د منځپانګې جدول
دا مقاله وروستی ځل د 2026 کال د اګست په 4 مه نیټه نوې شوې ده
لنډیز
دا لارښود په متحده ایالاتو کې د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره چمتو دی چې غواړي له خپلې میرمن/خاوند، ماشومانو، مور او پلار سره یوځای شي. دا لارښوود د دوو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کوي: د I-730 پروسې له لارې د یوځای کیدو پروګرام، او د کورنیو د یوځای کیدو 3 شمیرې لومړیتوب (P-3) پروګرام. ډاډ ترلاسه کړئ چې دواړه لارښودونه ولولئ ځکه چې دا دوه پروګرامونه بیلابیل شرایط لري.
دا معلومات د کورنیو د یوځای کیدو په اړه د متحده ایالاتو د دولت له موجوده لارښود څخه اخیستل شوي دي. کیدی شي چې تاسو د کورنۍ د یوځای کیدو نورو پروګرامونو ته وړ اوسئ. د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV غوښتونکو لپاره معلومات دلته وګورئ.
د I-730 پروسې له لارې کډوالو او پناه غوښتونکو سره وروسته یوځای کیدل
که تاسو په تیرو دوو کلونو کې د کډوال په توګه متحده ایالاتو ته راغلي یاست یا که تاسو ته په تیرو دوو کلونو کې په متحده ایالاتو کې پناه درکړل شوې ده، تاسو کولی شئ خپلې میرمن یا خاوند او کوچنیو ماشومانو ته غوښتنلیک وسپارئ ترڅو د Form I-730 پروسې له لارې تاسو سره په متحده ایالاتو کې یوځای شي. دې پروسې ته د کورنۍ غړو سره د یوځای کیدو د "غوښتنلیک" پروسه ویل کیږي. په دې پروسه کې تاسو غوښتونکی یا درخواست کوونکی یاست.
کله چې تاسو فورمه ډکوئ، تاسو باید د خپل ځان په اړه هرې پوښتنې ته چې د غوښتونکي یا درخواست کوونکي په اړه پوښتل کیږي، ځواب ورکړئ. په دې پروسه کې ستاسو د کورنۍ غړی د ګټه اخیستونکي یا ذینفع په نوم یادیږي.
د I-730 پروسه تاسو ته اجازه درکوي چې خپل میرمن/خاوند یا ماشومان د "خپلو اړوندو کسانو" په توګه متحده ایالاتو ته راولئ. دا په دې معنی ده چې هغوی ته به ستاسو د اصلي کیس یا قضیې په اساس ستاسو په څیر ورته (د کډوال یا پناه غوښتونکي) حالت ورکول کیږي.
کډوالو سره وروسته د یوځای کیدو د پروسې په اړه نوي او مهم معلومات
د 2025 کال په جنوري میاشت کې، ولسمشر ټرمپ د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو د پروګرام (USRAP) د ځنډولو فرمان صادر کړ. د I-730 کیسونه چې د بیا میشت شویو کډوالو د کورنۍ د غړو لپاره پرانیستل شوي وو، ددې ځنډ له امله اغیزمن شوي دي. تاسو اوس هم کولی شئ چې نوي غوښتنلیکونه وسپارئ ځکه چې ددې کیسونو لپاره د دوو کلونو مودې وروستۍ نیټه لاهم نافذه ده. خو سره له دې هم، کیدی شي چې ستاسو کیس له پام وړ ځنډ سره مخ شي، ځکه چې دولت اوس مهال دا غوښتنلیکونه نه پروسس کوي او ددې غوښتنلیکونو په اړه پریکړه نه کوي. د بیامیشتیدنې د اوسني ځنډ په اړه نور معلومات دلته وګورئ.
