د منځپانګې جدول
دا مقاله وروستی ځل د 2026 کال د جولای په 14 مه نیټه نوې شوې ده
لنډیز
د متحده ایالاتو اتباع او قانوني دایمي اوسیدونکي (چې د ګرین کارت لرونکي بلل کیږي)، کولی شي چې د "I-130 غوښتنلیک" فورمې په کارولو سره د خپلو کورنیو ځینو غړو سره مرسته وکړي چې متحده ایالاتو ته مهاجرت وکړي. دې ته "د کورنۍ اړیکې له لارې مهاجرت" هم ویل کیږي.
دا لارښود د متحده ایالاتو هغو اتباعو او قانوني دایمي اوسیدونکو لپاره دی چې غواړي د خپلې کورنۍ غړي لپاره I-130 غوښتنلیک وسپاري. که تاسو یو کډوال یا پناه غوښتونکی یاست، کیدی شي چې د کډوالو او پناه غوښتونکو د کورنۍ د بیا یوځای کیدو نورو پروګرامونو یا لارو چارو لپاره وړ یا مستحق اوسئ. ددې پروګرامونو او لارو چارو په اړه معلومات دلته ترلاسه کیدی شي.
د سفر د بندیز په اړه نوي معلومات
اوس مهال، ډیر شمیر "د سفر بندیزونه" نافذ دي چې متحده ایالاتو ته د ځینو خلکو د سفر کولو په توان اغیزه کوي، حتی که د لاندې تشریح شوې پروسې له لارې د هغوی ویزې منظور شوې وي. د سفر بندیز د کډوالۍ د پروسې په لومړي پړاو اغیزه نه کوي، خو که تاسو په دې پروسه کې پرمخ تللي یاست، کیدی شي چې پر تاسو اغیزه وکړي. د 2025 کال د سفر د بندیز او د 2026 کال د کډوالۍ د ویزو د ځنډیلو په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.
د کورنۍ اړیکې پر بنسټ د کډوالۍ پروسه څه ده؟
د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې USCIS ته د غوښتنلیک وړاندې کول
ددې پروسې لومړی پړاو د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې (USCIS) ته د I-130 فورمې په سپارلو سره پیل کیږي. دا د کورنۍ غړي لپاره د غوښتنلیک د سپارلو د پروسې په نوم هم یادیږي. په دې پروسه کې تاسو غوښتونکی یا درخواست کوونکی یاست. تاسو باید هغه اسناد ضمیمه کړئ چې ستاسو د متحده ایالاتو تابعیت او د قانوني دایمي اوسیدونکي حالت ښیي. تاسو همداراز باید د کورنۍ له هغه غړي سره خپله اړیکه ثابته کړئ چې غواړي متحده ایالاتو ته راشي. دا شخص د ذینفع یا ګټه اخیستونکي په نوم یادیږي.
د فورمې د ډکولو پرمهال، تاسو باید د غوښتونکي یا درخواست کوونکي په اړه هرې پوښتنې ته د خپل ځان په اړه ځواب ورکړئ.
د دایمي استوګنې لپاره غوښتنلیک
ستاسو د I-130 غوښتنلیک له منظوریدلو سره سم به ستاسو د کورنۍ غړی په متحده ایالاتو کې د دایمي اوسیدونکي حالت غوښتنه کوي.
که ستاسو د کورنۍ غړی له متحده ایالاتو څخه بهر ژوند کوي، نوموړی به هغه پروسه بشپړوي چې د "کنسولي پروسس" په نوم یادیږي. دا په دې معنی ده چې نوموړی به د متحده ایالاتو د سفارت یا کنسولګرۍ له لارې د کډوالۍ ویزې غوښتنه کوي. ستاسو د کورنۍ غړی به په دې پروسه کې د ویزې د غوښتونکي په نوم یادیږي.
که ستاسو د کورنۍ غړی په متحده ایالاتو کې دننه ژوند کوي، نوموړی به وکولی شي چې د هغې پروسې له لارې د ګرین کارت غوښتنه وکړي چې "د استوګنې د حالت د بدلولو" پروسې په نوم یادیږي. نوموړی به په دې پروسه کې د استوګنې د حالت د بدلولو د غوښتونکي په نوم یادیږي.
دا لارښود په دې پروسه کې یوازې د USCIS د غوښتنلیک مرحله تشریح کوي.
زه د چا لپاره غوښتنلیک سپارلی شم؟
که تاسو قانوني دایمي اوسیدونکی یاست، تاسو کولی شئ چې خپلې میرمنې/خاوند یا د هر عمر مجرد ماشوم لپاره غوښتنلیک وسپارئ.
