د منځپانګې جدول
بهروزرسانی مهم ویزای مهاجرتی ویژه (SIV):
دولت صدور ویزا به متقاضیان ویزای مهاجرتی ویژه افغانستانی را متوقف کرده است.
آخرین مهلت برای ثبت درخواست تأیید COM در چارچوب برنامه ویزای مهاجرتی ویژه افغانستان (SIV) ۳۱ دسامبر ۲۰۲۵ بود.
اگر شما یک درخواست COM در حال بررسی دارید، دولت ایالات متحده اعلام کرده است که مهلت ارسال هرگونه اسناد باقیمانده برای درخواست COM شما تا ۵ جون ۲۰۲۶ بود.
اگر نامه رد COM را دریافت کنید و امکان تجدیدنظر در آن را داشته باشید، همچنان باید از تاریخ ارسال نامه تصمیمگیری برای شما ۱۲۰ روز فرصت داشته باشید، حتی اگر آن تاریخ پس از ۵ ژوئن ۲۰۲۶ باشد. مهلت ۵ ژوئن ۲۰۲۶ فقط برای ارسال مدارک اضافی برای درخواست در حال بررسی است.
شما میتوانید برای کسب اطلاعات بیشتر در مورد معنای این موضوع برای متقاضیان SIV اینجا مراجعه کنید.
دا مقاله وروستی ځل د 2026 کال د جون په 23 مه نیټه نوې شوې ده
لنډیز
دا مقاله د هغو کسانو لپاره ده چې د ماموریت مشر یا (COM) منظورۍ ته یې درخواست کړی او د (COM) د رد مکتوب یې ترلاسه کړی دی چې پکې ویل شوي دي چې (COM) فکر کوي تاسو یو جعلي سند وړاندې کړی دی. په دې مقاله کې تشریح شوي دي چې درغلي څه ده، ددې معنی څه ده چې COM فکر کوي یو سند جعلي دی، او تاسو باید څرنګه شواهد وړاندې کړئ ترڅو خپل غوښتنلیک اصلاح کړئ او د درغلۍ د ثابتیدلو د ادعا په وړاندې بریالي شئ.
زه څنګه پوه شم چې زما غوښتنلیک د درغلۍ د موندنې له امله رد شوی دی؟
که د غوښتنلیک د رد په مکتوب کې چې له COM څخه مو ترلاسه کړی دی لاندې یو بیان شامل وي، نو COM فکر کوي چې یو یا له یو څخه ډیر اسناد چې تاسو د COM غوښتنلیک سره لیږلي دي، جعلي دي.
"هغه اسناد چې تاسو له خپل مخکیني غوښتنلیک سره د ماموریت د مشر د منظورۍ د ترلاسه کولو لپاره سپارلي و، جعلي ثابت شوي دي."
"د سپارښتنې لیک چې تاسو له خپل مخکیني غوښتنلیک سره د ماموریت د مشر د منظورۍ لپاره سپارلی و، جعلي دی."
"د دندې مکتوب چې تاسو له خپل مخکیني غوښتنلیک سره د ماموریت د مشر د منظورۍ لپاره سپارلي و، جعلي دی."
" د استخدام مکتوب چې تاسو له خپل مخکیني غوښتنلیک سره د ماموریت د مشر د منظورۍ لپاره سپارلي و، جعلي دی."
د دندې د تایید مکتوب چې تاسو له خپل مخکیني غوښتنلیک سره د ماموریت د مشر د منظورۍ لپاره سپارلي و، جعلي دی. تاسو د دندې د پیل نیټه بدله کړې ده ترڅو د SIV پروګرام لپاره وړتیا ترلاسه کړئ"
درغلي څه ده؟
که ستاسو د غوښتنلیک د رد په مکتوب کې پورتنیو بیلګو ته ورته عبارات لیکل شوي دي، دا په دې معنی چې COM باور لري چې تاسو د COM له یو غوښتنلیک سره د سپارښتنې جعلي لیک، د دندې جعلي مکتوب یا بل جعلی مکتوب لیږلی دی. دا پریکړه کیدی شي د بیلابیلو سناریو ګانو پربنسټ شوې وي.
کیدی شي دا په دې معنی وي چې COM فکر کوي یو سند په بشپړه توګه جعلي nd، یعنې COM په دې باور دی چې تاسو یا کوم بل شخص دا سند جوړ کړی دی او د خپل مستقیم آمر او د بشري سرچینو د هغه چارواکي په بڼه مو ځان ښودلی دی چې ستاسو په استازیتوب د مکتوب د لیکلو صلاحیت لري.
دا کیدی شي په دې معنی وي چې COM فکر کوي تاسو هغه سند چې د بل شخص له خوا جوړ شوی دی، بدل کړی دی. په دې سند کې کیدی شي نوم او د دندې نیټې بدلې شوې وي او یا هم د سپارښتنې په لیک یا د دندې په مکتوب کې نور شخصي معلومات بدل شوي وي.
