د کډوالو مرستې نړيواله پروژه (آی ار ای پي) ځينو کډوالو او بې ځايه شويو خلکو ته وړيا قانوني مرستې چمتو کوي.
- آی ار ای پي له ځينو خلکو سره مرسته کوي، چې خدمات پيدا کړي، او د کډوالۍ يا ويزې غوښتنو لپاره چمتوالي ونيسي
- آی ار ای پي د هيڅ دولت، آی او ايم، يا يو اين ايچ سي ار برخه نه ده
- آی ار ای پي نه شي کولای چاته د کډوالۍ حيثيت، يا ويزه ورکړي، يا يې قضيې چټکې کړي
- آی ار ای پي نه شي کولای مالي مرستې چمتو کړي، د هستوګنځي لپاره پيسې ورکړي، يا دندې پيدا کړي
- د آی ار ای پي ټولې مرستې وړيا دي. هيڅوک چې له آی ار ای پي سره شريک دی دا حق نه لري چې له تاسې څخه د پيسو يا نورو خدماتو غوښتنه وکړي.
آی ار ای پي پرېکړه کوي چې له خلکو سره د کډوالۍ د حيثيت لپاره د هغوی د اړتياوو او وړتياوو پر اساس مرستې وکړي. آی ار ای پي دا پرېکړه نه کوي چې له خلکو سره د نورو ټولنيزو يا سياسي يا مذهبي معيارونو پر اساس مرسته وکړي.
دا ويبپاڼه د قانوني پروسو په هکله چې ځينو کډوالو ته مهيا دي، عمومي معلومات ورکوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی.
غوښتنې ممکن بدلون ومومي. تل د حکومت یا ادارې څخه وروستي معلومات وګورئ چې ستاسو د غوښتنې په اړه پریکړه کوي.
که تاسو د کډوالۍ په بیړني حالت کې یاست، موږ وړاندیز کوو چې تاسو په هغه هیواد کې د UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو اوسیږئ.
لنډیز
د امریکا متحده ایالاتواتباع USCs یا قانوني دایمي اوسیدونکي LPRs (یا د "ګرین کارد لرونکي") کولای شي د I‑130 فورمې د ډکولو پر اساس له ځینې خپلوانو سره مرسته وکړي چې د امریکا متحده ایالاتو ته مهاجرت وکړي. دا هغو کسانو لپاره د USCs او LPRs لارښود دی چې غواړي د خپلو خپلوانو لپاره I‑130 دوسیه ثبت کړي.
ممکنه ده تاسې د کډوالې او پناه غوښتونکی کورنۍ سره د بيا يو ځای کېدو غوراوي لپاره وړ ياست. د I‑730 پروګرام په اړه معلومات دلته دي، د P‑3 پروګرام دلته دی، او د سوریيانو او عراقيانو لپاره د نيغ په نېغه لاسرسي پروګرام دلته دی.
پروسه یې څه ده؟
تاسی باید د I‑130 فورمه ثبت کړئ. تاسی باید نور هغه سندونه هم وراضافه کړئ چې وښایي تاسی USC یا LPR یاست. تاسی باید خپله اړیکه هم د هغو خپلوانو سره ثابته کړئ چې د امریکا متحده ایالاتو ته په راتګ کې ورسره مرسته کوئ. دې ته د خپلوانو لپاره غوښتنه کول وایي. تاسی غوښتونکی یاست. کله چې تاسی فورمه ډکوئ، باید په خپله اړه مو هر هغه سوال ځواب کړئ چې د غوښتونکي په اړه پوښتنه شوې وي.
زه د چا لپاره غوښتنه کولای شم؟
که تاسو LPR یاست، کولای شئ د خپلې میرمنی یا ماشومانو لپاره چې د هر عمر (خو چې واده یې نه وي کړی) غوښتنه وکړئ. که تاسی USC یاست، کولای شئ د خپلې میرمنې او ماشومانو لپاره چې د هر عمر وي (که مجرد وي یا متاهل)، او که ستاسو عمر له ۲۱ کلونو پورته وي، تاسی د خپلو خویندو، وروڼو او مور و پلار لپاره هم غوښتنه کولای شئ. ستاسی خپلوان یا هر هغه څوک چې تاسی ورته غوښتنه کوئ، ګټه اخیستونکی دی.
د کوم ځایه یې پیل کړم؟
تاسی باید I‑130 فورمه ثبت کړئ چې دلته د لاسرسي وړ ده. دغه فورمه له تاسو څخه ستاسی او ستاسو د کورنۍ د غړو د ژوندلیک په اړه معلومات پوښتي.
که تاسو دایمي قانوني اوسیدونکی یاست، تاسو باید د خپلې کورنۍ غړي لپاره غوښتنلیک ولیږئ. که دوی مجرد اولادونه لري چې عمرونه يې له ۲۱ کلونو کم دي، دوی اړتيا نه لري چې جلا عريضه وکړي. په هرحال، که چېرې ته د خپلې جوړې يا ماشومانو لپاره په همدې وخت کې عريضه کوې، ته کولای شې جلا عريضه وکړې، که چېرې ته غواړې، چې په جلا توګه د هغوی قضيه پر مخ يوړل شي.
که ته يو ايس سي لرې، او ته د خپل بالغ يا متاهل اولاد، يا روڼړو/خویندو لپاره قضيه ثبت کوې، اړتيا نه لرې چې د هغوی د جوړو لپاره يا د هغوی د مجردو اولادونو لپاره چې عمرونه يې له ۲۱ کلونو کم دي، جلا عريضه وکړې. که ته يو ايس سي يې او د خپلو والدينو، مجردو اولادونو چې عمرونه يې له ۲۱ کلونو کم دي، يا د خپلې جوړې لپاره عريضه کوې، ته بايد د هر فرد لپاره جلا عريضه وکړې. موږ سپارښتنه کوو چې يو پوښ ليک هم واستوې کوم چې ستاسې د سپارل شويو ټولو اسنادو فهرست موجود وي. دا له يو ايس سي آی ايس سره مرسته کوي تر څو وګوري چې تاسې ټولې اړتياوې پوره کړي.
د فورمې د لیږلو پرمهال، تاسو باید په فورمه کې خپل اصلي لاسلیک وکړئ یا د اصلي لاسلیک سکن یا فوتوکاپي ولیږئ. د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو اداره USCIS ټایپ شوې یا الکټرونیکي لاسلیک نه مني. تاسو باید اصلي نسخه له ځان سره وساتئ او په راتلونکي کې یې USCIS ته وړاندې کړئ.
پدې څومره لګښت راځي؟
د 2023 کال جنورۍ څخه را په دې خوا، تاسو باید I-130 فورمې لپاره $535.00 ورکړئ.
دا فیس باید د امریکا متحده ایالاتو له یوه بانک څخه د چیک یا مني ارډر او یا د کرډیټ کارډ له لارې ولیږل شي. چیک یا مني ارډر باید د [“U.S. Department of Homeland Security” (د امریکا متحده ایالاتو د کورني امنیت څانګه)] په نوم ولیږل شي. د دې څانګې نوم باید همداسې ولیکل شي څنګه چې دی. تاسی نشئ کولای نغدې پیسی ورکړئ. که غواړئ د کرېډېټ کارډ له لارې پیسی ورکړئ، باید G‑1450 فورمه چی دلته شتون لری ولیږئ. فیس او د ورکړی طریقې کیدای شي بدلې شي، نو مخکې له دې چې غوښتنه وکړئ یو ځل دا وېبپاڼه وګورئ.
خو د 2023 کال جنورۍ څخه را په دې خوا، USCIS د متحده ایالاتو اتباعو لپاره چې خپلې افغان میرمن یا خاوند، 21 کلونو څخه لږ عمر لرونکي مجرد ماشوم او پلار او مور لپاره درخواست کوي، د درخواست فیس معاف کوي. درخواست کوونکي کولی شي د خپل لیک په پورته برخه کې دا لاندې عبارت ولیکي: “I-130 for Afghan National with Immediately Available Visa - Fee Exempt”. "یعنې I-130 د افغانستان اتباعو لپاره فوري ویزې ته لاسرسی – له فیس څخه معاف".
زه باید د I‑130 غوښتنې له فورمې سره نورڅه ولیږم؟
لومړی: تاسی باید د امریکا متحده ایالاتو کې خپل حالت ثابت کړئ.
