د منځپانګې جدول
يادونه: دا معلومات د ۲۰۲۵ د جنورۍ له ۲۰مې نېټې څخه د نوو تګلارو له امله اغېزمن شوي او ژر به تازه شي.
لنډیز
دا لارښود د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو USCIS سره د کډوالو بیا میشتیدو د مرکی پر مهال د توقعاتو په هکله توضیحات درکوی.
که تاسو په متحده ایالاتو کې د بیامیشتیدنې لپاره په پام کې نیول شوي یاست، تاسو په لږ ترلږه دوه مرکې ترسره کړئ. لومړی به تاسو د بیا میشتیدنې د ملاتړ په مرکز (RSC) کې له اصلي ارزونو مخکې لومړنۍ مرکه ترسره کړئ.
بیا به ستاسو مرکه د امریکا متحده ایالاتو د دولت یو افسر ترسره کوي. دې افسر ته د کډوالو افسر وایي. دې مرکې ته د USCIS مرکه وایي. دا مرکه ډېره اړینه ځکه ده چې همدا مرکه به معلوموي چې ایا ستاسو د کډوالۍ کیس به د متحده ایالاتو د دولت له خوا منل کیږي او تاسو به په متحده ایالاتو کې د بیا میشتیدنې لپاره وړ یاست که نه. که ستاسو مرکه په UNHCR کې تر سره کېږي بیا نو دا د USCIS مرکه نده.
تاسو سره ولې مرکه کېږي؟
د بیا میشتیدنې د ملاتړ په مرکز کې د لومړۍ مرکې هدف دا دی چې ستاسو د بیوګرافي معلومات او ځینې نور معلومات تایید شي چې دا کار تاسو د USCIS مرکې ته چمتو کوي. د بیا میشتیدنې د ملاتړ مرکز کارکوونکي به له تاسو څخه ستاسو او ستاسو په کیس کې شامل ستاسو د کورنۍ د غړو د بیوګرافي معلومات غواړي او هغه اسناد به راغونډوي چې ستاسو د کیس لپاره مهم ګڼل کیږي.
د USCIS د مرکې موخه دا ده ترڅو معلومه شی چې ایا تاسې د امریکا متحده ایالاتو د قوانینو په اساس د کډوالۍ له تعریف سره برابر یاست که نه. دغه افسر همداراز ګوری چې ایا کولای شئ په متحده ایالاتو کې د متحده ایالاتو د کډوالۍ قانون په اساس ومنل شئ او که نه.
1 پړاو: د بیا میشتیدنې د ملاتړ د مرکز RSC مرکه
د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز RSC سره ستاسو د مرکې هدف دا دی چې ستاسو او ستاسو په کیس کې شامل ستاسو د کورنۍ د غړو معلومات او همداراز ستاسو د کیس لنډیز راغونډ او چمتو شي. د RSC کارکوونکی به له تاسو څخه د هیواد د پریښودو د لامل په اړه پوښتنې وکړي، ستاسو د کورنۍ په اړه به معلومات ترلاسه کړي او ستاسو کیسې ته به غوږ ونیسي. هغه ټول معلومات به چې تاسو یې په دې مرکه کې وړاندې کوئ، د USCIS کارکوونکي ته وړاندې شي.
د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز RSC مرکې لپاره باید څرنګه ځان چمتو کړو
ستاسو د ارزونې لومړنۍ مرکه هغه لومړنۍ مرکه ده چې پکې ستاسو د کیس په اړه معلومات USCIS ته د وړاندې کولو لپاره راغونډيږي. تاسو باید د UNHCR د اسنادو په ګډون، خپل ټول اسناد لکه د زیږیدنې تصدیقپاڼې او نکاح خط د لومړۍ ارزونې مرکې ته له ځان سره راوړئ. تاسو حق لرئ چې د مرکې په لړ کې ژباړونکی ولرئ. که د RSC د کارکوونکي په پوښتنه نه پوهیږئ، له ژباړونکي څخه پوښتنه وکړئ. RSC به د مرکې په لړ کې ستاسو عکس هم اخلي.
