د منځپانګې جدول
د ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) په اړه مهم تازه معلومات:
حکومت د افغانانو لپاره د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) غوښتونکو ته د ویزو ورکول ځنډولي دي.
د افغان ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) پروګرام له مخې د COM تایید لپاره د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۵ کال د دسمبر ۳۱مه وه.
که تاسو د COM په اړه یوه پاتې غوښتنه لرئ، د متحده ایالاتو حکومت ویلي دي چې ستاسو د پاتې COM غوښتنلیک لپاره د هر ډول پاتې اسنادو سپارلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۶ کال د جون ۵مه ده.
که تاسو د COM د ردلیک (denial letter) ترلاسه کړئ او د استیناف (appeal) حق لرئ، نو تاسو باید د پرېکړې لیک له استول کېدو څخه ۱۲۰ ورځې وخت ولرئ، حتی که دا نېټه د ۲۰۲۶ کال د جون له ۵مې وروسته هم وي. د ۲۰۲۶ کال د جون د ۵مې نېټه یوازې د یوې ځنډېدلې غوښتنلیک لپاره د اضافي اسنادو سپارلو لپاره ده.
تاسو دلته پدې اړه نور معلومات ترلاسه کولی شئ چې دا د SIV غوښتونکو لپاره څه مانا لري.
دا مقاله وروستی ځل د 2026 کال د جولای په 13 مه نیټه نوې شوې ده
مهم معلومات: د 2026 کال په جنورۍ کې، د متحده ایالاتو حکومت اعلان وکړ چې د افغانستان او عراق اتباعو لپاره د ویزو په ورکړې بندیز لګول شوی. په دې بندیز کې د کډوالۍ ځانګړې ویزو ورکړه هم شامله ده. که څه هم په دې بندیز کې استثناوې شته، خو پریکړه د متحده ایالاتو د حکومت له خوا، د هرې قضیې د ځانګړتیاو پربنسټ کیږي. IRAP په دې برخه کې دلته نور معلومات لري.
IRAP دغه لارښود ځکه جوړ کړی دی چې پخوا د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا SIV ځینې لرونکي متحده ایالاتو ته د رسیدو پرمهال په هوایي ډګرونو کې نیول شوي دي. موږ فکر کوو چې دا به د کډوالۍ ځانګړو ویزو SIV ترلاسه کوونکو ته مهمه وي چې دداسې یو احتمالي حالت لپاره چمتووالی ولري.
خپل سفر ته چمتووالی
مخکې له دې چې ددې مطلب لوستلو ته ادامه ورکړئ، په یاد وساتئ چې د 2026 کال په جنورۍ کې د ډیر شمیر هیوادونو وګړو لپاره د ویزو په ورکړې بندیز لګول شوی دی چې پکې افغانستان او عراق هم شامل دي. افغانان هم نشي کولی متحده ایالاتو ته ننوځي خو پرته له هغه حالت څخه چې هغوی د کډوالۍ ځانګړې ویزې ولري چې لا معتبرې وي او د اعتبار موده یې پای ته رسیدلې نه وي او د 2026 کال د جنورۍ له 1 نیټې څخه مخکې ورکړل شوې وي. ددې امکان هم شته چې که حتی تاسو معتبره ویزه هم ولرئ چې د اعتبار موده یې پای ته رسیدلې نه وي، په هوایي ډګر کې به متحده ایالاتو ته د ننوتلو اجازه ورنکړل شي.
-
څومره ژر چې کیدی شي متحده ایالاتو ته له رسیدو وروسته له یو شخص سره چې په متحده ایالاتو کې اوسیږي، د اړیکې نیولو پلان جوړ کړئ - چې هغه به په متحده ایالاتو کې ستاسو ارتباطي شخص وي - ترڅو په هوایي ډګر کې ستاسو د نیول کیدو په صورت کې لږ تر لږه یو شخص خبر وي. دا شخص کیدی شي د کورنۍ غړی، ملګری، یا ستاسو پخوانی آمر وي.
دې شخص ته خپل د الوتنې معلومات، لکه د رسیدو نیټه، وخت او د هوایي ډګر نوم ورکړئ.
پریکړه وکړئ چې تاسو به له دې شخص سره څنګه اړیکه نیسئ. آیا تاسو به د خپل ګرځنده ټیلفون له لارې هغې ته ټیلفون کوئ؟ آیا هغه به په هوایي ډګر کې تاسو ته په تمه وي؟
د بیړني حالت لپاره یو پلان جوړ کړئ چې که تاسو ونیول شئ نو هغه شخص باید څه وکړي: آیا دا شخص باید ستاسو کیسه په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړي؟ آیا هغه باید له ټاکل شویو چارواکو څخه مرسته وغواړي؟ آیا هغه باید یو وکیل پیدا کړي ترڅو ستاسو قضیه په محکمه کې ثبت کړي؟
-
دا لاندې اسناد په هغه لاسي بکس کې وساتئ چې له ځان سره یې الوتکې ته وړئ، نه په هغه بکس کې چې د الوتنې کارکوونکو ته یې سپارئ:
ستاسو پاسپورت او د سفر اسناد. د سفر د اسنادو هغه پاکټ مه خلاصوئ چې د متحده ایالاتو له سفارت څخه مو ترلاسه کړی دی.