د I‑130 فورمه به له تاسو پوښتنه وکړي، له غوښتونکي، چې د امریکا متحده ایالاتو کې خپل حالت ثابت کړئ. د دې لپاره چې ثابت یی کړئ چې تاسی یو USC یاست، تاسی باید له لاندې سندونو څخه یې یو د I‑130 فورمې سره راولېږئ
- ستاسی د زېږېدنې د سند کاپي چې وښایي چی د امریکا متحده ایالاتو کې زېږېدلي یاست
- ستاسی د تابعیت اخیستلو د سند کاپي
- ستاسی د تابعیت د سند یوه کاپي
- د FS‑240 فورمې کاپي، د بهر زېږېدنې قونسلۍ راپور (CRBA)
- ستاسی د امریکا متحده ایالاتو پاسپورټ چې تاریخ یې تیر شوی نه وي یا
- د امریکا متحده ایالاتو د قونسلۍ افسر اصلي بیانیه چې تایید کړي تاسو د امریکا متحده ایالاتو یو تبعه او باوري پاسپورټ لرونکي یاست
د دې لپاره چې ثابت کړئ چې یو LPR یاست، د خپل ګرین کارډ د مخ او شا څخه کاپي ولیږۍ. که تراوسه پورې لا ګرین کارډ نه لرئ، تاسی کولای شئ د خپل پاسپورټ د هغې مخ کاپي چې ستاسو عکس پکې وي او بل هغه مخ چې وښایي چې تاسو د یو LPR په توګه امریکا متحده ایالاتو ته ننوتي یاست، واخلئ او ویې لېږئ. تاسی د خپل I‑94 یوه کاپی هم لېږلې شۍ
دویم: تاسی باید د خپلوان سره خپله اړیکه ثابته کړئ
د I‑130 فورمه به له تاسو پوښتنه وکړي چې تاسی، غوښتونکی، خپله اړیکه مو د خپلوانو سره، ګټه اخیستونکی سره ثابته کړئ. اصلي سندونه USCIS ته مه لیږۍ. تاسی باید تل د سندونو کاپي ولیږۍ.
که سند په انګرېزۍ نه وي، په انګرېزۍ باندې ژباړل شوي سند هم ولیږۍ. ژباړونکی باید یوه بیانیه هم ولیکۍ چې ووایي هغوي په دواړو ژباړل شوو ژبو روانې خبرې کوي.
:که غواړئ خپل خاوند یا مېرمن د امریکا متحده ایالاتو ته راولئ
- د خپل واده/نکاح خط یو کاپي راولیږۍ
- که پخوا مو هم واده کړی وو، د داسې سندونو کاپي راولیږۍ چې هغه ودونه مو پای ته رسیدلی دی. معمولاً، د طلاق یا مرګ سندونه
- :داسې سندونه راولیږۍ چې وښایي دا یو ریښتینی واده دی او موخه یې د مهاجرت پروسه نده. د بیلګی په توګه
-
- تاسی کولای شئ چې د خپلو ماشومانو د زېږېدو سندونه چې وښایئ تاسی او ستاسو میرمن/خاوند د دې ماشوم والدېن یاست
-
- تاسی کولای شئ چې د بانک داسې یو سند راولیږئ چې د دواړو نومونه پکې لیکل شوي وي
-
- تاسی کولای شئ د اجارې/قرضې کوم سند هم رالېږلې شی چې د دواړو نومونه
- پکې لیکل شوي ويد هغو خلکو هم لیکونه لېږلې شی چې تاسو یا ستاسو میرمن/خاوند پیژني او ستاسو له واده سم خبر وي. اړینه نده چې هغوي دې د امریکا متحده ایالاتو تبعه وي
-
- هغوي باید خپل بشپړ نوم، پته او د زېږېدنې نیټه او ځای ولیکي
-
- هغوي باید دا تشریح کړي چې ستاسی له اړیکې څومره خبر دي، لکه ستاسو واده ته درغلی وي یا یې ستاسو سره کله چې یو ځای وئ، وخت تیر کړی وي
-
- که ممکنه وي دا خلک کولی شي دغه لیک په رسمي دولتي چاپي پاڼه کې ولیکي او د یوه کاتب یا وکیل له لوري یې لاسلیک کړي او بیا یې تاسو ته درولیږی