که تاسو د متحده ایالاتو تبعه یاست، تاسو کولی شئ چې خپلې میرمنې/خاوند یا د هر عمر ماشوم لپاره غوښتنلیک وسپارئ (که هغه واده شوی یا مجرد وي). که تاسو له 21 کلونو څخه ډیر عمر لرئ، تاسو کولی شئ چې د خپل ورور یا خور او مور او پلار لپاره هم غوښتنلیک وسپارئ.
له کوم ځای څخه پیل وکړم؟
تاسو باید I-130 غوښتنلیک چې دلته ترلاسه کیدی شي، وسپارئ. د I-130 د لیږلو لپاره دوه لارې موجودې دي: 1) د پوست له لارې؛ یا 2) په آنلاین بڼه د USCIS په ویبپاڼه کې. تاسو کولی شئ د دواړو لارو په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.
که تاسو قانوني دایمي اوسیدونکی یاست، تاسو به د خپلې کورنۍ غړي لپاره یو غوښتنلیک وسپارئ. که د کورنۍ غړی 21 کلونو څخه لږ عمر لرونکي مجرد ماشومان لري، تاسو اړ نه یاست چې جلا غوښتنلیکونه وسپارئ. خو سره له دې هم، که تاسو په ورته وخت کې خپلې میرمنې/خاوند او ماشومانو لپاره هم غوښتنلیکونه سپارئ، او که غواړئ چې غوښتنلیکونه په خپلواکه توګه پروسس شي، باید جلا غوښتنلیکونه وسپارئ.
که تاسو د متحده ایالاتو تبعه یاست، او خپلو بالغو یا واده شویو اولادونو یا خپلو ورونو یا خویندو لپاره غوښتنلیکونه سپارئ، تاسو اړ نه یاست چې د هغوی میرمنو/خاوندانو او 21 کلونو څخه لږ عمر لرونکو مجردو اولادونو لپاره جلا غوښتنلیکونه وسپارئ.
که تاسو د متحده ایالاتو تبعه یاست او خپل پلار او مور، 21 کلونو څخه لږ عمر لرونکو اولادونو یا میرمن/خاوند لپاره غوښتنلیکونه سپارئ، تاسو باید هر شخص لپاره جلا غوښتنلیکونه وسپارئ.
موږ سپارښتنه کوو چې تاسو خپلو غوښتنلیکونو سره یوه مخ پاڼه ضمیمه کړئ چې پکې د هغو اسنادو نومونه لیکل شوي وي چې تاسو یې خپل غوښتنلیک سره سپارئ. دا مرسته کوي چې USCIS وپوهیږي چې تاسو ټول اړین شرایط پوره کړي دي.
کله چې تاسو فورمه د پوست له لارې لیږئ، باید هغه د خپل اصلي، په لاس لیکل شوي لاسلیک، یا هم په لاس لیکل شوي لاسلیک سکن یا فوتوكاپي سره ولیږئ. USCIS ټایپ شوې یا الکټرونیکي لاسلیک نه مني. که تاسو USCIS ته د خپل اصلي لاسلیک سکن یا فوتوكاپي ولیږئ، تاسو باید د لاسلیک شوې فورمې اصلي نسخه له ځان سره وساتئ ځکه چې کیدی شي په راتلونکي کې یې USCIS ته د ښودلو اړتیا ولرئ.
د کورنۍ غړي لپاره د غوښتنلیک د سپارلو لګښت څومره دی؟
I-130 غوښتنلیک د ثبتولو فیس ټاکل شوی لري. د 2025 کال د مې میاشتې راهیسې، د غوښتنلیک د ثبتولو بیلابیل فیسونه ټاکل شوي دي چې دا فیسونه دې پورې اړه لري چې تاسو غوښتنلیک د پوست له لارې لیږئ یا په آنلاین بڼه. که تاسو خپل I-130 غوښتنلیک د پوست له لارې ولیږئ، تاسو باید $675.00 فیس ورکړئ. که تاسو خپل I-130 غوښتنلیک په آنلاین بڼه ولیږئ، تاسو باید $625.00 فیس ورکړئ.
د پوست له لارې د غوښتنلیک د لیږلو په صورت کې باید تاسو ټاکل شوی فیس د کردیت کارت، دبیت کارت یا مخکې تادیه شوي کارت له لارې ورکړئ او G-1450 فورمه چې دلته ترلاسه کیدی شي، هم باید ورسره ضمیمه کړئ. تاسو همداراز کولی شئ چې د G-1650 فورمې په بشپړولو سره چې دلته ترلاسه کیدی شي، په متحده ایالاتو کې د بانکي حساب له لارې ټاکل شوی فیس ورکړئ. تاسو نشئ کولی چې د غوښتنلیک د فیس لپاره نغدې پیسې ورکړئ، او د چک یا د پیسو د حوالې له لارې هم نشئ کولی چې ټاکل شوی فیس ورکړئ، مګر داچې تاسو د فیس د معافیت لپاره وړ اوسئ. فیس او د تادیه کولو روشونه بدلون مومي، نوځکه د غوښتنلیک له لیږلو څخه مخکې، د USCIS دې ویبپاڼې ته چې پکې د غوښتنلیکونو فیسونه لیکل شوي دي، ورشئ.
که تاسو خپل غوښتنلیک په آنلاین بڼه سپارئ، د USCIS آنلاین سیسټم به تاسو ته لارښونه وکړي ترڅو د کردیت کارت، دبیت کارت یا مخکې تادیه شوي کارت له لارې خپل فیس تادیه کړئ. دا سیسټم به تاسو په اتومات ډول یوې خوندې pay.gov پاڼې ته بوځي ترڅو خپل فیس په آنلاین بڼه تادیه کړئ. تاسو کولی شئ په آنلاین بڼه د غوښتنلیک د سپارلو د فیس ورکولو په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.
د I-130 غوښتنلیک سره نور کوم اسناد ضمیمه کړم؟
لومړی: تاسو باید ثابته کړئ چې د متحده ایالاتو تبعه یا د متحده ایالاتو قانوني دایمي اوسیدونکی یاست.
په I-130 غوښتنلیک کې به له تاسو، غوښتونکي یا درخواست کوونکي څخه وغوښتل شي چې په متحده ایالاتو کې د خپل حالت د ثابتولو لپاره اسناد وړاندې کړئ.
ددې لپاره چې ثابت کړئ چې تاسو د متحده ایالاتو تبعه یاست، باید د I-130 غوښتنلیک سره د لاندې اسنادو څخه یو سند ولیږئ:
د زیږیدنې د تصدیق یوه کاپي چې ښیي تاسو په متحده ایالاتو کې زیږیدلي یاست
د تابعیت د منلو د تصدیق یوه کاپي
د تابعیت د تصدیق یوه کاپي
په بهر کې د زیږون په اړه د کنسولي رپوټ یوه کاپي (CRBA)
ستاسو د متحده ایالاتو د اعتبار وړ پاسپورت یوه کاپي، یا
د متحده ایالاتو د کنسولي افسر له خوا اصلي وینا چې پکې تایید شوې وي چې تاسو د متحده ایالاتو تبعه یاست او ددې هیواد معتبر پاسپورت لرئ.
ددې لپاره چې ثابت کړئ چې تاسو دایمي قانوني اوسیدونکی یاست، تاسو باید د خپل ګرین کارت د مخ او شا یوه کاپي وړاندې کړئ. که تراوسه مو خپل ګرین کارت ترلاسه کړی نه دی، تاسو کولی شئ د خپل پاسپورت کاپي، د تصویر لرونکې پاڼې یوه کاپي او د هغې پاڼې یوه کاپي چې ښیي تاسو د دایمي قانوني اوسیدونکي په توګه متحده ایالاتو ته راغلي یاست، ولیږئ. تاسو همداراز کولی شئ چې د I-94 سند یوه کاپي ولیږئ.
دوهم: تاسو باید د کورنۍ غړي سره خپله اړیکه ثابته کړئ:
په I-130 غوښتنلیک کې به له تاسو، غوښتونکي یا درخواست کوونکي څخه وغوښتل شي چې هغه اسناد ولیږئ چې ستاسو او د ذینفع یا ګته اخیستونکي ترمینځ د کورنۍ اړیکه ثابتوي. USCIS ته خپل اصلي اسناد مه لیږئ. تاسو تل باید د اسنادو کاپي ولیږئ.
که یو سند په انګلیسي ژبه نه وي، تاسو باید د سند انګلیسي ژباړه ولیږئ. ژباړې سره باید د ژباړن له خوا یو لیکل شوی بیان شامل وي او پکې ویل شوي وي چې هغه په دواړو ژبو بشپړ تسلط لري.
که تاسو غواړئ چې خپله میرمنه یا خاوند راولئ:
د خپل نکاح خط یوه کاپي ضمیمه کړئ.
که تاسو مخکې بل واده کړی وي، د هغو اسنادو کاپي ضمیمه کړئ چې ښیي ستاسو پخوانی واده پای ته رسیدلی دی. دا اسناد معمولا طلاق خط یا د مړینې تصدیق وي.
-
هغه اسناد ضمیمه کړئ چې ښیي دا یو ریښتینی واده دی او د کډوالۍ په موخه نه دی شوی. د بیلګې په توګه:
تاسو کولی شئ د خپلو ماشومانو د زیږیدنې تصدیقونه ضمیمه کړئ چې ښیي تاسو او ستاسو میرمن/خاوند د هغوی مور او پلار یاست.
