د منځپانګې جدول
دا مقاله وروستی ځل د 2026 کال د جولای په 8 مه نیټه نوې شوې ده
لنډیز
دا لارښوود د هغو کسانو لپاره دی چې:
په متحده ایالاتو کې مالي ملاتړ کوونکی (اسپانسر) لري چې د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې د اجازې (پرول) د غوښتنلیک په پروسه کې به د هغوی ملاتړ کوي
او
هغه کسان چې بیړنیو بشري اړتیاو سره مخ دي
د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې اجازه (پرول)
د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې اجازه (پرول) خلکو ته اجازه ورکوي چې په لنډمهاله توګه متحده ایالاتو ته ننوځي ځکه چې هغوی له خطر سره مخ دي، روغتیاي درملنې ته اړتیا لري، یا نور بیړني دلایل لري. ډیر شمیر غوښتنلیکونه رد کیږي ځکه چې دولت ددې پریکړې لپاره چې څه شی یوه بیړنۍ بشري اړتیا ده، کلک او جدي معیار ټاکلی دی. د متحده ایالاتو دولت یوازې په هغه صورت کې د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې اجازه منظوروي چې خلک متحده ایالاتو ته د ننوتلو لپاره بله قانوني لاره ونلري.
ځینې حالات چې پکې د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې اجازې منظوریدل مناسب ګڼل کیږي، لاندې تشریح شوي دي:
هغه شخص چې د ژوند ژغورونکې روغتیایي درملنې ته اړتیا لري چې یوازې په متحده ایالاتو کې ترسره کیدی شي
هغه شخص چې په متحده ایالاتو کې د کورنۍ یو غړی لري، یا د متحده ایالاتو ویزه ترلاسه کولی نشي، او له خطر سره مخ دی.
مهم ټکي چې باید په یاد وساتل شي:
هرڅوک کولی شي د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې اجازې غوښتنه وکړي، حتی هغه کسان چې له متحده ایالاتو څخه بهر دي
متحده ایالاتو ته د ننوتلو اجازه لنډمهاله ده. د لنډمهالې استوګنې یا پرول موده 365 ورځې ده.
متحده ایالاتو ته له ننوتلو وروسته، تاسو کولی شئ د پناه غوښتنې په ګډون د کډوالۍ د یو بل حالت غوښتنه وکړئ. که تاسو بریالي نشئ، تاسو باید له هیواد څخه ووځئ.
زما غوښتنلیک سره باید کوم اسناد ضمیمه وي؟
ددې لپاره چې ستاسو غوښتنلیک په پام کې ونیول شي، څو بیلابیل اسناد باید ورسره ضمیمه وي. ځینې دغه اسناد باید تاسو بشپړ کړئ، او ځینې نور اسناد باید ستاسو د مالي ملاتړ کوونکي (اسپانسر) له خوا بشپړ شي. دا اسناد په لاندې ډول دي:
I-131 فورمه، د سفر اجازه لیک غوښتنه. دا یو داسې سند دی چې د سفر د هغو اسنادو غوښتنه کوي چې تاسو به متحده ایالاتو ته د بشري دلایلو له مخې د ننوتلو لپاره ورته اړتیا لرئ.
I-134 فورمه، د مالي ملاتړ اظهار. دا هغه سند دی چې سپارل یې ستاسو مسوولیت دی، خو د هغه شخص یا سازمان له خوا باید بشپړ شي چې ستاسو مالي ملاتړ به کوي (تاسو ته به مالي مرسته برابروي). اړینه نه ده چې ستاسو مالي ملاتړ کوونکی (اسپانسر) ستاسو د کورنۍ غړی یا ملګری وي، او هغوی دې ته اړ نه دي چې باید د متحده ایالاتو تابعیت یا د دایمي استوګنې ګرین کارت ولري.
که تاسو له یو څخه ډیرو مالي ملاتړ کوونکو (اسپانسر) ته اړتیا لرئ چې ستاسو مالي ملاتړ وکړي، تاسو کولی شئ له یو څخه ډیرې I-134 فورمې وسپارئ. دا معمولاً په داسې یو حالت کی کیدی شي چې له دوو څخه ډیر اشخاص یا سازمانونه يه یوازې توګه د مالي ملاتړ (اسپانسرشیپ) لپاره کافي اندازه پیسې ونلري، خو که هغوی په ګډه اقدام وکړي، نو د مالي ملاتړ لپاره به د هغوی پیسې کافي وي.
(یادونه: که یو غیرانتفاعي سازمان ستاسو مالي ملاتړ کوي، هغوی کولی شي د I-134 فورمې پرځای یو لیکل شوی بیان یا شرحه وړاندې کړي. "د I-134 فورمې په اړه معلومات او لارښوونې" لاندې وړاندې شوې دي.)
په لیکل شوې شرحه یا بیان کې باید ویل شوي وي چې تاسو ولې باید د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې اجازه ترلاسه کړئ او ورسره باید داسې شواهد ضمیمه شي چې ستاسو د ویناو ملاتړ کوي. د هغو شواهدو په اړه معلومات چې تاسو یې باید ضمیمه کړئ او دا وښیي چې تاسو ولې لنډمهالې بشردوستانه استوګنې اجازې ته اړتیا لرئ، دلته د USCIS په ویبپاڼه کې ترلاسه کیدی شي.
د I-131 (د سفر اجازه لیک) د سپارلو په اړه معلومات او لارښوونې
فورمه باید چیرته ولیږم
تاسو کولی شئ I-131 فورمه په آنلاین بڼه وسپارئ یا له کاغذي فورمې کار واخلئ. په دې ویبپاڼه کې د دواړو میتودونو په اړه لارښوونې وړاندې شوې دي، په یاد وساتئ چې د غوښتنلیک فیسونه د غوښتنلیک د سپارلو د میتود په اساس توپیر لري او تاسو یوازې په هغه صورت کې کولی شئ د فیس د معافیت (د فیس د نه ورکولو) غوښتنه وکړئ چې تاسو کاغذي فورمه وسپارئ.
د I-131 فورمې د فیس په اړه د USCIS د غوښتنلیکونو د فیسونو ویبپاڼه وګورئ او د غوښتنلیک له سپارلو مخکې ژر تر ژره د غوښتنلیک نوی فیس تایید کړئ. د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې اجازې لپاره، هغې برخې ته ورشئ چې پکې لیکل شوي دي "د لومړني پرول سند" (د هغو کسانو لپاره چې اوس مهال له متحده ایالاتو څخه بهر دي) (په I-131 فورمه کې1. برخه، 7 جز") وګورئ چې د آنلاین او کاغذي غوښتنلیک د سپارلو فیس څومره دی.
په آنلاین بڼه د غوښتنلیک سپارل: فورمه ډکه کړئ او په ویبپاڼه کې د وړاندې شویو لارښوونو په تعقیبولو سره یې دلته وسپارئ. په ویبپانه کې باید د غوښتنلیک نوی فیس لیکل شوی وي؛ د 2026 کال د جولای له 17 مې نیټې څخه، په آنلاین بڼه د غوښتنلیک د سپارلو فیس $580 دی. که خپل غوښتنلیک په آنلاین بڼه سپارئ، تاسو باید فیس ورکړئ - تاسو د فیس له ورکړې څخه د معافیت غوښتنه نشئ کولی.
د پوستې له لارې د غوښتنلیک سپارل: دغه فورمه چاپ کړئ او په ویبپاڼه کې د وړاندې شویو لارښوونو په تعقیبولو سره یې وسپارئ. په ویبپانه کې باید د غوښتنلیک نوی فیس لیکل شوی وي؛ د 2026 کال د جولای له 17 مې نیټې څخه، د پوستې له لارې د غوښتنلیک د سپارلو فیس $630 دی، خو که تاسو د فیس د ورکولو توان نه لرئ، تاسو کولی شئ چې د فیس د معافیت غوښتنه وکړئ.
په یاد وساتئ چې د فیس د معافیت لپاره د غوښتنلیک د وړاندې کولو په صورت کې، ددې معافیت د ترلاسه کولو هیڅ ډول تضمین نشته. د معافیت د غوښتنې د څرنګوالي په اړه لارښوونې لاندې وړاندې شوې دي.