:که غواړئ چې خپله لور یا زوی راولئ
- که تاسی یې مور یاست، نو د ماشوم د زېږېدنې سند راولیږئ چې د ماشوم او ستاسو نوم پکې لیکل شوی وي
- که تاسو یې پلار یاست، د ماشوم د زېږېدنې سند راولیږئ چې پکې ستاسو او د ماشوم د مور نوم لیکل شوی وي. همدارنګه د خپل واده د سند یوه کاپي هم راولیږۍ چې وښایي د ماشوم د زېږېدنې پر مهال، یا مخکې له دې چې ماشوم ۱۸ کلن شوی وي، تاسی واده کړی وو. که تاسو واده نه وو کړی، نو بیا د خپلې اړیکې د ثابتولو په موخه د لا ډېرو معلوماتو لپاره دغه USCIS I‑130 instructions ولولئ
:که غواړئ خپل ورور یا خور راولئ
- د دواړو د زېږېدنې سندونه ولیږئ چې وښایي تاسی له یو مور او پلاره څخه یاست
- که میندې مو مختلف او پلار مو یو وو، نو له دواړو میندو سره مو د پلار د واده سندونه هم ولیږئ. که پلار مو کومه مور طلاقه کړې وي د طلاق سند ولیږئ چې دا خبره ثابته کړي. که پلار مو ستاسو له یوې مور سره هم واده نه وي کړی، نو دغه USCIS I‑130 instructions معلوماتي لارښوونې ولولئ تر څو پوه شئ چې څنګه خپله اړیکه ثابته کړئ.
:که غواړئ خپله مور راولئ
د زېږېدنې سند مو راولیږۍ چې د مور نوم مو پکې لیکل شوی وي
:که غواړئ خپل پلار مو راولئ
- د زېږېدنې سند موراولیږئ چې وښایي چې د مور او پلار نوم مو پکې لیکل شوی وي.
- همدارنګه داسې یو واده سند راولیږئ چې وښایي ستاسو مور او پلار یو بل سره واده کړی وو. که ستاسو مور او پلار واده نه وي کړی، دغه USCIS I‑130 instructions معلوماتي لارښوونې ولولئ تر څو پوه شئ چې څنګه خپله اړیکه ثابته کړئ.
که غواړئ خپل ناسکه والدېن راولئ:
- د زېږېدنې سند مو راولیږۍ
- همدارنګه د واده/نکاح خط هم راولیږۍ چې ستاسو د اصلي مور/پلار او ناسکه مور/پلار ترمینځ وي. هغوي باید ستاسو له ۱۸ کلنۍ څخه د مخه واده کړی وي.
- همدارنګه هغه سندونه هم راولیږۍ چې وښایي، که له هغو څخه یې یوه هم مخکې واده کړی وو چې هغه واده یې پای ته رسیدلی وي. معمولاً، د طلاق یا مرګ سندونه.
که تاسی غواړئ هغه مور یا پلار راولۍ چې تاسی یې فرزندي خپل کړي وئ:
- داسې سندونه راولیږۍ چې وښایي مور یا پلار مو تاسی په قانوني توګه فرزندي نیولي یاست.
- همدارنګه داسې یو سند وښایي چې تاسی له دې مور یا پلار سره لږ تر لږه قانوني دوه کاله مخکې یا وروسته له دې چې په فرزندي توګه یې خپل کړي یاست، ژوند کړی وي.
څه به وشي که زه له دې سندونو څخه یې ځینې ونلرم؟
یو شمېر لارې شتون لری که تاسی دا سندونه ونلرئ:
- که تاسی دا سندونه نه لرئ، هڅه وکړئ چې ترلاسه یې کړئ. د بېلګې په توګه، تاسی کولای شئ چې یو سفارت ته لاړ شئ او د دې سندونو د کاپۍ د ترلاسه کولو پوښتنه وکړئ.
- وګورئ که چېرې کوم بل داسې د منلو وړ سند لرئ چې تاسی یې د اړتیا وړ سند پر ځای کارولی شئ. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د بدیلو سندونو یو لېست پدې وېبپانه کې اچولې دی.