تاسو کولی شئ داسې یو بانکي سند وړاندې کړئ چې ستاسو د دواړو نومونه پکې په یو ګډ حساب کې لیکل شوي وي.
تاسو همداراز کولی شئ د کور قرارداد چې پکې د دواړو نومونه لیکل شوي وي، وړاندې کړئ.
-
تاسو کولی شئ د هغو کسانو لیکونه ضمیمه کړئ چې تاسو او ستاسو میرمن یا خاوند سره پیژندګلوي لري او ستاسو د واده په اړه پوهیږي. اړینه نه ده چې دوی دې د متحده ایالاتو اتباع وي.
هغوی باید خپل بشپړ نومونه، آدرسونه، د زیږیدنې نیټه او ځای ولیکي.
هغوی باید تشریح کړي چې څنګه ستاسو د اړیکې په اړه پوهیږي، لکه ستاسو د واده په مراسمو کې یې ګډون کړی وو، یا د یوې جوړې په توګه یې تاسو سره وخت تیر کړی دی.
که امکان ولري، مخکې له دې چې هغوی دا لیک تاسو ته ولیږي، د اسنادو د تصدیق او تایید رسمي دفتر له خوا یې لاسلیک کړي او پکې مهر ولګوي.
که تاسو غواړئ چې خپل ماشوم راولئ:
که تاسو مور یاست، د زیږیدنې د تصدیق یوه کاپي ضمیمه کړئ چې پکې ستاسو او ستاسو د ماشوم نومونه لیکل شوي وي.
که تاسو پلار یاست، د زیږیدنې د تصدیق یوه کاپي ضمیمه کړئ چې پکې ستاسو او د ماشوم د مور نومونه لیکل شوي وي. همداراز، د خپل واده د نکاح خط یوه کاپي ضمیمه کړئ چې ښیي تاسو د ماشوم د زیږیدنې پرمهال یا د ماشوم 18 کلنۍ ته له رسیدو مخکې، د هغې له مور سره واده کړی وو. که تاسو واده نه و کړی، د خپلې اړیکې د ثابتولو لپاره نور معلومات د USCIS د I-130 غوښتنلیک د لارښونو په برخه کې ترلاسه کړئ.
که تاسو غواړئ چې خپل ورور یا خور راولئ:
د خپلو دواړو د زیږیدنې د تصدیقونو کاپي ضمیمه کړئ چې پکې ښودل شوي وي چې تاسو لږ تر لږه یو ګډ مور یا پلار لرئ.
که ستاسو میندې بیلې خو پلار مو یو وو، د خپل پلار او ستاسو د یوې یا دواړو میندو سره د واده د نکاح خطونو کاپي ضمیمه کړئ. که ستاسو پلار له یوې مور څخه طلاق اخیستی وي، د ثبوت لپاره د طلاق خط یوه کاپي ضمیمه کړئ. که ستاسو پلار ستاسو له میندو سره واده نه وي کړی، د خپلې اړیکې د ثابتولو لپاره نور معلومات د USCIS د I-130 غوښتنلیک د لارښونو په برخه کې ترلاسه کړئ.
که تاسو غواړئ چې خپله مور راوړلئ:
خپل د زیږیدنې تصدیق چې ستاسو د مور نوم پکې لیکل شوی وي، ولیږئ.
که تاسو غواړئ چې خپل پلار راوړلئ:
خپل د زیږیدنې تصدیق چې ستاسو د مور او پلار نومونه پکې لیکل شوي دي، ولیږئ.
همداراز د نکاح خط یوه کاپي ضمیمه کړئ چې ښیي ستاسو مور او پلار واده کړی دی. که ستاسو مور او پلار واده نه دی کړی، د خپلې اړیکې د ثابتولو لپاره نور معلومات د USCIS د I-130 غوښتنلیک د لارښونو په برخه کې ترلاسه کړئ.
که تاسو غواړئ چې خپل ناسکه مور یا پلار راولئ:
خپل د زیږیدنې د تصدیق کاپي ضمیمه کړئ.
همداراز د خپل اصلي مور یا پلار او ناسکه مور یا پلار ترمنځ د واده د نکاح خط یوه کاپي ضمیمه کړئ. هغوی باید مخکې له دې چې تاسو 18 کلن شۍ، واده کړی وي.
همداراز، هغه اسناد ضمیمه کړئ چې ښیي ستاسو پلار یا مور پخوا له بل چا سره واده کړی وو، او هغه واده اوس پای ته رسیدلی دی. دا اسناد معمولا طلاق خط یا د مړینې تصدیق وي.
که تاسو غواړئ هغه مور یا پلار راولئ چې تاسو یې د اولاد په توګه منلي یاست:
هغه اسناد ضمیمه کړئ چې ښیي ستاسو مور یا پلار تاسو په قانوني توګه د خپل اولاد په توګه منلي یاست.
