د منځپانګې جدول
بهروزرسانی مهم ویزای مهاجرتی ویژه (SIV):
دولت صدور ویزا به متقاضیان ویزای مهاجرتی ویژه افغانستانی را متوقف کرده است.
آخرین مهلت برای ثبت درخواست تأیید COM در چارچوب برنامه ویزای مهاجرتی ویژه افغانستان (SIV) ۳۱ دسامبر ۲۰۲۵ بود.
اگر شما یک درخواست COM در حال بررسی دارید، دولت ایالات متحده اعلام کرده است که مهلت ارسال هرگونه مدارک باقیمانده برای درخواست COM شما ۵ ژوئن ۲۰۲۶ است.
اگر نامه رد COM را دریافت کنید و امکان تجدیدنظر در آن را داشته باشید، همچنان باید از تاریخ ارسال نامه تصمیمگیری برای شما ۱۲۰ روز فرصت داشته باشید، حتی اگر آن تاریخ پس از ۵ ژوئن ۲۰۲۶ باشد. مهلت ۵ ژوئن ۲۰۲۶ فقط برای ارسال مدارک اضافی برای درخواست در حال بررسی است.
شما میتوانید برای کسب اطلاعات بیشتر در مورد معنای این موضوع برای متقاضیان SIV اینجا مراجعه کنید.
دا مقاله وروستی ځل د اکتوبر په ۸، ۲۰۲۵ کې تازه شوې وه
لنډیز
دا مقاله د هغو خلکو لپاره ده چې د ماموریت د مشر (COM) منظورۍ لپاره یې درخواست کړی او د (COM) له خوا د غوښتنلیک د رد کیدنې مکتوب یې ترلاسه کړی چې پکې ویل شوي دي چې (COM) فکر کوي چې تاسو جعلي اسناد وړاندې کړي دي. دا مقاله تشریح کوي چې درغلي یا تقلب څه شی دی، دا څه معنی لري چې COM فکر کوي ستاسو اسناد جعلي دي، او تاسو څه ډول شواهدو ته اړتیا لرئ چې ویې لیږئ ترڅو ستاسو غوښتنلیک اصلاح او د تقلب یا درغلۍ د موندنې ادعا له منځه لاړه شي.
څنګه پوه شم چې زما د غوښتنلیک د رد کیدو مکتوب د تقلب پر بنسټ دی؟
که ستاسو د غوښتنلیک د رد کیدو په مکتوب کې چې تاسو له COM څخه ترلاسه کړی دی دا لاندې ویناوې شاملې دي، په دې صورت کې COM فکر کوي چې یو یا ډیر اسناد چې تاسو د COM له غوښتنلیکونو سره لیږلي دي، جعلي دي.
"هغه اسناد چې تاسو د ماموریت د مشر د منظورۍ د ترلاسه کولو لپاره له خپلو پخوانیو غوښتنلیکونو سره وړاندې کړي دي، جعلي ثابت شوي دي."
"د سپارښتنې لیک چې تاسو د ماموریت د مشر د منظورۍ د ترلاسه کولو لپاره وړاندې کړی دی، جعلي دی."
"د دندې مکتوب چې تاسو د ماموریت د مشر د منظورۍ د ترلاسه کولو لپاره وړاندې کړی دی، جعلي دی."
"د دندې د تصدیق مکتوب چې تاسو له خپل غوښتنلیک سره لیږلی دی، جعلی دی. تاسو د دندې د پیل نیټه بدله کړې ده ترڅو د SIV پروګرام لپاره وړتیا ترلاسه کړئ. "
تقلب یا درغلي څه ده؟
که ستاسو د غوښتنلیک د رد کیدنې په مکتوب کې پورتنیو مثالونو ته ورته څه لیکل شوي دي، دا په دې معنی ده چې COM فکر کوي چې تاسو د خپل COM غوښتنلیک سره د سپارښتنې جعلي لیک، د دندې د تصدیق جعلي لیک، یا بل جعلي سند سپارلی دی. دا پریکړه کیدی شي د بیلابیلو سناریوګانو پر بنسټ شوې وي.
دا کیدی شي په دې معنی وي چې COM باور لري چې یو سند په بشپړه توګه جعلي دی، یعنې COM باور لري چې تاسو یا بل چا دا سند ددې لپاره جوړ کړی دی چې د هغه سوپروایزر یا د بشري منابعو HR چارواکي تقلید وکړۍ چې ستاسو په استازیتوب د مکتوب د لیکلو واک لري.
