یادونه: دا معلومات د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې له ۷مې نیټې څخه نوي شوي معلومات بلل کیږي. موږ هڅه کوو چې دا معلومات کله چې بدلون ته اړتیا ولري نوي کړو، خو دا ممکن د وخت د تېریدو سره بدلون ومومي ځکه چې د متحده ایالتونو د کډوالۍ قوانین په چټکۍ سره بدلون مومي. دا معلومات تعلیمي بڼه لري او دې ته باید د قانوني مشورې په توګه ونه کتل شي.
په دې مقالې کې کوم معلومات شتون لري؟
1. د متحده ایالاتو کومې ادارې خلک په توقیف کې ساتلی شي؟
3. یو کس د څومره مودې لپاره په توقیف کې ساتل کیدای شي؟
4. کله چې څوک توقیف کیږي نو څه به پیښ شي؟
5. د توقیف په حالت کې خلک کومو حقونو ته لاسرسې لري؟
6. څنګه معلومات ترلاسه کړو چې ملګري یا د کورنۍ غړي مو توقیف شوي دي؟
1. د متحده ایالاتو کومې ادارې کولای شي خلک په توقیف کې وساتي؟
د متحده ایالاتو د کورنیو چارو د امنیت څانګه د حکومت یوه برخه تشکیلوي. ددې ادارې په تشکیل کې دوه نورې ادارې شتون لري چې د متحده ایالاتو د کډوالۍ د قانون له مخې خلک توقیف کولای شي:
- د کډوالو او ګمرکاتو د پلي کولو اداره (ICE) : دا اداره د متحده ایالاتو د کډوالۍ پورې اړوند د قوانینو د پلي کولو ګرمتیا په غاړه لري. دا اداره کولای شي هغه کسان، چې په متحده ایالاتو کې د پاتې کیدو معتبره اجازه نامه ونلري یا دې هیواد ته د ننوتلو د مقرراتو څخه سرغړونه کړی وي، توقیف کړي او د یوې ټاکلي مودې لپاره یې په متحده ایالاتو په توقیف کې وساتي.
- د ګمرکاتو او د پولې د ساتنې اداره (CBP): دا اداره، متحده ایالاتو په پوله کې د خلکو د ننوتلو مسؤلیت په غاړه لري او ډاډ ترلاسه کوي چې خلک دې دروازو کې قوانینو ته درناوې وکړي. یاده اداره کولای شي د هر هغه کس مخنیوې وکړي چې د متحده ایالاتو له پولو له لارې دې هیواد ته داخلیږي. CBP هغه خلک توقیف کوي چې متحده ایالاتو ته په دوه جلا جلا ځایونو کې د ننوتلو هڅه کوي، چې هغه دي لا هیلرا la hielera او لا پریرا la perrera، خو دا هم شونې دې چې نورو ځایونه کې هم د اوږدې مودې لپاره کډوال وساتي.
2. آیا ددې امکان شته چې زه توقیف شم ؟
هر څوک کیدای شي د متحده ایالاتو سرحدي دروازو ته په نږدې کیدو سره ونیول شي، په شمول د هغو کسانو چې د ټاکلي ملاقات سره ننوځي، هغه خلک چې پرته له ملاقات د وقت د سرحدی دروازو له لارې د تیریدو هڅه کوي او هغه کسان چې د اجازې پرته سرحد څخه د تیریدو هڅه کوي.
د لاندې ذکر شوی کسانو لپاره د توقیف خطر لوړ بلل کیدای شي:
- هغه کسان چې د مخه له متحده ایالاتو څخه اخراج شوي دي؛
- هغه کسان چې په بل هیواد کې جنایي سوابق ولري؛
- هغه کسان چې د CBP د ملاقات مهالویش ونلري؛
- هغه کسان چې هڅه وکړي پرته له اجازې متحده ایالاتو ته داخل شي؛ او/ یا
- یو مجرد بالغ چې له کوچنیو ماشومانو پرته سفر کوي.
- که تاسو په سرحدي دروازو کې ملاقات ولرئ، نو د دې احتمال کم دې چې تاسو به توقیف شئ.
