یوه داسې پروسه اعلان کړه چې له مخې یې د دفاع وزارت پخواني کار کوونکي کولی شي د خپلې کاري مخیني د ثبوت لپاره ورڅخه ګټه واخلي. دا پروسه د دفاع وزارت د افغانانو د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV د ملاتړ ټیم (DAS-T)، یا د "ربیټ پروژې" په نوم یادیږي. د DAS-T په اړه نور معلومات لاندې وړاندې شوي دي.
د دندې شرایط:
د ماموریت مشر COM باید ستاسو هغه دنده تایید کړي چې تاسو د متحده ایالاتو له خوا یا د متحده ایالاتو په استازیتوب، یا د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (ISAF) او یا د هغې ځای ناستي ماموریت له خوا ګومارول شوي یاست. تاسو باید ثابته کړئ چې لږ تر لږه مو د یو کال لپاره دنده ترسره کړې ده.
تاسو باید دا لاندې مکتوبونه د متحده ایالاتو له هر یو شرکت یا ادارې څخه چې تاسو پکې دنده ترسره کړې ده، ترلاسه کړئ:
د بشري سرچینو له څانګې څخه د دندې د تصدیق مکتوب چې د "بشري سرچینو مکتوب" یا ‘HR letter’ په نوم یادیږي؛ او
له خپل مستقیم آمر څخه د سپارښتنې لیک. که ستاسو آمر د لاسرسي وړ نه دی، د قومندانۍ یو لوړ پوړی چارواکی کولی شي تاسو ته یو لیک ولیکي.
1 شمیره مهمه یادونه: د 2021 کال له مني څخه مخکې، د بهرنیو چارو د وزارت شرط دا و چې د متحده ایالاتو یو وګړی باید د سپارښتنې لیک ولیکي یا یې له بل شخص سره په ګډه لاسلیک کړي. د بهرنیو چارو وزارت دا تایید کړې ده چې اوس مهال هیڅ داسې یو شرط نشته چې د سپارښتنې لیک دې د متحده ایالاتو د یو وګړی له خوا ولیکل شي یا لاسلیک شي. د بهرنیو چارو د وزارت یو لارښود وایي چې دا به "ګټوره" وي که د متحده ایالاتو یو وګړی د قرارداد د پلي کیدو آمر یا سوپروایزر سره یوځای چې د متحده ایالاتو و ګړی نه دی، د سپارښتنې لیک په ګډه لاسلیک کړي او دا ووایي چې هغوی ډاډه دي چې په لیک کې شامل معلومات سم دي. خو دا یو شرط نه دی. که د ویزې ملي مرکز غوښتنه وکړي چې تاسو باید د متحده ایالاتو وګړي آمر یا سوپروایزر څخه ترلاسه شوی مکتوب وسپارئ، تاسو کولی شئ وضاحت ورکړئ چې دا نور اړین نه دی. که ستاسو غوښتنلیک له همدې امله وځنډول شي یا رد شي، تاسو کولی شئ د IRAP له خوا د COM د رد کیدنې د مرستې د فورمې له لارې دلته د مرستې غوښتنه وکړئ.
2 شمیره مهمه یادونه: د 2026 کال له پیل څخه، د بهرنیو چارو وزارت له هغو آمرینو یا سوپروایزرانو څخه چې د سپارښتنې لیکونه یې لیکلي دي په دوامداره توګه غوښتنه کړې ده چې خپل د متحده ایالاتو د تابعیت ثبوت وړاندې کړي. خو د بهرنیو چارو وزارت دا تایید کړې ده چې هغه مکتوبونه به رد نکړي چې د آمرینو د تابعیت په اساس وي. له دې امله، که یو آمر یا سوپروایزر چې د متحده ایالاتو وګړی نه دی او د سپارښتنې یو لیک یې لیکلی وي، کولی شي ځواب ورکړي او د بهرنیو چارو وزارت ته وضاحت ورکړي چې هغه د متحده ایالاتو وګړی نه دی خو په دې پوهیږي چې اوس مهال داسې یو شرط نشته چې د متحده ایالاتو وګړی باید د سپارښتنې لیک ولیکي.