دا کیدی شي په دې معنی وي چې COM باور لري چې تاسو یو اصلي سند د بل شخص له خوا د جوړولو وروسته بدل کړی دی. دا کیدی شي د سپارښتنې په لیک او د دندې د تصدیق په مکتوب کې د نوم، د دندې د نیټې، یا د نورو شخصي معلوماتو بدلول وي.
دا کیدی شي په دې معنی وي چې د متحده ایالاتو دولت فکر کوي چې د مکتوب لیکونکی د مکتوب د جوړولو په بدل کې پیسې اخلي یا داسې مکتوبونه جوړوي چې پکې ناسم، نا تایید شوي یا بې باوره معلومات شاملوي.
د څو کلونو راهیسې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) درخواست کوونکو سره د کار کولو له لارې، IRAP د COM په غوښتنلیکونو کې ډیر ورته سناریوګانې لیدلي دي چې ډیری وخت د درغلۍ یا تقلب د موندنې لامل کیږي:
د دریم شخص مکتوب لیکونکي کارول - موږ پوهیږو چې د انټرنیټ په کافې، بازارونو، او نورو ځایونو کې داسې خلک شته چې د COM درخواست کوونکو ته د سپارښتنې لیکونه او د دندې د تصدیق لیکونه جوړوي. په ډیرو حالاتو کې، هغه مکتوبونه چې دغه کسان یې جوړوي، د درغلۍ او تقلب له امله د درخواست کوونکي د رد کیدو لامل کیږي.
د نورو درخواست کوونکو له خوا د سپارل شویو مکتوبونو بدلول - ځینې وختونه، د SIV بریالي درخواست کوونکي چې کیسونه یې منل شوي دي، د خپلو غوښتنلیکونو مکتوبونه له نورو درخواست کوونکو سره شریکوي. نور درخواست کوونکي بیا دغه مکتوبونه بدلوي او پکې خپل نومونه، د دندې نیټې او نور معلومات شاملوي. دا کیدی شي د درغلۍ یا تقلب له امله د لاندې دلایلو په اساس د غوښتنلیکونو د رد کیدو لامل شي:
ځینې جزییات او معلومات کیدی شي له یو بل سره سمون ونلري، لکه په مکتوب کې د قرارداد ذکر شوې نیټې چې د درخواست کوونکي د دندې له نیټې سره تطابق نلري.
COM د مکتوب له لیکونکي سره اړیکه نیسي ترڅو د مکتوب اعتبار تصدیق کړي او د مکتوب لیکونکی COM ته وایي چې نوموړي درخواست کوونکي ته یې دغه مکتوب نه دی لیکلی.
3. ځینې د مکتوب لیکونکي او ګومارونکي نور د SIV درخواست کوونکو ملاتړ ته وړ نه دي ځکه چې COM دوی په تیرو وختونو کې په درغلیو کې ښکیل موندلي دي، یا COM د نوموړي شخص یا شرکت سره د اعتبار نورې اندیښنې لري. که تاسو ددې مکتوب لیکونکو یا ګومارونکو څخه مکتوب واخلۍ، ستاسو غوښتنلیک به د درغلۍ له امله رد شي.
د تقلب یا درغلۍ د پیدا کیدنې پایلې یا عواقب
د تقلب یا درغلۍ د پیدا کیدو په صورت کې به تاسو د COM د منظورۍ په ترلاسه کولو و نه توانیږئ خو یوازې په هغه صورت کې چې تاسو ثبوت کړئ چې تاسو هیڅکله جعلي اسناد وړاندې کړي نه دي. د درغلۍ یا تقلب پیدا کیدل به په راتلونکي کې د COM د منظورۍ د ترلاسه کولو مخه ونیسي. دا په دې معنی ده چې که تاسو یو غوښتنلیک وړاندې کړئ او د درغلۍ له امله ستاسو غوښتنلیک رد شي، او بیا د نویو غیر جعلي اسنادو سره دویم غوښتنلیک وړاندې کړئ، ستاسو د COM غوښتنلیک به بیا هم ستاسو په لومړي غوښتنلیک کې د شوې درغلۍ له امله رد شي. دا رد کیدل حتی په هغه صورت کې هم پیښیدی شي چې ستاسو غوښتنلیک د یو بل ګومارونکي سره د کار په اساس ترلاسه شوی وي او جعلي نه وي.
د تقلب یا درغلیو موندنې باندې بریالی کیدل
د درغلۍ د موندنې د ادعا له منځه وړل خورا ستونزمن کار دی. د درغلۍ د له منځه وړلو لپاره، تاسو باید ډیر قوي شواهد وړاندې کړئ چې دا شواهد باید روښانه کړي چې ستاسو هیڅ یو سند چې COM ته مو سپارلی دی، جعلی نه دی.