2 پړاو: د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو د ادارې USCIS مرکه
د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو د ادارې USCIS مرکې لپاره څرنګه ځان چمتو کړو
د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز (RSC) به چې ستاسو د مخکینیو ارزونو مرکه پکې ترسره شوې وه، تاسو سره اړیکه نیسي. د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکزونه دا لاندې موسسات دي: IOM, ICMC, CWS, IRC او HIAS. د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز به تاسو ته خبر درکړي چې د USCIS مرکه چیرته او څه وخت ترسره کیږي. د USCIS د مرکې ځنډ او لغوه کیدل یوه عادي خبره ده او بیلابیل دلایل لري. دا په دې معنی نه ده چې ستاسو په کیس یا قضیه کې کومه ستونزه موجوده ده. د ځنډیدنې یا لغوه کیدو په صورت کې باید تاسو RSC ته انتظار وکړئ ترڅو ستاسو مرکه په بله نیټه کې تنظیم کړي.
د USCIS له مرکې څخه مخکې، تاسو باید د ټولو هغو پیښو لنډیز ولیکئ چې هیواد څخه ستاسو د ټیښتې لامل شوي دي. تاسو باید دا پیښې د پیښیدو د نیټو په ترتیب سره ولیکئ. له هیواد څخه د تیښتې نیټې او همدارنګه د ګواښونو د ترلاسه کولو نیټې پکې شاملې کړئ. ځینې پیښې کیدی شي ستاسو په ذهن کې خراب او ناوړه یادونه تازه کړي، خو دا مهمه ده چې تاسو دا ټولې پیښې په یاد ولرئ ترڅو د کډوالۍ د چارو کارکوونکي ته یې ووایئ. دا اړینه نه ده چې تاسو هغه په انګلیسي ژبه ولیکئ، تاسو کولی شي په هره ژبه چې غواړئ ولیکئ. که تاسو د لیکنې توان نلرئ، کولی شئ له خپل ملګري یا د کورنۍ یو غړي څخه مرسته وغواړئ، یا د رایادولو لپاره د پیښو ساده انځورونه رسم کړئ.
هغه څه مو چې لیکلي دي، مرکې ته یې ځان سره مه راوړئ. د پیښو لیکل یوازې تاسو سره مرسته کوي چې په مرکه کې د خپلې کیسې ویلو ته چمتو اوسئ.
څوک او څه باید مرکې ته راوړل شي. هر هغه څوک چې ستاسو په قضیه کې شامل وي، باید په دې مرکه کې ګډون وکړي. په دې کې ماشومان او ځوانان هم شامل دي پرته له دې چې RSC تاسو ته بل شان ویلي وي. که ستاسو له حالت سره سمون خوري، باید لاندې سندونه له ځان سره مرکې ته راوړئ:
- د قضیې په دوسیه کې د ټولو غړو د هویت سندونه
- په UNHCR کې د نوم لیکنې سند
- د پوځ اړوند سندونه لکه د پوځ کتاب او د پوځ د هویت کارت. که تاسو په پوځ کې کار کړی وي خپل ټول پوځي سندونه لکه د پوځ کتاب او هویت کارت درسره راوړئ. که مو په پوځ کې کار کړی وي او دغه سندونه نه لرئ نو بیا باید تیار اوسئ چې تشریح کړئ چې ولې یې نه لرئ.
-
هر هغه اسناد يا شواهد چې دا ښودنه کوي چې ولې ته وېره لرې چې خپل هيواد ته ستون شې. په دې کې شامل دي:
- طبي راپورونه که چېرې په تا بريد شوی و، او له همدې امله مو طبي پاملرنې ته اړتيا درلودله.
- د پوليسو راپورونه.
- ګواښوونکي ليکونه او ليکلي پيغامونه.
- د کورنۍ سندونه لکه د کورنۍ کتاب، د زېږدنې سرټیفیکېټ، د واده/نکاح خط او طلاق سندونه.
- قانوني اسناد چې د جرم یا نیول کیدو اړوند تاریخچه وښيي، لکه د نیول کیدو یا ضمانت سندونه، د محکمې اوامر، او که د ورکړل شوي فیس کوم سند موجود وي.
خپلې مرکې ته انتظار. کله چې د مرکې ځای ته ورسېدئ، باید تاسو انتظار وکړئ تر څو مو مرکه پېل شي. تاسو کولای شئ له ځان سره خوراکي توکي او اوبه او د لوستلو لپاره توکي او یا د کوچنېانو د لوبو آرامه بازیچی راوړئ تر څو هغوي ورسره د انتظار پر مهال لوبې وکړي.