د فورمې د لیږلو پرمهال باید کوم اسناد ضمیمه شي
ترټولو لومړی، تاسو باید بشپړه شوې فورمه وسپارئ، چې باید لاسلیک شوې وي. سربیره پردې، تاسو باید دا لاندې اسناد ضمیمه کړئ:
-
ستاسو د پاسپورت یوه کاپي او د پاسپورت دوه عکسونه
یادونه: که تاسو پاسپورت نه لرئ، تاسو بیا هم کولی شئ چې د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ او هغه ترلاسه کړئ. خو تاسو باید د خپل هویت کوم بل ثبوت وړاندې کړئ. سربیره پردې، ددې لپاره چې متحده ایالاتو ته سفر وکړئ، تاسو باید وکولی شئ چې له هغه هیواد څخه ووځئ چې اوس پکې ژوند کوئ، او تاسو به هغه مهال پاسپورت ته اړتیا لرئ.
-
اختیاري، یوازې د هغو کسانو لپاره چې د پوستې له لارې غوښتنلیک سپاري او د فیس د ورکولو توان نلري: د فیس د معافیت غوښتنلیک، او هغه اسناد او شواهد چې ښیي تاسو ولې د فیس د ورکولو توان نه لرئ.
د فیس د معافیت د غوښتنې معموله طریقه د I-912 فورمې سپارل دي چې د فیس د معافیت د غوښتنې په نوم یادیږي. خو د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ اداره (USCIS) د I-912 فورمې پرځای د یوې لیکل شوې وینا لیږلو ته هم اجازه ورکوي چې پکې وضاحت ورکړل شوی وي چې تاسو ولې د فیس د ورکولو توان نه لرئ. که تاسو لیکل شوې وینا وړاندې کوئ، تاسو کولی شئ د خپل غوښتنلیک په سر کې په غټو تورو (بولډ) دغه عبارت ولیکئ ترڅو USCIS یې په اسانئ سره وګوري: “WRITTEN REQUEST FOR FEE WAIVER INSTEAD OF I-912” "د I-912 پرځای د فیس د معافیت لپاره لیکل شوې غوښتنه".
که تاسو د خپلو مالي ستونزو د ثبوت لپاره اسناد نه لرئ، خپلې مالي ستونزې په لیکلې بڼه تشریح کړئ او دا هم ولیکئ چې تاسو ولې د خپلې مالي ستونزې د ثبوت اسناد نه لرئ.
د I-134 (د مالي ملاتړ لیکل شوې وینا) د لیږلو په اړه معلومات او لارښوونې
څوک باید دغه فورمه ډکه کړي
دا فورمه باید د هغه شخص یا سازمان له خوا ډکه شي چې ستاسو مالي ملاتړ کوي، خو هغوی باید بشپړه شوې فورمه بیرته تاسو ته درکړي ترڅو تاسو یې خپل غوښتنلیک سره ولیږئ. که تاسو کافي اندازه مالي سرچینې لرئ، تاسو کولی شئ I-134 فورمه پخپله ولیږئ او د خپل ځان مالي ملاتړ کوونکی یا اسپانسر اوسئ. که تاسو څو مالي ملاتړ کوونکي لرئ، هغوی هر یو باید په جلا توګه I-134 فورمه ډکه کړي.
که یو غیر انتفاعي سازمان ستاسو مالي ملاتړ کوي، هغوی کولی شي د I-134 پرځای یوه لیکل شوې وینا وسپاري، خو که هغوی د لیکل شوې وینا سپارلو ته لیوال وي، بیا هم باید داسې شواهد وړاندې کړي چې خپل د مالي ملاتړ توان ثابت کړي.
د فورمې د لیږلو پرمهال باید کوم اسناد ضمیمه شي
تاسو باید له خپل مالي ملاتړ کوونکي (اسپانسر) څخه ځانګړي اسناد ولرئ. دا اسناد په لاندې ډول دي:
-
ستاسو د مالي ملاتړ کوونکي د مالي حالت شواهد. ددې بیلګې په لاندې ډول دي:
د تیرو دوو کلونو د عاید د مالیې د ثبتولو د اسنادو کاپي.
د هغوی د دندې او معاش ثبوت.
د هغوی د کور یا موټر د ملکیت ثبوت.
بانکي حسابونه.
