د ۲۰۲۱ کال د نومبر ۱۸ مه
IRAP د افغانانو او بیا په ځانګړې توګه د هغو افغانانو د حفاظت دفاع کوي چې د متحده ایالاتو له حکومت سره یې دنده ترسره کړې وي. IRAP د متحده ایالاتو د حکومت یوه برخه نه بلل کیږي. د ویزې د صادرولو او ویزې لپاره د واجد شرایط وګړو په باب پریکړه د متحده ایالاتو د حکومت له خوا کیږي.
تخلیه
د متحده ایالاتو حکومت د ایستنې یا تخلیې لړې بنده کړې ده. IRAP نه پوهیږي چې متحده ایالاتو حکومت به د هغو کسانو د کډوالۍ غوښتنلیکونه چې په افغانستان کې دننه میشت دي څرنګه طی مراحل کوي.
زموږ سپارښتنه دا ده چې تاسو د نویو معلوماتو لپاره په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت ویب پاڼې ته ورشئ.
نورو هیوادونو ته مسافرت
دا پاڼه د افغانستان شا او خوا هیوادونو کې د کډوالۍ د موقف په اړه معلومات وړاندې کوي. IRAP له افغانستان څخه د وتنې، له افغانستان څخه د وتنې د لاروچارو، او یا هم د تګ لپاره د ځایونو په اړه مشوره نشي ورکولی.
هغه کسان چې د متحده ایالاتو ویزې لپاره درخواست کوي، کولی شي د خپل غوښتنلیک لړۍ له ډیر شمیر هیوادونو څخه چې پکې د متحده ایالاتو سفارت موقعیت لري، تعقیب کړي.
حقوقي معلومات او سرچینې
د کډوالۍ د لاروچارو په اړه معلوماتو لپاره چې کیدی ځینې اشخاص ورته واجد شرایط وي، هیله کیږي د IRAP حقوقي معلوماتو ویب پاڼې ته ورشئ او افغانانو لپاره د حقوقي سرچینو پاڼه وګورئ.