دا کیدی شي په دې معنی وي چې د متحده ایالاتو حکومت باور لري چې د مکتوب لیکونکی د پیسو په بدل کې مکتوبونه خرڅوي یا داسې مکتوبونه لیکي چې پکې ناسم، نه تایید شوي او بی اعتباره معلومات شامل دي.
د کلونو په اوږدو کې د (SIV) ګڼ شمیرغوښتونکو سره د کار پرمهال، IRAP د COM په غوښتنلیکونو کې ډیرو ورته حالتونو سره مخ شوی دی چې په پایله کې د درغلۍ د موندلو لامل شوی دی:
د مکتوب د لیکنې لپاره د درییم لوري کارول - موږ خبر یو چې داسې کسان شته چې په انټرنیټ کلب، بازارونو او نورو ځایونو کې د COM د منظورۍ درخواست کوونکو ته د مرستې وړاندیز کوي او هغوی ته د سپارښتنې لیکونه او د دندې د تایید مکتوبونه جوړوي. په ډیرو حالاتو کې، هغه مکتوبونه چې دا کسان یې جوړوي د درغلۍ او د درخواست کوونکي د رد کیدنې لامل کیږي.
د نورو درخواست کوونکو له خوا د سپارل شويو مکتوبونو بدلول - ځینې وختونه، د SIV بریالي درخواست کوونکي د خپل غوښتنلیک اړوند اسناد له نورو درخواست کوونکو سره شریکوي. نور درخواست کوونکي بیا دا مکتوبونه بدلوي او پکې خپل نومونه، د دندې نیټې او نور معلومات شاملوي چې ددې احتمالي دلایلو له امله د درغلۍ د ثابتیدلو او د غوښتنلیک د رد کیدنې لامل کیږي.
ځینې معلومات کیدی شي له یو بل سره تطابق ونلري، لکه د قرارداد نیټې چې په مکتوب کې ذکر شوي دي او د درخواست کوونکي د دندې له نیټو سره تطابق نلري.
COM د مکتوب له لیکونکي سره اړیکه نیسي ترڅو د مکتوب اصالت تایید کړي او د مکتوب لیکونکی COM ته وایي چې دې درخواست کوونکي لپاره یې مکتوب نه دی لیکلی.
3. ځینې مکتوب لیکونکي او ګوکارونکي د SIV له درخواست کوونکو سره مرستې کولو ته وړ نه دي ځکه چې COM په تیرو وختونو کې دوی په درغلیو کې ښکیل موندلي دي، یا COM د داسې شخص یا شرکت په اړه د اعتبار نورې اندیښنې لري. که تاسو له دې ګومارونکو یا مکتوب لیکونکو څخه مکتوب وسپارئ، کیدی شي چې ستاسو غوښتلیک د درغلۍ له امله رد شي.
د درغلۍ د ثابتیدلو عواقب
د درغلۍ ثابتیدل تاسو د COM د منظورۍ له ترلاسه کولو بې برخې کوي، مګر دا چې تاسو دا ثبوت کړئ چې جعلي اسناد مو نه دي لیږلي. د درغلۍ ثابتیدل به تاسو د COM راتلونکو غوښتنلیکونو لپاره د COM د منظورۍ له ترلاسه کولو بې برخې کړي. دا په دې معنی ده چې که تاسو یو غوښتنلیک وسپارئ او هغه د درغلۍ له امله رد شي، او بیا د ټولو نویو، له درغلۍ پاکو اسنادو سره دویم غوښتنلیک ولیږئ، تاسو به بیا هم په لومړي غوښتنلیک کې د شوې درغلۍ له امله د COM د منظورۍ له ترلاسه کولو بې برخې شئ. دا به حتی په هغه صورت کې پیښ شي چې تاسو له بل ګومارونکي څخه ترلاسه شوي اسناد وړاندې کړئ او دا اسناد سم وي او اصالت ولري.
د درغلۍ د ثابتیدلو په وړاندې بریالي کیدل
د درغلۍ په ثابتیدلو بریالي کیدل ډیر ستونزمن کار دی. د درغلۍ په ثابتیدلو د بریالي کیدو لپاره، تاسو باید ډیر قوي شواهد وړاندې کړۍ چې ګوندې هیڅ یو سند چې تاسو COM ته لیږلی دی، جعلي نه دی.
