د کډوالو مرستې نړيواله پروژه (آی ار ای پي) ځينو کډوالو او بې ځايه شويو خلکو ته وړيا قانوني مرستې چمتو کوي.
- آی ار ای پي له ځينو خلکو سره مرسته کوي، چې خدمات پيدا کړي، او د کډوالۍ يا ويزې غوښتنو لپاره چمتوالي ونيسي
- آی ار ای پي د هيڅ دولت، آی او ايم، يا يو اين ايچ سي ار برخه نه ده
- آی ار ای پي نه شي کولای چاته د کډوالۍ حيثيت، يا ويزه ورکړي، يا يې قضيې چټکې کړي
- آی ار ای پي نه شي کولای مالي مرستې چمتو کړي، د هستوګنځي لپاره پيسې ورکړي، يا دندې پيدا کړي
- د آی ار ای پي ټولې مرستې وړيا دي. هيڅوک چې له آی ار ای پي سره شريک دی دا حق نه لري چې له تاسې څخه د پيسو يا نورو خدماتو غوښتنه وکړي.
آی ار ای پي پرېکړه کوي چې له خلکو سره د کډوالۍ د حيثيت لپاره د هغوی د اړتياوو او وړتياوو پر اساس مرستې وکړي. آی ار ای پي دا پرېکړه نه کوي چې له خلکو سره د نورو ټولنيزو يا سياسي يا مذهبي معيارونو پر اساس مرسته وکړي.
دا ويبپاڼه د قانوني پروسو په هکله چې ځينو کډوالو ته مهيا دي، عمومي معلومات ورکوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی.
غوښتنې ممکن بدلون ومومي. تل د حکومت یا ادارې څخه وروستي معلومات وګورئ چې ستاسو د غوښتنې په اړه پریکړه کوي.
که تاسو د کډوالۍ په بیړني حالت کې یاست، موږ وړاندیز کوو چې تاسو په هغه هیواد کې د UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو اوسیږئ.
يادونه: دا معلومات د ۲۰۲۵ د جنورۍ له ۲۰مې نېټې څخه د نوو تګلارو له امله اغېزمن شوي او ژر به تازه شي.
لنډیز
که چیرې ستاسو غوښتنلیک د "مسلمانانو یا افریقایي اتباعو د راتګ د بندیز" له امله رد شوی دی، دا لارښود له سفارت څخه د کډوالۍ د غوښتنلیک د بیاپرانیستنې د غوښتنې طریقه بیانوي.
دا لارښود ستاسو په باب صدق کوي که چیرې:
۱. تاسو ددې هیوادونو تابعیت لرۍ: لیبیا، ایران، سومالیا، یمن، سوریه، سودان، نایجیریا، تانزانیا، میانمر، ایریتریا، قزاقستان، شمالي کوریا او ونزویلا.
۲. که چیرې تاسو مخکې له دې د متحده ایالاتو په کوم سفارت یا کنسلګرۍ کې د کډوالۍ د ویزې مرکه یا مصاحبه درلوده؛ او
۳. که چیرې امریکې متحده ایالاتو ته د ویزې غوښتنلیک مو د 13780 شمیرې اجرایي فرمان او د ولسمشر 9645، 9723 او 9983 شمیرو خبرتیاو له امله رد شوی او یا هم د لازمو اداري مراحلو د بشپړیدو په موخه ځنډول شوی دی. دا لارښود د مسلمانانو او افریقایي اتباعو د راتګ د بندیز دا څلور فرمانونه تر پوښښ لاندې راولي.
که چیرې د ویزې لپاره ستاسو غوښتنلیک د لاټري یا diversity visa پروګرام په چوکاټ کې رد شوی وي، دا لارښود ستاسو په باب صدق نه کوي.
که چیرې تاسو ددې هیوادونو تبعه یاست او ستاسو د ویزې غوښتنلیک رد شوی یا ځنډول شوی وي، تاسو کولی شۍ هغه سفارت ته چې مرکه مو پکې درلوده بریښنالیک ولیږۍ او د کیس د بیاپرانیستنې غوښتنه وکړۍ.
د امریکې د متحده ایالاتو له حکومت څخه څرنګه وغواړو چې د کډوالۍ ویزې غوښتنلیک بیا پرانیزي؟
۱ پړاو: هغه سفارت یا کنسلګرۍ ته بریښنالیک ولیږئ چې مرکه یا مصاحبه مو پکې درلوده. د ایمیل آدرس د پیدا کولو لپاره، هڅه وکړئ ترڅو خپل پخواني بریښنالیکونه چې د مرکې د وخت د ټاکلو په اړه تاسو ته لیږل شوي وو، وګورۍ. ځینې سفارتونه بریښنالیک نه لري او له مراجعینو غواړي چې د آنلاین فورمې یا webform له لارې هغوی سره اړیکه ونیسي. که چیرې په پخوانیو بریښنالیکونو کې سفارت سره د اړیکې معلومات موندلی نه شۍ، دې انټرنیټي پاڼې ته ورشئ او د هغه هیواد او ښار نوم ولټوئ چې پکې مو مرکه درلوده ترڅو له دې لارې د اړیکې معلومات ترلاسه کړئ.