د SIV غوښتنلیک اړوند اسناد
په متحده ایالاتو کې د خپل ارتباطي شخص د اړیکې معلومات
"خپل حقونه وپیژنئ" سند یوه كاپي
د کډوالۍ د تفتیش ځای ته له رسیدو مخکې
متحده ایالاتو ته د لومړي ځل رسیدو سره سم، که امکان لري، هڅه وکړئ خپل ارتباطي شخص سره اړیکه ونیسئ. که تاسو پیام لیږلی نشئ ځکه چې د ټیلفون خدمتونو ته لاسرسی نلرئ، هڅه وکړئ چې د هوایي ډګر له وای فای سره خپل ټیلفون وصل کړئ او یو بریښنالیک یا پیام ولیږئ. د کډوالۍ او ګمرکونو د تفتیش ځای ته له رسیدو وروسته به عموما ً تاسو ته د خپل ګرځنده ټیلفون د کارولو اجازه درنکړل شي.
د کډوالۍ تفتیش ځای څخه تیریدل
له الوتکې څخه له راوتلو وروسته به تاسو د لومړني تفتیش ځای ته د تللو لپاره په لیکه کې ودریږئ. د تفتیش په لومړني ځای کې، افسر ته خپل د سفر اسناد او د اسنادو سرتړلی پاکټ چې له سفارت څخه مو ترلاسه کړی دی ورکړئ. پوښتنو ته صادقانه ځوابونه ووایئ.
ستاسو د ګوتو نښې او عکس به واخیستل شي. د متحده ایالاتو حکومت وایي چې دا مجاز ده چې هغه اسباب او وسایل وکتل شي چې تاسو له ځان سره راوړي دي ترڅو پریکړه وشي چې آیا هیواد ته د ننوتلو اجازه درکړل شي که نه. دا په دې معنی ده چې افسران به ستاسو فایلونه، عکسونه او یا ویډیوګانې چې ستاسو په الکټرونیکي وسایلو او لپ تاپ کې ثبت دي وګوري.
ددې امکان شته چې له دې تفتیش څخه وروسته تاسو متحده ایالاتو ته ننوځئ. خو ددې امکان هم شته چې افسر پریکړه وکړي چې تاسو د نورو پوښتنو لپاره د تفتیش دویم ځای ته انتقال کړي. د تفتیش په دویم ځای کې به تاسو بلې خونې ته یووړل شئ. د انتظار په موده کې تاسو حق لرئ چې خواړو، اوبو، د لمونځ د ادا کولو ځای او تشناب ته لاسرسی ولرئ. که تاسو درملو ته اړتیا لرئ، نو باید افسرانو ته خبر ورکړئ. که تاسو د تفتیش په دویم ځای کې له دوو ساعتونو څخه ډیره موده انتظار وکړ، په متحده ایالاتو کې خپل ارتباطي شخص ته د ټیلفون کولو اجازه وغواړئ.
که تاسو په انګلیسي ژبه خبرو کولو کې ستونزه لرئ، تاسو حق لرئ چې د یو ژباړونکي غوښتنه وکړئ.
که داسې ښکاري چې تاسو ته د ننوتلو اجازه نه در کول کیږي، د پناه غوښتنه وکړئ
که داسې ښکاري چې افسران به تاسو ته هیواد ته د ننوتلو اجازه درنکړي، دا تاسو لپاره مهمه ده چې وپوهیږئ چې تاسو په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې حق لرئ.
د پناه د غوښتلو معنی دا ده چې تاسو باید په متحده ایالاتو کې د "پناه غوښتونکي" له تعریف سره تطابق لرئ. یو پناه غوښتونکی هغه شخص دی چې د نژاد، دین، ملیت، په یوه ځانګړې ټولنیزه ډله کې د غړیتوب او د سیاسي مفکورې د لرلو له امله له ځورونې ویره لري یا پخوا له همدې امله ځورول شوی دی. څکه چې تاسو متحده ایالاتو سره د کار له امله د ځورونې جدي ګواښ تجربه کړی دی، امکان یې شته چې تاسو د پناه غوښتونکي د تعریف شرایط پوره کړئ. که تاسو د خپلې کورنۍ له غړو سره سفر کوئ، تاسو کولی شئ چې خپله میرمن/خاوند او ماشومان د پناه غوښتنې په غوښتنلیک کې شامل کړئ.
