لنډیز
دا لارښود د هغو خلکو لپاره دی چې:
- امریکا متحده ایالاتو کې یو سپانسر ولري چې د بشردوستانه مجوز دغوښتنې لپاره ورسره مرسته وکړي، او
- د بیړنیو بشري اړتیاوو/ګواښونو سره مخ وي.
بشردوستانه مجوز
بشردوستانه مجوز خلکو ته اجازه ورکوي چې د امریکا متحده ایالاتو ته په موقته توګه رادننه شی، ځکه چې هغوي په خطر کې دي، طبي درملنې ته اړتیا لري، یا د نورو بیړنیو لاملونو لپاره امریکی ته راځی. ډېری غوښتنې رد کیږی. بشردوستانه مجوز هغه وخت جواز لري کله چې خلک بل هیڅ قانوني لاره ونلري چې د امریکا متحده ایالاتو ته رادننه شي.
د بشردوستانه مجوز بیلګی چی مناسب ګڼل کیږی دا دي:
- هغه څوک چې د ژوند بچ کېدو درمنلې ته اړتیا لري او هغه یوازې په امریکا متحده ایالاتو کې شتون ولری.
- هغه څوک چې په امریکا متحده ایالاتو کې یې د کورنۍ غړی وي، د امریکا متحده ایالاتو ویزه نشي اخیستی، او په خطر کې وي.
مهم شیان چې پرې پوه اوسئ:
- هر څوک کولاۍ شی چی بشردوستانه مجوز ته غوښتنه وکړی، د هغو کسانو په ګډون چی له امریکا متحده ایالاتو څخه بهر مېشت وي.
- د امریکا متحده ایالاتو ته ننوتل لنډ مهاله دي. حد اعظمی موده د مجوز ۳۶۵ ورځې ده.
- وروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالاتو ته ننوتیئ، تاسی کولای شئ چې د پناه غوښتلو په شمول د مهاجرت کوم بل حالت غوښتنه هم وکړئ. که بریالی نه شوئ، نو تاسی باید اړتیا ولرۍ چې د امریکا متحده ایالات پرېږدئ.
که د بشردوستانه مجوز لپاره غوښتنه کوئ، لاندې سندونه ولېږئ:
- دI‑131 فورمه، د سفر د سند لپاره غوښتنلیک، د ثبتولو د فیس سربېره چې$575 (US) کېږي.
- په شمول :
- د خپل پاسپورټ کاپي او دوه د پاسپورټ لپاره عکسونه.
- یو اصلي (لوند رنګ) لاسلیک.
- که تاسی له یوه څخه ډېرو خلکو ته غوښتنلیک ورکوئ، د هرکس لپاره جلا فورمه ولېږئ (د ماشومانو په شمول) او د ثبتولو فیس چې د سړي په سر $575 کېږي.
- که تاسی په کافي اندازه پېسې نه لرئ، کولای شئ چی په استثنایی توګه د I‑912 په ډکولو سره د فیس معافیت غوښتنه وکړۍ.
-
- امریکا متحده ایالاتو کې ستاسو سپانسر کوونکۍ باید دغه فورمه ډکه کړي تر څو وښايي چې د امریکا متحده ایالاتو کې به له ځينې عامه ګټو نه برخمن کېږئ. سپانسرباید دا ثابته کړي چې په کافي اندازه پېسې لري تر څو ستاسی او ستاسو بدرګه کوونکو کسانو ملاتړ وکړي.
- یو اصلي (لوند رنګ) لاسلیک شامل کړئ. په هرحال، يو ايس سي، آی ايس اعلان کړی چې د کوويډ‑۱۹ له کبله د ملي بيړني حالت په سبب به د اصلي لاسليک کاپي هم ومني.
- ستاسو سپانسرکوونکۍ باید د خپلو مالیاتو شواهد وړاندې کړي دا د دې په شمول:.
-
-
- د تېرو دوو کلونو عوایدو د مالیې اسنادو کاپیانی.
- د خپلې دندې اومعاش ثبوت.
- دا چې خپل کور یا موټر لري.
- د بانک حسابونه.
- د اثاثو یا د امدن داسې نور معلومات.
