د کډوالو مرستې نړيواله پروژه (آی ار ای پي) ځينو کډوالو او بې ځايه شويو خلکو ته وړيا قانوني مرستې چمتو کوي.
- آی ار ای پي له ځينو خلکو سره مرسته کوي، چې خدمات پيدا کړي، او د کډوالۍ يا ويزې غوښتنو لپاره چمتوالي ونيسي
- آی ار ای پي د هيڅ دولت، آی او ايم، يا يو اين ايچ سي ار برخه نه ده
- آی ار ای پي نه شي کولای چاته د کډوالۍ حيثيت، يا ويزه ورکړي، يا يې قضيې چټکې کړي
- آی ار ای پي نه شي کولای مالي مرستې چمتو کړي، د هستوګنځي لپاره پيسې ورکړي، يا دندې پيدا کړي
- د آی ار ای پي ټولې مرستې وړيا دي. هيڅوک چې له آی ار ای پي سره شريک دی دا حق نه لري چې له تاسې څخه د پيسو يا نورو خدماتو غوښتنه وکړي.
آی ار ای پي پرېکړه کوي چې له خلکو سره د کډوالۍ د حيثيت لپاره د هغوی د اړتياوو او وړتياوو پر اساس مرستې وکړي. آی ار ای پي دا پرېکړه نه کوي چې له خلکو سره د نورو ټولنيزو يا سياسي يا مذهبي معيارونو پر اساس مرسته وکړي.
دا ويبپاڼه د قانوني پروسو په هکله چې ځينو کډوالو ته مهيا دي، عمومي معلومات ورکوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی.
غوښتنې ممکن بدلون ومومي. تل د حکومت یا ادارې څخه وروستي معلومات وګورئ چې ستاسو د غوښتنې په اړه پریکړه کوي.
که تاسو د کډوالۍ په بیړني حالت کې یاست، موږ وړاندیز کوو چې تاسو په هغه هیواد کې د UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو اوسیږئ.
لنډیز
دا لارښوود د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې د پناه غوښتنې د درخواست په اړه معلومات وړاندې کوي. هغه حقونه چې پناه غوښتونکي ورته لاسرسی لري، په بیلابیلو هیوادونوکې توپیر لري. د افغانستان په ډیر شمیر ګاونډیو هیوادونو کې پناه غوښتونکي قانوني استوګنې، کار او مالي ملاتړ ته ډیر محدود لاسرسی لري.
هند
نوي راغلي کډوال چې د پناه غوښتنې په لټه کې دي باید د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو کمیشنرۍ UNHCR سره اړیکه ونیسي او په دې اداره کې د پناه غوښتونکي په توګه خپل نومونه ولیکي.
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو کمیشنرۍ UNHCR په هند کې د افغان پناه غوښتونکو لپاره معلومات او همداراز په هند کې د پناه غوښتونکو د نوم لیکنې د لړۍ په اړه معلومات (چې په دري او پښتو ژبو ترلاسه کیدی شي)، خپاره کړي دي.
د متحده ایالاتو سفارت او کنسلګرۍ په هند کې موقعیت لري او کیدی شي متحده ایالاتو ته د کډوالۍ غوښتنلیکونه طی مراحل کړي.
ایران
د 2021 کال د اګست له 27 مې څخه، د ایران دولت دا روښانه کړې نه ده چې ایا هغه کسان چې له افغانستان څخه دې هیواد ته راځي کولی شي د پناه غوښتنه وکړي که نه او د پناه غوښتنې د غوښتنلیک طریقه څرنګه ده.
په ایران کې د پناه غوښتونکو نوم لیکنه د بهرنیو اتباعو او د بهرنیو کډوالو د چارو د ادارې له خوا ترسره کیږي. د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو کمیشنرۍ UNHCR په ایران کې د پناه غوښتونکو په اړه معلومات خپاره کړي دي. (دا معلومات په فارسي/دري ژبه ترلاسه کیدی شي)
د متحده ایالاتو دولت په ایران کې سفارت نلري او متحده ایالاتو ته د مهاجرت د غوښتنلیکونو طی مراحل په ایران کې ترسره کیدی نشي.
پاکستان
نوي راغلي کډوال چې د پناه غوښتنې په لټه کې دي باید UNHCR سره اړیکه ونیسي او په دې اداره کې د پناه غوښتونکي په توګه خپل نومونه ولیکي.