سګرت څکول منع دي. تاسو نشئ کولای چې تر څو ساعتونو لپاره سګرټ وڅکوئ. کېدای شي له مرکې څخه مخکې او وروسته د ودانۍ په منځ کې د څو ساعتونو لپاره انتظار وباسۍ. د ودانۍ په منځ کې د سګرټ څکول په جدي توګه منع دي. تاسو باید دې ته تیار اوسئ چې د سهار له ۷:۳۰ بجو څخه د ماښام تر ۶:۰۰ بجو پورې سګرټ ونه څکوئ.
د USCIS د مرکې پیل
د USCIS د کډوالۍ د چارو کارکوونکی به ستاسو د کورنۍ ټولو غړو سره مرکه کوي. هغوی به حتی له ماشومانو څخه د کیس په اړه پوښتنه کوي. که تاسو د خپلې کورنۍ د غړو په وړاندې خبرو کولو کې راحت نه یاست، تاسو کولی شئ د جلا مرکې غوښتنه وکړئ. تاسو باید هرې پوښتنې ته رښتیا او صادقانه ځواب ورکړئ. د غلطو معلوماتو ورکول ستاسو د کیس د رد کیدو لامل کیږي. که د کومې پوښتنې په ځواب نه پوهیږئ، تاسو کولی شئ د کډوالۍ د چارو کارکوونکي ته ووایئ چې د پوښتنې په ځواب نه پوهیږئ یا مو په یاد نه دی.
د کډوالۍ د چارو کارکوونکی به د لاندې معلوماتو په ګډون ستاسو د کورنۍ د ټولو غړو د شخصي معلوماتو په اړه پوښتنې کوي:
- بشپړ نومونه
- قبیلوي نومونه
- د قضیې په دوسیه کې د ټولو د زېږېدنې اصلي نېتې
- د کورنۍ ترکیب یا جوړښت. د کډوالۍ د چارو کارکوونکی به ستاسو د مور او پلار، خویندو او ورونو او ماشومانو په اړه او دا چې هغوی اوس چیرته ژوند کوي، پوښتنې کوي.
- په ټولو هیوادونو کې د هغو ځایونو ادرسونه چې تاسو پکې ژوند کړی دی
- د زده کړې او د کاري دندو تاریخچه
- د ټېلفون شمېره او د ټولنیزو رسنېو تاریخچه
- په ژوند کې د مهمو پېښو مهالوېش لکه زېږدنې، ودونه، او کله تاسې بل ځای ته کډه کړې وي یا له ګواښونو سره مخ شوي یاست.
که هر یو معلومات ناسم وي، نو اړنه ده چې د کډوالو افسر ته ووایئ چې دا معلومات ناسم دي، او سم معلومات ورکړئ.
د کډوالو افسر به له تاسو څخه ډېرې د "هو یا نه" پوښتنې وکړي چې کیدای شی عجیبه ښکاره شی. دا یوه عادي خبره ده. هغوي باید داسې پوښتنې له هر چا څخه وکړي. ځینې پوښتنې چې کېدای شي له تاسو هم وشي په لاندې توګه دي:
- ایا تاسی پلان لرۍ چی امریکی ته لاړ شۍ او په ترهګرۍ کې برخه واخلې؟
- ایا تاسی پلان لرۍ چی امریکی ته لاړ شۍ او څوک ژوبل کړې؟
- ایا تاسي پلان لرۍ چی امریکی ته لاړ شۍ او فحشا ته مخه کړئ؟
- ایا تاسی پلان لرۍ چی امریکی ته لاړ شۍ او قانون مات کړې؟
د کډوالو افسر به د امنیت او پوځ د تاریخچې په اړه ډېرې پوښتنې وکړي. ځینې پوښتنې یې کېدای شي په لاندې ډول وي:
- تاسی کله د وسلې د کارونې زده کړه ترسره کړې؟
- تاسی کله وسله ګرځولې؟
- تاسی د پوځ سره کله او چېرته دنده ترسره کړې؟ ستاسو د کنډک نوم څه وو؟ کله چې په پوځ کې مو دنده ترسره کوله کومې چارې درسپارل شوې وې؟
- تاسی کله د کومې ترهګرې ډلې یا ملېشې ملاتړ کړی؟
د USCIS د مرکې محتوا
معمولا ډېرو پوښتنو ته به د قضیه د اصلي درخواست کوونکي له خوا ځواب ورکول کیږي. دا معمولا هغه شخص وي چې UNHCR او RSC ورسره په اړیکه کې وي. داسې هم کېږي چې د مرکې په کومه برخه کې د کډوالو افسر د کورنۍ له غړو سره په جلا جلا توګه مرکه وکړي.
