لنډیز
شونې ده چې د کډوالو بيا ځای پر ځای کېدل، په ځانګړي ډول په متحده ايالاتو کې، زيات وخت واخلي. په ځينو حالاتو کې هغه څو کاله وخت اخلي.
په ځينو حالاتو کې، يو اين ايچ سي ار به مرکه تر سره کړي، تر څو باوري کړي، چې يو کس کډوال دی که نه. دې ته د کډوال حيثيت تعيين ويل کيږي. د ار ايس ډي د پروسې په اړه د آی ار ای پي لارښود دلته دی.
متأسفانه، ډېر کډوال له دې کبله د بيا ځای پر ځای کېدو لپاره په نظر کې نه نيول کيږي، چې ډېر کم کډوال بيا ځای پر ځای کيږی. عموماً يو اين ايچ سي ار يوې مرکې ته اړتيا لري تر څو پرېکړه وکړي، چې يو کډوال يو درېيم هيواد ته د ځای پر ځای کېدو لپاره راجع کړي. د مرکې دا پروسه کېدای شي څو مياشتې او له دې څخه هم زيات وخت ونيسي.
که يو اين ايچ سي ار پرېکړه وکړي، چې يو کډوال د ځای پر ځای کېدو لپاره راجع کړي، دوی د کډوال دوسيه يو هيواد ته سپاري. له يو اين ايچ سي ار څخه حکومت ته د معلوماتو انتقال څو مياشتې وخت اخلي.
په ډېرو حالاتو کې، عريضه کوونکي هغه هيواد نه شي ټاکلی چې چرته دوی غواړي بيا مېشت شي. يو اين ايچ سي ار به په دې عواملو فکر وکړي، لکه کډوال کوم هيواد غوره بولي، د هغوی خپلوان چرته ژوند کوي، او د دوی د ژبې مهارتونه. خو يو اين ايچ سي ار به وروستۍ پرېکړه کوي.
په ځينو قضيو کې، يو اين ايچ سي ار به د بيا مېشتېدو لپاره يو شخص سره مرکه وکړي، او پرېکړه به وکړي، چې دوی يو حکومت ته د بيا مېشتېدو لپاره راجع نه کړي. چې علتونه به يي زيات وي. يو اين ايچ سي ار ممکنه ده پرېکړه وکړي چې کډوال هومره بېړنۍ اړتياوې نه لري، چې بيا مېشتېدو ته عاجل اړتيا ولري. يو اين ايچ سي ار به باور لري چې حکومتونه به نه خوښوي چې دا شخص د هغه د شاليد، يا ژوند چارو له کبله ومني.
له يو حکومت سره د بيا مېشتېدنې پروسې پړاوونه
يو ځلې چې يو اين ايچ سی ار يو تن يو حکومت ته راجع کړي، هغه حکومت به پرېکړه کوي چې ايا يو تن ته ځای ورکړي که نه. د دې پروسې حکومتي پړاوونه هم عموماً څو مياشتې يا زيات وخت اخلي. د متحده ايالاتو لپاره، ممکنه ده دا پروسه څو کاله وخت واخلي. ډير حکومتونه همدا راز د مرکو او کاغذي کاررواۍ غوښتنه کوي تر څو پرېکړه وکړي چې يو شخص ته ځای ورکړي که نه. ډير حکومتونه د کډوال د بيا مېشتېدنې لپاره اضافي شرايط لري.
ممکنه ده چې حکومتونه ځينې خلک د کډوال په توګه د ځای پر ځای کېدو څخه رد کړي. د هغو خلکو لپاره معلومات چې له متحده ايالاتو څخه د کډوال په توګه د ځای پر ځای کېدو څخه رد شوي دي، دلته دي.
هغه کډوال چې ځای ورکړل شوی کولای شي د خپلو جوړو، او کوچنيو ماشومانو سره سفر وکړي.حکومتونه د کورنيو په يو ځای کېدو بيلا بيل محدوديتونه لري. دا ويبپاڼه په کاناډا، المان، او متحده ايالاتو کې د کورنيو سره د يو ځآی کېدو په اړه ځينې معلومات ورکوي.
