د منځپانګې جدول
د ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) په اړه مهم تازه معلومات:
حکومت د افغانانو لپاره د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) غوښتونکو ته د ویزو ورکول ځنډولي دي.
د افغان ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) پروګرام له مخې د COM تایید لپاره د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۵ کال د دسمبر ۳۱مه وه.
که تاسو د COM په اړه یوه پاتې غوښتنه لرئ، د متحده ایالاتو حکومت ویلي دي چې ستاسو د پاتې COM غوښتنلیک لپاره د هر ډول پاتې اسنادو سپارلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۶ کال د جون ۵مه ده.
که تاسو د COM د ردلیک (denial letter) ترلاسه کړئ او د استیناف (appeal) حق لرئ، نو تاسو باید د پرېکړې لیک له استول کېدو څخه ۱۲۰ ورځې وخت ولرئ، حتی که دا نېټه د ۲۰۲۶ کال د جون له ۵مې وروسته هم وي. د ۲۰۲۶ کال د جون د ۵مې نېټه یوازې د یوې ځنډېدلې غوښتنلیک لپاره د اضافي اسنادو سپارلو لپاره ده.
تاسو دلته پدې اړه نور معلومات ترلاسه کولی شئ چې دا د SIV غوښتونکو لپاره څه مانا لري.
دا مقاله وروستی ځل د ۲۰۲۶ کال د مې په ۲۱مه تازه شوې.
لنډیز
دا مقاله د ویزې هغو غوښتونکو لپاره ده چې د امریکا له سفارت څخه یې یو لیک ترلاسه کړی چې ورته ویلي یې دي چې د دوی د ویزې غوښتنلیک:
له یو کال څخه زیات غیر فعال پاتې شوی
او
د کډوالۍ او تابعیت قانون د ۲۰۳(ج) مادې پر بنسټ لغوه کیږي
ولې مې د لغوه کولو لیک ترلاسه کړ؟
د متحده ایالاتو د قانون له مخې، تاسو ۱۲ میاشتې وخت لرئ چې د خپل مهاجرت ویزې غوښتنلیک په اړه اقدام وکړئ، که نه نو دا به لغوه شي.
د لغوه کولو لیکونه معمولاً وايي:
د ویزې قدرمن غوښتونکې/غوښتونکي د پام وړ:
موږ ستاسو د مهاجرت ویزې غوښتنلیک ته اشاره کوو. د کډوالۍ او تابعیت قانون 203(g) برخه دا غوښتنه کوي چې ستاسو نوم لیکنه باید لغوه شي او ستاسو په استازیتوب هر ډول منظور شوې عریضه هم لغوه شي، که تاسو د ویزې د شتون څخه د خبرتیا وروسته په یوه کال کې د خپل مهاجرت ویزې لپاره غوښتنه ونه کړئ، یا د رد وروسته په یوه کال کې د INA 221(g) له مخې ستاسو د رد د اساس د لرې کولو لپاره د شواهدو وړاندې کولو کې پاتې راشئ.
تاسو ته د ________________ په ورځ د دې اړتیا په اړه خبر درکړل شوی و، خو له دې نیټې راهیسې موږ له تاسو څخه ځواب نه دی ترلاسه کړی. په پایله کې، تاسو ته خبر درکول کیږي چې ستاسو د ویزې غوښتنلیک لغوه شوی او ستاسو په استازیتوب هر ډول منظور شوې عریضه هم لغوه شوې ده.
ستاسو غوښتنلیک او هره منظور شوې عریضه ممکن بیا فعاله/منظوره شي که تاسو په یو کال کې دننه ثابته کړئ چې ستاسو د مهاجرت ویزې غوښتنلیک نه تعقیبول ستاسو له کنټرول څخه بهر شرایطو له امله وو.
په دوحه کې د امریکا سفارت هغو خلکو ته د لغوه کولو د لیکونو لیږل پیل کړي دي چې د ویزې غوښتنلیکونه یې له یو کال څخه ډیر وخت راهیسې غیر فعال دي. دا قانون د ویزو په ټولوغوښتنلیکونو باندې پلي کیږي، د هغو افغانانو د ویزو غوښتنلیکونو په ګډون چې د CARE د ځای پر ځای کولو پروګرام له لارې دوحې ته لیږدول شوي وو.
د لغوه کولو لیک ترلاسه کولو څخه د مخنیوي لپاره څه باید وکړئ
که تاسو د خپل ویزې مرکې ځنډولو ته پریکړه وکړئ، نو تاسو ممکن غواړئ د دې لپاره ګامونه پورته کړئ چې ستاسو قضیه "غیر فعاله" ونه ګڼل شي. لږ تر لږه په کال کې یو ځل، تاسو باید له حکومت سره اړیکه ونیسئ او غوښتنه وکړئ چې ستاسو قضیه د سفر د بندیز د لیرې کیدو په تمه خلاصه پاتې شي. که ستاسو قضیه لا هم د ویزو په ملي مرکز (NVC) کې وي او تر اوسه د متحده ایالاتو سفارت ته نه وي لیږدول شوې، تاسو باید د دې غوښتنې لپاره د NVC د عامه پوښتنو فورمه وکاروئ. که ستاسو قضیه لا دمخه د متحده ایالاتو سفارت ته لېږدول شوې وي، نو تاسو باید د دې غوښتنې لپاره د هغه سفارت د ویزې لارښود (visa navigator) وکاروئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې د خپلې غوښتنې او د حکومت د ځواب یوه کاپي وساتئ، پشمول هر ډول اتوماتیک ځوابونه چې تاییدوي چې ستاسو غوښتنه ترلاسه شوې ده.
که تاسو د لغوه کولو لیک ترلاسه کړی وي نو څه باید وکړئ
د متحده ایالاتو له سفارت سره (د ویزې د لارښوود په کارولو سره) اړیکه ونیسئ او ورته وضاحت ورکړئ چې تاسو د خپل کنټرول څخه بهر دلایلو له امله په یوه کال کې د خپلې ویزې د غوښتنلیک دوام ته توانیدلي نه یاست.
-
ستاسو له کنټرول څخه بهر دلایلو مثالونه کېدای شي:
طبي بېړنۍ پېښې
طبیعي آفتونه
هغه هیواد ته د سفر نه توان چېرته چې د ویزې قضیه لیږدول شوې وه
-
د هغو دلایلو مثالونه چې ستاسو له کنټروله بهر نه دي په لاندې ډول دي:
هوساینه
د ویزې مرکې ته د سفر نه غوښتل
-
دا د متحده ایالاتو د سفارت پرېکړه ده چې ستاسو د ویزې غوښتنلیک د نه پرمخ وړلو د دلیل لپاره وړاندې شوي دلایل مني که نه.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.