پناه غوښتونکو سره وروسته د یوځای کیدو په اړه نوي او مهم معلومات
د 2025 کال په جون میاشت کې، د متحده ایالاتو دولت د سفر یو داسې بندیز اعلان کړ چې د ځینو هیوادونو خلک یې د ویزې له ترلاسه کولو او متحده ایالاتو ته له ننوتلو څخه منع کړل. که څه هم دولت مخکې ویلي وو چې دا بندیز پناه غوښتونکو سره د هغوی د کورنیو د غړو پر یوځای کیدو اغیزه کوي، خو د 2026 کال د جولای په 29 مه نیټه یوې فدرالي محکمې د AA v. State په نوم قضیه کې پریکړه وکړه چې دولت نشي کولی د سفر بندیز په هغو پناه غوښتونکو باندې پلي کړي چې غواړي له خپلو کورنیو سره یوځای شي. تاسو کولی شئ ددې قضیې په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.
کډوالو/پناه غوښتونکو سره وروسته یوځای کیدو پروسې ته څوک وړ دي؟
ددې پروسې له لارې تاسو سره ستاسو د کورنۍ د یوځای کیدو غوښتنلیک لپاره باید تاسو د کډوالۍ یا پناه غوښتنې په قضیه کې اصلي غوښتنلیک ورکوونکی اوسئ. که تاسو به دې دلیل د کډوالۍ یا پناه غوښتنې حالت ترلاسه کړی دی چې تاسو د اصلي غوښتنلیک ورکوونکي میرمن/خاوند یا ماشوم یاست، تاسو نشۍ کولی چې د کورنۍ د بل غړي په استازیتوب I-730 غوښتنلیک وسپارئ.
خپلې میرمن یا خاوند ته د غوښتنلیک سپارل:
په متحده ایالاتو کې د کډوال یا پناه غوښتونکي په توګه د منل کیدو په وخت کې باید ستاسو او ستاسو د میرمنې یا خاوند واده شوی وي.
د I-730 غوښتنلیک د لیږلو او متحده ایالاتو ته ستاسو د میرمن یا خاوند د راتګ پرمهال باید ستاسو واده لاهم برقرار وي.
خپل ماشوم ته د غوښتنلیک سپارل:
-
ستاسو ماشوم باید له 21 کلونو څخه لږ عمر ولري او مجرد وي. خو سره له دې هم:
که تاسو د کډوال په توګه بیا میشت شوي یاست، نو ستاسو د ماشوم عمر به د کډوالو د بیا میشتیدنې لپاره د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې (USCIS) سره ستاسو د مرکې په نیټه کې "ثابت" ګڼل کیږي. که ستاسو د ماشوم عمر په دې نیټه کې له 21 څخه ټیټ وو، تاسو لاهم کولی شئ چې خپل ماشوم ته I-730 غوښتنلیک وسپارئ که څه هم د هغې عمر اوس له 21 کلونو څخه ډیر دی، خو په دې شرط چې واده یې نه وي کړی.
که تاسو یو پناه غوښتونکی یاست، ستاسو د ماشوم عمر د پناه غوښتنې لپاره د I-589 فورمې د سپارلو په نیټه کې "ثابت" ګڼل کیږي. که ستاسو د ماشوم عمر په دې نیټه کې له 21 کلونو څخه ټیټ وو، تاسو لاهم کولی شئ چې خپل ماشوم ته I-730 غوښتنلیک وسپارئ که څه هم د هغې عمر اوس له 21 کلونو څخه ډیر دی، خو په دې شرط چې واده یې نه وي کړی.
-
متحده ایالاتو ته د کډوال یا پناه غوښتونکي په توګه ستاسو له منل کیدو مخکې باید ستاسو او ستاسو د ماشوم ترمنځ اړیکه موجوده وي.
په ځینو حالاتو کې کیدی شي یو "والد" ناسکه پلار یا مور یا منل شوی پلار او مور وي. د I-730 فورمې په اړه لارښوونې دلته وګورئ.
