د منځپانګې جدول
د ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) په اړه مهم تازه معلومات:
حکومت د افغانانو لپاره د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) غوښتونکو ته د ویزو ورکول ځنډولي دي.
د افغان ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) پروګرام له مخې د COM تایید لپاره د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۵ کال د دسمبر ۳۱مه وه.
که تاسو د COM یوه پاتې غوښتنه ولرئ، د متحده ایالاتو حکومت ویلي دي چې ستاسو د پاتې COM غوښتنلیک لپاره د هر ډول پاتې اسنادو د سپارلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۶ کال د جون ۵مه ده.
که تاسو د COM د ردلیک (denial letter) ترلاسه کړئ او د استیناف (appeal) حق لرئ، نو تاسو باید د پرېکړې لیک له استول کېدو څخه ۱۲۰ ورځې وخت ولرئ، حتی که دا نېټه د ۲۰۲۶ کال د جون له ۵مې وروسته هم وي. د ۲۰۲۶ کال د جون د ۵مې نېټه یوازې د یوې ځنډېدلې غوښتنلیک لپاره د اضافي اسنادو سپارلو لپاره ده.
تاسو دلته پدې اړه نور معلومات ترلاسه کولی شئ چې دا د SIV غوښتونکو لپاره څه مانا لري.
دا مقاله وروستی ځل د 2026 کال د جولای په 1 نیټه نوې شوې ده
لنډیز
دا لارښود د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV هغو افغان غوښتونکو ته معلومات وړاندې کوي چې د ماموریت مشر (COM) د منظورۍ لپاره یې غوښتنه کړې او تراوسه پریکړې ته په تمه دي. که تاسو په دې حالت کې یاست، تاسو کولی شئ دا لاندې ګامونه پورته کړئ:
1. ډاډ ترلاسه کړې چې هغه اسناد چې تاسو COM ته سپارلي دي، ټول شرایط پوره کوي. که ستاسو اسناد اړین شرایط نه پوره کوي، COM ته نوي یا اصلاح شوي اسناد ولیږئ.
د SIV پروګرام شرایط د وخت په تیریدو سره بدل شوي دي. د SIV اوسني شرایط په دې ویبپاڼه کې وړاندې شوي دي.
غوښتونکي باید لږ تر لږه د یو کال وړ کار ثبوت وړاندې کړي.
ستاسو د SIV غوښتنلیک باید د اوسني لارښود له شرایطو سره تطابق ولري. که تطابق نلري، COM به ستاسو غوښتنلیک رد کړي.
نوي یا اصلاح شوي اسناد AfghanSIVApplication@state.gov ته ولیږئ.
2. ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو د مستقیم آمر او ګومارونکي د اړیکې معلومات لاهم سم دي. که سم نه دي، COM ته د بریښنالیک له لارې د هغوی د اړیکې نوي معلومات ولیږئ.
د COM د غوښتنلیک دوه مهمې برخې دا دي: له مستقیم آمر څخه د سپارښتنې لیک (LOR) او د بشري سرچینو د څانګې مکتوب چې د HR letter په نوم هم یادیږی یا ستاسو له شرکت څخه د دندې د تصدیق مکتوب. د ماموریت مشر COM تل له آمرینو او ګومارونکو سره د هغو بریښنالیکونو له لارې اړیکه نیسي چې هغوی په خپلو مکتوبونو کې ذکر کړي دي. که COM ونشي کولی هغوی سره د بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسي، COM به ستاسو غوښتنلیک رد کړي.
تر هغه دمه چې د COM منظوري ترلاسه کوئ، په منظمه توګه له خپل مستقیم آمر او ګومارونکي سره اړیکه وساتئ. که د هغوی د اړیکې معلومات بدل شوي وي، نو له هغوی څخه د یو نوي مکتوب غوښتنه وکړئ چې پکې د اړیکې اوسني معلومات شامل وي.