مهم ټکی دا دی چې د درغلۍ موندنه په دې معنی نه ده چې ګوندې COM پریکړه کړې ده چې تاسو د هغه ګومارونکي سره کار نه دی کړی چې تاسو یې ورسره د کار کولو ادعا لرئ. د درغلۍ موندنه یوازې په دې معنی ده چې COM باور لري چې یو یا ډیر اسناد چې تاسو وړاندې کړي دي، جعلي دي. له همدې امله، د دندې د ثبوت کولو لپاره د اضافی اسنادو وړاندې کول به ستاسو د غوښتنلیک د حل لپاره کافي نه وي. ددې پرځای، تاسو باید داسې ثبوت وړاندې کړئ چې تاسو خپل ټول مکتوبونه په مشروع او قانوني توګه ترلاسه کړي دي، او دا ثبوت کړئ چې ستاسو هیڅ یو سند جعلی نه دی. تاسو همداراز باید ثبوت کړئ چې د مکتوبونو محتویات سم او دقیق دي، او په مکتوبونو کې وړاندې شوي معلومات ناسم او دروغ نه دي.
که تاسو د درغلۍ یا تقلب له امله د COM د رد کیدنې مکتوب ترلاسه کړی دی او تاسو باور لرئ چې دا پریکړه سمه نه ده ځکه چې تاسو هیڅکله د انټرنیټ کافې یا بل پلورونکي څخه اسناد نه دي ترلاسه کړي، یا مو هیڅکله اسناد له لاسلیک کیدو وروسته بدل کړي نه دي، یا مو د اسنادو محتویات بدل کړي نه دي، تاسو باید دا لاندې ګامونه پورته کړئ ترڅو د درغلیو د موندنې په اړه شوې پریکړې په وړاندې اعتراض وکړئ.
دا روښانه کړئ چې COM ستاسو د کوم سند یا اسنادو د جعل یا تقلب په اړه پریکړه کړې ده. دا به د غوښتنلیک د رد کیدنې په مکتوب کې چې تاسو ترلاسه کړی دی روښانه وي چې آیا د سپارښتنې لیک جعلي دی که د تصدیق مکتوب.
که د غوښتنلیک د رد کیدنې په مکتوب کې ویل شوي نه دي چې کوم سند جعلی دی خو پکې ویل شوي دي چې ستاسو غوښتنلیک د درغلۍ له امله رد شوی دی، خپل د مکتوب لیکونکي سره اړیکه ونیسئ او پوښتنه وکړئ چې آیا COM دوی سره د سند د صحت او سموالي په اړه اړیکه نیولې ده که نه. که هغوی سره اړیکه نیول شوې نه وي، کیدی شي چې COM په دې باور وي چې د مکتوبونو لیکونکي SIV پروګرام ته د مکتوبونو د سپارلو توان نلري. کیدی شي چې COM پریکړه کړې وي چې ستاسو غوښتنلیک سره سپارل شویو مکتوبونو په ګډون ټول مکتوبونه، جعلي دي.
په پای کې، که تاسو پوهیږئ چې تاسو انټرنیټ کافې یا بل پلورونکي ته د خپل مکتوب د جوړولو لپاره پیسې ورکړي دي، یا مو خپل مکتوب د ترلاسه کولو وروسته بدل کړی دی، نو دا به په ډیر احتمال سره هغه سند وي چې موږ جعلي موندلی دی.
داسې شواهد راغونډ کړئ چې دا ثبوت کړي چې هغه اسناد چې تاسو سپارلي دي، جعلي نه دي:
الف. هغه شواهد چې ښیي تاسو مکتوب مستقیما د لیکونکي څخه ترلاسه کړی دی: که تاسو بریښنالیک، د واتساپ پیامونه، یا نور لیکل شوي ارتباطات لرئ چې ښیي تاسو د مکتوب لیکونکي سره اړیکه نیولې او د مکتوب غوښتنه مو کړې ده او د مکتوب لیکونکي په ځواب کې تاسو ته مکتوب لیږلی دی، ددې پیامونو سکرین شاټ او انځورونه وساتئ او د بل غوښتنلیک سره یې یوځای ولیږئ. که داسې امکان نلري، د مکتوب له لیکونکي څخه وغواړئ چې یو نوی مکتوب ولیکي او پکې تشریح کړي چې مخکینی مکتوب سم او ریښتینی دی.