د کیس د بیا پرانیستنې د غوښتنلیک بیلګه په لاندې ډول وړاندې کیږي. په نښه شویو یا هایلایټ شویو برخو کې خپل معلومات ولیکئ:
د بریښنالیک موضوع: ]ستاسو بشپړ نوم[ ]ستاسو د زیږیدو نیټه[ ]ستاسو د کیس شمیره[
اصلي محتوا:
د اړوندې شعبې د پاملرنې وړ،
زما نوم ]ستاسو بشپړ نوم[، زما د کیس شمیره ]ستاسو د کیس شمیره[ او زما د زیږیدلو نیټه ]ستاسو د زیږیدلو نیټه[ دی. وروسته له دې چې مې د ویزې مرکه بشپړه کړه، زما ویزه رد شوه ځکه چې زه د ]ستاسو د اصلي هیواد نوم [ تبعه یم. د امریکې د متحده ایالاتو حکومت اوس هغه قوانین له منځه وړي چې پربنسټ یې زما ویزه رد شوې وه. د امریکې متحده ایالاتو حکومت عارضینو ته اجازه ورکوي ترڅو له سفارتونو وغواړي چې د هغوی پر غوښتنلیکونو بیاکتنه وکړي. هیله کوو لاندې انټرنیټي پاڼه وګورئ:
نو په دې اساس، په ډیر درنښت هیله کوم ترڅو په قوانینو کې د رامنځته شویو بدلونو په رڼا کې زما کیس بیا پرانیزئ. هیله کوم دا تصدیق کړئ چې تاسو متحده ایالاتو ته زما د ویزې پر غوښتنلیک بیا غور کوئ.
۲ پړاو: په دوو اوونیو کې له سفارت څخه د ځواب د نه ترلاسه کولو په صورت کې، بیا بریښنالیک ولیږئ. له هغوی څخه وغواړئ ترڅو پر غوښتنلیک بیاغور او د غوښتنلیک بیاپرانیستنه تصدیق کړي. له هغوی همداراز پوښتنه وکړئ چې ستاسو په اړه لازیاتو معلوماتو ته اړتیا لري او که نه. په یاد وساتئ چې ډیر شمیر سفارتونه او کنسلګرۍ دممهال یا بند دي او یا هم د کویډ-۱۹ له امله یې فعالیتونه ورو پرمخ ځي. د خپل پام وړ سفارت یا کنسلګرۍ ویب پاڼې وګورئ. د ځواب د نه ترلاسه کولو په صورت کې، د سفارت یا کنسلګرۍ له پرانیستنې سره سم بیا بریښنالیک ورولیږئ.
۳ پړاو: که چیرې سفارت ستاسو د کیس له بیاپرانیستنې انکار کوي، هیله ده لاندې معلومات ولولئ ترڅو ستاسو خپلوان یا دوستان چې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي وکولی شي د متحده ایالاتو په کانګریس کې له خپل استازي څخه په دې باب مرسته وغواړي. دې اقدام ته د کانګریس استعلام یا کانګریشنل انکوایري وایي. د کانګریس د استعلام د لیږلو د طریقې په باب د IRAP لارښود دلته وګورئ.
د کانګریس له غړي سره د اړیکې پرمهال، له خپلو خپلوانو یا دوستانو څخه وغواړئ ترڅو دا لاندې معلومات شامل کړي:
- ستاسو ویزه مخکې له دې د مسلمانانو یا افریقایي اتباعو د راتګ د بندیز له امله رد شوې وه؛
- تاسو د ولسشمر د 10141 شمیرې اعلامیې پربنسټ د کیس د بیاپرانیستنې مستحق یاست؛ او
- ستاسو د کیس د طی مراحل موظف سفارت یا کنسلګري په دې برخه کې د مرستې توان یا علاقه نه ده لرلې
ستاسو پر ویزې د مسافرتونو د بندیزونو د اغیزو په باب، دا لارښود ولولئ.
یادونه: که چیرې ستاسو غوښتنلیک د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له ۲۰ مې نیټې مخکې رد شوی وي، سفارت به له تاسو غواړي چې د غوښتنلیک فیس بیا ورکړۍ. سفارت به همداراز له تاسو غواړي چې DS-260 فورمه له سره ډکه کړئ. که چیرې ستاسو ویزه د لاټري په پروګرام کې رد شوې وه، سفارت به ستاسو د کیس د بیا پرانیستنې اجازه نه ورکوي.