که داسې ښکاري چې تاسو ته متحده ایالاتو ته د ننوتلو اجازه نه درکول کیږي او تاسو غواړئ چې په متحده ایالاتو کې پاتې شئ او د پناه غوښتنه وکړئ، افسر ته ضمیمه شوی د IRAP د مکتوب یوه کاپي ورکړئ او دا لاندې ګامونه پورته کړئ:
1. له افسر څخه وغواړئ چې تاسو ته د لنډ مهال بشردوستانه استوګنې یا پرول له لارې متحده ایالاتو ته د ننوتلو اجازه درکړي. پرول، متحده ایالاتو ته د لنډې مودې لپاره د ننوتلو اجازه بلل کیږي. پرول له لارې هیواد ته له ننوتلو وروسته، تاسو کولی شئ د خپل حالت په اړه مرستې لپاره یو وکیل پیدا کړئ. افسر ته ووایئ چې تاسو د لاندې دلایلو له امله د پرول غوښتنه کوئ:
تاسو د SIV او دایمي قانوني اوسیدونکي په توګه متحده ایالاتو کې د منل کیدو لپاره منظور شوي یاست،
تاسو په عراق یا افغانستان کې د متحده ایالاتو له خوا په دنده ګومارل شوي وئ،
تاسو دا ښودلې ده چې متحده ایالاتو لپاره د خدمت او دې هیواد سره د اړیکې له امله به تاسو په عراق یا افغانستان کې د ځورونې د جدي ګواښ له خطر سره مخ یاست،
تاسو د SIV لپاره د امنیتي او روغتیایي ارزونو پروسې بشپړې کړې دي،
(او که دا ریښتیا وي:) تاسو په متحده ایالاتو کې د کورنۍ غړي لرئ او غواړئ له هغوی سره بیرته یوځای شئ.
2. د ګمرکونو او د پولو د ساتنې (CBP) افسر ته ووایه چې عراق یا افغانستان ته له بیرته ستنیدنې ویره لرئ، لکه څنګه چې ستاسو په SIV غوښتنلیک کې ښودل شوي دي. افسر ته ووایه چې تاسو د "د باور وړ ویرې مرکې" حق لرئ چې په دې مرکه کې به تاسو وضاحت ورکړئ چې ستاسو د پناه غوښتنې د وړتیا لپاره د پام وړ امکان موجود دی.
هیڅ داسې اسناد مه لاسلیک کوئ چې پرې نه پوهیږئ. په تیرو وختونو کې، د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV لرونکو څخه غوښتنه کیده چې د خپل SIV غوښتنلیک څخه د انصراف یا بیرته اخیستلو لپاره اسناد لاسلیک کړي. که تاسو غواړئ چې په متحده ایالاتو کې پاتې شئ، خپل غوښتنلیک څخه د انصراف هیڅ ډول اسناد مه لاسلیک کوئ.
3. وروسته له دې چې تاسو عراق یا افغانستان ته له ستنیدو ویره څرګنده کړه، تاسو له هیواد څخه نه شئ ایستل کیدای. د باور وړ ویرې مرکې له ترسره کیدو مخکې به تاسو یا په هوایي ډګر کې ساتل کیږئ او یا به د توقیف بل مرکز ته انتقال شئ. په دې مرحله کې په متحده ایالاتو کې خپل ارتباطي شخص سره اړیکه ونیسئ او له هغې څخه وغواړئ چې تاسو ته یو وکیل پیدا کړي.
4. د باور وړ ویرې له مرکې څخه مخکې وخت څخه ګټه پورته کړئ او له یو وکیل سره خبرې وکړئ او مرکې ته ځان چمتو کړئ. په مرکه کې به تاسو څخه ستاسو د SIV غوښتنلیک په اړه پوښتنې وشي نو ډاډ ترلاسه کړئ چې له مرکې مخکې د خپل غوښتنلیک محتویات ولولئ.
5. د باور وړ ویرې مرکه کیدی شي په حضوري بڼه یا د ټیلفون له لارې ترسره شي. تاسو حق لرئ چې د حضوري مرکې لپاره خپل وکیل له ځان سره راولئ او که مرکه د ټیلفون له لارې وي، خپل وکیل څخه وغواړئ چې د ټیلفون له لارې په مرکه کې حاضر وي.
6. کله چې تاسو د باور وړ ویرې مرکه تیره کړه، تاسو کولی شئ د کډوالۍ قاضي په وړاندې د پناه غوښتنه وکړئ. د پناه غوښتنې په لړ کې کیدی شي تاسو د توقیف په مرکز کې وساتل شئ. تاسو کولی شئ د پرول له لارې د توقیف له مرکز څخه د خوشې کیدو غوښتنه وکړئ. د اوسنۍ پالیسۍ له مخې، هغه کسان د پرول له لارې خوشې کیدی شي چې د باور وړ ویرې مرکه یې تیره کړې وي او خپل د پیژندنې معلومات وړاندې کړي او هوډ وکړي چې د خپل کډوالۍ ټولو غونډو ته به حاضریږي او دا چې د ټولنې لپاره به ګواښ نه وي.
ژر تر ژر په متحده ایالاتو کې خپل ارتباطي شخص سره اړیکه ونیسئ ترڅو هغه وپوهیږي چې آیا تاسو د تفتیش مرحله بشپړه کړې ده او که لا اوس هم په توقیف کې یاست.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.