د منځپانګې جدول
دا مقاله وروستی ځل د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۳مه تازه شوې ده.
مهم معلومات:
د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۱۰مې نېټې څخه، لاندې موارد په اغېز کې دي:
د سفر بندیز شتون لري چې افغان وګړي د متحده ایالاتو ته له ننوتلو یا ویزو (د SIV ویزو په ګډون) له ترلاسه کولو منع کوي.
د متحده ایالاتو د کډوالۍ پروسس اوس مهال ځنډول شوی دی.د امریکا حکومت نور د COM نوي غوښتنلیکونه نه مني.
که څه هم دا مقاله د کډوالۍ د ځینو لارو لپاره سرچینې وړاندې کوي چې ممکن عموماً ستاسو لپاره اړوندې وي، مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې ځینې دا لارې ممکن سمدستي شتون ونه لري. مهرباني وکړئ سرچینې په دقت سره ولولئ ترڅو پوه شئ چې کوم انتخابونه ممکن ستاسو لپاره شتون ولري.
که تاسو له افغانستان څخه تښتیدلي یاست او غواړئ متحده ایالاتو ته ولاړ شۍ:
که تاسو په کابل کې د متحده ایالاتو په سفارت کې د کډوالۍ ځانګړې ویزه یا بل کیس درلود او اوس له افغانستان څخه بهر یاست، خو په متحده ایالاتو کې نه یاست، د "ایا کولی شم خپل د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتنلیک انتقال کړم؟" په نوم د IRAP لارښوود وګورئ.
حتی که تاسو معلق کیس نلرۍ، کیدی شي چې تاسو د متحده ایالاتو د کډوالۍ یو پروګرام ته واجد شرایط اوسۍ. په دې ویب پاڼه کې متحده ایالاتو ته د کډوالۍ ډیر شمیر سرچینې او لارې چارې موندلی شۍ:
د هغو کسانو لپاره لارښوونې چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) ته درخواست کوي.
په متحده ایالانو کې میشتو رسنیو او غیردولتي موسساتو لپاره لارښوود چې افغانان یې په دندو ګومارلي دي.
په متحده ایالاتو کې د کورنۍ له غړو سره د بیا یوځای کیدو لارښوود.
په متحده ایالاتو کې د کورنۍ د غړو لپاره لارښوونې ترڅو د کورنۍ له هغو غړو سره بیرته یوځای شي چې بهر اوسیږي.
په متحده ایالاتو کې د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره لارښوود چې د خپلو کورنیو غړو سره بیرته یوځای شي.
د هغو کسانو لپاره د مشروط اقامت د اصولو د توضیح لارښوود چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې او د نورو ویزو لپاره واجد شرایط نه ګڼل کیږي.
متحده ایالاتو ته له رسیدو وروسته په هوایي ډګر کې د تمو او توقعاتو په باب د IRAP لارښوود وګورئ.
که په متحده ایالاتو کې یاست او حقوقي مرستو ته اړتیا لرئ:
کیدی شي چې تاسو د پناه غوښتنې، د کډوالۍ ځانګړې ویزې(SIV)، یا د پناه غوښتنې نورو موقفونو او حالتونو ته واجد شرایط اوسئ. تاسو باید د کډوالۍ د چارو وکیل سره خبرې وکړئ.
په متحده ایالاتو کې د وړیا حقوقي خدمتونو د برابروونکو نوملړ، دلته ترلاسه کیدی شي.
په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ د چارو خصوصي وکیلانو نوملړ، دلته ترلاسه کیدی شي.
که په افغانستان کې یاست او متحده ایالاتو ته د کډوالۍ د درخواست کولو د لارو چارو په لټه کې یاست:
په دې وخت کې په افغانستان کې مېشتو خلکو ته د متحده ایالاتو د ویزې پروسس شتون نلري. تاسو به اړتیا ولرئ چې خپل ځای بدل کړئ او داسې هېواد ته لاړ شئ چې د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګري ولري، ترڅو د متحده ایالاتو د هغو مهاجرتي انتخابونو سره پرمخ لاړ شئ چې تاسو یې وړ یاست.
که کوم ناپېژندل شوی کس ستاسو د غوښتنلیکونو په اړه پوښتنه وکړي، نو د خپل او خپلې کورنۍ د معلوماتو په شریکولو کې محتاط اوسئ.
که اروپایي هیوادونو ته د کډوالۍ د لاروچارو په لټه کې یاست
فرانسې، هندوستان، آیرلنډ، انګلستان، ایټالیا او متحده ایالاتو ته د کډوالۍ د معلوماتو بله سرچینه افغانانو لپاره د آسیا پاسیفیک د کډوالو د حقونو د شبکې (APRRN) معلوماتي پاڼې بلل کیږي چې په انګلیسي او دري ژبو دلته ترلاسه کیدی شي.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.