همداراز، هغه اسناد ضمیمه کړئ چې ښیي تاسو له دې مور او پلار سره د اولاد په توګه له منل کیدو وروسته یا مخکې په قانوني توګه لږ تر لږه دوه کاله ژوند کړی دی.
که زه یو اړین سند ونلرم، څه باید وکړم؟
که تاسو اړین سند له ځان سره نلرئ، په دې اړه نورې لارې چارې موجود دي:
که تاسو دا اسناد له ځان سره نه لرئ، باید هڅه وکړئ چې ترلاسه یې کړئ. د بیلګې په توګه، کیدی شي تاسو وکولی شئ سفارت ته مراجعه وکړئ او د اسنادو د کاپي غوښتنه وکړئ، یا کیدی شي چې تاسو له کورنۍ یا یو ملګري څخه د مرستې غوښتنه وکړئ.
وګورئ چې آیا د منلو وړ کوم بل سند شته چې د اړین سند پرځای یې وکاروئ. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په دې ویبپاڼه کې د بدیلو اسنادو لیست وړاندې کړی دی.
-
له یو دولتي دفتر یا سفارت څخه مکتوب ترلاسه کړئ چې پکې ویل شوي دي چې تاسو اړین سند ترلاسه کولی نشئ. تاسو همداراز باید هڅه وکړئ چې نور اسناد ترلاسه کړئ، لکه:
یو مذهبي سند یا ریکارډ: له یو مذهبي سازمان لکه کلیسا، جومات، معبد یا کنیسې څخه د یو سند کاپي. دا سند باید وښیي چې له زیږون وروسته د دوو میاشتو په لړ کې مذهبي مراسم (لکه د تعمید غسل) ترسره شوی دی. په دې سند کې باید د زیږیدنې ځای او نیټه، د مذهبي مراسمو نیټه او د مور او پلار نومونه شامل وي.
د ښوونځي سند یا ریکارډ: له یو روزنیز سازمان، لکه ښوونځي څخه د ترلاسه شوي مکتوب کاپي. په دې سند کې باید په ښوونځي کې د ماشوم د شاملیدلو نیټه، د ماشوم د زیږیدنې نیټه یا عمر، د زیږیدنې ځای او د مور او پلار نومونه شامل وي.
د سر شمیرنې یا احصایې سند یا ریکارډ: دولتي اسناد چې پکې د نوموړي شخص نوم، د زیږیدنې ځای، د زیږیدنې نیټه یا عمر ښودل شوی وي.
-
د هغو کسانو څخه دوه یا ډیر لیکونه ترلاسه کړئ چې د هغې پیښې یا مناسبت پرمهال ژوندي وو چې تاسو یې باید ثابته کړئ، او له هغوی څخه وغواړئ چې په دې اړه خپلې څرګندونې ولیکي.
هغوی باید د پیښې یا مناسبت په اړه "شخصي معلومات" ولري. د بیلګې په توګه، هغه کاکا یا ماما چې ستاسو د مور او پلار د واده په مراسمو کې یې ګډون کړی دی، یا هغه قابله چې ستاسو په زیږون کې یې مرسته کړی وه، او یا یو ښه ملګری چې ستاسو او ستاسو د میرمن یا خاوند ترمنځ اړیکې په اړه پوهیږي.
اړینه نه ده چې دا دوه لیکونه د متحده ایالاتو د اتباعو له خوا وي.
دا دوه یا ډیر کسان باید خپل بشپړ نومونه، آدرسونه، د زیږیدنې نیټې او ځایونه، هغه څه چې د پیښې یا مناسبت په اړه پوهیږي ولیکي او تشریح کړي چې دوی څنګه په دې اړه پوهیږي.
که امکان ولري، مخکې له دې چې هغوی دا لیکونه تاسو ته ولیږي، د اسنادو د تصدیق او تایید رسمي دفتر له خوا یې لاسلیک کړي او پکې مهر ولګوي.
خپل I-130 غوښتنلیک او نور اسناد چیرته ولیږم؟
د غوښتنلیک د لیږلو موقعیت ستاسو د اوسیدو ځای پورې اړه لري. دا ویباڼه وګورئ ترڅو وپوهیږئ چې خپل I-130 غوښتنلیک چیرته ولیږئ. تاسو همداراز کولی شئ چې خپل غوښتنلیک په آنلاین بڼه ولیږئ. د آنلاین سپارلو په اړه معلومات دلته ترلاسه کړئ.