د کډوالو افسر به له تاسو پوښتنه وکړي چې تاسی ولې خپل هېواد پرېښود او ولې له بېرته ستنېدو څخه وېرېږئ.
د کډوالو افسر به له تاسو څخه پوښتنه وکړي چې ایا کله تاسی یا ستاسو کورنۍ زیانمنه شوې ده، لکه:
- دا پېښې چېرته او کله رامینځ ته شوې.
- څوک درسره وو، تاسو چا په نښه او زیانمن کړئ، او تاسو ولې په نښه شوۍ او زیانمن شوۍ.
که چېرې مشخص معلومات نلرئ، نو بیا د هغه څه په اړه چې خبر یاست، معلومات ورکړئ. د بېلګې په توګه، که مشخصه نېټه درته نه وي معلومه نو بیا ووایاست چې کوم موسم وو یا د کومې پام وړ سیاسي پېښې څخه د مخه یا وروسته. که چیری تاسې باورې نه یاست له خپل ځانه مشخصه نېټه مه جوړوه.
افسر ته تشريح کړې چې ولې خپل هیواد ته د ستنیدو لپاره د خپل خوندیتوب په اړه وېره لرې، يا ولې په ماضي کې هدف ګرځېدلی وې. ډاډ ترلاسه کړئ چې افسر ته ټول واقعیتونه يا د خپل هيواد په اړه ټول معلومات تشريح کړې. دا کار به له دوی سره مرسته وکړي، چې ستا حالت درک کړي.
نور موضوعات چې په مرکه کې له تاسو کیدای شی وپوښتنل شي دا دي:
- که په پوځ کې مو خدمت کړی وي، کومې دندې مو ترسره کړې دي.
- که تاسی کله نیول شوي یاست، یا درباندې تور لګول شوی وي او یا پخوا د کوم جرم لپاره محاکمه شوي یاست.
- ستاسی پخوانۍ دنده، په ځانګري توګه که د هغه حکومت سره مو چی کار کړی وي چې له هغه هېواد څخه تښتېدلي یاست.
- که تاسو په کوم سیاسي ګوند پورې تړلي وئ، حتی که دې ته اړ کړای شوي یاست چې له سیاسي ګوند سره یوځای شئ.
- که تاسی کله هم د امریکا متحده ایالاتو ته د راتګ په موخه ویزې ته غوښتنلیک ورکړی وي. په دې کې د "لاټري ویزه" هم شامله ده. که تاسو کله هم غوښتنلیک ورکړی وي او یا مو الیکترانک/انلاین غوښتنلیک پېل کړی وي چې د امریکا متحده ایالاتو ته پرې لاړ شئ، نو تاسو باید د دې غوښتنلیک په اړه افسر ته ووایئ.
د کډوالو افسر کېدای شي د ورته موضوع په اړه له تاسو ډېرې پوښتنې وکړي او یا ورته پوښتنې بیا بیا تکرار کړي. کله هم کیدی شي چې د کډوالو افسر تاسو ته هغه دوه موضوعات ولولي چې تاسو مخکې پرې خبرې کړې وې، او له تاسو څخه به وغواړي چې ددې موضوعاتو په اړه لازیات معلومات ورکړئ.
- په دې برخه باندې به د کډوالو د افسر تمرکز له دې امله وي چې کېدای شي تاسو UNHCR یا RSC ته په خپله مخکینۍ مرکه کې متفاوت معلومات ورکړی وي. د کډوالو افسر شاید له تاسو څخه ځکه پوښتنه کوي ترڅو د دغه مختلفو ویناوو سپیناوی وکړئ.
-
که تاسو له مخکینۍ مرکې څخه اوس متفاوت معلومات وړاندې کړې وي، توضیح کړئ چې ولې.
- د بیلګې په توګه، که تاسو ویلي وي چې په 2011 کال کې مو ګواښ تجربه کړی دی، خو وروسته مو راپه یاد شول چې هغه ګواښ په 2012 کال کې پیښ شوی وو، توضیح کړئ او ووایئ چې پخوا مو غلطه نیټه ویلې وه او اوس مو سمه نیټه راپه یاد شوه.