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو کمیشنرۍ UNHCR په پاکستان کې د پناه غوښتونکو په اړه معلومات خپاره کړي دي. (دا معلومات په فارسي/دري او پښتو ژبو ترلاسه کیدی شي). په پاکستان کې پناه غوښتونکو لپاره د برابرو شویو خدمتونو په اړه معلومات هم د UNHCR په ویب پاڼه کې ترلاسه کیدی شي.
د متحده ایالاتو سفارت په پاکستان کې موقعیت لري او کیدی شي متحده ایالاتو ته د کډوالۍ غوښتنلیکونه طی مراحل کړي.
تاجکستان
تاجکستان ته نوي راغلي کډوال چې د پناه غوښتنه کوي باید دې هیواد ته له ننوتلو څخه یوه میاشت وروسته، د پناه غوښتونکي په توګه خپل نومونه ولیکي.
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو کمیشنرۍ UNHCR په تاجکستان کې د پناه غوښتونکو په اړه معلومات خپاره کړي دي (چې په دري ژبه ترلاسه کیدی شي)
د متحده ایالاتو سفارت په تاجکستان کې موجود دی خو دا سفارت اوس مهال د هغو کسانو د کډوالۍ د ویزې غوښتنلیکونه نه پراسس کوي چې متحده ایالاتو ته د کډوالۍ غوښتنه کوي.
ترکیه
په ترکیه کې د پناه غوښتنې لړۍ د ترکیې د دولت له خوا اداره کیږي. د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو کمیشنرۍ UNHCR په ترکیه کې دفترونه لري او په ترکیه کې میشتو پناه غوښتونکو سره مرسته کوي.
UNHCR په ترکیه کې د پناه غوښتونکو لپاره معلومات (چې په فارسي ژبه هم ترلاسه کیدی شي) او په ترکیه کې د پناه غوښتونکو د نوم لیکنې د لړۍ په اړه معلومات (چې په فارسي ژبه ترلاسه کیدی شي)، خپاره کړي دي.
"د ترکیې د پناه غوښتونکو حقونه" یوه غیرانتفاعي اداره ده چې په ترکیه کې پناه غوښتونکو لپاره حقوقي معلومات او مرستې برابروي. "د ترکیې د پناه غوښتونکو حقونه" په ترکیه کې پناه غوښتونکو لپاره یو آنلاین پورټال لري (چې په فارسي او پښتو ژبو هم ورته لاسرسی موجود دی).
د متحده ایالاتو سفارت په ترکیه کې موقعیت لري او کیدی شي متحده ایالاتو ته د کډوالۍ غوښتنلیکونه طی مراحل کړي.
ترکمنستان
په ترکمنستان کې د پناه غوښتنې لړۍ د ترکمنستان د دولت له خوا اداره کیږي.
د متحده ایالاتو سفارت په ترکمنستان کې موقعیت لري او کیدی شي متحده ایالاتو ته د کډوالۍ غوښتنلیکونه طی مراحل کړي.
ازبکستان
د پناه غوښتنې لړۍ د ازبکستان د دولت له خوا اداره کیږي.
په مرکزي آسیا کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د کمیشنرۍ UNHCR دفتر چې په قزاقستان کې موقعیت لري، د ازبکستان درخواست کوونکي هم تر پوښښ لاندې راولي. UNHCR په مرکزي آسیا کې د UNHCR د دفتر د اړیکې معلومات خپاره کړي دي.
د متحده ایالاتو سفارت په ازبکستان کې موقعیت لري او کیدی شي متحده ایالاتو ته د کډوالۍ غوښتنلیکونه طی مراحل کړي.
لازیات معلومات او نور هیوادونه:
تاسو کولی شۍ د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې د کډوالو د حفاظت او د افغانستان اتباعو لپاره له ویزې پرته لاسرسي په اړه معلومات دلته ترلاسه کړئ.
تاسو همداراز کولی شۍ چې افغانستان څخه له وتلو وروسته، د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو کمیشنرۍ UNHCR څخه د مرستې غوښتنه وکړئ. UNHCR په ډیر شمیر هیوادونو کې د خپلو دفترونو او ځایي سرچینو په اړه معلومات ددې ویب پاڼې له لارې وړاندې کړي دي.