د شتمنۍ او عاید نور معلومات.
-
ستاسو د مالي ملاتړ کوونکي د پاسپورت یوه کاپي (که ستاسو مالي ملاتړ کوونکی یو شخص دی نه یو سازمان)
که ستاسو مالي ملاتړ کوونکی یو سازمان دی، هغوی باید په خپل لیک کې د خپل سازمان د غیرانتفاعی حالت ثبوت وړاندې کړي لکه د ګومارونکي د تشخیص شمیره (EIN)، ترڅو USCIS وکولی شي تایید کړي چې دا یو غیر انتفاعي سازمان دی.
د I-134 فورمې په اړه نورې عامې پوښتنې
که یو شخص هوکړه وکړي چې زما مالي ملاتړ به کوي، آیا دا په دې معنی ده چې هغه باید زما د اوسیدو ځای برابر کړي یا یې لګښت ورکړي؟
نه، داسې هیڅ یو ځانګړی شرط نشته، او که تاسو ته د لنډمهالې بشردوستانه اوستوګنې اجازه درکړل شي، مالي ملاتړ کوونکی اړتیا نه لري چې ستاسو د اوسیدو ځای برابر کړي یا یې لګښت ورکړي. I-134 فورمې معنی یوازې دا ده چې مالي ملاتړ کوونکی یا اسپانسر ژمنه کوي چې د اړتیا په صورت کې به له مالي پلوه ستاسو ملاتړ کوي.
-
ددې لپاره چې یو شخص مالي ملاتړ کوونکی یا اسپانسر شي، څومره پیسو ته اړتیا ده؟
دا به ستاسو د ځانګړې قضیې پورې اړه لري، خو په عمومي توګه، سپانسر باید دا ثابته کړي چې د کورنۍ د غړو شمیر ته په کتو سره (د هغې خپله کورنۍ او ستاسو په غوښتنلیک کې ټول شامل کسان) د متحده ایالاتو د حکومت له خوا ټاکل شوې "د فقر یا بې وزلۍ کرښې" څخه ډیر عاید لري. د متحده ایالاتو د دولت دغه ویبپاڼه تاسو سره مرسته کولی شي چې دا روښانه کړئ چې آیا ستاسو سپانسر ددې شرط د پوره کولو لپاره کافي پیسې لري که نه.
"د کورنۍ د غړو شمیر" د محاسبه کولو لپاره باید تاسو خپل مالي ملاتړ کوونکی، ټول هغه ماشومان چې هغه یې د خپل کلنۍ مالیې د ورکړې په اسنادو یا اظهارپاڼه کې شاملوي، د هغې میرمن یا خاوند، تاسو، او بل هر هغه شخص چې تاسو سره یوځای د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې د اجازې غوښتنه کوي، وشمیرئ.
د بیلګې په توګه، ستاسو مالي ملاتړ کوونکی یا سپانسر واده کړی دی او په خپل کور کې د 18 کلونو څخه لږ عمر لرونکي دوه ماشومان لري، هغه همداراز له 18 څخه ډیر عمر لرونکی یو بل ماشوم هم لري چې هغې سره په کور کې نه اوسیږي او د کورنۍ د غړي په توګه د کلنۍ مالیې په اظهارپاڼه کې شامل نه دی. تاسو او ستاسو ماشوم د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې غوښتنه کوئ. د کورنۍ اندازه باید شپږ وي (مالي ملاتړ کوونکی، د هغې میرمن یا خاوند، په کور کې دوه ماشومان، تاسو او ستاسو ماشوم).
په دې صورت کې، ستاسو د مالي ملاتړ کوونکي (اسپانسر) کلنی عاید باید د هغه ډالري رقم څخه ډیر وي چې د روغتیا او بشري خدمتونو د ادارې HHS په ویبپاڼه کې د 6 کسیزې کورنۍ لپاره ښودل شوی دی.
د لیکل شوې وینا د چمتو کولو او د اړوندو شواهدو او معلوماتو د وړاندې کولو په اړه لارښوونې
ستاسو لیکل شوې وینا باید وضاحت ورکړي چې تاسو په ځانګړې توګه ولې باید د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. په بل عبارت، ستاسو لیکل شوې وینا باید وښیي چې تاسو نه یوازې د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې لپاره ټاکل شوي معیارونه پوره کوئ، بلکې متحده ایالاتو ته د کډوالۍ بله لاره هم نه لرئ.