د I-130 غوښتنلیک او نورو ضمیمه یي اسنادو له لیږلو مخکې، ډاډ ترلاسه کړئ چې د ټولو اسنادو یوه کاپي واخلئ او خپل ځان سره یې وساتئ. حتی که تاسو د ټولو اسنادو اصلي نسخې لرئ، بیا هم له لیږلو مخکې، د ټولو اسنادو یوه کاپي له ځان سره وساتئ. کیدی شي چې تاسو ورته په راتلونکي کې اړتیا ولرئ.
د I-130 غوښتنلیک له لیږلو وروسته، بیا څه کیږي؟
وروسته له دې چې تاسو I-130 غوښتنلیک بشپړ کړ او هغه مو له نورو ضمیمه یي اسنادو او د غوښتنلیک د ثبتولو فیس سره یوځای USCIS ادارې ته ولیږل، دا اداره به تاسو، غوښتونکي ته، د پوست له لارې خبرتیاوې او لیکونه ولیږي. ځینې وختونه کیدی شي دا اداره تاسو ته د بریښنالیک له لارې خبرتیاوې ولیږي. دا ډیره مهمه ده چې دغه مکتوبونه په خوندي ځای کې وساتئ.
د USCIS اداره به لومړی تاسو ته "I-797 خبرتیا، چې د اقدام د خبرتیا" په نوم یادیږي، ولیږي. په دې خبرتیا کې ویل شوي دي چې دوی ستاسو I-130 غوښتنلیک ترلاسه کړی دی. دا مکتوب ځکه مهم دی چې:
تاسو ته وایي چې د USCIS د خدمتونو کوم مرکز ستاسو په I-130 غوښتنلیک کار کوي. د USCIS په دې ویبپاڼه کې د غوښتنلیکونو د پروسس موده تشریح شوې ده.
-
دا مکتوب تاسو ته ستاسو د قضیې یا کیس شمیره درکوي. دا شمیره درې توري لري لکه EAC, WAC, LIN, SRC, NBC, MSC یا IOE. له دې درې تورو څخه وروسته دا شمیره 10 عددونه لري. تاسو کولی شئ له دې شمیرې څخه ددې لپاره کار واخلئ:
دا مکتوب همداراز تاسو ته ستاسو د کیس د لومړیتوب نیټه درکوي. دا نیټه مهمه ده ځکه چې ددې نیټې له مخې تاسو پوهیږئ چې کله به ستاسو د کورنۍ غړي لپاره ویزه موجوده وي. تاسو کولی شئ چې د بهرنیو چارو وزارت په دې ویبپاڼه کې د ویزو د انتظار موده وګورئ. ددې مودې د کتلو لپاره د ویزې په وروستي بولټن یا خبرپاڼې باندې کلیک وکړئ.
ځینې وختونه، USCIS به تاسو، غوښتونکي، ته مکتوب ولیږي او له تاسو څخه به وغواړي چې دې ادارې ته نور اسناد وړاندې کړئ. دې غوښتنې ته د شواهدو غوښتنه یا (“RFE”) وایي. په RFE کې به ویل شوي وي چې کوم اسناد موجود نه دي او تاسو ته به یوه نیټه وټاکي چې تر هغې نیټې باید ناموجود اسناد وسپارئ. دا اداره معمولا 90 څخه تر 120 ورځو پورې وخت درکوي. کیدی شي چې USCIS تاسو ته وړاندیز وکړي چې د DNA معاینه ترسره کړئ. دا د وینې یوه معاینه ده چې تاسو او ستاسو د کورنۍ غړی، ذینفع یې باید ترسره کړئ. دا معاینه ثابتولی شي چې تاسو او ستاسو د کورنۍ غړی د وینې له لارې اړیکه لرئ. دا معاینه باید د ځانګړو لابراتوارونو له خوا اجرا شي. تاسو کولی شئ دې ویبپاڼې ته په تللو سره د هغو لابراتوارونو نوملړ پیدا کړئ چې د DNA معاینې اجرا کوي.
آیا د I-130 د پروسې ګړندي کول امکان لري؟
هو، وروسته له دې چې له USCIS څخه مو د غوښتنلیک د ترلاسه کیدو رسید ترلاسه کړ، تاسو کولی شئ له دې ادارې څخه وغواړئ چې د I-130 غوښتنلیک په اړه د پریکړې کولو لړۍ ګړندۍ کړي.
