د منځپانګې جدول
دا مقاله وروستی ځل د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۱۶مه نېټه تازه شوې ده.
که تاسو له افغانستان څخه تښتیدلي یاست او غواړئ متحده ایالاتو ته ولاړ شۍ:
که تاسو په کابل کې د متحده ایالاتو په سفارت کې د کډوالۍ ځانګړې ویزه یا بل کیس درلود او اوس له افغانستان څخه بهر یاست، خو په متحده ایالاتو کې نه یاست، د "ایا کولی شم خپل د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتنلیک انتقال کړم؟" په نوم د IRAP لارښوود وګورئ.
حتی که تاسو معلق کیس نلرۍ، کیدی شي چې تاسو د متحده ایالاتو د کډوالۍ یو پروګرام ته واجد شرایط اوسۍ. په دې ویب پاڼه کې متحده ایالاتو ته د کډوالۍ ډیر شمیر سرچینې او لارې چارې موندلی شۍ:
د هغو کسانو لپاره لارښوونې چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) ته درخواست کوي.
په متحده ایالانو کې میشتو رسنیو او غیردولتي موسساتو لپاره لارښوود چې افغانان یې په دندو ګومارلي دي.
په متحده ایالاتو کې د کورنۍ له غړو سره د بیا یوځای کیدو لارښوود.
په متحده ایالاتو کې د کورنۍ د غړو لپاره لارښوونې ترڅو د کورنۍ له هغو غړو سره بیرته یوځای شي چې بهر اوسیږي.
په متحده ایالاتو کې د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره لارښوود چې د خپلو کورنیو غړو سره بیرته یوځای شي.
د بهرنیو چارو وزرات هم د افغانانو د کورنیو د غړو بیرته یوځای کیدو لپاره یوه ویب پاڼه لري. دا ویب پاڼه همداراز د هغو افغانانو لپاره یوه فورمه لري چې د تخلیې د پروسې په لړ کې متحده ایالاتو ته راغلي دي او مشروط اقامت یې ترلاسه کړی دی چې یا د خپل مشروط اقامت د مودې د بشپړولو په مرحله کې دي او یا یې حفاظت شوی لنډمهال موقف ترلاسه کړی دی ترڅو د خپلو کورنیو غړو سره د یوځای کیدو غوښتنه وکړي. دا فورمه د DS-4317 په نوم یادیږي او دلته ترلاسه کیدی شي.
د هغو کسانو لپاره د مشروط اقامت د اصولو د توضیح لارښوود چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې او د نورو ویزو لپاره واجد شرایط نه ګڼل کیږي.
متحده ایالاتو ته له رسیدو وروسته په هوایي ډګر کې د تمو او توقعاتو په باب د IRAP لارښوود وګورئ.
که په متحده ایالاتو کې یاست او حقوقي مرستو ته اړتیا لرئ:
کیدی شي چې تاسو د پناه غوښتنې، د کډوالۍ ځانګړې ویزې(SIV)، یا د پناه غوښتنې نورو موقفونو او حالتونو ته واجد شرایط اوسئ. تاسو باید د کډوالۍ د چارو وکیل سره خبرې وکړئ.
په متحده ایالاتو کې د وړیا حقوقي خدمتونو د برابروونکو نوملړ، دلته ترلاسه کیدی شي.
په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ د چارو خصوصي وکیلانو نوملړ، دلته ترلاسه کیدی شي.
که په افغانستان کې یاست او متحده ایالاتو ته د کډوالۍ د درخواست کولو د لارو چارو په لټه کې یاست:
په دې وخت کې په افغانستان کې مېشتو خلکو ته د متحده ایالاتو د ویزې پروسس شتون نلري. تاسو به اړتیا ولرئ چې خپل ځای بدل کړئ او داسې هېواد ته لاړ شئ چې د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګري ولري، ترڅو د متحده ایالاتو د هغو مهاجرتي انتخابونو سره پرمخ لاړ شئ چې تاسو یې وړ یاست.
که کوم ناپېژندل شوی کس ستاسو د غوښتنلیکونو په اړه پوښتنه وکړي، نو د خپل او خپلې کورنۍ د معلوماتو په شریکولو کې محتاط اوسئ.
که اروپایي هیوادونو ته د کډوالۍ د لاروچارو په لټه کې یاست
فرانسې، هندوستان، آیرلنډ، انګلستان، ایټالیا او متحده ایالاتو ته د کډوالۍ د معلوماتو بله سرچینه افغانانو لپاره د آسیا پاسیفیک د کډوالو د حقونو د شبکې (APRRN) معلوماتي پاڼې بلل کیږي چې په انګلیسي او دري ژبو دلته ترلاسه کیدی شي.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.