ددې کار د ترسره کولو لپاره، لاندې ځینې معلومات وړاندې شوي دي چې تاسو یې باید شامل کړئ:
1. په خپله وینا کې وضاحت ورکړئ چې تاسو ولې باید د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. د خپل حالت په اړه څومره چې کولی شئ تفصیلات ورکړئ چې تاسو ولې باید متحده ایالاتو ته سفر وکړئ.
2. داسې شواهد وړاندې کړئ چې د پرول د ترلاسه کولو لپاره ستاسو د استدلال ملاتړ وکړي. دا به دې پورې اړه لري چې تاسو ولې د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې یا پرول غوښتنه کوئ. د ملاتړو شواهدو په اړه نور معلومات د USCIS په دې ویبپاڼه کې ترلاسه کیدی شي. د بیلګې په توګه:
الف. که ستاسو قضیه له طبي موضوعاتو سره تړاو لري، تاسو باید دا لاندې اسناد ضمیمه کړئ:
I. له یو ډاکټر یا د ډاکټر له دفتر څخه روغتیایي ریکارډونه چې ستاسو ستونزه تشریح کوي، هغه درملنه چې تاسو ورته اړتیا لرئ تشریح کوي، او دا تشریح کوي چې تاسو په ځانګړې توګه ولې په متحده ایالاتو کې دې درملنې ته اړتیا لرئ.
II. شواهد (لکه یو مکتوب) چې پکې ویل شوي وي چې څوک به په متحده ایالاتو کې ستاسو د روغتیایي درملنې او نورو لګښتونو تادیه کوي.
ب. که تاسو په دې دلیل د پرول غوښتنه کوئ چې د زیان له ګواښ سره مخ یاست، تاسو کولی شئ چې دا اسناد
ضمیمه کړئ:
I.هرډول معلومات یا اسناد چې ښیي کوم شخص تاسو شخصاْ په نښه کړي یاست یا به تاسو په نښه کوي. دا به ډیره ګټوره وي که خپلواک سازمانونه لکه رسنۍ یا غیر انتفاعي سازمان دغه ګواښ مستند کړی وي. (د بیلګې په توګه، که ستاسو په نښه کیدو په اړه کوم خبري رپوټ خپور شوی وي، تاسو کولی شئ هغه هم ضمیمه کړئ.)
II. داسې یو ثبوت چې ښیي تاسو د هغې ډلې غړی یاست چې د زیان له ګواښ سره مخ دی او تاسو د په نښه کیدونکې ډلې د غړي په توګه پیژندل شوي یاست.
III. داسې یو ثبوت چې ښیي تاسو له نورو خطرونو سره مخ یاست او دا خطرونه د روغتیایي حالت، عمر، معیوبیت، جنسیت یا نورو دلایلو پربنسټ دي.
IV. تاسو د کورنۍ اړیکې په شان نور دلایل هم لرئ چې پر بنسټ یې باید تاسو ته اجازه درکړل شي چې متحده ایالاتو ته ننوځئ؛ او
V. تاسو ددې توان نه درلود چې د کډوالو بیامیشتیدنې یا په بل هیواد کې د متحده ایالاتو د کډوالې کومې بلې پروسې ته درخواست وکړئ.
ج. که تاسو ځکه د پرول غوښتنه کوئ چې تاسو د کډوال، پناه غوښتونکي، یا ګرین کارت لرونکي په توګه په متحده
ایالاتو کې اوسیدلئ خو له یو کال څخه ډیره موده مخکې مو هیواد پریښود او اوس داسې اسناد نه لرئ چې تاسو ته
د بیرته ننوتلو اجازه درکړي، تاسو کولی شئ دا لاندې اسناد ضمیمه کړئ:
I. ددې وضاحت چې ولې مو هیواد پریښود او ولې مو د بیرته راتګ لپاره ژر اقدام ونکړ. له تګ څخه وروسته په خپل ژوند کې هرډول رامینځته شوي بدلونونه تشریح کړئ.