یادونه: مخکې له دې چې تاسو د کډوال یا پناه غوښتونکي په توګه متحده ایالاتو ته سفر کوئ، ستاسو ماشوم باید زیږیدلی یا یې حمل نیول شوی وي (یعنې مور یې لا دمخه حامله وي).
کله چې تاسو د خپل ماشوم لپاره تاسو سره د یوځای کیدو غوښتنلیک سپارئ او کله چې ستاسو ماشوم متحده ایالاتو ته ننوځي، باید ستاسو او ستاسو د ماشوم ترمنځ اړیکه لاهم موجوده وي.
دې پروګرام ته د وړتوب د ترلاسه کولو لپاره، میرمن/خاوند او ماشومان اړتیا نه لري چې دا ثابته کړي چې په خپل هیواد کې ځورول شوي دي. ستاسو د میرمنې/خاوند او ماشومانو لپاره کیدی شي نور شرایط هم د اجرا وړ وي. د کډوالو او پناه غوښتونکو د کورنیو لپاره د USCIS ویبپاڼه نور معلومات وړاندې کوي.
د غوښتنلیک پروسه څرنګه پیل کړم؟
تاسو باید دا لاندې اسناد وسپارئ:
I-730 فورمه چې د کډوال او پناه غوښتونکي د کورني غړي لپاره ده.
که تاسو د کډوال په توګه بیا میشت شوي یاست، د ګټه اخیستونکي یا ذینفع په اړه د I-590 فورمې له لارې بشپړ معلومات ضمیمه کړئ (ګټه اخیستونکی یا ذینفع اړتیا نلري چې د فورمې 5 او 8 برخه بشپړه یا I-590 فورمه لاسلیک کړي).
د کډوال یا پناه اخیستونکي په توګه د خپل حالت ثبوت (د بیلګې په توګه، ستاسو I-94 سند، تاسو ته د پناه ورکولو د پریکړې یوه کاپي، یا ستاسو د قانوني دایمي استوګنې کارت یوه کاپي) ضمیمه کړئ
ستاسو د میرمن/خاوند یا ماشوم په دې وروستیو کې اخیستل شوی روښانه عکس.
میرمنې/خاوند او ماشوم سره د اړیکې ثبوت.
د I-730 غوښتنلیک د سپارلو لپاره هیڅ ډول فیس نشته. تاسو باید دا غوښتنلیک د کډوال په توګه د منل کیدو او د پناه د ترلاسه کولو وروسته د دوو کلونو په لړ کې ولیږئ. خو که د غوښتنلیک د سپارلو دوو کلونو موده تیره شوې ده، تاسو لاهم کولی شئ چې I-730 غوښتنلیک وسپارئ او د ناوخته سپارلو دلیل یې څرګند کړئ. کیدی شي چې USCIS اداره پریکړه وکړي چې ستاسو ناوخته سپارل شوی غوښتنلیک د "بشردوستانه دلایلو" له امله په پام کې ونیسي.
ستاسو او ستاسو د کورنۍ د غړي ترمینځ اړیکې ثبوت
که تاسو غواړئ چې خپل خاوند یا میرمن متحده ایالاتو ته راولئ او تاسو په قانوني توګه واده شوي یاست:
د خپل نکاح خط یوه کاپي ضمیمه کړئ.
که تاسو مخکې بل واده کړی وي، د داسې اسنادو کاپي ضمیمه کړئ چې ښیي ستاسو پخوانی واده پای ته رسیدلی دی. معمولا دا اسناد طلاق نامه یا د مړینې تصدیق وي.
-
هغه اسناد ضمیمه کړئ چې ښیي دا یو ریښتینی واده دی او تاسو د کډوالۍ د ګټو د ترلاسه کولو په موخه واده نه دی کړی. څو بیلګې لاندې وړاندې شوې دي:
تاسو کولی شئ د خپلو ماشومانو د زیږیدنې تصدیقونه ضمیمه کړئ چې ښیي تاسو او ستاسو میرمن یا خاوند د هغوی مور او پلار یاست.