د خپل آمر یا ګومارونکي د پیدا کولو په اړه د IRAP لارښود دلته وګورئ. دې کسانو به خامخا تاسو سره ستاسو د دندې په موده کې کارکړی وي. د IRAP لارښود چې ښیي څرنګه باید ددې ثبوت ترلاسه کړئ چې ستاسو دنده د SIV پروګرام لپاره وړ ده دلته وګورئ.
د ماموریت مشر COM به ستاسو هغه دنده تایید کړي چې تاسو د متحده ایالاتو له خوا یا د متحده ایالاتو په استازیتوب، یا د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (ISAF) او یا د هغې ځای ناستي ماموریت له خوا ګومارول شوي یاست. تاسو باید ثابته کړئ چې لږ تر لږه مو د یو کال لپاره دنده ترسره کړې ده.
تاسو به د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا SIV لپاره وړ یاست، که تاسو:
په مستقیمه توګه د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ISAF یا د هغې ځای ناستي ماموریت سره کار کړی وي؛
په مستقیمه توګه مو د متحده ایالاتو دولت لپاره کار کړی وي؛ یا
ستاسو شرکت د متحده ایالاتو له دولت سره قرارداد یا فرعي قرارداد درلود.
که تاسو په مستقیمه توګه د متحده ایالاتو له دولت، نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ISAF، یا د ISAF ځای ناستي ماموریت سره کار کړی وي، د خپلې دندې د تصدیق مکتوب ولیږئ. دا مکتوب به ستاسو د شرکت د بشري سرچینو له څانګې څخه وي او د بشري سرچینو د مکتوب په نوم یادیږي. دا مکتوب باید د شرکت په سرلیک پاڼه (لیټرهیډ) کې وي او باید دا ثابته کړي چې ستاسو کار اړین معیارونه پوره کوي. دا چې ستاسو د دندې په مکتوب کې باید څه شی شامل وي، لاندې ویل شوي دي.
د بشري سرچینو څخه د دندې د تصدیق مکتوب (د بشري سرچینو مکتوب)
ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو د بشري سرچینو په مکتوب کې دا لاندې معلومات شامل وي:
د غوښتونکي بشپړ نوم
د غوښتونکي د زیږیدنې نیټه
-
د ټولو قراردادونو/فرعي قراردادونو د اړیکې معلومات:
د پروژې نوم
د اړیکې شمیره
د قرارداد موده
د اصلي قراردادي نوم
د متحده ایالاتو د دولت له خوا قرارداد کوونکې اداره
که ستاسو ګومارونکی یا شرکت فرعي قراردادي و، پورتني معلومات د اصلي قراردادي او فرعي قراردادي په اړه شامل کړئ
د قرارداد یا فرعي قرارداد یوه کاپي، که موجوده وي، ضمیمه کړئ
د غوښتونکي د دندې نوم
د غوښتونکي د دندې ځای
د دندې د پیل نیټه (ورځ، میاشت، کال)
د دندې د پای نیټه (ورځ، میاشت، کال)
-
د بشري سرچینو د استازي معلومات:
د بشري سرچینو د هغه استازي نوم چې د بشري سرچینو مکتوب بشپړوي
د استازي لاسلیک
د استازي رسمي بریښنالیک، یا بدیل بریښنالیک که نور له شرکت سره کار نه کوي
د مکتوب د لاسلیک کیدو نیټه
که ستاسو ګومارونکی د بشري سرچینو څانګه نلري، د مکتوب لیکونکی باید وضاحت ورکړي.
-
یوازې د ISAF کار کوونکو لپاره: د غوښتونکي د دندو بیان چې د دندې په موده کې ورڅخه د لاندې دندو د ترسره کیدو غوښتنه کیده:
په ISAF کې میشت د متحده ایالاتو د پوځ پرسونل سره له پوځي اډې څخه بهر سفر کولو پرمهال د شفاهي او لیکنې ژباړونکي په توګه کار کول؛ یا
په ISAF کې میشت د متحده ایالاتو د پوځ پرسونل لپاره د دندو ترسره کول.