مهمه دا ده چې، د درغلۍ ثابتیدل په دې معنی نه ده چې COM فکر کوي چې تاسو هیڅکله د هغه ګومارونکي لپاره کار نه دی کړی چې تاسو یې ادعا کوئ. د درغلۍ ثابتیدل په دې معنی ده چې COM فکر کوي چې یو یا یو څخه ډیر اسناد چې تاسو سپارلي دي، جعلي دي. نوځکه، د ډیرو اسنادو لیږل چې ستاسو دنده ثابتوي، ستاسو د غوښتنلیک د سمولو لپاره کافي نه دي. ددې پرځای، تاسو باید ثبوت کړئ چې لیږل شوي اسناد مو له یوې مشروع لارې ترلاسه کړي دي او دا ثابته کړئ چې هیڅ یو سند جعلي نه دی. تاسو همداراز باید ثابته کړئ چې د مکتوبونو محتویات سم دي او په مکتوبونو کې وړاندې شوي هیڅ معلومات ناسم یا دروغ نه دي.
که تاسو د درغلۍ په اساس د COM رد ځواب ترلاسه کړی دی چې تاسو فکر کوئ ناسم دی ځکه چې تاسو هیڅکله د انټرنیت کلب یا بل خرڅوونکي څخه مکتوب ترلاسه کړی نه دی، یا مو له لاسلیک کیدو وروسته هیڅ سند بدل کړی نه دی، یا مو د هیڅ یو سند محتویات بدل کړي نه دي، تاسو باید دا لاندې ګامونه پورته کړئ ترڅو د درغلۍ د ثابتیدلو د هڅو په وړاندې اعتراض وکړئ:
دا روښانه کړئ چې ستاسو د کوم سند د جعل یا تقلب په اړه پریکړه شوې ده. کیدی شي د غوښتلیک د رد کیدنې په مکتوب کې چې تاسو ترلاسه کړی دی، وضاحت ورکړل شوی وي. کیدی شي پکې ویل شوي وي چې آیا د سپارښتنې لیک یا د دندې د تایید مکتوب جعلي دی که نه.
که د غوښتنلیک د رد کیدنې په مکتوب کې ویل شوي نه دي چې کوم سند جعلي دی خو پکې ویل شوي دي چې ستاسو غوښتنلیک د درغلۍ له امله رد شوی دی، د مکتوب د لیکونکي سره اړیکه ونیسئ او پوښتنه وکړئ چې آیا د COM له خوا ورسره د مکتوبونو د اصالت د تایید په موخه اړیکه نیول شې ده که نه. که هغوی سره اړیکه نیول شوې نه وي، دا به په دې معنی وي چې COM پریکړه کړې ده چې د مکتوب دا لیکونکي نشي کولی SIV پروګرام ته مکتوب وسپاري. ددې دلیل به دا وي چې COM پریکړه کړې ده چې ستاسو غوښتنلیک سره د سپارل شویو مکتوبونو په ګډون، ددوی ټول مکتوبونه جعلي دي.
په پای کې، که تاسو پوهیږئ چې د یو سند د ترلاسه کولو لپاره مو په انټرنیټ کلب کې پیسې ورکړي دي یا مو کوم بل خرڅوونکي ته پیسې ورکړې دي، او د مکتوب له ترلاسه کولو وروسته مو پکې معلومات بدل کړي دي، نو دا سند به همدا سند وي چې جعلي ثابت شوی دی.
داسې شواهد راغونډ کړئ چې دا ثابته کړي چې هغه اسناد چې تاسو سپارلي دي، جعلي نه دي:
الف. هغه شواهد چې ښیي تاسو مکتوب په مستقیمه توګه د لیکونکي څخه ترلاسه کړی دی: که تاسو د لیکونکي څخه بریښنالیکونه، د واتساپ پیغامونه، یا نور لیکل شوي پیغامونه لرئ چې پکې تاسو له هغې څخه مکتوب غوښتې او هغې تاسو ته مکتوب لیږلی دی، اسکرین شاټونه یا چاپي پیغامونه ثبت کړئ او د خپل راتلونكي غوښتنلیک سره یې ولیږئ. که دا ثبوت نلرئ، د مکتوب لیکونکي څخه وغواړئ چې یو نوی لیک ولیکي او پکې توضیحات ورکړي چې مخکینی مکتوب سم او اصلي دی.
ب. داسې شواهد چې ښیي مکتوب د یو باصلاحیته شخص له خوا لیکل شوی دی: هر نوی مکتوب هم کولی شي چې داسې شواهد وړاندې کړي چې ښیي د مکتوب لیکونکي ستاسو سره د ورته ګومارونکي لپاره او په ورته وخت کې کار کړی دی، او ستاسو په استازیتوب ددې مکتوب د لیکلو صلاحیت لري.