زه څنګه پوه شم چې د ګړندۍ پروسس امکان موجود دی؟
د غوښتنلیک د ګړندي پروسس کیدو لپاره تاسو لږ تر لږه د لاندې دلایلو څخه د یو دلیل وړاندې کولو ته اړتیا لرئ:
بیړني حالات او بیړنۍ بشري اړتیاوې
-
یو شرکت یا شخص ته دروند مالي زیان
-
که غوښتونکي یا درخواست کوونکي دا لاندې اقدامات ترسره کړي نه وي، دا دلیل به د اعتبار وړ نه وي:
که چیرې درخواست کوونکي خپله غوښتنه یا د ګړندي پروسس کولو غوښتنه په یو مناسب وخت کې سپارلې نه وي، یا
د شواهدو د وړاندې کولو غوښتنې ته یې په مناسب وخت کې ځواب ورکړی نه وي؛
-
که د USCIS له خوا یوه څرګنده تیروتنه شوې وي
که د متحده ایالاتو د دولت د ګټو سره تړلی کوم مهم دلیل موجود وي (لکه د دفاع وزارت یا د کورنیو چارو وزارت کومه بیړنۍ قضیه، یا د عامه خوندیتوب یا ملي امنیت نورې ګټې).
زه څنګه د ګړندي پروسس غوښتنه کولی شم؟
د ګړندي پروسس د غوښتنې لپاره، تاسو کولی شئ چې:
په 1-800-375-5283 شمیره د USCIS د اړیکې مرکز سره اړیکه ونیسئ، یا
د USCIS په ویبپاڼه uscis.gov کې د “Ask Emma” یا “له ایما څخه پوښتنه وکړئ“ د مکالمې له ځانګړې برخې څخه کار واخلئ. د مکالمې له دې ځانګړې برخې څخه د کار اخیستو لپاره، د پاڼې پورته ښي لوري کې په “Ask Emma” کلیک وکړئ.
د خپلې غوښتنې د بشپړولو لپاره، تاسو باید د رسید شمیره له ځان سره ولرئ. USCIS نشي کولی د رسید له شمیرې پرته اړوندې څانګې ته د خدمتونو غوښتنه ولیږي. تاسو کولی شئ د رسید شمیره په I-797C خبرتیا کې پیدا کړئ چې USCIS تاسو ته ستاسو د غوښتنلیک د ترلاسه کیدو د تایید لپاره لیږلې وه.
وروسته له دې چې تاسو د ټیلفون له لارې یا ددې ادارې له یو استازي سره د ګړندي پروسس د غوښتنې په اړه خبرې وکړې، د USCIS د اړیکې مرکز به هغه دفتر ته د خدمتونو غوښتنه ولیږي چې ستاسو د غوښتنلیک د پروسس مسوولیت په غاړه لري. دا دفتر به ستاسو د ټیلفوني اړیکې وروسته، تاسو څخه د نورو اسنادو او معلوماتو غوښتنه وکړي. هغوی کیدی شي دا کار د بریښنالیک یا ټیلفون له لارې هم ترسره کړي.
آیا د ګړندي پروسس پریکړه به په اصلي غوښتنلیک یا غوښتنې اغیزه وکړي؟
د ګړندي پروسس په اړه پریکړه به ستاسو د اصلي غوښتنلیک یا عریضې په منظوریدلو یا رد کیدلو اغیزه نه کوي.
کله چې ستاسو د غوښتنلیک د ګړندي پروسس کیدلو غوښتنه ومنل شي، USCIS به د عادي حالت په پرتله په چټکۍ سره پریکړه وکړي. ټولې غوښتنې د هرې قضیې د ځانګړتیاو له مخې ارزول کیږي او USCIS کولی شي چې د ګړندي پروسس غوښتنه منظور یا رد کړي.
د نورو معلوماتو لپاره، د USCIS د پالیسۍ لارښود، 1 جلد، الف برخه، عامه خدمتونه، 5 فصل، د غوښتنلیکونو یا غوښتنو د ګړندي پروسس برخې ته ورشئ.
که فکر وکړم چې زما په قضیه کې کومه ستونزه شته، څه باید وکړم؟
مهم ټکی: په یاد وساتئ چې د 2025 کال له اپریل میاشتې څخه راهیسې، داسې رپوټونه شته چې ښیي د شکایتونو د څیړنې دفتر Ombudsman Office فعالیتونه ځنډول شوي دي. دا په دې معنی ده چې ښایي د شکایتونو د څیړنې دفتر اوس مهال پوښتنې یا غوښتنې نه څیړي. دولت ددې بدلون په اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې، او د شکایتونو د څیړنې د دفتر د شکایتونو یا غوښتنو د ترلاسه کولو آنلاین پاڼه اوس هم پرانیستې ده. تاسو لا هم کولی شئ چې خپلې پوښتنې یا غوښتنې د شکایتونو د څیړنې دفتر ته وسپارئ او وګورئ چې ځواب ترلاسه کوئ که نه، خو زموږ سپارښتنه دا ده چې تاسو همداراز د مرستې د غوښتنې لپاره په کانګرس کې خپل استازي سره اړیکه ونیسئ. که تاسو لا هم غواړئ چې د شکایتونو د څیړنې له دفتر سره اړیکه ونیسئ، ځینې اړوند معلومات لاندې وړاندې شوي دي.