-
-
- ستاسو سپانسر باید د خپل پاسپورټ کاپي هم ورکړي
- د دې فورمې لاسلیکول پدې معنی ندي چې که تاسی ته مجوز درکړل شي، سپانسر به ستاسو د اوسېدو لپاره پیسې درکوي. دا پدې معنی ده چې سپانسر به یواځې هغه مهال ستاسو سره مرسته کوي کله چې اړتیا لرئ.
- که تاسی نه پوهېږئ چې سپانسر به مو دومره پېسې ولري چې د غوښتنې اړتیاوې پوره کړي، تاسو کولای شئ دا وېب پاڼه وګورئ.
- سپانسر باید دومره پېسې ولري چې خپل ځان، خپله کورنۍ، او ستاسو سره ټول بدرګه کونکو تر مالي ملاتړ لاندې ونیسي. “د کور اندازه”.
- ‑ د بېلګې په ډول: ستاسې تمويلوونکي واده کړی، او دوه ماشومان لري. ته او ستا جوړه د بشري مرستو د ژمنې لپاره غوښتنه کوئ. د کورنۍ اندازه ۶ ده.
- د تمويلوونکي عايد بايد د ډالرو له هغه مبلغ څخه زيات وي، کوم چې په ويبپاڼه کې د کورنۍ د اندازې لپاره ورکړل شوی دی.
- همدارنګه یوه لیکلې بیانیه هم شامله کړئ چې ووایي:
-
- چې ستاسو ستونزه په ګوته کوي.
- کومې درملنې ته اړتیا لرئ
- تشریح کړئ ولې یی د امریکا په متحده ایالاتو کې درمنلې ته اړتیا لرئ.
- تاسی باید دا هم ووایي چې څوک مو طبي درملنه او نور لګښتونه په غاړه اخلي چې کله د امریکا متحده ایالاتو کې یاست.
- دا چی تاسی ولې باید بشردوستانه مجوز ترلاسه کړئ. موږ ته د خپل حال په اړه هومره ډېر جزیات راکړئ څومره چې کولای شئ او دا چې ولې اړ یاست چې د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړئ.
- دا چی تاسی ولې نشۍ کولای د امریکا متحده ایالاتو ته په کومه بله ویزه سفر وکړی. که تاسی پخوا وېزې ته غوښتنه ثبت کړې وي، ووایئ چې کله او چېرته موغوښتنه کړې وه. که تاسی هېڅکله هم وېزې ته غوښتنه نه وي کړي هم ووایي چې ولې مو غوښتنه نده کړی.
- که ستاسو قضیه په طبي مسئلو پورې اړه لری، هغه طبي اسناد شامل کړئ. دې کې:
- که تاسی د دې لپاره غوښتنه کوئ چې پخوا د امریکا متحده ایالاتو کې د کډوال، پناه غوښتونکي، یا ګرین کارډ لرونکي په توګه پاتې شوي یاست، ولی بیا مو له یو کال څخه مخکې د امریکا متحده ایالات پرېښود او هغه حالت مو له لاسه ورکړ اسناد نه لرئ چې بیا داخل شئ، ووایئ چې ولې مو د امریکا متحده ایالات پرېښود. تشریح کړئ ولې مو د بېرته راتګ لپاره ژرغوښتنه ورنکړه. تشریح کړئ چې د امریکا متحده ایالاتو له پرېښودو وروسته مو په ژوند کې څه بدلونونه راغلي.
- تاسو کولی شئ د ټولو بشردوستانه مجوز د قضیو لپاره، د کورنۍ غړو، ملګرو، او کانګریس استازو لخوا لیکونه په خپل غوښتنلیک کې د غوښتنې د ملاتړ لپاره شامل کړئ.
خپل غوښتنلیک لاندې پتې ته ولېږئ:
دUSCIS په ویبپاڼه درسته پته وګورئ چې یقیني کړی چې دا بدل شوي نه دی.
د امریکا متحده ایالاتو د پوستی خدماتو رسونی لپاره
USCIS
P.O. Box 660865
Dallas, TX 75266
د فیډیکس، یو پی اس، او ډی ایچ ایل پوستی رسونی:
USCIS
Attn: HP
2501 S. State Hwy. 121 Business
Ste. 400
Lewisville, TX 75067
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي: