د منځپانګې جدول
يادونه: دا معلومات د ۲۰۲۵ د جنورۍ له ۲۰مې نېټې څخه د نوو تګلارو له امله اغېزمن شوي او ژر به تازه شي.
لنډیز
په دې لارښوود کې توضیح شوي دي چې په لاندې حالاتو کې څرنګه کولی شو د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره خپل غوښتنلیک بل ځای ته انتقال کړو:
- که چیرې تاسو د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتنلیک پیل کړی وي؛
- په متحده ایالاتو کې نه یاست
- ستاسو کیس اوس هم په کابل کې د متحده ایالاتو په سفارت کې دی، یا
- ستاسو کیس د هغه هیواد په سفارت یا کنسلګرۍ کې دی چې تاسو پکې ژوند کوۍ
که چیرې تاسو د ماموریت د مشر (COM) د منظورۍ د ترلاسه کولو په پړاو یاست
د غوښتنلیک په پروسه کې، د ماموریت د مشر (COM) منظوري د بریښنالیک له لارې ترسره کیږي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ټولو موقعیتونو کې د ټولو غوښتونکو لپاره یو شان ده. که چیرې تاسو د ماموریت د مشر (COM) د منظورۍ د ترلاسه کولو په پړاو کې یاست، تاسو د غوښتنلیک د طی مراحل د ځای بدلولو ته اړتیا نلرۍ. ستاسو د غوښتنلیک د طی مراحل ځای باید یوازې په لاندې حالاتو کې بدل شي:
- که چیرې تاسو د ماموریت مشر (COM) د منظورۍ د ترلاسه کولو لپاره نوی غوښتنلیک لیږلی وي او منظورۍ ته منتظر یاست
- که چیرې تاسو د ماموریت مشر (COM) منظورۍ په اړه اقامه دعوی یا عرض کړی وي او د (COM) ځواب ته منتظر یاست
که چیرې تاسو د ماموریت مشر COM منظوري په اختیار کې لرۍ او د I-360 فورمې لیږلو ته اړ نه یاست، او یا که چیرې تاسو منظور شوې I-360 فورمه په اختیار کې لرۍ
د I-360 له منظورۍ وروسته، د غوښتنلیک د مراحلو د دوام پروسه په متحده ایالاتو کې دننه او بهر کسانو لپاره توپیر لري. د سند په دې برخه کې، له متحده ایالاتو څخه بهر کسانو لپاره پروسه توضیح کیږي. د هغو کسانو د غوښتنلیکونو د طی مراحل په باب د IRAP لارښوود وګورئ چې په متحده ایالاتو کې دننه استوګن دي.
که د ماموریت د مشر COM منظوري لرئ او د I-360 غوښتنلیک لیږلو ته اړتیا نلرۍ، او یا که تاسو د I-360 غوښتلیک منظوري ترلاسه کړې وي، تاسو کولی شۍ چې د ویزې ملي مرکز NVC سره اړیکه ونیسئ او غوښتنه وکړئ چې ستاسو کیس په هغه هیواد کې د متحده ایالاتو سفارت ته انتقال کړي چې تاسو پکې ژوند کوئ یا هغه هیواد ته چې تاسو ورته د تللو توان لرئ.
د DS-260 فورمې د ډکولو پرمهال، تاسو هغه سفارت مشخص کړئ چې تاسو ورته سفر کولی شئ یا په هغه هیواد کې سفارت مشخص کړئ چې تاسو اوس مهال پکې اوسیږئ.
څرنګه د کیس د انتقال غوښتنه وکړم
د بهرنیو چارو وزارت کولی شي ستاسو کیس یوازې هغو سفارتونو یا کنسلګریو ته انتقال کړي چې د کډوالۍ ویزې طی مراحل کوي. ځینې سفارتونه او کنسلګرۍ د کډوالۍ پرته نورې ویزې طی مراحل کوي چې تاسو سره مرسته کولی نشي.
د بهرنیو چارو وزارت تاسو سره بل هیواد ته د سفر او یاهم د مرکې لپاره بل هیواد ته د ویزې اخیستلو په برخه کې مرسته نشي کولی.
د کیس د انتقال د درخواست لپاره، NVCSIV@state.gov ته بریښنالیک ولیږئ. په دې ایمیل کې باید لاندې معلومات شامل وي:
- ستاسو نوم
- ستاسو د زیږیدنې نیټه
- ستاسو د کیس شمیره
- هغه سفارت چې تاسو غواړۍ خپل کیس ورته انتقال کړئ
که چیرې ستاسو مرکه په کابل کې پلان شوې وه
که چیرې ستاسو مرکه په کابل کې د متحده ایالاتو په سفارت کې پلان شوې وه او تاسو مرکې ته حاضر شوي نه یاست، د متحده ایالاتو نږدې سفارت یا کنسلګرۍ ته چې تاسو ورته د سفر توان لرۍ، بریښنالیک ولیږئ. له سفارت یا کنسلګرۍ وغواړئ ترڅو ستاسو د مرکې ځای بدل کړي.
تاسو باید په خپل بریښنالیک کې دا لاندې معلومات شامل کړئ:
- ستاسو نوم
- ستاسو د زیږیدنې نیټه
- ستاسو د کیس شمیره
- هغه اسناد چې ښیي ستاسو مرکه په سفارت کې پلان شوې وه
کیدي شي چې د سفارت یا کنسلګرۍ ځواب وځنډیږي. ستاسو د مرکې د وخت ټاکل هم کیدی شي اوونۍ یا میاشتې وځنډیږي.
که چیرې ډاډه نه یاست چې سفارت یا کنسلګري د کډوالۍ ویزې طی مراحل کوي او که نه، او یا که چیرې د سم بریښنالیک په اړه ډاډه نه یاست، د بهرنیو چارو وزارت د سفارتونو له رسمي لست څخه ګټه واخلئ. په هغه هیواد کې چې استوګن یاست، د سفارت یا کنسلګرۍ ویب پاڼه پیدا کړئ. د سفارت یا کنسلګرۍ ویب پاڼه باید د ویزې د خدمتونو په باب یوه ځانګړې برخه ولري. د ویب پاڼې په همدې برخه کې توضیح کیږي چې په دې سفارت کې د کډوالۍ ویزې طی مراحل کیږي او که نه، او همدارنګه د اړیکې معلومات هم په همدې برخه کې وړاندې کیږي.
اسلام آباد ته د کیس د انتقال په اړه معلومات: IslamabadAfghanSIV@state.gov
انقرې ته د کیس د انتقال په اړه معلومات: AnkaraIV@state.gov
د کډوالو مرستې نړيواله پروژه (آی ار ای پي) ځينو کډوالو او بې ځايه شويو خلکو ته وړيا قانوني مرستې چمتو کوي.
آی ار ای پي پرېکړه کوي چې له خلکو سره د کډوالۍ د حيثيت لپاره د هغوی د اړتياوو او وړتياوو پر اساس مرستې وکړي. آی ار ای پي دا پرېکړه نه کوي چې له خلکو سره د نورو ټولنيزو يا سياسي يا مذهبي معيارونو پر اساس مرسته وکړي. دا ويبپاڼه د قانوني پروسو په هکله چې ځينو کډوالو ته مهيا دي، عمومي معلومات ورکوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. غوښتنې ممکن بدلون ومومي. تل د حکومت یا ادارې څخه وروستي معلومات وګورئ چې ستاسو د غوښتنې په اړه پریکړه کوي. که تاسو د کډوالۍ په بیړني حالت کې یاست، موږ وړاندیز کوو چې تاسو په هغه هیواد کې د UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو اوسیږئ . |
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.