که زما شرکت نور شتون ونلري، د بشري سرچینو څانګه ونلري، یا زما د دندې اسناد پکې موجود نه وي، څه به وشي؟
که ستاسو شرکت نور شتون نلري یا ستاسو اسناد پکې موجود نه وي، خپل آمر یا یو لوړ پوړي شخص څخه وغواړئ چې یو مکتوب ولیکي. دا مکتوب باید د سپارښتنې له لیک څخه جلا وي. دا مکتوب باید:
تشریح کړي چې شرکت نور شتون نلري یا اسناد ورسره موجود نه دي.
ستاسو د دندې د پیل او پای نیټه ولیکي.
له شرکت څخه د جلا کیدو دلیل ولیکي.
د بشري سرچینو یا HR د مکتوب د شرایطو د پوره کولو لپاره د امکان تر حده، پورته ذکر شوي معلومات پکې شامل کړئ
تاسو همداراز باید هڅه وکړئ چې له خپلو آمرینو یا لوړپوړو چارواکو څخه څومره ډیر چې امکان لري، مکتوبونه راغونډ کړئ. دا آمرین باید په خپلو مکتوبونو کې ولیکي چې څه وخت یې له تاسو سره کار کړی دی. دا به تاسو سره مرسته وکړي چې د خپلې دندې وړتیا ثبوت کړئ.
له یو آمر څخه د سپارښتنې لیک
څوک کولی شي دا لیک ولیکي؟
ستاسو مستقیم آمر چې تاسو سره یې د دندې په هغه موده کې پیژندګلوي درلوده چې د دندې په مکتوب کې لیکل شوې ده، یا بل شخص چې د هغه شرکت څارنه یې کوله چې تاسو پکې کار کاوه.
که ستاسو مستقیم آمر نور شتون نلري، نو په قومندانۍ کې بل یو لوړ پوړی شخص چې ستاسو د دندې په موده کې لوړپوړی چارواکی و، لکه ستاسو د آمر آمر کولی شي ستاسو د سپارښتنې لیک ولیکي.
1 شمیره مهمه یادونه: د 2021 کال له مني څخه مخکې، د بهرنیو چارو د وزارت شرط دا و چې د متحده ایالاتو یو وګړی باید د سپارښتنې لیک ولیکي یا یې له بل شخص سره په ګډه لاسلیک کړي. د بهرنیو چارو وزارت دا تایید کړې ده چې اوس مهال هیڅ داسې یو شرط نشته چې د سپارښتنې لیک دې د متحده ایالاتو د یو وګړی له خوا ولیکل شي یا لاسلیک شي. د بهرنیو چارو د وزارت یو لارښود وایي چې دا به "ګټوره" وي که د متحده ایالاتو یو وګړی د قرارداد د پلي کیدو آمر یا سوپروایزر سره یوځای چې د متحده ایالاتو و ګړی نه دی، د سپارښتنې لیک په ګډه لاسلیک کړي او دا ووایي چې هغوی ډاډه دي چې په لیک کې شامل معلومات سم دي. خو دا یو شرط نه دی. که د ویزې ملي مرکز غوښتنه وکړي چې تاسو باید د متحده ایالاتو وګړي آمر یا سوپروایزر څخه ترلاسه شوی مکتوب وسپارئ، تاسو کولی شئ وضاحت ورکړئ چې دا نور اړین نه دی. که ستاسو غوښتنلیک له همدې امله وځنډول شي یا رد شي، تاسو کولی شئ د IRAP له خوا د COM د رد کیدنې د مرستې د فورمې له لارې دلته د مرستې غوښتنه وکړئ.
2 شمیره مهمه یادونه: د 2026 کال له پیل څخه، د بهرنیو چارو وزارت له آمرینو یا سوپروایزرانو څخه چې د سپارښتنې لیکونه یې لیکلي دي په دوامداره توګه غوښتي دي چې خپل د متحده ایالاتو د تابعیت ثبوت وړاندې کړي. خو د بهرنیو چارو وزارت دا تایید کړې ده چې هغه مکتوبونه به رد نکړي چې د آمرینو د تابعیت په اساس وي. له دې امله، که یو آمر یا سوپروایزر چې د متحده ایالاتو وګړی نه دی او د سپارښتنې یو لیک یې لیکلی وي، کولی شي ځواب ورکړي او د بهرنیو چارو وزارت ته وضاحت ورکړي چې هغه د متحده ایالاتو وګړی نه دی خو په دې پوهیږي چې اوس مهال داسې یو شرط نشته چې د متحده ایالاتو وګړی باید د سپارښتنې لیک ولیکي.