- له یوې دولتي ادارې یا سفارت څخه داسې یو لیک واخلئ چې ووایي تاسی دا سند نشئ ترلاسه کولای. تاسی باید هڅه وکړئ چې داسې نور سندونه ترلاسه کړئ:
- یو مذهبي رېکارډ: له یو مذهبي ارګان څخه (لکه یوه کلیسا، جومات، مندر یا عبادت ځای) داسې سند چې وښايي د مذهب خپلولو محفل (لکه بپتسما) ستاسی له پېدایښت څخه په دوو میاشتو کې دننه ترسره شوی وی. په دې سند کې باید د زېږېدنې نېټه او ځای، د دې مذهبي رسم نېټه، او د مور او پلار نومونه شامل وي.
- د یو ښوونځي رېکارډ: له یوې تعلیمي ادارې لیک، لکه ښوونځی، چې د ماشوم ښوونځي ته د شاملېدو نېټه، د ماشوم د زېږېدنې نېټه یا په هغه وخت کې یې عمر، د زېږېدنې ځای، او د مور و پلار نومونه پکې لیکل شوي وي.
- د سرشمېرنې رېکارډ: هغه دولتي رېکارډ چې نومونه، د زېږېدنې ځای، د زېږېدنې نېټه، یا د هغه شخص عمر پکې لیکل شوی وي.
- دوه یا ډېر لیکونه له داسې خلکو واخلئ چې هغوي په هغه وخت کې ژوندي وو چې دغه پېښې شوي او تاسو یې هڅه کوئ چې ثابت یې کړئ.
- هغوي باید د پېښې په اړه 'شخصي معلومات' ولري. د بېلګې په توګه، یو کاکا مو چې ستاسو د پلار واده ته تللی وي یا د هغې ښځه چې ستاسو په زېږېدنې کې یې مرسته کړی وي، یا ستاسو کوم ښه ملګری چې ستاسو او ستاسو د خاوند تر مینځ له اړیکې خبر وي.
- اړینه نده چې دغه دوه لیکونه دی د امریکا متحده ایالاتو ښاروند څخه وي.
- دوه یا ډېر خلک چې هغوي باید خپل بشپړ نوم، پته، د زېږېدنې نېټه او ځای او دا چې د دې پېښې په اړه څه پوهېږي، معلومات وړاندې کړي او تشریح ورکړي چې څنګه له دې خبر دي.
- که ممکن وي دا لیک په یو کاتب/وکیل باندې په یوه دولتي پاڼه کې ټاپه او لاسلیک کړي او بیا یې درولېږي.
ايۍ‑۱۳۰ فورمه او اسناد بايد چرته واستول شي؟
د ايۍ‑۱۳۰ فورمې داخلول تر هغه ځای پورې اړه لري چې ته پکې ژوند کوې. دا ويبپاڼه وګوره چې چرته يې بايد واستوې. ته دا انلاين هم داخلولای شې. د ايۍ‑۱۳۰ فورمې او د هغې د مرستندويه اسنادو تر استولو مخکې، د دې ټول بنډل يوه کاپي د ځان سره د ساتلو لپاره جوړه کړه. حتی که ته اصلي اسناد هم لرې، ته بايد د ټولو هغو يوه کاپي ولرې چې په وروستي ځل يې داخلوې. شونې ده ته ورته په راتلونکي کې اړتيا ولرې.
له I‑130 فورمې له ثبتولو وروسته څه پېښېږي؟
وروسته له دې چې تاسی I‑130 فورمه بشبړه کړه او فورمه، ملاتړ سندونه، او د ثبتولو فیس مو USCIS ته ولېږل، USCIS به تاسو ته، غوښتونکي ته، خبرتیاوې او لیکونه په پوسټ درولېږي. ځینې وخت کېدای شي هغوي دا توکي د برېښنالیک له لارې هم راولېږي. دا اړینه ده چې تاسو ټول دغه لیکونه له ځان سره خوندي کړئ.