ب. هغه شواهد چې ښیي مکتوب د یو باصلاحیته شخص له خوا لیکل شوی دی: هر ډول نوی مکتوب چې دا ثبوت کولی شي چې د مکتوب لیکونکي په ریښتیا سره ستاسو په څیر د ورته ګومارونکي لپاره، او په ورته وخت کې یې کار کاوه او دا صلاحیت لري چې ستاسو په استازیتوب مکتوب ولیکي.
ج. هغه شواهد چې ښیي په مکتوب کې ټول معلومات سم او ریښتیني دي: تاسو همداراز کولی شئ چې نور شواهد وړاندې کړئ چې دا ثبوت کړي چې تاسو په ریښتیا په هغه ځای کې کار کاوه چیرته چې تاسو د کار کولو ادعا کوئ. که تاسو د دندې قراردادونه، د پیژندنې کارت او نور شواهد لرئ، تاسو کولی شئ هغه ولیږئ. یا، که تاسو کولی شئ له نورو خلکو څخه مکتوبونه ترلاسه کړئ چې ستاسو دنده تاییدوي، هغه هم وسپارئ. خو بیا هم، په یاد وساتئ چې پرته له ځینو ثبوتونو چې ښیي ستاسو مخکې سپارل شوي اسناد سم او له درغلۍ پاک دي، یوازې د دندې د تصدیق شواهد به معمولا د درغلۍ د انکار لپاره کافي نه وي.
پورتني اسناد د ویزې ملي مرکز (NVC) ته د بریښنالیک له لارې AfghanSIVApplication@state.gov ولیږئ. دې اسنادو سره یو مکتوب ضمیمه کړئ او پکې تشریح کړئ چې تاسو په خپل مخکیني غوښتنلیک کې درغلي نه ده کړې. که تاسو دغه نوی غوښتنلیک د غوښتنلیک د رد کیدو د مکتوب د ترلاسه کولو څخه وروسته د 120 ورځو په موده کې ولیږئ، دا به بیاکتنه یا اپیل وګڼل شي، او که د رد مکتوب د ترلاسه کیدو د نیټې څخه 120 ورځې تیرې شوې وي، دا به نوی غوښتنلیک بلل کیږي. په هر حال، COM به بیا هم ستاسو د راتلونکو COM غوښتنلیکونو یا اپیل په کتنه کې ستاسو مخکینۍ درغلي په پام کې نیسي.
لاندې متن یوه بیلګه ده چې تاسو کولی شئ هغه اصلاح کړئ ترڅو ستاسو له کیس یا قضیې سره سمون ولري او پکې تشریح کړئ چې ولې ستاسو مخکینی غوښتنلیک جعلی نه وو. په یاد وساتئ چې دا استدلال کیدی شي ستاسو فردي حالت سره برابر نه وي، نو مهمه ده چې تاسو دا متن په پوره دقت ولولئ او داسې یې اصلاح کړئ چې ستاسو له قضیې سره تطابق ولري. هیڅ داسې تضمین نشته چې په خپل غوښتنلیک کې د لاندې متن شاملول به تاسو وتوانوي چې په بریالیتوب سره د خپلې درغلۍ په انکار باندې بریالي شئ.
د درغلۍ نه کولو په اړه د مکتوب د بیلګې توضیحات
تاسو باید دغه فورمه په انګلیسي ژبه ډکه کړئ:
Re: COM Application for (ستاسو نوم، ستاسو د زیږیدنې نیټه)
My previous application for COM approval was denied on the determination that I submitted an allegedly fraudulent document.
That fraud determination is erroneous because I did not submit any inauthentic documents or any documents that contained any untrue information. With this letter I am submitting new evidence to prove that the previous letter submitted was authorized and legitimate and contained accurate information.
I obtained the letter legitimately and honestly.
(تشریح کړئ چې تاسو څنګه د دندې د تصدیق مکتوب/یا د سپارښتنې مکتوب چې مخکې مو سپارلی وو، ترلاسه کړل، او د مکتوب د لیکونکي سره د بریښنالیکونو یا د واتساپ پیامونو اسکرین شاټونه یا انځورونه شامل کړئ، چې دا وښیي چې تاسو د مکتوب غوښتنه وکړه او هغوی تاسو ته مکتوب واستاوه.)
All of the information contained in the letter is accurate.
(هر هغه اضافي توضیحات اضافه کړئ چې تشریح کړي چې ستاسو په تیرو مکتوبونو کې معلومات څومره دقیق دي. دا پکې ذکر کړئ چې هرډول ثبوتونه چې تاسو یې شاملوې، سم او دقیق دي.)
My previously submitted documents are not fraudulent. I never submitted any information that was untrue. The evidence I am submitting should prove that, and I should be eligible for COM approval. Thank you for your consideration.
Sincerely,
(ستاسو نوم)
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.