په مکتوب کې باید دا لاندې معلومات شامل وي:
-
د غوښتونکي معلومات:
بشپړ نوم
د زیږیدنې نیټه
د پیژندنې کارت شمیره (که موجوده وي)
د دندې نوم
د دندې ځای
د غوښتونکي د دندې تفصیل
-
د مستقیم آمر معلومات:
دا باید تایید شي چې د سپارښتنې د لیک لیکونکی د غوښتونکي مستقیم آمر دی/او یا په قومندانۍ کې بل لوړپوړی چارواکی دی چې د شرکت څارنه یې کوله
د مستقیم آمر له خوا د غوښتونکي د دندو د څارنې د پیل او پای نیټه (ورځ-میاشت-کال)
د ماموریت د مشر یا COM د منظورۍ د ترلاسه کولو لپاره غوښتونکي ته د سپارښتنې توجیه یا دلیل
د مستقیم آمر نوم، د دندې نوم، او شخصي بریښنالیک
د مستقیم آمر لاسلیک او د مکتوب د لاسلیک کیدو نیټه
که د ویزې ملي مرکز یا د ماموریت مشر وغواړي چې د متحده ایالاتو یو وګړی باید د سپارښتنې لیک ولیکي، څه به وشي؟
مهمه یادونه: د 2021 کال له مني څخه مخکې، د بهرنیو چارو د وزارت شرط دا و چې د متحده ایالاتو یو وګړی باید د سپارښتنې لیک ولیکي یا یې له بل شخص سره په ګډه لاسلیک کړي. د بهرنیو چارو وزارت دا تایید کړې ده چې اوس مهال هیڅ داسې یو شرط نشته چې د سپارښتنې لیک دې د متحده ایالاتو د یو وګړی له خوا ولیکل شي یا لاسلیک شي. د بهرنیو چارو د وزارت یو لارښود وایي چې دا به "ګټوره" وي که د متحده ایالاتو یو وګړی د قرارداد د پلي کیدو آمر یا سوپروایزر سره یوځای چې د متحده ایالاتو و ګړی نه دی، د سپارښتنې لیک په ګډه لاسلیک کړي او دا ووایي چې هغوی ډاډه دي چې په لیک کې شامل معلومات سم دي. خو دا یو شرط نه دی. که د ویزې ملي مرکز غوښتنه وکړي چې تاسو باید د متحده ایالاتو وګړي آمر یا سوپروایزر څخه ترلاسه شوی مکتوب وسپارئ، تاسو کولی شئ وضاحت ورکړئ چې دا نور اړین نه دی. که ستاسو غوښتنلیک له همدې امله وځنډول شي یا رد شي، تاسو کولی شئ د IRAP له خوا د COM د رد کیدنې د مرستې د فورمې له لارې دلته د مرستې غوښتنه وکړئ.
2 شمیره مهمه یادونه: د 2026 کال له پیل څخه، د بهرنیو چارو وزارت له آمرینو یا سوپروایزرانو څخه چې د سپارښتنې لیکونه یې لیکلي دي په دوامداره توګه غوښتي دي چې خپل د متحده ایالاتو د تابعیت ثبوت وړاندې کړي. خو د بهرنیو چارو وزارت دا تایید کړې ده چې هغه مکتوبونه به رد نکړي چې د آمرینو د تابعیت په اساس وي. له دې امله، که یو آمر یا سوپروایزر چې د متحده ایالاتو وګړی نه دی او د سپارښتنې یو لیک یې لیکلی وي، کولی شي ځواب ورکړي او د بهرنیو چارو وزارت ته وضاحت ورکړي چې هغه د متحده ایالاتو وګړی نه دی خو په دې پوهیږي چې اوس مهال داسې یو شرط نشته چې د متحده ایالاتو وګړی باید د سپارښتنې لیک ولیکي.