که تاسو دخپل مستقیم آمر یا ګومارونکي د اړیکې معلومات نلرئ، نو له آمرینو او ګومارونکو سره د اړیکې نیولو د څرنګوالي په اړه د IRAP لارښود دلته وګورئ.
-
د یو اصلاح شوي مکتوب غوښتنه وکړئ:
خپل مستقیم آمر څخه د سپارښتنې د یو اصلاح شوي لیک غوښتنه وکړې چې پکې د هغې اوسنی (رسمي او شخصي) بریښنالیک، د ټیلفون شمیره او نور نوي معلومات لیکل شوي وي.
د سپارښتنې نوی لیک باید نیټه ولري او په قلم لاسلیک شوی وي.
ډاډ ترلاسه کړئ چې د سپارښتنې لیک له اوسنیو لارښودونو سره سمون ولري.
نوي یا اصلاح شوي اسناد AfghanSIVApplication@state.gov ته ولیږئ.
3. که ستاسو د کار نیټې سمې نه دي او یا مو کار پای ته رسیدلی دی، دا معلومات په مکتوبونو کې نوي کړئ.
کله ناکله، د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV غوښتونکي د سپارښتنې یا د بشري سرچینو HR مکتوبونه هغه وخت ترلاسه کوي چې لا په یو شرکت کې په کار بوخت وي. وروسته بیا کیدی شي هغوی د COM د منظورۍ له ترلاسه کولو مخکې دنده پریږدي. نور وختونه، په مکتوبونو کې د کار ناسمې نیټې لیکل شوې وي. په داسې حالتونو کې، ښه به وي چې له پخوانیو آمرینو یا ګومارونکو څخه وغواړو چې خپل مکتوبونه اصلاح کړي.
د سپارښتنې په لیک او د دندې په تصدیق کې باید د کارکوونکي د دندې د پیل او پای دقیقې نیټې شاملې وي. د بیلګې په توګه، د "2015 جنوري" پرځای باید "د 2015 د جنوري 1" ولیکل شي.
د دندې د تصدیق په هر مکتوب کې باید وویل شي چې تاسو ولې نور په شرکت کې کار نه کوئ.
نوي یا اصلاح شوي اسناد AfghanSIVApplication@state.gov ته ولیږئ.
4.عامې ستونزې و ارزوئ.
لاندې د SIV د عامو ستونزو یو لیست وړاندې شوی دی. دا لیست بشپړ نه دی. تل د متحده ایالاتو د COM لارښودونه تعقیب کړئ. که د سپارښتنې په لیک یا د بشري سرچینو په مکتوب کې کومه ستونزه وي، د یو اصلاح شوي لیک یا مکتوب غوښتنه وکړئ چې له لارښودونو سره سمون ولري. بیا اصلاح شوي مکتوبونه COM ته وسپارئ.
ستاسو د بشري سرچینو یا HR په مکتوب کې باید د هغې دندې لپاره د متحده ایالاتو د حکومت د قرارداد شمیره لیکل شوې وي چې تاسو بشپړه کړې ده. که تاسو له یو فرعي قراردادي سره کار کړی وي، ډاډ ترلاسه کړې چې د بشري سرچینو څانګه د فرعي قرارداد شمیره او د متحده ایالاتو د حکومت اصلي قرارداد شمیره پکې ذکر کړي.
که یو ګومارونکی وکولی شي چې د ټولو اړوندو فرعي قراردادونو د پوښ پاڼو کاپي ګانې وړاندې کړي، دا اسناد COM ته ولیږئ. COM باید وکولی شي چې ستاسو د کار د اړینې مودې لپاره قراردادونه تایید کړي.
د سپارښتنې لیکونه او د بشري سرچینو ټول مکتوبونه باید نیټه ولري او په قلم لاسلیک شوي وي، او په الکټرونیکي بڼه لاسلیک شوي نه وي.
نوي یا اصلاح شوي اسناد AfghanSIVApplication@state.gov ته ولیږئ.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.