په انګليسي کې د يو اين ايچ سي ار د بيا مېشتېدنې لپاره لاسي کتاب دلته دی. هغه د يو اين ايچ سي ار پروسې او معيارونه تشريح کوي.
که چېرې يو اين ايچ سي ار او يو حکومت ستا د بيا مېشتېدنې په اړه فکر کوي، ته بايد پوهه اوسې چې شونې ده دا پروسه زيات وخت ونيسي، او ډېر ځله څو کلونه. ته بايد همدا راز:
- دا ډاډ حاصل کړې چې په يو اين ايچ سي ار کې مامورين، یا د حکومت دفتر ستا پته او د اړيکې معلومات لري.
- د دوی غوښتنو يا معلوماتو ته ځواب ورکړې.
- ډاډ ورکړې چې خپلو ټولو ټاکل شويو وختونو ته به حاضرېږې، که چېرې نه شې کولای نو مسئولينو ته به خبر ورکوې.
ايا داسې نورې لارې شته چې د بيا مېشتېدو هيوادونو ته ولاړ شم؟
حکومتونه د ځينو کډوالو لپاره نور محدود اختيارات وړاندې کوی، تر څو په قانوني ډول سفر وکړي. په ځينو حالاتو کې، ممکنه ده ځينې کډوال د مهاجرت لپاره د کورنۍ يا دندې پر اساس وړتيا ولري. دا ويبپاڼه د ځينو داسې لارو په اړه معلومات ورکوي، چې په هغې کې شامل دي:
- د هغو افغانانو او عراقيانو لپاره چې د امريکا د پوځ لپاره يې کار کړی وي.
- د کورنيو بيا يو ځای کېدل. دا ځينو خلکو ته اجازه ورکوي چې سفر وکړي تر څو د نژدې خپلوانو سره واوسي لکه څوک چې د کاناډا، المان او متحده ايالاتو هيوادونو کې ژوند کوي.
آی ار ای پي څه ډول له ما سره د کډوال د بيا مېشتېدنې پروسه کې مرسته کوي؟
آی ار ای پي د هيڅ حکومت يا يو اين ايچ سي ار برخه نه ده. آی ار ای پي پرېکړه نه شي کولای چې ستاسې قضيه يو حکومت ته د بيا مېشتېدنې لپاره وسپاري. آی ار ای پي د هيڅ حکومت لپاره پرېکړه نه شي کولای چې د بيا مېشتېدنې لپاره ستاسې قضيه ومني. آی ار ای پي همدا راز د ويزې او نورو لارو په اړه پرېکړې نه شي کولای. آی ار ای پي مالي مرسته نه شي وړاندې کولای، د کور کرايه نه شي ورکولای او نه دندې پيدا کولای شي.
آی ار ای پي يوازې د ځينو خلکو سره په لاندې حالاتو کې مرسته کولای شي:
- په ځينو هيوادونو کې، آی ار ای پي کولای شي له يو اين ايچ سي ار څخه غوښتنه وکړي چې له ځينو کډوالو سره مرستې په نظر کې ونيسي:
- څوک چې د ژوند او فزيکي خونديتابه په وړاندې شخصي او جدي ګواښونه ولري.
- څوک چې له روغتيايي ستونزو سره مخ وي، کومې چې د دوی ژوند، يا فزيکي فعاليت ګواښي، او هغه څوک چې روغتيايي پاملرنې ته لاسرسی نه لري.
- آی ار ای پي کېدای شي مشوره او مرسته مهيا کړي:
- که چېرې يو پناه غوښتونکی په ټاکلو هيوادونو کې له يو اين ايچ سي ار سره د کډوالۍ حيثيت منلو په لټه کې وي.
- که چېرې يو اين ايچ سي ار يا يو حکومت د يو کډوال د مېشتېدو په اړه غور کوي.
- که چېرې يو کډوال د بل ډول ويزې لپاره وړ وي، لکه په ځينو هيوادونو کې له کورنيو سره بيا يو ځای کېدلو ويزه.
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي: