د منځپانګې جدول
يادونه: دا معلومات د ۲۰۲۵ د جنورۍ له ۲۰مې نېټې څخه د نوو تګلارو له امله اغېزمن شوي او ژر به تازه شي.
لنډیز
د متحده ایالاتو حکومت له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو لړۍ پای ته رسولې، او په کابل کې یې سفارت تړلی دی. د غوښتنلیکونو د طی مراحل بشپړیدل او د ویزې ترلاسه کول په افغانستان کې امکان نلري. د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتونکي کولی شي یا خپل کیس له افغانستان څخه بهر بل هیواد کې د متحده ایالاتو سفارت ته انتقال کړي، یا که د ماموریت مشر COM منظوري یې ترلاسه کړې وي، د وتنې مرستو ته په تمه اوسي.
د 2023 له جنورۍ څخه، د متحده ایالاتو دولت یو ډیر محدود شمیر افغانانو لپاره د وتلو مرستې او د انتقال پروازونه برابر کړي دي. د متحده ایالاتو دولت اوس مهال له ټولو هغو افغانانو څخه چې د وتلو مرستې ترلاسه کوي غواړي چې معتبر پاسپورتونه له ځان سره ولري.
د #AfghanEvac په نوم غیردولتي او غیرانتفاعي موسسې د متحده ایالاتو د دولت له خوا د انتقال پروازونو لپاره د واجدیت شرایط معلومات دلته وړاندې کړي دي.
د متحده ایالاتو دولت د کورنۍ اړیکو په اساس د وتلو د مرستو لپاره د واجدیت شرایط معلومات دلته وړاندې کړي دي. د متحده ایالاتو دولت ویلي دي چې واجد شرایط افغانانو سره به د وتلو د مرستو په اړه اړیکه نیسي. له افغانستان څخه د انتقال د هڅو لپاره د متحده ایالاتو د حکومت د همغږۍ ټیم چې د (CARE) په نوم یادیږي، د CARETravelData@state.gov بریښنالیک له لارې د وتنې د مرستو په اړه افغانانو سره اړیکه نیسي. د هغو افغانانو لپاره چې د CARE د مرستو په اړه ورسره مخکې اړیکه نیول شوې ده، د متحده ایالاتو د دولت د ټیلفون شمیره +1 833-839-0375 ده. د متحده ایالاتو دولت د مرستو د درخواست لپاره کومه طریقه نه ده وړاندې کړې او ویلي یې دي چې له هغو افغانانو سره به اړیکه نیسي چې واجد شرایط ګڼل کیږي. تراوسه دا روښانه نه ده چې ایا هغو افغانانو سره چې د CARE له خوا ورسره اړیکه نیول شوې نه ده، د پورتنۍ ټیلفوني شمیرې یا بریښنالیک له لارې به اړیکه ونیول شي او که نه. د CARE له خوا اړیکه په دې معنی نه ده چې د متحده ایالاتو دولت کولی شي د وتلو مرستې برابرې کړي یا تاسو سره له افغانستان څخه په وتلو کې مرسته وکړي.
ډیر شمیر افغانان د متحده ایالاتو له دولت څخه د وتلو مرستو ته په تمه دي. داسې اټکل یا وړاندوینه امکان نلري چې ایا د متحده ایالاتو دولت کولی شي چې ټولو واجد شرایط افغانانو سره له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې مرسته وکړي که نه.
IRAP د وتنې د پروسې غوښتنلیکونو ته د مرستې د برابرولو توان نلري.
نورو هیوادونو ته مسافرت
دا پاڼه د افغانستان شا او خوا هیوادونو کې د کډوالۍ د موقف په اړه معلومات وړاندې کوي. IRAP له افغانستان څخه د وتنې، له افغانستان څخه د وتنې د لاروچارو، او یا هم د تګ لپاره د ځایونو په اړه مشوره نشي ورکولی.
هغه کسان چې د متحده ایالاتو ویزې لپاره درخواست کوي، کولی شي د خپل غوښتنلیک لړۍ له ډیر شمیر هیوادونو څخه چې پکې د متحده ایالاتو سفارت موقعیت لري، تعقیب کړي.
حقوقي معلومات او سرچینې
د کډوالۍ د لاروچارو په اړه معلوماتو لپاره چې کیدی ځینې اشخاص ورته واجد شرایط وي، هیله کیږي د IRAP حقوقي معلوماتو ویب پاڼې ته ورشئ او افغانانو لپاره د حقوقي سرچینو پاڼه وګورئ.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.