يادونه: دا معلومات د ۲۰۲۵ د جنورۍ له ۲۰مې نېټې څخه د نوو تګلارو له امله اغېزمن شوي او ژر به تازه شي.
هغه افغانان چې د مشروط اقامت (پرول) پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته راغلي دي، د کار د جواز اسناد ترلاسه کوي. په دغو اسنادو کې ځینې تیروتنې موجودې وې. د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د چارو ادارې USCIS ددې سندونو د اصلاح کولو د غوښتنې په اړه په خپله ویب پاڼه کې معلومات خپاره کړي دي. دا معلومات ددې عنوان لاندې ترلاسه کیدی شي "پرول لرونکي افغانان- د کار جواز په اړه معلومات".
په دې عنوان کلیک وکړئ "د کار جواز د سند (EAD) د اصلاح لپاره څرنګه درخواست وکړم"
په یاد ولرئ چې د 2022 کال له نومبر څخه، هغه افغانان چې د OAW پروګرام (او یو شمیر نور افغانان چې د OEW پروګرام له لارې) یا د مشروط اقامت (پرول) له لارې متحده ایالاتو ته راغلي دي، کولی شي حتی د کار معتبر جواز پرته هم کار وکړي.
د کډوالو مرستې نړيواله پروژه (آی ار ای پي) ځينو کډوالو او بې ځايه شويو خلکو ته وړيا قانوني مرستې چمتو کوي.
آی ار ای پي پرېکړه کوي چې له خلکو سره د کډوالۍ د حيثيت لپاره د هغوی د اړتياوو او وړتياوو پر اساس مرستې وکړي. آی ار ای پي دا پرېکړه نه کوي چې له خلکو سره د نورو ټولنيزو يا سياسي يا مذهبي معيارونو پر اساس مرسته وکړي. دا ويبپاڼه د قانوني پروسو په هکله چې ځينو کډوالو ته مهيا دي، عمومي معلومات ورکوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. غوښتنې ممکن بدلون ومومي. تل د حکومت یا ادارې څخه وروستي معلومات وګورئ چې ستاسو د غوښتنې په اړه پریکړه کوي. که تاسو د کډوالۍ په بیړني حالت کې یاست، موږ وړاندیز کوو چې تاسو په هغه هیواد کې د UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو اوسیږئ . |