که دا اسناد ونلرم، څنګه کولی شم خپل کار ثبوت کړم؟
د دفاع وزارت د افغانانو د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV د ملاتړ ټیم (DAS-T)، چې د "ربیټ پروژې" په نوم هم یادیږي، دفاع وزارت ته اجازه ورکوي ترڅو په مستقیمه توګه له ګومارونکو سره اړیکه ونیسي او د افغان کارکوونکو په اړه معلومات تایید کړي. دا پروسه کولی شي د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV غوښتونکو دنده تایید کړي. د DAS-T په اړه د بهرنیو چارو وزارت په مکرر ډول پوښتل شوې پوښتنې دلته ترلاسه کیدی شي. په انګلیسي ژبه دغه مکتوب د DAS-T په اړه ځینې معلومات وړاندې کوي.
مخکې له دې چې د DAS-T د تایید پروسه تاسو سره مرسته وکړي، تاسو باید د بهرنیو چارو وزارت ته خپل SIV غوښتنلیک ولیږئ. د SIV غوښتنلیک د پیل کولو لپاره، غوښتونکي باید د بهرنیو چارو وزارت په وب پاڼه کې لارښونې تعقیب کړي.
غوښتونکو ته لارښونې:
د DAS-T د پروسې موخه دا ده چې غوښتونکو سره مرسته وکړي ترڅو د دفاع وزارت له لارې خپلې دندې تایید کړي. د دفاع وزارت د متحده ایالاتو د دولت یو ارګان دی چې پکې د متحده ایالاتو د پوځ ټولې څانګې لکه پوځ، سمندري ځواکونه، د سمندر لاندې ځواکونه او هوایي ځواکونه شامل دي. دلته د هغو ټولو ادارو نوملړ ورکړل شوی دی چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت برخه بلل کیږي. که تاسو د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې USAID په کوم قرارداد یا د بلاعوضو مرستو په قرارداد، د بهرنیو چارو وزارت یا بلې دولتي ادارې لپاره کار کړی وي، دا پروسه تاسو سره مرسته نشي کولی.
که تاسو له خپل ګومارونکي سره اړیکه لرئ، هغوی څخه پوښتنه وکړئ چې د DAS-T له خوا ورسره اړیکه نیول شوې ده که نه. که هغوی سره اړیکه نیول شوې وي، هغوی څخه وغواړئ چې ډاډ ترلاسه کړي چې د DAS-T له لارې یې ستاسو د دندې معلومات لیږلي وي.
که تاسو له خپل ګومارونکي یا مستقیم آمر سره اړیکه لرئ، تاسو همداراز کولی شئ له هغوی څخه وغواړئ چې تاسو ته د معیاري پروسې په چوکاټ کې د بشري سرچینو او د مستقیم آمر مکتوبونه برابر کړي. دا پروسه پورته تشریح شوه. که تاسو له دفاع وزارت سره دنده ترسره کړې وي، تاسو کولی شئ د خپل کار د تصدیق کولو لپاره له دواړو طریقو کار واخلئ.
دفاع وزارت د شرکتونو لپاره هیڅ داسې یوه طریقه نلري چې په DAS-T کې برخه واخلي.
خو سره له دې هم، د افغان ایواک #AfghanEvac په نوم غیرانتفاعي اداره دلته یو وب فورم لري چې پربنسټ یې د دفاع وزارت د قراردادي شرکتونو استازي چې په مستقیمه توګه د DAS-T په اړه ورسره اړیکه نیول شوې ده کولی شي د متحده ایالاتو دولت ته په DAS-T کې د خپل شرکت علاقمندي څرګنده کړي.
خپل د SIV غوښتنلیک پیل کړئ
د ویزې ملي مرکز سره اړیکه ونیسئ او ولیکئ چې تاسو غواړئ د SIV غوښتنلیک پیل کړئ.
تاسو باید خپل شخصي معلومات یا بیوګرافي او DS-157 فورمه وړاندې کړئ. د اړینو معلوماتو په اړه د بهرنیو چارو وزارت لارښونې دلته ترلاسه کړئ.