II. هر ډول شواهد چې ستاسو د توضیحاتو ملاتړ کوي چې ولې تاسو بیرته راتګ ته ژر اقدام نه دی کړی. د بیلګې په توګه، که تاسو یو بل هیواد ته سفر کړی وو خو د ناروغۍ له امله ستاسو د بیرته ستنیدو سفر ځنډیدلی وو، تاسو کولی شئ د یو ډاکټر یا روغتون څخه ترلاسه شوی مکتوب ضمیمه کړئ.
3. نور معلومات چې ستاسو د قضیې ملاتړ کوي، وړاندې کړئ. دا دې پورې اړه لري چې تاسو څوک یاست او ولې درخواست کوئ. د بیلګې په توګه:
الف. که تاسو یو افغان یاست:
I. تاسو باید "د قوي مثبتو عواملو" هرډول ثبوت چې ستاسو د قضیې ملاتړ کوي، ضمیمه کړئ. د USCIS ویبپاڼه د "وړتوب" یا "Eligibility" برخې لاندې (په انګلیسي، دري، او پښتو ژبو) ددې عواملو یا فکټورونو فهرست لري. دا هغه ځانګړتیاوې دي چې د USCIS له خوا ستاسو د غوښتنلیک د منظورۍ احتمال زیاتوي؛ چې پکې ځینې دا ډول عبارات لیکل شوي دي "زه د کورنۍ یو نږدی غړی لرم چې د متحده ایالاتو تابعیت لري" یا "ما په کابل کې د متحده ایالاتو په سفارت کې کار کړی دی".
د فکټورونو یا عواملو د بشپړ فهرست لپاره ویبپاڼې ته ورشئ، خو که چیرې هر یو دا عامل یا فکټور ستاسو قضیې پورې اړه لري، تاسو باید هغه وکاروئ او خپل ثبوت وړاندې کړئ.
مهرباني وکړئ په یاد وساتئ چې دا فهرست یوازې د افغان غوښتونکو لپاره د تطبیق وړ دی.
ب. که تاسو په متحده ایالاتو کې (مالي ملاتړ کوونکو څخه پرته) نور داسې کسان لرئ یا پیژنئ چې فکر کوي تاسو باید
لنډمهال بشردوستانه استوګنې اجازه ترلاسه کړئ:
i. تاسو کولی شئ ددې کسانو لیکونه چې پکې ستاسو او ستاسو د قضیې ملاتړ شوی دی، ضمیمه کړئ. دا لیکونه کیدی شي ستاسو د کورنۍ له غړي، ملګري، یا په کانګرس کې ستاسو د اسنازي له خوا وي.
4. تشریح کړئ چې ولې غواړئ د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې اجازه ترلاسه کړئ او ولې له نورو لارو متحده ایالاتو ته مهاجرت نه کوئ. ستاسو په وینا کې باید لیکل شوي وي چې تاسو ولې د کډوالۍ د یوې بلې لارې لکه د ویزې یا د کډوالو د بیامیشتیدنې د پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته سفر نشئ کولی. که تاسو مخکې د ویزې غوښتنه کړې وي، ووایئ چې کله او چیرته مو غوښتنه کړې وه. که تاسو هیڅکله د ویزې غوښتنه نه ده کړې، دلیل یې څرګند کړئ.
لاندې جدول د هغو اسنادو لنډیز وړاندې کوي چې تاسو ورته اړتیا لرئ. په یاد وساتئ، که څه هم ستاسو مالي ملاتړ کوونکی (اسپانسر) به I-134 فورمه بشپړوي، خو ددې فورمې د سپارلو مسوولیت ستاسو په غاړه دی.
زه خپل غوښتنلیک څنګه وسپارم؟
د پوستې له لارې
د خپل غوښتنلیک د سپارلو د سم آدرس د پیدا کولو لپاره د USCIS دغه ویبپاڼه وګورئ.
د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې لپاره:
هغه برخه په نښه کړئ چې وایي "د پرول لومړني اسناد (د هغو بهرنیو اتباعو لپاره چې اوس مهال له متحده ایالاتو څخه بهر دي)".