3. د توقیف په صورت کې، زه به څومره موده په بند کې پاتې شم؟
هغه عوامل چې د توقیف پر مودې باندې اغیزه اچوي لاندې ذکر شوي دي:
1. تاسو له کومې ادارې لخوا توقیف کیږئ (ICE) یا (CBP)؟
2. آیا تاسو د کډوالۍ د مرستې لپاره وړ یاست؟
3. آیا تاسو په متحده ایالاتو کې کډوال پاتي شوي یاست؟
4. آیا تاسو په متحده ایالاتو کې جرمی سوابق لرئ؟
د CBP اداره، کډوال د پولې په اوږدو کې، توقیف کوي. دغه اداره څه کولای شي؟
- دوی کولای شي تاسو ته متحده ایالاتو ته د داخلیدو اجازه در نه کړي، او همدا رنګه :
- تاسو بیرته خپل هیواد ته واستوي یا،
- که تاسو د مکسیکو، هایټي، کیوبا، نیکاراګوا، یا د وینزویلا اوسیدونکی یاست، تاسو به د مکسیکو هیواد ته واستوي.
- تاسو تر دوو اونیو پورې په توقبغ کې وساتي.
- دوی کولای شي تاسو تر هغه مهاله توقیف کې وساتي تر څو چې تاسو د باور وړ ویرې یا د معقولې ویرې مرکې ترسره نه کړي.
- تاسو د کډوالو او ګمرکاتو د پلي کولو (ICE) د ادارې د توقیف مرکز ته واستوي.
که تاسو د ICE توقیف مرکز ته واستول شئ، نو ICE څه کولای شي؟
1. تاسو بیرته خپل هیواد ته واستوي چې دا بهیر د امکان په صورت کې ورځې، میاشتې یا کلونه موده ونیسي.
2. تاسو خوشې کړي ترڅو خپل کیس د توقیف څخه بهر بشپړه کړئ یا تاسو تر هغه مودې پورې په توقیف کې وساتي ترڅو چې محکمه ستاسو د کډوالۍ په قضیې کې وروستۍ پرېکړه وکړي، چې دا بهیر ښايي ورځې، میاشتې یا کلونه موده ونیسي.
4. د کډوالو په توقیف کې څه پیښیږي؟
ډیر شمیر خلک چې د کډوالۍ په توقیف کې شتون لري، په چټکۍ سره د یوې پروسې له لارې چې د "چټک اخراج" په نوم یادیږي بیرته خپل هیواد ته استول کیږي. دا کړنه ډیری وخت د CBP د توقیف په مرکزونو کې پیښیږي.
د CBP اداریې د توقیف په مرکزونو کې وضعیت څرنګه دې؟
- دا کیدای شي ډیر سخت وي.
- درمل، شاور، محرمیت او نورو اسانتیاو ته لاسرسی کیدای شي ډیر محدود وي.
- دCBP د توقیف په مرکزونو کې حتی د خوب بستر ته لاسرسی ناشونې دې او ښايي تاسو پر ځمکه ویده شئ.
- شخصي وسایل لکه ټیلفونونه او اسناد ضبط کیږي. له همدې امله، هغه کسان چې کیدای شي د CBP/ICE په توقیف کې واچول شي، باید د تلیفون اړینې شمیرې په یادو یاد کړي او دمخه خپل مهم اسنادونه یو باوری وګړي ته ایمیل کړي.
- تاسو حق لرئ چې له وکیلانو او کورنۍ سره خبرې وکړئ، خو تلیفون ته لاسرسی ډیر محدود دې.
- تاسو ممکن خپل د قضیې اسناد یا حتی قلم او کاغذ ته لاسرسی ونه لرئ.
د ICE د توقیف په مرکزونو کې وضعیت څرنګه دې؟
- دا کیدای شي ډیر ستونزمن وي.
- شخصي وسایل لکه ټیلفونونه او اسناد ضبط کیږي. له همدې امله، هغه کسان چې کیدای شي د CBP/ICE په توقیف کې واچول شي، باید د تلیفون اړینې شمیرې په یادو یاد کړي او دمخه خپل مهم اسنادونه یو باوری وګړي ته ایمیل کړي.