- که د پیښې جزییات مو په یاد نه دي ځکه چې تاسو پخوا ټپي شوي یاست او یا که تاسو لپاره د یوې موضوع په اړه خبرې کول ګران وي، تاسو کولی شئ د کډوالۍ د چارو کارکوونکي ته یې توضیح کړئ.
- د کډوالو افسر کېدای شي ستاسو له هېواده دغه معلومات چې تاسو په ناسمه توګه وړاندې کړي، لوستلی وي. خپله کیسه په ریښتیا سره تشریح کړئ. د بېلګې په ډول، که تا وويل چې د مذهب له امله پر تا بريد شوی، او افسر داسې يو راپور ولولي چې ستاسې د مذهب خلک ستاسې په هيواد کې خوندي دي، نو دا تشريح کړه چې ولې ته وېره لرې چې تاته به زيان ورسیږي.
-
د کډوالو افسر کېدای شي له تاسو پوښتنه وکړي چی آیا د کومې وسله والې ډلې غړي وئ یا مو ورسره مرسته کړې ده. لکه:
- وسله والې ډلې ته تاوان ورکول.
- وسله والې ډلې څخه د تجهیزاتو پلورل.
- وسله والې ډلې ته د خواړو، اوبو، یا سرپناه برابرول.
- د کډوالو افسر ته ټول هغه حالات او شرایط تشریح کړئ چې تاسو له وسله والې ډلې څخه ملاتړ کړی وو. د بیلګې په توګه د کډوالۍ افسر ته تشریح کړئ چې:
- که وسله والې ډلې تاسو مرستې ته اړ کړي یاست
- که د وسله والې ډلې لخوا ګواښل شوی وئ چې تاسې یا ستاسې کورنۍ به زیانمن شي که مرسته مو ونکړه.
- که په هغه وخت کې له دې نا خبره وئ چې له هغه چا سره چې مرسته کوئ هغوي د یوې وسله والې ډلې برخه دي.
د مرکې پای
د کډوالو افسر به ونه کړای شی چې په هماغه ورځ ستاسی د قضیې په هکله تاسو ته پرېکړه واوروی. د هغې پر ځای تاسو به یو لیک ترلاسه کړئ چې پایلې به پکې لیکل شوې وي. که تاسو تایید هم شئ، بیا هم تاسو باید تر سفر پورې انتظار وکړئ. تاسی یوازې له هغې وروسته سفر کولای شئ چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت امنیتي پلټنې وکړي او تاسو خپلې روغتیاي معاینات بشپړ کړئ.
دا تمه مه کوۍ چې افسر به د پرېکړې د مهالوېش په اړه هر ډول معلومات درکړي. هر کیس توپیر لري او مختلف وخت ته اړتیا لري. ځینې وختونه پریکړې میاشتې حتی کلونه نیسي.
د یو ژباړونکي سره کار کول
تاسو حق لرئ د USCIS په مرکه کې ژباړونکی ولرئ. که تاسی د خپلې مرکې لپاره ژباړونکي ته اړتیا لرئ، نو بیا اړینه ده چې خپل ځوابونه په لنډو جملو کې ووایئ. دا به ژباړونکی ته ستاسو د خبرو په ژباړلو کې مرسته وکړي. ژباړونکي ته پوره وخت ورکړئ تر څو ستاسو د کیسې جزییات په سمه توګه د کډوالو افسر ته وژباړي.
تاسی باید افسر ته ووایئ:
- که تاسی د ژباړونکي په خبرو نه پوهېږئ.
- که تاسی فکر کوئ چې ژباړونکی ستاسو په خبره نه پوهېږي.
- ژباړونکی هر هغه څه چی تاسی یې وایۍ، پوره نه ژباړي.
- ژباړونکی تاسو ته داسې یو څه وایي چې سپکاوی ګڼل کیږي او مناسب نه وي.
کیدی شي دا سخته وي چې د کډوالۍ د چارو کارکوونکي ته ووایئ چې تاسو ژباړونکي سره ستونزه لرئ. بیا په هغه صورت کې چې ژباړونکی یواځینی شخص وي چې تاسو سره د موضوع په افهام او تفهیم کې مرسته کوي. تاسو کولی شۍ د کډوالۍ د چارو کارکوونکي ته ووایئ چې ولې له ژباړونکي سره راحت نه یاست او ستاسو ترمنځ کومه ستونزه موجوده ده. ژباړونکی ستاسو د کیس یا قضیې په اړه د کډوالۍ د چارو کارکوونکي سره خبرې نه کوي او ستاسو د کیس په اړه پریکړه کولو کې هم هیڅ رول نلري. همدارنګه، ستاسو ژباړونکی به ستاسو د قضیې په اړه له مرکې څخه بهر هېڅ بحث ونکړی. هغوي محرمیت ته ژمن دي.