بیا هغې برخې ته ورشئ چې وایي "1 برخه، 7 ماده: زه د کډوالۍ او تابعیت د قانون INA د 212(d)(5)(A) برخې پر بنسټ خپل ځان لپاره د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې سند غوښتنه کوم او زه له متحده ایالاتو څخه بهر یم، یا د کډوالۍ او تابعیت د قانون INA د 212(d)(5)(A) برخې پر بنسټ د بل شخص لپاره د لومړي ځل لپاره (لومړی غوښتنلیک) د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې سند غوښتنه کوم چې له متحده ایالاتو څخه بهر دی، خو د پرول د کوم ځانګړي پروګرام یا پروسې په چوکاټ کې درخواست نه کوم." دا برخه به تاسو ته هغه آدرسونه وړاندې کړي چې تاسو خپل غوښتنلیک ورته واستوئ.
د پوستې له لارې د خپلې فورمې د لیږلو پرمهال دوه مهم ټکي شته چې باید په پام کې ونیول شي. لومړی دا چې د غوښتنلیک د لیږلو میتود ته په پام سره، بیلابیل آدرسونه موجود دي - د بیلګې په توګه، که تاسو له FedEx, UPS، یا DHL څخه کار اخلئ، تاسو به خپل غوښتنلیک هغه آدرس ته لیږئ چې د متحده ایالاتو د پوستي خدمتونو USPS له لارې آدرس څخه به توپیر لري. دویم دا چې دغه آدرسونه ډیرځله بدلیږي، نو ځکه که امکان لري، تل د خپل غوښتنلیک له لیږلو څخه سمدستي مخکې آدرسونه تایید کړئ.
د 2026 کال د جولای له 17 مې نیټې څخه، دا لاندې آدرسونه د USCIS په ویبپاڼه کې لیکل شوي دي.
د متحده ایالاتو د پوستي خدمتونو (USPS) له لارې:
USCIS
Attn: HP
P.O. Box 660865
Dallas, TX 75266-0865
د FedEx, UPS او DHL له لارې:
USCIS
Attn: HP (Box 660865)
2501 S. State Hwy. 121 Business
Suite 400
Lewisville, TX 75067-8003
په آنلاین بڼه
تاسو کولی شئ د لنډمهاله بشردوستانه استوګنې اجازې لپاره I-131 فورمه په آنلاین بڼه هم ثبت کړئ. (په یاد وساتئ چې په ویبپاڼه کې یو چارت دی چې پکې تشریح شوي دي چې آیا تاسو کولی شئ د غوښتنلیک د دلیل په پام کې نیولو سره، I-131 په آنلاین بڼه ثبت کړئ که نه. د لنډمهاله بشردوستانه استوګنې یا پرول لپاره لکه څنګه چې پورته په دې مقاله کې یې یادونه وشوه، تاسو کولی شئ دا فورمه په آنلاین بڼه ثبت کړئ. که تاسو د کوم ځانګړي پروګرام له لارې، د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې غوښتنه کوئ، تاسو دا فورمه په آنلاین بڼه ثبت کولی نشئ.)
د آنلاین ثبت کولو لپاره، د پاڼې په پای کې د “I-131” جدول ته ورشئ. په ښي خوا کې، تاسو به یوه تڼۍ وګورئ چې پکې لیکل شوي دي "د آنلاین ثبتولو لپاره دلته کلیک وکړئ." که تاسو دا تڼۍ لیدلی نشئ، لږ نور هم د پاڼې لاندې برخې ته ورشئ.
زما د غوښتنلیک له سپارلو وروسته څه کیږي؟
د غوښتنلیک له لیږلو او ثبتولو وروسته به تاسو له USCIS څخه یو مکتوب ترلاسه کړئ چې پکې به د رسید شمیره لیکل شوې وي. USCIS د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې ډیر شمیر غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي چې د پروسس په لړۍ کې یې اوږد ځنډ رامینځته کړی دی. ددې پوهیدل ګران کار دی چې USCIS به په څومره موده کې ستاسو غوښتنلیک وارزوي، او دا چې په راتلونکي پړاو کې به څه کیږي، ستاسو قضیې پورې اړه لري.
د شواهدو غوښتنه: USCIS به هغه مهال تاسو ته دغه خبرتیا ولیږي چې له پریکړې کولو مخکې نورو معلوماتو ته اړتیا ولري. دې خبرتیا ته د شواهدو غوښتنه یا “RFE” ویل کیږي. ستاسو RFE به په ځانګړي شمیر ورځو کې له تاسو څخه د شواهدو غوښتنه کوي. که چیرې USCIS تاسو ته د شواهدو د غوښتنې خبرتیا یا RFE ولیږي، تاسو باید په ټاکل شوې موده کې ځواب ورکړئ، که نه نو کیدی شي ستاسو غوښتنلیک رد شي.
مشروطه منظوري: USCIS به تاسو ته په هغه صورت کې دا خبرتیا ولیږي چې دا اداره فکر کوي چې ستاسو غوښتنلیک باید منظور شي او تاسو په هغه هیواد کې موقعیت لرئ چې پکې د متحده ایالاتو سفارت یا کنسولګري چې د ویزې خدمتونه برابروي، موجود دی.
د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې د غوښتنلیک د پروسس دوام: USCIS به تاسو ته په هغه صورت کې دا خبرتیا ولیږي چې دا اداره فکر کوي چې ستاسو غوښتنلیک باید منظور شي او تاسو په هغه هیواد کې موقعیت لرئ چې پکې د متحده ایالاتو سفارت یا کنسولګري چې د ویزې خدمتونه برابروي، موجود نه دی (لکه افغانستان، ایران، سوریه یا نور ځایونه). دا خبرتیا "د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې د دوام خبرتیا" په نوم هم یادیږي. دا په دې معنی ده چې تاسو باید یو هیواد ته لاړ شئ چې پکې د متحده ایالاتو سفارت یا کنسولګري موقعیت لري ترڅو د خپل غوښتنلیک پروسس ته دوام ورکړئ.
په یاد وساتئ چې که تاسو د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې غوښتنه کوئ، او په داسې یو هیواد کې یاست چې د متحده ایالاتو سفارت یا کنسولګري نه لري چې د ویزې خدمتونه وړاندې کړي، د متحده ایالاتو دولت به تاسو سره بل هیواد ته چې پکې د متحده ایالاتو سفارت یا کنسولګري موقعیت لري، د سفر کولو مرسته نه کوي.
مخکې له دې چې تاسو وکولی شئ وروستۍ منظوري او د سفر اجازه لیک ترلاسه کړئ، متحده ایالات به له تاسو څخه وغواړي چې څو پړاوونه بشپړ کړئ:
د غیر مهاجرتی ویزې غوښتنلیک (DS-160 فورمه) بشپړ کړئ؛
د متحده ایالاتو په سفارت یا کنسولګرۍ کې په ټاکل شوي وخت د مرکې او د ګوتو د نښې (بیومیټریک) اخیستلو لپاره حاضر شئ؛
د نورو امنیتي ارزونو بشپړیدو ته انتظار وکړئ؛ او
د ډیر شمیر افغانانو په ګډون، ځینې غوښتونکي باید اړینې طبي معاینې بشپړې کړئ.
ددې پړاوونو له بشپړولو وروسته، د متحده ایالاتو سفارت یا کنسولګري به تاسو ته د سفر اجازه لیک یا "بورډینګ فویل" صادر کړي. بورډینګ فویل د ویزې په شان ښکاري او تاسو ته اجازه درکوي چې متحده ایالاتو ته سفر وکړئ او له رسیدلو وروسته د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې د اجازې (پرول) غوښتنه وکړئ.
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:
له IRAP څخه د مرستې
- له آی ار ای پي څخه د مرستې د غوښتلو په اړه معلومات دلته دي.
- که تاسې په اردون کې يئ، تاسې کولای شئ د اردون آی ار ای پي د مرستې غوښتنه د دې فورمې په کارولو سره کولای شئ. که فورمه بنده وي، ته کولای شې په يوه بله او وروسته نېټه کې يې وګورې.
د نورو سازمانونو مرسته
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ د ويړیا حقوقي خدماتو وړاندې کوونکو يو نوملړ په دې ځای کې شته. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ شخصي وکيلانو نوملړ په دې ځای کې دی. مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې د مهاجرت خصوصی څارنوالان د خپلو خدماتو لپاره فیس اخلی. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.