د منځپانګې جدول
د ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) په اړه مهم تازه معلومات:
حکومت د افغانانو لپاره د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) غوښتونکو ته د ویزو ورکول ځنډولي دي.
د افغان ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) پروګرام له مخې د COM تایید لپاره د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۵ کال د دسمبر ۳۱مه وه.
که تاسو د COM په اړه یوه پاتې غوښتنه لرئ، د متحده ایالاتو حکومت ویلي دي چې ستاسو د پاتې COM غوښتنلیک لپاره د هر ډول پاتې اسنادو سپارلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۶ کال د جون ۵مه ده.
که تاسو د COM د ردلیک (denial letter) ترلاسه کړئ او د استیناف (appeal) حق لرئ، نو تاسو باید د پرېکړې لیک له استول کېدو څخه ۱۲۰ ورځې وخت ولرئ، حتی که دا نېټه د ۲۰۲۶ کال د جون له ۵مې وروسته هم وي. د ۲۰۲۶ کال د جون د ۵مې نېټه یوازې د یوې ځنډېدلې غوښتنلیک لپاره د اضافي اسنادو سپارلو لپاره ده.
تاسو دلته پدې اړه نور معلومات ترلاسه کولی شئ چې دا د SIV غوښتونکو لپاره څه مانا لري.
يادونه: دا معلومات د ۲۰۲۵ د جنورۍ له ۲۰مې نېټې څخه د نوو تګلارو له امله اغېزمن شوي او ژر به تازه شي.
لنډیز
دا لارښود هغه افغانانو ته چې د متحده ایالاتو حکومت سره یا د متحده ایالاتو د قراردادی په توګه یی کارکړی وی او د مهاجرت ځانګړي ویزې (SIV) لپاره غوښتنه کوی . دا معلومات وړاندی کوی چی څنګه د انټرنټ د لاری د پخوانی آمر یا ګمارونکی لټه وکړې.
دا چې ستاسو سپارښت لیک او د دندې په تصدیق کې باید کوم معلومات شامل وي، مهرباني وکړئ د لازیاتو معلوماتو لپاره دغه لارښوود وګورئ.
خپل آمر چیرته ولټوۍ:
- ټولو هغو آمرینو سره چی په نومونو باندی یی پوهیږۍ اړیکه ونیسۍ. هر څومره چی د ډیرو خلکو سره اړیکه ونیسۍ په هماغه اندازه احتمال د دی ډیریږی چی یو مثبت ځواب ترلاسه کړۍ.
- د امکان تر حده څومره چی کولاۍ شی اړیکه ونیسۍ.
- ځېنې څارونکی عام نومونه لري .د بېلګې په توګه، په امریکا کې لومړې او وروستې نوم مایک جانسن دی. ډیر خلک به دا نوم لري. کېدای شي ته په ټولنېزو رسنیو کې هم په دغه نوم یو پروفایل ومومې. ته باید پکې داسی یوه جمله شامله کړې چې وایئ "زه هیله من یم چی تاسی به هغه مایک جانسن یئ چی زما آمر وۍ."
- که چیری څارونکی يو عام نوم لري، دا به هم مرستندویه وي چې د خپل څارونکي انځورونو ته وګورې، کوم چې ممکنه ده کې خپل څارونکی وپېژنې.
دا هغه ويبپاڼې دي چې ځينو خلکو د خپلو څارونکو د لټون لپاره ګټور موندلي دي:
- LinkedIn.com لنکډاِن.کام ډیر آمرین په لنکډاِن.کام کی شتون لری. خپل آمر د لټون په پورتنی ځای کی ولټوۍ. وروسته، د سکرین په چپ لاس کی، تاسی کولای شۍ د لټون پایلی فلټر کړۍ. تاسی کولای شی پایلی د 'اوسنی آمر' یا 'پخوانی آمر' په ترتیب فلټر کړي.
- Facebook.com فیسبوک.کام تاسی کولای شئ چې د امکان وړآمرینو یا ګمارونکو سره د فیسبوک یا فیسبوک.کام د لاری اړیکه ونیسۍ او مفاهمه وکړۍ. د نوم او شخصي کار لپاره لټون وکړۍ.
څنګه آمر یا ګمارونکی ته برښنالیک وکړۍ
- که چیری داسی ښکاری چی دا کس پوځی یا اکاډمیک لقب لری، د مرستی لپاره یی په سر لیک کی په هماغه لقب ونوموۍ. په غیر صورت کی د "آغلې" یا "ښاغلی" القاب وکاروۍ.
- خپل نوم ورکړئ .که چیری کوم تخلص مو درلود هغه تخلص خپل آمر یا ګمارونکی ته ووایاست. هغوی کیدای شی ستاسو د قانونی نوم په نسبت تاسی په تخلص ډیر وپیژنی.
- هغه تاریخونه او موقعیت ورکړئ چی تاسی د خپل آمر یا ګمارونکی سره کار کړیدی.
- خپل یو عکس او که شتون په صورت کی، داسی یو عکس چی د خپل آمر سره یا د امریکایی پوځي یا د دولت کس سره مو اخیستی هم شامل کړۍ.
- دا توضیحات ورکړۍ چی تاسی غوښتنه کوئ چی متحده ایالاتو ته د مهاجرت ځانګړی ویزی (SIV) لاری ولاړ شی. هغه ګواښونه تشریح کړئ چی ستاسې د کار له کبله ورسره تاسو مخ شوییاست.
- دا توضیحات ورکړۍ چی تاسی د خپل غوښتنلیک لپاره سپارښت لیک یا د منابع بشری لیک ته اړتیا لری.
- که تاسی د هغوی لخوا یو پخوانی لیک لرۍ تاسی له پکار ده چی هغه لیک د خپل بریښنالیک سره ضمیمه کړۍ.
- دا معلومات د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا یی د سپارښت لیک او د بشری منابع مکتوب د ضروریاتو په هکله ولیږۍ
- د هغوی څخه د ستاسو دغوښتنی د پاملرنی پخاطر مننه وکړۍ. محترم، مودب، رښتینۍ او با حوصلی اووسۍ.
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:
له IRAP څخه د مرستې
- له آی ار ای پي څخه د مرستې د غوښتلو په اړه معلومات دلته دي.
- که تاسې په اردون کې يئ، تاسې کولای شئ د اردون آی ار ای پي د مرستې غوښتنه د دې فورمې په کارولو سره کولای شئ. که فورمه بنده وي، ته کولای شې په يوه بله او وروسته نېټه کې يې وګورې.
د نورو سازمانونو مرسته
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ د ويړیا حقوقي خدماتو وړاندې کوونکو يو نوملړ په دې ځای کې شته. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ شخصي وکيلانو نوملړ په دې ځای کې دی. مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې د مهاجرت خصوصی څارنوالان د خپلو خدماتو لپاره فیس اخلی. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Article is closed for comments.