د مرکې محرمیت
د مرکې په پېل کې ډېر احتمال لري چې د کورنۍ ټول غړي شتون ولري. که داسې څه وي چې له تاسو پوښتنه وشي او تاسو یې د کورنۍ په شتون کی نه غواړۍ شریک کړی، افسر ته ووایئ چې تاسو د دې موضوع په اړه یوازې له هغه سره غواړۍ یو په یو خبرې وکړۍ د دی په ځای چی د اړینو جزییاتو تېر شئ یا دا چی ووایئ چې”زه خبر نه یم“.
هغه معلومات چې تاسو یې د کډوالۍ د چارو کارکوونکي ته وړاندې کوئ باید د محرم معلوماتو په توګه وساتل شي او ستاسو له اجازې پرته بل لوري سره شریک نشي.
عمومي معلومات
-
څنګه باید هغه سوالونو ته ځواب ووایاست چې په ځواب باندی یې نه پوهېږئ. که له تاسو څخه داسې یوه پوښتنه کیږي چې تاسو یې ځواب نلرۍ، اټکل مه کوئ او ناسم معلومات مه ورکوئ.
- که تاسې ته ځېنې جزییات دریاد نه دي، هرڅه چې مو په یاد دي، تشریح یئ کړئ. بیا ووایئ چې ولې پاتې جزییات نه دریادېږي. ښه به وي چې ووایاست چې معلومات نه دریادیږي یا نه پوهیږئ او دلیل یې تشریح کړئ.
- د بېلګې په توګه، که هغوی ستاسو څخه پوښتنه وکړی چې په کومه نېته یو څه پېښ شوي دی، او تاسو ته دومره یاد وي چې د ۲۰۱۳ کال اوړی وو، ورته ووایئ چې د ۲۰۱۳ کال اوړی وو پر ځای د دې چې یو مشخصه نېټه ووایاست.
- که دمې ته اړتیا لرئ، تاسو کولای شئ د هغی غوښته وکړئ. که د مرکې په ترڅ کې د یوې لنډې دمې غوښتنه وکړئ دا کومه بده خبره نده او نه بې ادبي ده. دا تاسو ته مهمه ده چې د ارامۍ احساس وکړئ او خپله کیسه بیان کړئ. که نارام یاست، د یوې لنډې دمې غوښتنه وکړئ تر هغې چې آرام شئ او خپل فکر یو وار بیا راغونډ کړئ.
- هېڅ څه نا ویلی مه پرېږدئ. ځان باوري کړئ چې افسر ته ټول هغه څه ووایاست چې په اړه یې درڅخه پوښتنه کوي. د افسر هره پوښتنه ځواب کړئ او موضوع باندی تمرکز ولرۍ.
- تل ریښتیا ووایئ. که هغوي د هر څه په اړه پوښتنه کوي تاسو ریښتیا ووایئ. که تاسو په وېره کې یاست چې ستاسو ځواب به ستاسو قضیې ته زیان ورسوي، بیا هم دا ښه ده چې تاسو ریښتیا ووایئ. وروسته تاسو تشریح ورکولای شئ چې دغه جزیبات باید ستاسو قضیې ته زیان ونه رسوي. د ناسمو معلوماتو ورکول کولای شي ستاسو د قضیې د رد کېدو لامل شي.
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:
له IRAP څخه د مرستې
- له آی ار ای پي څخه د مرستې د غوښتلو په اړه معلومات دلته دي.
- که تاسې په اردون کې يئ، تاسې کولای شئ د اردون آی ار ای پي د مرستې غوښتنه د دې فورمې په کارولو سره کولای شئ. که فورمه بنده وي، ته کولای شې په يوه بله او وروسته نېټه کې يې وګورې.
د نورو سازمانونو مرسته
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ د ويړیا حقوقي خدماتو وړاندې کوونکو يو نوملړ په دې ځای کې شته. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ شخصي وکيلانو نوملړ په دې ځای کې دی. مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې د مهاجرت خصوصی څارنوالان د خپلو خدماتو لپاره فیس اخلی. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.