د منځپانګې جدول
دا مقاله وروستی ځل د 2026 کال د جولای په 27 مه نیټه نوې شوې ده
لنډیز
دا مقاله د هغو کسانو لپاره ده چې د "اجرایي فرمان" په ګډون چې د 2025 کال د جنورۍ په 20 مه نیټه د ولسمشر ټرمپ له خوا لاسلیک شو، د متحده ایالاتو د بیا میشتیدنې د اوسنیو پالیسیو په اړه پوښتنې لري.
دا اجرایي فرمان "د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام بیا تعدیل" په نوم یادیږي چې پر بنسټ یې د متحده ایالاتو د کډوالو د بیا میشتیدنې پروګرام ځنډیدلی دی.
دا مقاله تشریح کوي چې په دې اجرایي فرمان کې څه ویل شوي دي او دا د هغو کسانو لکه د کډوالۍ احتمالي غوښتونکو لپاره څه معنی لري چې ددې بدلونونو له خوا به پرې اغیزه کیږي. دا مقاله همداراز وضاحت ورکوي چې د IRAP حقوقي دعوی څرنګه کولی شي په دې فرمان اغیزه وکړي او د کډوالو د بیا میشتیدنې د پروګرام د ځنډولو په اړه د دولت پریکړه څرنګه له ننګونو سره مخ کولی شي.
د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو په پروګرام یا (USRAP) څه وشول؟
د متحده ایالاتو د کډوالو د بیا میشتیدنې پروګرام د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام یا “USRAP” په نوم یادیږي.
د 2025 کال د جنورۍ په 20 مه نیټه، ولسمشر ټرمپ یو "اجرایي فرمان" صادر کړ چې دا فرمان "د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام بیا تعدیل" په نوم یادیږي. "اجرایي فرمان" د ولسمشر له خوا یو رسمي سند دی چې پر دولت حکم کوي چې ځانګړې دندې ترسره کړي. په دې فرمان کې ویل شوي دي چې د یوې نامعلومې مودې لپاره، د متحده ایالاتو دولت باید دې هیواد ته د کډوالو د ننوتلو اجازه بنده کړي. په دې فرمان کې همداراز ویل شوي دي چې دولت باید د کډوالو د هغو غوښتنلیکونو په اړه د پریکړې کولو لړۍ بنده کړي چې تر ارزونې لاندې دي.
د ولسمشر له خوا ددې فرمان له صادریدلو لږ وروسته، دولتي موسساتو د کډوالو د غوښتنلیکونو د منلو لړۍ بنده کړه او ټولې هغه قضیې یې وځنډولې چې دمخه پرې کار روان وو. هغوی همداراز د هغو کډوالو الوتنې او د سفر تدابیر لغو کړل چې دمخه د سفر لپاره منظور شوي وو.
د 2025 کال د فبرورۍ په 10 مه نیټه، IRAP د ټرمپ په وړاندې د پاسیتو Pacito v. Trump په نوم د دولت پرضد یوه حقوقي دعوي ثبت کړه. په دې حقوقي دعوی کې استدلال شوی دی چې دولت د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام (USRAP) د بندولو او د اجرایي فرمان پربنسټ د بودیجې په کمولو یې قانون مات کړی دی. دا حقوقي دعوی د متحده ایالاتو له یو قاضي څخه غوښتنه کوي چې پریکړه وکړي چې آیا اجرایي فرمان او هغه څه چې دولت د USRAP د بندولو لپاره ترسره کړي دي غیرقانوني دي که نه. دا قضیه لا تر اوسه دوام لري، خو اوس مهال، محکمې ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ اجازه لري چې د کډوالو د بیا میشتیدنې پروګرام وځنډوي.
تاسو کولی شئ په دې قضیه کې محکمې ته د سپارل شویو اسنادو او حکمونو، لینکونه دلته ترلاسه کړئ.
دا اجرایي فرمان زما پر قضیې څنګه اغیزه کوۍ؟
اوس مهال، دولت په جنوبي افریقا کې یوازې د یو ځانګړي نوي پروګرام له لارې غوښتنلیکونه پروسس کوي. د نورو ټولو غوښتنلیکونو لپاره، دولت د لاندې مواردو په ګډون د کډوالو د غوښتنلیکونو د پروسې ټول ګامونه ځنډولي دي:
د نویو راجع شویو غوښتنلیکونو منل،
د نویو قضیو جوړول،
د مرکو د وخت ټاکل،
د قضیو منظورول یا رد کول،
د روغتیایي معایناتو د وخت ټاکل، او
د هغو کسانو لپاره د الوتنو د وخت ټاکل چې دا ټول پړاوونه یې بشپړ کړي دي.
