د منځپانګې جدول
د خبريالانو لپاره
د خبريالانو د خونديتوب کمیټې (سي پي جی) په نوم يوه اداره د ځينو خلکو سره څوک چې له دې کبله له ګواښ سره مخ دي چې ژورنالستان دي مرسته کوي. دا ويبپاڼه تشريح کوي چې له دوی سره څه ډول اړيکه نيول کېدای شي.
د فعالینو لپاره
سازمانونه Protectdefenders.eu او Front Line Defenders دوی له هغو خلکو سره مرسته کوی چې په خطر کې دی ، ځکه چې دوی د بشری حقونو فعالین دی.
دوی د منابعو او معلوماتو لیستونه هم لری چې ممکن د فعالینو لپاره ګټور وی.
د ليکوالانو او هنرمندانو لپاره
دغه سازمان ICORN د ځینو لیکوالو او هنرمندانو سره مرسته کوی کوم چې د نظرونو له امله چې د مسلکی کار یا هنر له لارې څرګند شوی دی په خطر کې دی. د ایکورن لپاره د غوښتنپاڼې په اړه معلومات دلته دی. د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ له میاشتې څخه راپه دې خوا، ایکورن نوی غوښتنلیکونه نه منی. ICORN د سکالرشیپ او بسپنې لیست، د بشری حقونو او آزادو ویناوو د سازمانونو نوملړ او د هنرونو د حقونو د سازمانونو نوملړ لری.
د پوهانو لپاره
یوه اداره چې نوم یې Scholars at Risk ځینو خلکو سره مرسته کوی چې له خطر سره مخامخ دی ځکه چې دوی عالمان دی. دا ویب پاڼه دا روښانه کوی چې څنګه له دوی سره اړیکه ونیسی.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.