د منځپانګې جدول
دا مقاله وروستی ځل د 2026 کال د جولای په 13 مه نیټه نوې شوې ده
لنډیز
په دې مقاله کې د متحده ایالاتو د کډوالۍ یا پناه غوښتنې د غوښتنلیک په اړه د کانګرس له یو غړي څخه د مرستې د غوښتلو د څرنګوالي په اړه عمومي معلومات وړاندې شوي دي.
د متحده ایالاتو ډیر شمیر پروسې ډیر اوږد وخت نیسي. ځینې خلک چې د کډوالۍ د حالت یا د ویزې غوښتنه کوي، د خپلې قضیې په اړه د ځواب د ترلاسه کولو لپاره کلونه په تمه وي. دا حالت خورا ستونزمن او ناهیلې کوونکی دي.
که تاسو د کډوالو د بیامیشتیدنې غوښتنه کوئ، تاسو کولی شئ د بیامیشتیدنې د مرستې له مرکز سره اړیکه ونیسئ. د بیامیشتیدنې د مرستې مرکز سره د اړیکې معلومات دلته ترلاسه کړئ.
که تاسو د ویزې د ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک وړاندې کوئ، تاسو باید د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو (USCIS) ادارې یا د متحده ایالاتو هغه سفارت سره اړیکه ونیسئ چې ستاسو غوښتنلیک پروسس کوي. تاسو کولی شئ د متحده ایالاتو سفارتونو سره د اړیکې معلومات دلته ترلاسه کړئ.
ډیر داسې عوامل شته چې ستاسو د غوښتنلیک په اړه د پریکړې د ترلاسه کولو په وخت اغیزه کوي. د متحده ایالاتو د کډوالۍ د غوښتنلیکونو په باب، داسې بیلابیلې لارې شته چې دا څرګندوي چې آیا ستاسو غوښتنلیک له معمول وخت څخه ډیرې مودې لپاره ځنډیدلی دی که نه.
تاسو کولی شئ په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ د غوښتنلیک حالت دلته وګورئ. د غوښتنلیک د حالت د لیدو لپاره باید تاسو د رسید شمیره ولرئ.
تاسو همداراز کولی شئ په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ د یو ځانګړي غوښتنلیک د پروسس وخت دلته وګورئ. د کیسونو د پروسس وخت یو اټکل دی او USCIS د پروسس وختونه هره میاشت نوي کوي. که ستاسو د کیس د پروسس موده له عادي وخت څخه اوږده شوې ده، په دې ویبپانه کې له USCIS ادارې سره د اړیکې نیولو په اړه لارښوونې وړاندې شوې دي.
که ستاسو غوښتنلیک ځنډول شوی دی او تاسو له USCIS سره اړیکه نیولې خو هیڅ کوم بدلون نه دی راغلی، یو بل اقدام چې تاسو یې ترسره کولی شئ دا دی چې تاسو د کانګرس له یو غړي څخه وغواړئ چې ستاسو د کیس په اړه پوښتنه وکړي.
که تاسو د خپلې کډوالۍ یا پناه غوښتنې غوښتنلیک په اړه ستونزه لرئ، په متحده ایالاتو کې یو میشت شخص کولی شي خپل د کانګرس یو غړي سره اړیکه ونیسي او د غوښتنلیک په اړه د مرستې غوښتنه وکړي. د کانګرس ډیر شمیر غړي د هغو کسانو غوښتنو ته ځواب نه ورکوي چې د هغوی په اړونده حوزه کې ژوند نه کوي. هغه شخص چې د کانګرس د غړي په اړونده حوزه کې ژوند کوي، د موکل یا د حوزې اوسیدونکي په نوم یادیږي.
که تاسو په متحده ایالاتو کې ژوند کوئ، تاسو کولی شئ د کانګرس له غړي څخه د مرستې غوښتنه وکړئ. که تاسو د مرستې غوښتنه نشئ کولی، د کورنۍ یو غړی یا بل ارتباطي شخص کولی شي خپل د کانګرس له غړي څخه د مرستې غوښتنه وکړي.
د کانګرس غړی نشي کولی چې ستاسو غوښتنلیک منظور یا رد کړي. خو هغه کولی شي چې ستاسو د کیس د حالت په اړه د لازیاتو معلوماتو غوښتنه وکړي.
د کانګرس د غړي له دفتر څخه څنګه د مرستې غوښتنه کولی شم؟
لومړی ګام
د کانګرس غړی په دې ویبپانه کې پیدا کړئ. د خپل ځان، د خپلې کورنۍ د غړي یا د ملګري د کور پته ولیکئ.
د متحده ایالاتو کانګرس دوه ډول غړي لري – سناتوران او استازي. تاسو کولی شئ په یو وخت کې له خپل سناتور یا استازي سره اړیکه ونیسئ ترڅو د خپل کیس په اړه د مرستې غوښتنه وکړئ. تاسو کولی شئ په یو وخت کې د کانګرس له څو دفترونو څخه د مرستې غوښتنه وکړئ. که یو دفتر تاسو څخه پوښتنه وکړي چې آیا بل یو دفتر هم تاسو مرسته کوي، هغوی ته رښتیا ووایئ.
دویم ګام
د کانګرس له یو غړي سره د اړیکې نیولو لپاره، په پورتنۍ ویبپاڼه کې د سناتور یا استازي رسمي ویبپاڼې ته ورشئ.
د کانګرس ډیر شمیر غړي نورو ژبو ته د خپلو ویبپاڼو ژباړې ته اجازه ورکوي. خو د کانګرس د ځینو غړو ویبپاڼې یوازې په انګلیسي ژبه وي. که د کانګرس د غړي ویبپاڼه ستاسو د خوښې وړ ژبه کې موجوده نه وي، تاسو کولی شئ د لاندې ګامونو په تعقیبولو سره، د ګوګل ژباړې یا Google Translate له لارې ویبپاڼه وژباړئ:
ګوګل ژباړې یا Google Translate ته ورشئ.
د متن په کیڼ خوا تش ځای کې، د کانګرس د غړي د ویبپاڼې پته دننه کړئ. "انګلیسي" ژبه وټاکئ.
د متن په ښیي خوا تش ځای کې، د "لاندې" یا “Down” تیر علامه باندې په کلیک کولو سره هغه ژبه وټاکئ چې غواړئ ویبپاڼه پرې وژباړل شي. هغه ژبه وټاکئ چې غواړئ متن ورته وژباړل شي.
په ښي خوا تش ځای کې د ویبپاڼې په لینک باندې کلیک وکړئ. دا به یو نوی ټب (tab) پرانیزي چې پکې به ویبپاڼه ستاسو په پام وړ ژبه ژباړل شوې وي.
درییم ګام
د کانګرس د غړي ویب پاڼې ته له رسیدو سره سم، هغه پاڼه پیدا کړئ چې یو موکل یا د اړوندې حوزې اوسیدونکی کولی شي له یوې فدرالي ادارې څخه د مرستې غوښتنه وکړي. دا برخه کیدی شي د “Services” "خدمتونو" یا “Contact” "اړیکې" ټب لاندې وي. په دې برخه کې کیدی شي ویل شوي وي “Get Help with a Federal Agency” "یوې فدرالي ادارې څخه مرسته ترلاسه کړئ" یا “Casework” "د قضیې مدیریت". ویب پاڼه کیدی شي داسې ښکاره شي.
د کانګرس د غړي له دفتر څخه د مرستې د غوښتنې د څرنګوالي په اړه باید په ویب پاڼه کې لارښوونې وړاندې شوې وي.
تاسو باید دا فورمه ډانلوډ کړئ او د بریښنالیک له لارې یې واستوئ او یا هم فورمه په آنلاین بڼه وسپارئ.
څلورم ګام
ډاډ ترلاسه کړئ چې په آنلاین یا ډانلوډ شوې فورمه کې، تاسو یا ستاسو د کورنۍ غړی یا بل ارتباطي شخص دا لاندې معلومات شامل کړي:
د هغه شخص نوم او پته چې د کانګرس د غړي د کار په حوزه کې ژوند کوي. دا به تایید شي چې تاسو یا ستاسو د کورنۍ غړی یو موکل یا د اړوندې حوزې اوسیدونکي دی؛
ستاسو نوم، د زیږیدنې نیټه، د کیس شمیره، او هغه سفارت، کنسولګري یا د USCIS اړوند دفتر چې ستاسو غوښتنلیک پروسس کوي؛
-
ستاسو د کیس یو لنډ بیان، چې پکې دا لاندې معلومات شامل وي:
ستاسو په کیس کې اصلي ستونزه څه ده؛
هغه ګامونه چې تاسو ددې ستونزې د حل کولو لپاره پورته کړي دي؛
ستاسو د اوسني حالت په اړه هرډول معلومات؛
ستاسو غوښتنه چې د کانګرس د غړي دفتر باید ستاسو د کیس په اړه له دولتي اړوند دفتر څخه پوښتنه وکړي؛ او
دفتر څخه د هغوی د وخت او مرستې له امله مننه.
پینځم ګام:
تاسو باید د محرمیت د حق د انصراف رضایت پاڼه لاسلیک کړئ. دا فورمه د کانګرس د غړي دفتر ته اجازه ورکوي چې د نورو دولتي دفترونو څخه ستاسو د کیس اړوند معلومات ترلاسه کړي. که ستاسو د کورنۍ غړی یا ارتباطي شخص ستاسو په استازیتوب غوښتنه وړاندې کوي، هغوی هم باید خپله فورمه پخپله ډکه کړي. د محرمیت د حق د انصراف رضایت پاڼې بیلګه دلته وګورئ.
د کانګرس د غړي دفتر ته د محرمیت د حق د انصراف رضایت پاڼې او همداراز د خپل کیس په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو د غوښتنې د سپارلو په اړه لارښوونې په ویبپاڼه او فورمه کې تعقیب کړئ.
شپږم ګام
که تاسو د کانګرس د غړي په ویبپاڼه کې د مرستې د غوښتنې لارښوونې موندلی نشئ، نو د کانګرس د غړي ویبپاڼه کې د هغوی د دفتر د ټیلفون شمیره پیدا کړئ. د هغوی دفتر ته ټیلفون وکړئ او پوښتنه وکړئ چې د خپل کډوالۍ کیس په اړه څرنګه د مرستې غوښتنه کولی شئ. تاسو باید د "اړوندې حوزې د چارو" له چارواکي سره د خبرو کولو غوښتنه وکړئ.
په یاد وساتئ چې هغه شخص چې تاسو سره مرسته کوي، د کانګرس غړی نه دی. هغه شخص چې تاسو سره به مرسته کوي، د کانګرس د غړي لپاره کار کوي.
دا خورا مهمه ده چې په ادب وغږیږئ او صبر ولرئ. دا هم مهمه ده چې د ځواب د نه ترلاسه کیدو په صورت کې هره میاشت دا موضوع تعقیب کړئ.
آیا د کانګرس د غړي له دفتر څخه د مرستې غوښتل منفي پایلې لري؟
ځینې غوښتونکي ښایي ویره ولري چې د کانګرس د غړي د دفتر له خوا د کیس د حالت په اړه پوښتنه به منفي پایلې ولري. د بیلګې په توګه، یو شخص کیدی شي ویره ولري چې د کانګرس له غړي څخه د مرستې د غوښتنې له امله به د هغې کیس رد شي.
IRAP په یقین سره ویلای نشي چې آیا د کانګرس د یو غړي له خوا د کیس په اړه پوښتنه به د کډوالۍ په کیس اغیزه وکړي که نه. خو دا به ګټوره وي چې وښودل شي چې د کانګرس یو غړی ستاسو د کیس ملاتړ کوي.
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:
له IRAP څخه د مرستې
- له آی ار ای پي څخه د مرستې د غوښتلو په اړه معلومات دلته دي.
- که تاسې په اردون کې يئ، تاسې کولای شئ د اردون آی ار ای پي د مرستې غوښتنه د دې فورمې په کارولو سره کولای شئ. که فورمه بنده وي، ته کولای شې په يوه بله او وروسته نېټه کې يې وګورې.
د نورو سازمانونو مرسته
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ د ويړیا حقوقي خدماتو وړاندې کوونکو يو نوملړ په دې ځای کې شته. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ شخصي وکيلانو نوملړ په دې ځای کې دی. مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې د مهاجرت خصوصی څارنوالان د خپلو خدماتو لپاره فیس اخلی. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Article is closed for comments.