- تاسو حق لرئ چې د فزیکي روغتیايي، غاښونو او طبي پاملرنې غوښتنه وکړئ، خو ډیرې وخت خلک کافي اندازه پاملرنه نه ترلاسه کوي.
- تاسو حق لرئ چې له وکیلانو او کورنۍ سره اړیکه ټینګه ګړئ. تاسو به د توقیف ځای څخه د تلیفون کولو لپاره پیسې ورکړئ. او کولی شئ له ځانګړو پروګرامونو له لارې وکیلانوسره وړیا ټلیفوني اړیکه ټینګه کړئ.
- تاسو کولی شئ د کډوالو په پوسټونو کې په توقیف مرکزونو کې کار وکړئ او تاسو کولای شئ په سیمه کې کتابتون ته د لاسرسي غوښتنه وکړئ.
که تاسو په ګړندۍ بیرته شړلو ("چټک اخراج") په پروسه کې یاست او تاسو د متحده ایالاتو چارواکو ته ووايي چې تاسو خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو څخه ویره لرئ، تاسو باید د "د باور وړ ویرې مرکه" یا "د معقولې ویرې مرکه" ترسره کړئ. دا داسې یوه مرکه ده چیرته چې له تاسو به د دې په اړه پوښتنې وشي چې ولې تاسو خپل اصلي هیواد پریښودلو ته اړ شوئ او یو چارواکې به پریکړه وکړي چې تاسو کولای شی چې وروسته د پناه غوښتنه وکړئ.
5. توقیف شوي کسان له کومو حقونو څخه برخمن دي؟
هرڅوک حق لري چې د توقیف د مودې په لړ کې وکیل سره خصوصي وغږیږي، سره له دې هم د متحده ایالاتو دولت د توقیف شویو کسانو د وکیل فیس نه ورکوي.
څنګه کولای شئ د وکیل سره اړیکه ونیسئ؟
- هغه کسان چې د CBP د توقیف په مرکزونو کې دي یوازې کولی شي د ټیلفون له لارې وکیل سره اړیکه ټینګه کړي.
- هغه کسان چې وکیل لري کولی شي د ICE په مرکزونو کې خپل وکیل سره یا د ټیلفون له لارې یا په شخصي ډول د زندان دننه کتنه ترسره کړي.
په توقیف مرکزونو کې د توقیف شویو کسانو لپاره د وکیل موندل ډیر ستونزمن کار دی. په هر حال، د یو وکیل سره خبرې کول د یو چا لپاره غوره لاره ګڼل کیږي چې د توقیف څخه د وتلو څرنګوالي په اړه دوی ته لارې ښایي.
تاسو څنګه کولای شئ یو وکیل پیدا کړي؟
- د CBP په مرکزونو کې توقیف شویو کسانو لپاره د وکیل پیدا کول ډیر ستونزمن کار دی. ځکه چې هغوی کورنۍ سره د اړیکې محدود امکانات لري او ژر به د کډوالۍ له چارواکي سره مرکه ولري حتی کیدای شي د یو ساعت په موده کې دننه. د CBP ادارو کې د تلیفون په هرې غرفی کې د وړیا وکیلانو لیست شتون لري. د کورنۍ غړي باید د ګټورو حقوقي خدماتو دا لیست وګوري چې کیدای شي د توقیف شویو کسانو سره مرسته وکړي:
https://www.justice.gov/eoir/page/file/1582586/download
- د ICE په ادارې کې، د وړیا حقوقي خدماتو چمتو کونکي شتون لري. دا کسان ډیری وختونه اړوند معلومات ورکوي او مرسته کوي چې تاسو څنګه کولای شئ د ICE توقیف څخه د خلاصون غوښتنه وکړئ.هغه کسان چې خپل وکیلان لري، د دې وړیا قانوني خدماتونو څخه مرسته نشي ترلاسه کولی، خو ځیني نور خدمات د هغوی لپاره هم شتون لري.