آیا د ځنډ په اړه کومې استثناوې شته؟ آیا داسې قضیې شته چې دا نوي قوانین پرې د تطبیق وړ نه ګڼل کیږي؟
په اجرایي فرمان کې ویل شوي دي چې د استثنا امکان شته. خو دا یې نه دي ویلي چې کوم ډول قضیې به له دې استثنا څخه ګټه پورته کوي. په فرمان کې ویل شوي دي چې دولت یوازې په هغه صورت کې کولی شي استثنا په پام کې ونیسي چې پریکړه وکړي چې دا استثنا "ملي ګټه" لري او کډوال "د متحده ایالاتو امنیت یا هوساینې ته ګواښ نه پیښوي". په فرمان کې ویل شوي نه دي چې ددې معنی څه ده، او دولت ویلي دي چې یوازې دولت کولی شي یوه پروسه پیل کړي او پریکړه وکړي چې آیا د یوې قضیې په اړه باید استثنا په پام کې ونیول شي که نه.
آیا زه کولی شم د USRAP نوې قضیه پرانیزم؟
تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو، یوازې افریقانران او په جنوبي افریقا کې"محروم اقلیتونه" کولی شي د جنوبي افریقا لپاره د کډوالو د منلو پروګرام له لارې اوس مهال د USRAP قضیې یا کیسونه پرانیزي.
آیا دا ځنډ د کورنۍ د غړو د سپانسر یا Welcome Corps په پروګرام اغیزه کوي؟
د متحده ایالاتو دولت د ولسمشر اجرایي فرمان ته د ځواب د یوې برخې په توګه د کورنۍ د غړو مالي ملاتړ یا سپانسر پروګرام چې د Welcome Corps پروګرام په نوم یادیږي، ځنډولی دی. دولت د مالي ملاتړ یا سپانسرشیپ د نویو غوښتنلیکونو منل او تر ارزونې لاندې غوښتنلیکونو پروسس بند کړی دی.
د کډوالو پروګرام به څه وخت بیرته پیل شي؟
دا ستونزمنه ده چې اټکل وشي چې د متحده ایالاتو د کډوالو له پروګرام سره به څه کیږي. موږ نه پوهیږو چې پروګرام به کله بیا پرانیستل کیږي. د ولسمشر ټرمپ د اجرایي فرمان په وړاندې حقوقي دعوی لا تراوسه تر کار لاندې ده او موږ نه پوهیږو چې وروستۍ پریکړه به څومره وخت ونیسي.
زه د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) افغان یا عراقي غوښتونکی یم. آیا دا ځنډ یا د ټرمپ د ادارې نور بدلونونه به زما د (SIV) په غوښتنلیک اغیزه وکړي؟
د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV پروګرام د متحده ایالاتو د کډوالو د پروسې یوه برخه نه ده. ولسمشر ټرمپ د سفر بندیز صادر کړی دی چې پکې ویل شوي دي چې د افغانستان په ګډون د ځینو ځانګړو هیوادونو اتباع متحده ایالاتو ته د ننوتلو اجازه نلري. د سفر د بندیز په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ. که څه هم د SIV پروګرام د کډوالو د پروګرام د ځنډیدو څخه اغیزمن شوی نه دی، خو د سفر له بندیز څخه اغیزمن شوی دی. د SIV عراقي غوښتونکو لپاره د سفر بندیز نشته.
تاسو همداراز باید وپوهیږئ چې د SIV غوښتنلیکونو لپاره د ماموریت مشر یا COM په غوښتنلیکونو کې بدلونونه رامینځته شوي دي. دولت د COM نوي غوښتنلیکونه او تر ارزونې لاندې غوښتنلیکونو لپاره اضافي اسناد نه مني. د COM د غوښتنلیکونو په پروسه کې د بدلونونو په اړه نور معلومات دلته وګورئ.
آیا دا ځنډ د افغانانو پر هغو قضیو اغیزه کوي چې د P-1 / P-2 پروګرام له لارې غوښتنلیک وړاندې کوي؟
هو، د کډوالۍ ټول غوښتنلیکونه ددې اجرایي فرمان له خوا اغیزمن شوي دي، چې پکې هغه قضیې یا کیسونه هم شامل دي چې افغانان پکې د P-1 / P-2 پروګرام له خوا راجع شوي دي.