نور اړتیا نشته چې د COM د غوښتنلیک د یوې برخې په توګه د غواښ په اړه یو بیان وړاندې شي.
-
د خپل کار په اړه څومره ډیر معلومات چې امکان لري شامل کړئ. متحده ایالاتو دولت سره د خپل کار ټول اړوند اسناد وړاندې کړئ. تاسو باید دا لاندې اسناد وړاندې کړئ:
د بشري سرچینو ټول اړوند مکتوبونه چې تاسو یې لرئ
د سپارښتنې ټول هغه لیکونه چې تاسو یې لرئ
د دندې ټول قراردادونه او د تنخا رسیدونه چې تاسو یې لرئ
د دندې نور شواهد، لکه د دندې د ځای د پیژندنې یا هویت کارتونه او تصدیقپاڼې
دا معلومات او اړوند اسناد AfghanSIVApplication@state.gov ته ولیږئ
په خپل بریښنالیک کې ولیکئ: ”زه ټول اړین اسناد نلرم او د خپل کار د تایید لپاره به پراجکت ربیټ Project Rabbit څخه کار واخلم.“
کیدی شي د ویزې ملي مرکز NVC د څو ورځو یا اوونیو په لړ کې تاسو سره اړیکه ونیسي. NVC به ځواب ورکړي او تاسو ته به د کیس شمیره درکړي چې په “NVCSIV.” پیل کیږي.
د ویزې ملي مرکز NVC به همداراز تاسو ته د هغو نیمګړو معلوماتو په اړه ووایي چې تاسو یې باید د ماموریت د مشر د غوښتنلیک د پروسې لپاره وړاندې کړئ.
د COM د غوښتنلیک د سپارلو وروستۍ نیټې
د COM د غوښتنلیک د سپارلو دوه نیټې تیرې شوې دي چې NVC ته د اسنادو د وړاندې کوونکو شمیر محدودوي. د COM نویو غوښتنلیکونو نیټه د 2025 کال د دسمبر 31 مه وه، او د ارزونې لاندې غوښتنلیکونو او همداراز د بیاکتنې یا اپیل غوښتنلیکونو لپاره د اړینو اضافي اسنادو د لیږلو نیټه د 2026 کال د جون 5 مه وه.
دا په دې معنی ده چې تاسو نشۍ کولی د COM نوی غوښتنلیک ولیږئ حتی که تاسو مخکې هیڅکله درخواست نه وي کړی یا که ستاسو د COM د بیاکتنې غوښتنلیک رد شوی وي. همداراز، تاسو نشۍ کولی چې تر ارزونې لاندې غوښتنلیک، د بیاکتنې یا اپیل غوښتنلیک ته اضافي اسناد ولیږئ. سره له دې هم، د IRAP د معلوماتو له مخې، تاسو اوس هم کولی شۍ د خپل COM غوښتنلیک د رد کیدنې په وړاندې اپیل یا اعتراض وکړئ، خو په هغه شرط چې تاسو دا کار د غوښتنلیک د رد کیدنې له نیټې څخه د 120 ورځو په لړ کې ترسره کړئ. ستاسو د COM د بیاکتنې یا اپیل د غوښتنلیک د رد کیدو په صورت کې، تاسو ددې پریکړې په وړاندې اعتراض یا اپیل نشۍ کولی ځکه چې د COM د غوښتنلیک د رد کیدنې په وړاندې یوازې یو ځل اعتراض یا اپیل کیدی شي.
د مرستې غوښتنه
کیدی شي چې تاسو یا ستاسو د کورنۍ یو غړی په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ له یو وکیل څخه پوښتنه وکړئ. لاندې یو څو سرچینې وړاندې شوې دي:
که تاسو په اردون کې یاست، تاسو کولی شئ ددې فورمې په کارولو سره په اردون کې له IRAP سره اړیکه ونیسئ. که فورمه بنده وي، تاسو کولی شئ په یوه بله نیټه کې یې بیا وګورئ.
په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ حقوقي خدمتونو د وړاندې کوونکو نوملړ دلته ترلاسه کړئ.
په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ خصوصي وکیلانو نوملړ دلته وګورئ.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.