د منځپانګې جدول
يادونه: دا معلومات د ۲۰۲۵ د جنورۍ له ۲۰مې نېټې څخه د نوو تګلارو له امله اغېزمن شوي او ژر به تازه شي.
که تاسو له افغانستان څخه تښتیدلي یاست او غواړئ متحده ایالاتو ته ولاړ شۍ:
که تاسو په کابل کې د متحده ایالاتو په سفارت کې د کډوالۍ ځانګړې ویزه یا بل کیس درلود او اوس له افغانستان څخه بهر یاست، خو په متحده ایالاتو کې نه یاست، د "ایا کولی شم خپل د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتنلیک انتقال کړم؟" په نوم د IRAP لارښوود وګورئ.
حتی که تاسو معلق کیس نلرۍ، کیدی شي چې تاسو د متحده ایالاتو د کډوالۍ یو پروګرام ته واجد شرایط اوسۍ. په دې ویب پاڼه کې متحده ایالاتو ته د کډوالۍ ډیر شمیر سرچینې او لارې چارې موندلی شۍ:
- د هغو کسانو لپاره لارښوونې چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) ته درخواست کوي.
- افغان کډوالو لپاره د نوي P-2 پروګرام په اړه لارښوود.
- په متحده ایالانو کې میشتو رسنیو او غیردولتي موسساتو لپاره لارښوود چې افغانان یې په دندو ګومارلي دي.
- په متحده ایالاتو کې د کورنۍ له غړو سره د بیا یوځای کیدو لارښوود.
- په متحده ایالاتو کې د کورنۍ د غړو لپاره لارښوونې ترڅو د کورنۍ له هغو غړو سره بیرته یوځای شي چې بهر اوسیږي.
- په متحده ایالاتو کې د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره لارښوود چې د خپلو کورنیو غړو سره بیرته یوځای شي.
- د متحده ایالاتو اتباعو او دایمي قانوني اوسیدونکو (ګرین کارت لرونکو) لپاره لارښوود ترڅو د خپلو کورنیو غړو سره بیرته یوځای شي.
- د کډوالۍ ځانګړې ویزې درخواست کوونکو لپاره لارښوود ترڅو خپلې میرمن/خاوند او ماشومانو لپاره د کډوالۍ ځانکړې ویزه ترلاسه کړي.
- د بهرنیو چارو وزرات هم د افغانانو د کورنیو د غړو بیرته یوځای کیدو لپاره یوه ویب پاڼه لري. دا ویب پاڼه همداراز د هغو افغانانو لپاره یوه فورمه لري چې د تخلیې د پروسې په لړ کې متحده ایالاتو ته راغلي دي او مشروط اقامت یې ترلاسه کړی دی چې یا د خپل مشروط اقامت د مودې د بشپړولو په مرحله کې دي او یا یې حفاظت شوی لنډمهال موقف ترلاسه کړی دی ترڅو د خپلو کورنیو غړو سره د یوځای کیدو غوښتنه وکړي. دا فورمه د DS-4317 په نوم یادیږي او دلته ترلاسه کیدی شي.
- د هغو کسانو لپاره د مشروط اقامت د اصولو د توضیح لارښوود چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې او د نورو ویزو لپاره واجد شرایط نه ګڼل کیږي.
متحده ایالاتو ته له رسیدو وروسته په هوایي ډګر کې د تمو او توقعاتو په باب د IRAP لارښوود وګورئ.
که په متحده ایالاتو کې یاست او حقوقي مرستو ته اړتیا لرئ:
کیدی شي چې تاسو د پناه غوښتنې، د کډوالۍ ځانګړې ویزې(SIV)، یا د پناه غوښتنې نورو موقفونو او حالتونو ته واجد شرایط اوسئ. تاسو باید د کډوالۍ د چارو وکیل سره خبرې وکړئ.
- په متحده ایالاتو کې د وړیا حقوقي خدمتونو د برابروونکو نوملړ، دلته ترلاسه کیدی شي.
- په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ د چارو خصوصي وکیلانو نوملړ، دلته ترلاسه کیدی شي.
که په افغانستان کې یاست او متحده ایالاتو ته د کډوالۍ د درخواست کولو د لارو چارو په لټه کې یاست:
اوس مهال، د هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې ژوند کوي، د متحده ایالاتو د ویزې د طی مراحل هیڅ پروګرام نشته.
د 2023 کال له جنورۍ څخه، د متحده ایالاتو دولت د ویزې یو شمیر غوښتونکو، د پناه غوښتونکو، او په محدودو حالاتو کې د هغو کسانو د کورنیو غړو لپاره له افغانستان څخه د وتنې مرسته برابروي چې د تخلیې په پروسه کې انتقال شوي دي. IRAP د تخلیې او له افغانستان څخه د وتنې لپاره هیڅ ډول مرسته نشي برابرولی. د حقوقي معلوماتو لپاره، له افغانستان څخه د وتنې د درخواست په اړه د IRAP لارښوود وګورئ.
که یو څوک چې تاسو یې نه پیژنئ او ستاسو د غوښتنلیک په اړه پوښتنه کوي، د خپل ځان او د خپلې کورنۍ په اړه د معلوماتو په ورکولو کې احتیاط وکړئ.
که اروپایي هیوادونو ته د کډوالۍ د لاروچارو په لټه کې یاست
فرانسې، هندوستان، آیرلنډ، انګلستان، ایټالیا او متحده ایالاتو ته د کډوالۍ د معلوماتو بله سرچینه افغانانو لپاره د آسیا پاسیفیک د کډوالو د حقونو د شبکې (APRRN) معلوماتي پاڼې بلل کیږي چې په انګلیسي او دري ژبو دلته ترلاسه کیدی شي.
د کډوالو مرستې نړيواله پروژه (آی ار ای پي) ځينو کډوالو او بې ځايه شويو خلکو ته وړيا قانوني مرستې چمتو کوي.
آی ار ای پي پرېکړه کوي چې له خلکو سره د کډوالۍ د حيثيت لپاره د هغوی د اړتياوو او وړتياوو پر اساس مرستې وکړي. آی ار ای پي دا پرېکړه نه کوي چې له خلکو سره د نورو ټولنيزو يا سياسي يا مذهبي معيارونو پر اساس مرسته وکړي. دا ويبپاڼه د قانوني پروسو په هکله چې ځينو کډوالو ته مهيا دي، عمومي معلومات ورکوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. غوښتنې ممکن بدلون ومومي. تل د حکومت یا ادارې څخه وروستي معلومات وګورئ چې ستاسو د غوښتنې په اړه پریکړه کوي. که تاسو د کډوالۍ په بیړني حالت کې یاست، موږ وړاندیز کوو چې تاسو په هغه هیواد کې د UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو اوسیږئ . |
Comments
0 comments
Article is closed for comments.