د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو د شکایتونو د څیړنې دفتر هغو کسانو سره مرسته کوي چې له USCIS ادارې سره ستونره لري. دا دفتر له USCIS سره تړاو نه لري، نو ځکه کیسونه یا قضیې رد کولی یا منظورولی نشي. خو سره له دې هم، دا اداره کولی شي په لاندې برخو کې له USCIS سره اړیکه ونیسي او تاسو سره مرسته وکړي:
که تاسو له USCIS څخه خبرتیا یا پریکړه ترلاسه کړې نه وي خو د USCIS سیسټم ښیي چې تاسو ته یې خبرتیا لیږلې ده
که ګټه اخیستونکی یا ذینفع ډیر ژر د عمر د زیاتیدو له امله د وړتیا له شرایطو څخه وځي (دا معمولا په دې معنی ده چې یو ماشوم 21 کلنۍ ته نږدې دی او نشي کولی د خپل مور یا پلار په غوښتنلیک کې پاتې شي)
که ستاسو په غوښتنلیک کې تیروتنې موجودې دي
که ستاسو د کیس یا قضیې په پروسس کې له عادي وخت څخه 60 ورځې ځنډ راغلی دی
که فایلونه ورک شوي دي/یا د فایلونو په لیږد کې ستونزه موجوده ده
که تاسو فکر کوئ چې USCIS یوه جدي تیروتنه کړې ده.
د مرستې د ترلاسه کولو لپاره، تاسو کولی شئ د قضیې په اړه د مرستې غوښتنه په آنلاین بڼه وسپارئ. تاسو همداراز کولی شئ چې هغه فورمه چې دلته ترلاسه کیدی شي، ډانلوډ کړئ او د بریښنالیک له لارې یې cisombudsman@hq.dhs.gov ته ولیږئ. ځینې وختونه د Microsoft Internet Explorer لټونکي په کارولو سره فورمه په اسانۍ ډانلوډ کیږي. هغه اسناد چې حجم یې له 5 میګابایټ څخه ډیر وي، مه ضمیمه کوئ. د نورو تفصیلي لارښوونو لپاره، د شکایتونو د څیړنې د دفتر ویبپاڼه دلته وګورئ.
تاسو همداراز کولی شئ خپل د کانګرس له غړي څخه د مرستې غوښتنه وکړئ. د کانګرس له غړي څخه د مرستې د غوښتلو په اړه د IRAP لارښود دلته وګورئ.
د I-130 له منظوریدلو وروسته به څه کیږي؟
د I-130 غوښتنلیک منظوریدل د کورنۍ اړیکې پربنسټ د کډوالۍ د پروسې لومړی ګام دی. دا لارښود همدې لومړني ګام پورې محدود دی. دا چې د پروسې پاتې برخه به څومره وخت نیسي، د کورنۍ د اړیکې د ډول پورې اړه لري.
د کورنۍ ځینو اړیکو لپاره ویزه سمدستي ترلاسه کیدی شي او ستاسو د کورنۍ غړی کولی شي چې د I-130 له منظوریدلو وروسته سمدستي د ویزې د غوښتنلیک پروسه پیل کړي. د نورو اړیکو لپاره، یو محدود شمیر ویزې هر کال موجودې وي، او ستاسو د کورنۍ غړی باید - ځینې وختونه د کلونو لپاره - انتظار وکړي - ترڅو د ویزې د غوښتنلیک اصلي پروسه پیل کړي. د ویزې د انتظار د مودې په اړه معلومات د بهرنیو چارو د وزارت د ویزې په بولټن یا خبرپاڼه کې ترلاسه کیدی شي.
کله چې ویزه موجوده وي، راتلونکي ګامونه دې پورې اړه لري چې ستاسو د کورنۍ غړی چیرته ژوند کوي. که ستاسو د کورنۍ غړی دمخه په متحده ایالاتو کې دی، هغه به وکولی شي چې خپل د استوګنې حالت سمدستي د قانوني دایمي اوسیدونکي حالت ته بدل کړي. قانوني دایمي اوسیدونکي ته د حالت د بدلولو په اړه معلومات د USCIS په ویبپاڼه کې ترلاسه کیدی شي. که ستاسو د کورنۍ غړی له متحده ایالاتو څخه بهر دی، هغه کولی شي چې متحده ایالاتو ته د دایمي اوسیدونکي په توګه د راتګ لپاره د کډوالۍ ویزې غوښتنه وکړي. د کډوالۍ د ویزې د غوښتنلیک په اړه نور معلومات د بهرنیو چارو د وزارت په ویبپاڼه کې ترلاسه کیدی شي.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.