آیا د ټرمپ ادارې افغانانو ته له افغانستان څخه د وتلو لپاره د متحده ایالاتو د مرستې ("د CARE بیا میشتیدلو") پروګرام ځنډولی دی؟
د متحده ایالاتو دولت د افغانانو د ځای پر ځای کولو د هڅو د همغږۍ پروګرام یا (CARE) بند کړی دی چې پخوا یې له افغانستان څخه د ځینو ځانګړو افغانانو په ځای پر ځای کولو کې مرسته کوله.
زما د کورنۍ یو غړي په متحده ایالاتو کې له نوموړي سره د یوځای کیدو لپاره زما په استازیتوب غوښتنلیک سپارلی دی. آیا زه به وکولی شم چې راشم؟
د کورنۍ اړیکې پر بنسټ د کډوالۍ ځینې غوښتنلیکونه د کډوالو د پروګرام له ځنډیدو څخه نه اغیزمن کیږي. ولسمشر ټرمپ د ځینو ځانګړو هیوادونو اتباعو لپاره د سفر بندیز او د کډوالۍ ویزې د صادریدو بندیز اعلان کړی دی. دغه لیست وګورئ ترڅو روښانه شي چې آیا د سفر بندیز یا د کډوالۍ ویزې د صادریدو بندیز په تاسو اغیزه کوي که نه.
هغه قضیې یا کیسونه چې د کډوالو د پروګرام ځنډ پرې اغیزه نه کوي
-
که ستاسو د کورنۍ غړی پناه غوښتونکی یا اسایلي دی او د I-730 ("د کورنۍ غړي سره یوځای کیدو") د پروسې له لارې یې متحده ایالاتو ته ستاسو د راوستلو غوښتنه کړې ده: د کډوالو د پروګرام ځنډ ستاسو پر قضیې اغیزه نه کوي.
پناه غوښتونکي "اسایلي" هغه کسان دي چې متحده ایالاتو ته له رسیدو وروسته ورته پناه ورکړل شوې ده. ددې پناه غوښتونکو د کورنۍ غړي چې د I-730 پروسې له لارې متحده ایالاتو ته د راتلو لپاره غوښتنه کوي، د اجرایي فرمان تر اغیزې لاندې نه دي، ځکه چې ددوی قضیې د USRAP یوه برخه نه بلل کیږي.
خو سره له دې هم، په یاد وساتئ چې د سفر بندیز او د کډوالۍ ویزې د صادریدلو بندیز کیدی شي پر I-730 اغیزه وکړي، او دا په دې پورې اړه لري چې تاسو د کوم هیواد اوسیدونکي یاست او آیا ستاسو هیواد د بندیز په لیست کې شامل دی که نه.
د پناه غوښتونکو یا اسایلي لپاره د I-730 په اړه نور معلومات دلته وګورئ.
-
I-130: که ستاسو د کورنۍ غړي د I-130 (د کورنۍ اړیکې پربنسټ د کډوالۍ د غوښتنلیک فورمې) له لارې متحده ایالاتو ته ستاسو د راوستلو غوښتنه کړې ده، د کډوالو د پروګرام ځنډ ستاسو پر قضیې اغیزه نه کوي.
د کورنۍ اړیکې پربنسټ د کډوالۍ یا I-130 پروسه د متحده ایالاتو اتباعو او دایمي قانوني اوسیدونکو (LPRs یا د "ګرین کارت" لرونکو) لپاره ده چې متحده ایالاتو ته د خپلو وړتیا لرونکو کورنۍ غړو د راوستلو غوښتنه کوي. د کډوالۍ دا لاره د USRAP برخه نه ده. نور معلومات دلته ترلاسه کیدی شي.
خو په یاد وساتئ چې د سفر بندیز او د کډوالۍ ویزې ځنډ کولی شي پر I-130 اغیزه وکړي او دا په دې پورې اړه لري چې تاسو د کوم هیواد اوسیدونکي یاست او آیا ستاسو هیواد د بندیز په لیست کې شامل دی که نه.
هغه قضیې یا کیسونه چې د کډوالو د پروګرام ځنډ پرې اغیزه کوي
که ستاسو د کورنۍ غړی کډوال یا ريفوجي دی، او د I-730 ("د کورنۍ غړي سره یوځای کیدو") د پروسې له لارې یې متحده ایالاتو ته ستاسو د راوستلو غوښتنه کړې ده: ستاسو قضیه ځنډیدلې ده. د ځنډ له امله، دولتي ادارو ددې قضیو پروسس او سفر ځنډولی دی. د کډوالو یا ریفوجي لپاره د I-730 په اړه نور معلومات دلته وګورئ.