USCIS به لومړی تاسی ته یو”I‑797, Notice of Action“ د عمل خبر درولېږي. دا خبر وایي چې هغوي ستاسو I‑130 غوښتنه ترلاسه کړې. دغه لیک ځکه مهم دی چې:
- دا تاسی ته وایي چې کوم USCIS د خدمتونو مرکز په I‑130 فورمې کار کوي. تاسی کولای شئ پدې وېبپاڼه کې وګورئ چې هغه به څومره وخت ونیسي.
- دا به تاسی ته د قضیې د رسید شمېره درکړي. دغه شمېره درې توري لري لکه EAC, WAC, LIN, SRC, NBC ,MSC یا IOE لري. له دې تورو وروسته ۱۰ شمېرې موجودې دي. تاسو دا شمېرې د لاندې موخو لپاره کارولی شئ:
- دا تاسی ته ستاسو د قضیې د لوړښت نېټه درکوی. دا مهمه ده ځکه چې دا تاسی ته وایۍ چې کله یو ویزه ستاسو د خپلوان لپاره شتون لرې. تاسی د انتظار وختونه د بهرنیو چارو وزارت په دی ویبپاڼه کتلې شۍ.
ځینې وخت USCIS به یو لیک درولېږي چې له تاسی، غوښتونکي، پوښتنه وکړي چې ډېر شواهد راولېږئ. دې ته Request for Evidence (“RFE”) د شواهدو غوښنه وایي. RFE به تاسی ته ووایي چې کوم سند موجود ندی او تاسی ته به وخت درکړي چې باید تر کومې نېټې پورې یې ولېږئ. معمولاً، هغوي له ۹۰ تر ۱۲۰ ورځو وخت ورکوي. USCIS کېدای شي د DNA test یا (DNA ازموینې) وړاندیز هم وکړي. دا د وینې یوه معاینه ده چې تاسی او ستاسو خپلوان، ګټه اخیستونکی یې ترسره کوي. دغه معاینه ثابتولای شي چې تاسی او ستاسو خپلوان سره د وینې اړیکه لرئ. دا باید په ځانګړو لابراتوارونو کې ترسره شي. تاسی کولای شئ د دې لابراتوارونو لېست پدې وېبپاڼه کې وګورئ.
که ستاسی خپلوان د عراق یا سوریه تابعیت لرې، د سوریيانو او عراقيانو لپاره د نيغ په نېغه لاسرسي پروګرام په اړه د لا ډیرو معلوماتو لپاره د IRAP لارښود ولولئ.
ايا د ای‑۱۳۰ فورمې، بهرني خپلوان لپاره غوښتنه چټکول ممکن دي؟
هو، ته کولای شې له يو ايس سي ای ايس څخه غوښتنه وکړې چې يو ای‑۱۳۰ تېز کړي خو دا وروسته له دې چې ته له دوي څخه د رسيد خبرتيا تر لاسه کړې
زه څنګه پوهېدای شم چې زه د چټکولو د پروسې وړ يم؟
د پروسې د چټکتيا لپاره ته بايد يو يا له يو څخه زيات لاندې معيارونه ولرې:
-
بیړني حالات او فوري بشردوستانه دلایل؛
- د شرکت يا شخص سخت مالي زيان. د بېړني اقدام اړتيا بايد ستا، غوښتونکي يا خواست کوونکي د ناکامۍ پايله نه وي چې:
- د ګټې غوښتنې يا د چټکتيا غوښتنې عريضه په مناسبت ټاکل شوی وخت کې وکړې، يا
- د لا نورو شواهدو په اړه هرې غوښتنې ته په ناسبت ټاکلي وخت کې ځواب ووايې؛
- د یو ايس سي ای ايس تېروتنې تصفيه کړې؛ او
- د متحده ايالاتو د حکومت د ګټو جلبول. (په دې کې د حکومتي ادارو، يا نورو عامه خونديتابه يا هويت امنيت ګټو بېړنۍ قضيې شاملې دي.)
زه څه ډول د پروسې د چټکتيا غوښته وکړم؟
د ګړندي طی مراحل د غوښتنې لپاره، تاسو کولی شۍ:
- د USCIS د اړیکو له مرکز سره په 1-800-375-5283 شمیره اړیکه ونسیئ.
- د USCIS په ویب پاڼه uscis.gov کې د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره له “Ask Emma” څخه ګټه پورته کړئ. تاسو کولی شي د پاڼې پورته ښیي لاس پر “Ask Emma” کلیک وکړئ ترڅو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړئ.