ج. داسې شواهد چې ښیي په مکتوب کې ټول ریښتیني معلومات شامل دي: تاسو همداراز کولی شئ نور شواهد وړاندې کړئ چې ښیي تاسو واقعا په هغه ځای کې دنده درلوده چې تاسو یې ادعا کوئ. که تاسو د استخدام قراردادونه، د هویت کارتونه، یا نور شواهد لرئ، تاسو کولی شئ هغه وسپارئ. یا که تاسو کولی شئ له نورو کسانو څخه مکتوبونه ترلاسه کړئ چې ستاسو دنده تاییدوي، تاسو کولی شئ چې هغه هم وسپارئ. خو بیا هم په یاد وساتئ چې پرته له دې چې ستاسو د مخکې سپارل شویو اسنادو د اعتبار په اړه کوم ثبوت وړاندې شي، یوازې ستاسو د دندې په اړه اضافي شواهد د درغلۍ له امله د رد شوي غوښتنلیک د حل لپاره کافي نه دي.
پورته اسناد د ویزې ملي مرکز (NVC) ته د بریښنالیک له لارې AfghanSIVApplication@state.gov ته ولیږئ. له دې اسنادو سره یوځای، یو مکتوب هم ضمیمه کړئ چې پکې واضح شوی وي چې تاسو په خپل پخواني غوښتلیک کې درغلي نه ده کړې.
الف. ځکه چې د COM د غوښتنلیک د سپارلو وروستۍ نیټه چې د 2025 کال د دسمبر 31 مه وه او اوس دا نیټه تیره شوې ده، که ستاسو د COM د منظورۍ غوښتنلیک د 120 ورځو څخه لږه موده مخکې د COM له خوا رد شوی دی، تاسو کولی شئ دا اسناد یوازې د ویزې ملي مرکز NVC ته ولیږئ. په داسې یو حالت کې، تاسو کولی شئ دا اسناد د خپل COM غوښتنلیک د بیاکتنې یا اپیل د یوې برخې په توګه ولیږئ. که په دې وروستیو کې ستاسو کوم رد شوی غوښتنلیک د COM دبیاکتنې یا اپیل غوښتنلیک وو، تاسو نور د COM د منظورۍ د ترلاسه کولو لپاره د بل غوښتنلیک د سپارلو فرصت نلرئ. په راتلونکي کې د COM د بیاکتنې یا اپیل غوښتنلیک د ارزونې پرمهال به COM ستاسو په لومړي غوښتنلیک کې درغلي په پام کې نیسي.
لاندې متن یو نمونه یي مکتوب دی چې تاسو کولی شئ هغه اصلاح کړئ ترڅو ستاسو له قضیې سره تطابق ولري او پکې توضیحات ورکړئ چې ستاسو مخکینی غوښتنلیک ولې جعلي نه وو. په یاد وساتئ چې دا استدلال کیدی شي ستاسو له فردي حالت سره سمون ونلري، نو مهمه ده چې دا متن په دقت سره وګورئ او هغه داسې اصلاح کړئ چې ستاسو له قضیې سره تطابق ولري. تاسو باید هغه عبارات چې د قوس په مینځ کې (د [ ] سمبولونو په مینځ کې) لیکل شوي دي له خپل متن سره بدل کړئ چې ستاسو ځانګړی حالت بیانوي او بیا قوسونه له متن څخه لیرې کړئ. هیڅ داسې تضمین نشته چې په خپل لیک کې د لاندې هریو متن شاملول به تاسو وتوانوي چې د درغلۍ د ادعا په وړاندې بریالي شئ.
د درغلۍ نه شتون د تایید نمونه یي متن
Re: COM Application for
[ستاسو نوم، ستاسو د زیږیدنې نیټه]
My previous application for COM approval was denied on the determination that I submitted an allegedly fraudulent document.
That fraud determination is erroneous because I did not submit any inauthentic documents or any documents that contained any untrue information. With this letter I am submitting new evidence to prove that the previous letter submitted was authorized and legitimate and contained accurate information.
I obtained the letter legitimately and honestly.
[توضیحات ورکړئ چې تاسو د دندې د تایید مکتوب او/یا د سپارښتنې لیک چې تاسو مخکې سپارلی دی څنګه ترلاسه کړي دي، او بیا ستاسو او د مکتوب د لیکونکي ترمنځ په پام وړ موده کې د بریښنالیکونو یا د واتساپ پیغامونو اسکرین شاټ شامل کړئ چې ښیي تاسو له هغوی څخه د مکتوب غوښتنه کړې ده او هغوی تاسو ته مکتوب لیږلی دی]
All of the information contained in the letter is accurate.
[نور هغه توضیحي معلومات شامل کړئ چې ښیي ستاسو په پخوانیو مکتوبونو کې معلومات ولې سم دي او داسې ثبوت ورسره اضافه کړئ چې د معلوماتو د صحت په اړه ستاسو ادعا تاییدوي ]
My previously submitted documents are not fraudulent. I never submitted any information that was untrue. The evidence I am submitting should prove that, and I should be eligible for COM approval. Thank you for your consideration.
Sincerely,
[ستاسو نوم]
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.