- په ICE کې، تاسو کولای شئ وکیلان په لاندې ډول وموندئ:
- د EOIR د وړیا قانوني خدمتونو وړاندې کوونکو لیست ( ددې خدماتو آدرس دلته پیدا کولای شئ: https://www.justice.gov/eoir/list-pro-bono-legal-service-providers او یا #۲۱۵۰ شمیرې سره د توقیف مرکز څخه دننه په اړیکه شئ ) چې هغه غیر انتفاعي سازمانونه پکې شامل دي او “د قانوني معلوماتو پروګرام “ (LOP) خدمات وړاندی کوي او هلته تاسو کولای شئ قانوني معلومات، سرچینې، او پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړي. خو، دوی فردي وکیلان نشي ورکولې.
- د کډوالو د ملي حقوقي خدماتو لارښود: ( د دغو خدماتو آدرس دلته پیدا کولای شئ: https://www.immigrationadvocates.org/nonprofit/legaldirectory/ ) چې د غیر انتفاعي سازمانونو لیست لري او وړیا یا په ټیټه بیه قانوني د کډوالۍ خدمات وړاندی کوي.
- د پناه غوښتونکو د د وکالت پروژه ( د دغو خدماتو پته دلته پیدا کولای شئ: https://help.asylumadvocacy.org/private-attorneys/ ) په دغه پته کې د مهاجرت وکیلانو لیست شتون لري چې خلکو ته په وړیا ټوګه د وکالت خدمات وړاندۍ کوي.
- په ICE کې، تاسو کولای شئ وکیلان په لاندې ډول وموندئ:
نیول شوي کسان څنګه خپلې کورنۍ سره په اړیګه کیږي؟
هغه کسان چې توقیف کیږي کولای شي په خپل لګښت له خپلو کورنیو او ملګرو سره اړیکه ونیسي. ټیلفوني اړیکې یوازې د توقیف له مرکز څخه بهر ته ترسره کیږي. خو په هر حال خلک کولای شي چې توقیف شوي شخص ته شخصي پیام پریږدي. توقیف شوي شخص ته د پیام د پریښودو په اړه د لا زیاتو معلومات لپاره له دې ویب پانې څخه لیدنه وکړئ: https://www.ice.gov/detention-facilities
اړینه خبره: *که چیرته تاسو له داسې خلکو سره چې وکیلان نه دي اړیکه نیسئ نو ستاسو تلیفونی یا ویډیویی اړیکې د متحده ایالاتو د حکومت د چارواکو لخوا ثبت او بیا کتنه کیږي.*
6. څنګه معلومات ترلاسه کړو چې ملګري یا د کورنۍ غړي مو توقیف شوي دي؟
که تاسو هڅه کوئ چې هغه شخص چې د ICE له خوا توقیف شوی او د ICE توقیف ځای ته انتقال شوی دی، پیدا کړئ، مهرباني وکړئ په آنلاین سیسټم کې چې د ICE له خوا د توقیف شويو کسانو د پیدا کولو لپاره جوړ شوی ویب پانې ته لاړ شئ: https://locator.ice.gov/odls/#/index
لټولو لپاره :
- د A Number یا (د کډوالۍ د پیژندلو 9 عددي شمیرې) او د زیږیدنې هیواد د نوم په داخلولو سره، خپل د پام وړ شخص ولټوئ. که چیرې په A Number کې 8 عدده وي، په لومړي سر کې صفر اضافه کړئ.
- د شخص نوم او تخلص په سمه توګه لکه څرنګه چې د کډوالۍ په اسنادو کې لیکل شوې دې، او همداراز د توقیف شوي شخص د اصلي هیواد نوم په سیسټم کې داخل کړئ. که له لټون څخه وروسته، د پام وړ پایله ترلاسه نشوه، هڅه وکړئ چې د شخص نوم په مختلفو حروفو ولیکئ
- که پورته دوه لارې کار ونکړي او هیڅ معلومات مو ونه موندل ، مهرباني وکړئ د ICE ERO توقیف راپور ورکولو او معلوماتو اړیکې شمیره 1-888-351-4024 سره په اړیکه شئ.
- د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتی د معلوماتی له مخی هغه خلک چې د 48 ساعتونو څخه ډیر د CBP په توقیف کې نیول شوي هم پدې سیسټم کې موندلی شئ.
په سیسټم کې د شخص د معلوماتو د پیدا کیدو په صورت کې، د هغه توقیف ځای نوم او آدرس به ترلاسه شي چې توقیف شوی شخص پکې توقیف شوې دې.