د غوښتنلیک د بشپړولو په موخه، تاسو باید د رسید شمیره له ځان سره ولرئ. USCIS نشي کولی د رسید له شمیرې پرته د خدمتونو غوښتنه ولیږي. تاسو کولی شۍ د رسید شمیره په I-797C کې چې USCIS تاسو ته ستاسو د غوښتلیک د ترلاسه کولو د تایید په موخه لیږلې وه، پیدا کړئ.
د ګړندي طی مراحل د غوښتنې لپاره د ویب سایت له لټون او ټیلفوني اړیکې څخه وروسته به د USCIS د اړیکو مرکز د خدمتونو غوښتنه هغه دفتر ته ولیږي چې ستاسو د غوښتنلیک مسوولیت په غاړه لري. له ټیلفوني اړیکې وروسته به هماغه دفتر له تاسو څخه د لازیاتو معلوماتو یا اسنادو غوښتنه وکړي. کیدی شي هغوی د لیک یا ټیلفون له لارې له تاسو څخه د معلوماتو غوښتنه وکړي.
ايا د پروسې د چټکتيا په اړه پرېکړه به زما خواست یا غوښتنه اغېزمنه کړي؟
د چټک کړای شوې پروسې په اړه پرېکړه به دا ثابته نه کړي چې ايا ستاسې اساسي غوښتنه يا عريضه تاييد شوې، يا منل شوې ده که نه.
کله چې ستاسې عريضې چټکتيا په اړه ستاسې غوښتنه ومنل شوه، يو ايس سي آی ايس به د عادي په نسبت د زياتې چټکې پروسې پرېکړه صادره کړي. ټولې غوښتنې د هرې قضيې پر اساس کتل کيږي، يو ايس سي آی ايس دا واک لري چې د چټکتيا غوښتنه ومني يا يې رد کړي.
د لا زياتو معلوماتو لپاره، د يو ايس سي ای ايس د پاليسۍ لارښوونه وګوره، ټوک شميره ۱، برخه ای، عامه خدمات، فصل ۵، د عريضو يا غوښتنو د چټکتيا لپاره خواستونه یا غوښتنې کول
که زه فکر کوم چې یو څه ناسم دي، بیا به څه کیږی؟
د تابعیت او کډوالۍ د چارو مفتش دفتر خلکو سره د هغو ستونزو په حل کولو کې مرسته کوي چې هغوی یې له USCIS سره لري Office of the Citizenship and Immigration Services Ombudsman. دا دفتر د USCIS برخه نه ده، نوځکه قضیې رد کولی یا منلی نشي. سره له دې هم، دا اداره په لاندې برخو کې کولی شي له USCIS سره اړیکه ټینګه کړي:
- که تاسو له USCIS څخه خبرتیا یا پریکړه ترلاسه کړې نه وي خو د USCIS سیسټم ښیي چې خبرتیا تاسو ته لیږل شوې ده؛
- که چیرې یو شخص د عمر د زیاتیدو له امله ډیر ژر خپل واجدیت شرایط له لاسه ورکوي (یعنې یو ماشوم ډیر ژر 21 کلن کیږي او نشي کولی د خپل مور یا پلار په غوښتنلیک کې شامل وي):
- که ستاسو په اسنادو کې اشتباه شوې وي؛
- که ستاسو د قضیې د طی مراحل له عادي وخت یا مهلت څخه 60 ورځې تیرې شوې وي؛
- که فایلونه ورک شوي وي یا د فایلونو په لیږلو کې ستونزه موجوده وي؛
- که تاسو فکر کوۍ چې USCIS لویه خطا کړې ده.
د مرستو د ترلاسه کولو لپاره، تاسو کولی شۍ د خپلې قضیې په باب د مرستې اړونده غوښتنه په آنلاین بڼه ولیږئ. تاسو همداراز کولی شۍ چې هغه فورمه چې دلته ډانلوډ کیدی شي، ډانلوډ کړئ او بیا یې cisombudsman@hq.dhs.gov بریښنالیک ته ولیږئ. ددې فورمې پرانیستل کله کله د Microsoft’s Internet Explorer د لټون د پاڼې له لارې اسانه وي. هغه اسناد چې حجم یې له 5 میګابایټو ډیر وي، مه ضمیمه کوئ. د لازیاتو لارښوونو لپاره، د مفتش د دفتر ویب پاڼې ته ورشئ.