که ستاسو د کورنۍ غړي د "3 لومړیتوب" (P-3) د کورنیو د یوځای کیدو پروګرام له لارې ستاسو په استازیتوب غوښتنلیک وړاندې کړی دی: ستاسو قضیه ځنډیلې ده.
که تاسو د عراق یا سوریې اتباع یاست او ستاسو د کورنۍ غړي د USRAP I-130 ځانګړي پروګرام له لارې ستاسو په استازیتوب غوښتنلیک وړاندې کړی دی: د USRAP له لارې ستاسو د کډوالۍ قضیه ځنډیدلې ده. د سفر بندیز او د کډوالۍ د ویزې د صادریدلو ځنډ کولی شي ستاسو پر I-130 قضیې اغیزه وکړي.
که ستاسو د کورني غړي یا بل شخص د سپانسرشیپ یا Welcome Corps پروګرام له لارې ستاسو په استازیتوب غوښتنلیک وړاندې کړی وي: ستاسو قضیه ځنډیلې ده.
که ستاسو د کورنۍ غړي متحده ایالاتو ته ستاسو د راوستلو لپاره د مرکزي امریکا د ماشومانو د پروګرام (CAM) له لارې تاسو لپاره درخواست کړی دی. ستاسو قضیه ځنډیلې ده.
آیا دا ځنډ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) پر قضیو اغیزه کوي؟
نه، دا ځنډ د UNHCR په کړنلارو یا د کډوالو د حالت یا بیا میشتیدنې په اړه د UNHCR پر پریکړو اغیزه نه کوي. خو که UNHCR تاسو د بیا میشتیدنې لپاره متحده ایالاتو ته راجع کړي یاست او تاسو اوس USRAP کیس لرئ، ستاسو د متحده ایالاتو د بیا میشتیدنې قضیه یا کیس د اجرایي فرمان له مخې ځنډیدلې ده.
که زه د USRAP له لارې په متحده ایالاتو کې بیا میشت شوی یم او اوس مهال په متحده ایالاتو کې یم، آیا دا ځنډ دلته زما د کډوالۍ په حالت اغیزه کوي؟
ځنډ یوازې په هغو کډوالو اغیزه کوي چې له متحده ایالاتو څخه بهر دي او غواړي چې د USRAP له لارې متحده ایالاتو ته ننوځي. که تاسو په متحده ایالاتو کې یاست، دا ځنډ ستاسو د کډوالۍ پر حالت اغیزه نه کوي.
خو ځینې نورې نوې پالیسۍ شته چې په متحده ایالاتو کې دننه په کډوالو اغیزه کوي. د بیلګې په توګه، دولت په متحده ایالاتو کې د میشتو کډوالو د کیسونو "بیا څیړنه" او بیا کتنه کوي. که تاسو د خپلې کډوالۍ پخوانۍ قضیې په اړه له دولت څخه کومه خبرتیا ترلاسه کړه، مهرباني وکړئ دې سرچینو ته ورشئ.
په متحده ایالاتو کې د کډوالو لپاره اړین معلومات دلته ترلاسه کړئ.
که زه د USRAP له لارې په متحده ایالاتو کې بیا میشت شوی یم یا د کډوالو ځانګړې ویزې SIV سره راغلی یم او د کډوالۍ ګټې او امتیازات ترلاسه کوم، آیا د کډوالو د بیا میشتیدنې ادارو ته د ټرمپ د ادارې د بودیجې ځنډ به پر ما اغیزه وکړي؟
د کډوالو د پروګرام د ځنډولو په وړاندې ثبت شوې حقوقي دعوی په ځواب کې د محکمې په وروستۍ پریکړه کې ویل شوي دي چې دولت باید هغو کډوالو او د کډوالۍ ځانکړو ویزو لرونکو ته د خدمتونو لپاره د بودیجې ورکړې ته دوام ورکړي چې په متحده ایالاتو کې میشت دي.
اضافي معلومات او سرچینې
د متحده ایالاتو د کډوالو د بیا میشتیدنې پروسه څه ده؟
څنګه کولی شم په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ لپاره خپل د غوښتنلیک حالت وګورم؟
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ UNHCR پروسه څه ده؟
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.