د منځپانګې جدول
يادونه: دا معلومات د ۲۰۲۵ د جنورۍ له ۲۰مې نېټې څخه د نوو تګلارو له امله اغېزمن شوي او ژر به تازه شي.
لنډیز
په 30 جولای 2021 یو نوي قانون د افغان SIV لپاره شرطونه بدل کړل. دې لارښود کې دغه بدلونونه لیسټ کړی شوي او په دې اړه دی که دغه بدلونونه ستاسو په وضعیت تطبیق کوي نو څه باید وکړئ.
د دندې یو کال موده لازمه ګڼل کیږي.
نوی قانون د SIV پروګرام کې د حقدار جوړېدو لپاره شرط د دوه کلونو نه یو کال ته کموي. تاسو باید COM ته یو نوی درخواست ورکړئ که چیرته ستاسو کیس له دې امله رد شوی و چې:
- د شرط د پوره کولو لپاره ستاسو د کور موده کافي نه وه، یا
- تاسو د دوه کلونو د کار ثبوت نه لرلو.
د COM د نوي درخواست د ورکولو په اړه د IRAP سرچینې درسره ښايي کومک وکړي.
- سوپروایزرانو سره د تماس په اړه د IRAP لارښود دلته دی.
- د هغو معلوماتو چې ستاسو د سپارښتنې او د وظیفې په لیکونو کې باید وي په اړه د IRAP لارښود دلته دی.
- د تماس د معلوماتو د موندلو په اړه د IRAP لارښود دلته دی.
د کډوالۍ ځانګړې ویزې د غوښتونکو د میرمن/خاوند او ماشومانو واجدیت شرایط
نوی قانون د هغو کسانو د کورنیو سره کومک کوي چې د SIV حقدار وو خو مړه شوي دي. د SIV لپاره د هغه درخواست ورکوونکي چې مړ شوی وي مېرمن او د 21 کالو نه ټیټ عمر والا ناواده اولادونه د ویزې موجود درخواست ته ادامه ورکولی شي یا SIV لپاره نوی درخواست ورکولی شي. په تاسو به اړینه وي چې د خپل ښځې خاوند یا موروپلار د کار په اړه هماغه معلومات او ثبوت ورکړئ د کوم ورکول چې د SIV په هر درخواست ورکوونکي اړین وي.
د SIV پروګرام لپاره درخواست ورکولو په اړه لارښوونې په انګلیسي ژبه کې دلته دي. د COM د نوي درخواست د ورکولو په اړه د IRAP سرچینې درسره هم ښايي کومک وکړي.
- سوپروایزرانو سره د تماس په اړه د IRAP لارښود دلته دی.
- د هغو معلوماتو چې ستاسو د سپارښتنې او د وظیفې په لیکونو کې باید وي په اړه د IRAP لارښود دلته دی.
- د تماس د معلوماتو د موندلو په اړه د IRAP لارښود دلته دی.
هغه خلک چې میړه یا مور او پلار یې مړه شوي باید وښیې چې میړه یا مور او پلار لږترلږه یو کال د وړتیا کار بشپړ کړی.
د COM د هر ځل رد کېدو یو اپیل
په ځینو حالتونو کې د یو تن COM رد شي او هغه بیا اپیل داخل کړي ، او اپیل یې بیا په یو نوي دلیل سره رد کړی شي. نوی قانون وايي چې په دې صورت کې تاسو باید د یو نوي اپیل په ورکولو وتوانېږئ تر څو د رد کېدو د هغه نوي دلیل ځواب ورکړی شئ.
که تاسو د COM لپاره اپیل ورکړی و او ستاسو اپیل ستاسو د لومړي COM د رد کېدو نه په یو بل مختلف دلیل سره رد کړی شوی و، نو نوی قانون اجازه درکوي چې یو نوی اپیل داخل کړئ. د اپیل د داخلولو په اړه د IRAP لارښود دلته دی. کله چې تاسو د COM پروګرام ته ایمیل کوئ نو باید دا پاراګراف پکې شامل کړئ:
"ما د COM اپیل داخل کړی و او رد ځواب مې ترلاسه کړی و. ما یو اپیل داخل کړی و. COM زما په اپیل کې رد ځواب راکړی و، خو زما درخواست په یو نوي دلیل سره رد کړی شوی و. د افغان اتحادیانو د حفاظت قانون، څرنګه چې د 2021 د بیړني امنیت د ضمیمه يي اختصاصاتو د قانون لخوا اصلاح شوی دی، وايي چې زه باید د هر رد ځواب یو لیکلی اپیل ترلاسه کړم. له دې امله چې COM زما درخواست په یو نوي دلیل رد کړو، نو لازمه ده چې ددغې رد د ځواب د دلیل د حل کولو لپاره زما دا نوی اپیل قبول کړي."
هیله کوو په یاد وساتئ چې د تجدید نظر یا اپیل نوي غوښتنلیک پرځای کیدی شي تاسو نوی کیس نمبر ترلاسه کړئ او ستاسو غوښتنلیک به د ماموریت د مشر COM منظورۍ لپاره د یو نوي غوښتنلیک په توګه په پام کې نیول کیږي.
د ISAF د وظیفې لپاره ځینې شرطونه لیرې کوي
هغو کسانو چې ISAF لپاره د متحده ایالاتو د ځواکونو سره کار کړی دی باید ښودلي یې وی چې د ژباړن په توګه یا داسې یو رول کې یې کار کړی دی چې حساس او اعتمادي فعالیتونه یې ترسره کول. دا شرط ختم کړی دی. اوس په یو تن لازمي ده چې ISAF یا یو ځایناستي ماموریت کې د یو کال وظیفه وښايي.
د SIV پروګرام کې نور بدلونونه
قانون همداراز نور بدلونونه کړي چې د SIV د پروګرام لپاره مهم دي. قانون:
- SIV لپاره افغان درخواست ورکوونکو ته بیړنیو پروازونو، پروسې او استوګنې لپاره پیسې ورکوي.
- د صحي معاینو د ځنډولو اجازه ورکوي تر څو SIVs په زیاته تېزۍ سره صادرې کړی شي.
- د SIV افغان پروګرام ته 8,000 نورې ویزې ورکوي.
- اجازه ورکوي چې د SIV د عراقي پروګرام ویزو نه په زیات کوچني 1059 SIV پروګرام کې استفاده وشي.
- تکراروي چې د SIV د پروګرام په نهه میاشتو کې د پروسس کولو په شرط کې ټول پړاوونه شامل دي.
- د متحده ایالاتو د دولت څخه نوي راپورونه ورکول لازمي کوي.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.