همدارنګه تاسی د خپل کانګریس غړي څخه غوښتنه کولاۍ شئ چی تاسو سره مرسته وکړی. د کانګریس د غړي څخه د پوښتنی لارښود دلته موندلی شئ.
دیوعریضې له منلو وروسته څه پېښېږې؟
د کورنۍ پر اساس د کډوالۍ پروسې په اړوند آی‑۱۳۰ عريضه لومړی اقدام دی. دا لارښود تر لومړيو اقداماتو پورې محدود دی. داچې پاتې مراحل به څومره وخت نیسي، ستاسو د کورنۍ د اړیکې څرنګوالي پورې اړه لري. ځینو اړیکو لپاره، ویزې په فوري توګه موجودې وي او ستاسو د کورنۍ غړی کولی شي د I-130 له منظوریدو وروسته، د ویزې د غوښتنلیک لړۍ پیل کړي. د کورنۍ نورو اړیکو لپاره، په هر کال کې محدود شمیر ویزې موجودې وي، او ستاسو د کورنۍ غړی باید ځینې وختونه د ویزې د غوښتنلیک د اصلي لړې له پیل کیدو مخکې، کلونه انتظار وباسي. ویزې ته د انتظار د مودې په اړه معلومات د بهرنیو چارو وزارت په خبري بولټن کې چې د ویزې په اړه خپریږي، ترلاسه کیدی شي.
کله چې ویزه د لاسرسي وړ وي، نور مراحل ستاسو د کورنۍ د غړي د استوګنې ځای پورې اړه لري. که ستاسو د کورنۍ غړی لا دمخه په متحده ایالاتو کې وي، نوموړی کولی شي سمدلاسه خپل د کډوالۍ موقف دایمي قانوني اوسیدونکي ته تعدیل کړي. دایمي اوسیدونکي ته د کډوالۍ موقف د تعدیل په باب معلومات د USCIS له ویب پاڼې څخه ترلاسه کیدی شي. که ستاسو د کورنۍ غړي له متحده ایالاتو څخه بهر وي، نوموړی کولی شي د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره درخواست وکړي او د دایمي اوسیدونکي په توګه متحده ایالاتو ته راشي. د کډوالۍ ویزې د غوښتنلیک د پروسې په اړه لازیات معلومات د بهرنیو چارو د وزارت له ویب پاڼې څخه ترلاسه کیدی شي.
سربېره پر دې، که ستاسې خپلوان عراقي يا سوریيايي تبعه دی، د سوريیايي او عراقي وګړو لپاره د مستقيم لاسرسي پروګرام په اړه د آی ار ای پي لارښود وګوره. دا لارښود په دې اړه معلومات ورکوي چې څه ډول کولای شې د کډوالۍ بيا ځای پر ځای کېدو غوښتنه وکړې.
که ستاسو د کورنۍ غړی د افغانستان تبعه وي او په افغانستان کې ژوند کوي، د لازیاتو معلوماتو او له افغانستان څخه د وتنې د مرستو په باب معلوماتو لپاره، د بهرنیو چارو وزارت ویب پاڼې ته چې د افغان کورنیو د یوځای کیدو لپاره معلومات خپروي، ورشئ.
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:
له IRAP څخه د مرستې
- له آی ار ای پي څخه د مرستې د غوښتلو په اړه معلومات دلته دي.
- که تاسې په اردون کې يئ، تاسې کولای شئ د اردون آی ار ای پي د مرستې غوښتنه د دې فورمې په کارولو سره کولای شئ. که فورمه بنده وي، ته کولای شې په يوه بله او وروسته نېټه کې يې وګورې.
د نورو سازمانونو مرسته
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ د ويړیا حقوقي خدماتو وړاندې کوونکو يو نوملړ په دې ځای کې شته. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ شخصي وکيلانو نوملړ په دې ځای کې دی. مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې د مهاجرت خصوصی څارنوالان د خپلو خدماتو لپاره فیس اخلی. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.