تاسو کولی شئ د بانک یو سند ضمیمه کړئ چې په ورته بانکي حساب کې ستاسو نومونه لیکل شوي وي.
تاسو همداراز کولی شئ د کور د قرارداد یوه کاپي ضمیمه کړئ چې ستاسو دواړو نومونه پکې لیکل شوي وي.
تاسو کولی شئ له جلا کیدو څخه مخکې د خپل ګډ ژوند عکسونه ضمیمه کړئ.
-
تاسو کولی شئ د هغو خلکو لیکونه هم ضمیمه کړئ چې تاسو او ستاسو میرمن/خاوند پیژني او ستاسو د واده په اړه معلومات لري. دوی اړتیا نلري چې د متحده ایالاتو اتباع وي.
هغوی باید خپل بشپړ نوم، پته، او د زیږیدنې ځای او نیټه ولیکي.
هغوی باید دا تشریح کړي چې ستاسو ترمنځ اړیکې په اړه څنګه پوهیږي، لکه ستاسو د واده په مراسمو کې یې ګډون کړی وو، او یا یې تاسو سره وخت تیر کړی دی.
د امکان په صورت کې، مخکې له دې چې دوی تاسو ته دا لیک ولیږي، باید هغه د (نوټري) یا رسمي اسنادو د تایید په دفتر کې تایید او ټاپه کړي.
که تاسو غواړئ خپل زوی یا لور راولئ:
که تاسو مور یاست، د ماشوم د زیږیدنې د تصدیق یوه کاپي ضمیمه کړئ چې پکې ستاسو او ستاسوم د ماشوم نومونه لیکل شوي دي.
که تاسو پلار یاست، د ماشوم د زیږیدنې د تصدیق یوه کاپي ضمیمه کړئ چې پکې ستاسو او ستاسو د ماشوم د مور نومونه لیکل شوي دي. همداراز، د نکاح خط یوه کاپي ضمیمه کړئ چې ښیي تاسو د ماشوم مور سره د ماشوم له 18 کلنۍ مخکې واده کړی وو. که تاسو د ماشوم له مور سره واده کړی نه وو، د خپلې اړېکې د ثبوت کولو لپاره نور معلومات د I-730 فورمې په اړه د USCIS په لارښوونې کې ولولئ.
که تاسو د ماشوم ناسکه مور یا پلار یاست، د خپل ناسکه ماشوم د زیږیدنې د تصدیق یوه کاپي ضمیمه کړئ. همدارنګه، د ماشوم له اصلي مور یا پلار سره د خپل واده د ثبوت لپاره د نکاح خط یوه کاپي ضمیمه کړئ.
که تاسو د ماشوم سرپرست مور یا پلار یاست، د ماشوم د منلو (فرزندخواندګۍ) د حکم تصدیق شوې کاپي ضمیمه کړئ. همداراز ماشوم سره لږ تر لږه د دوو کلونو مودې ژوند کولو ثبوت هم وړاندې کړئ. که تاسو د ماشوم قانوني سرپرست یاست، د سرپرستۍ د حکم تصدیق شوې کاپي ضمیمه کړئ.
که تاسو یا ستاسو میرمن یا خاوند پخوا بل چا سره واده کړی دی، او که تاسو یا ستاسو د کورنۍ کوم غړي په قانوني توګه خپل نوم بدل کړی دی، تاسو باید په دې اړه نور اسناد هم وړاندې کړئ.
که تاسو دا اسناد نه لرئ، کیدی شي نور اسناد موجود وي چې تاسو یې ددې اسنادو پرځای ضمیمه کړئ. د نورو معلوماتو لپاره د I-730 فورمې په اړه د USCIS لارښوونې ولولئ.
I-730 فورمه او نور ضمیمه يي اسناد چیرته ولیږم؟
د I-730 فورمې د لیږلو سمه پته دې پورې اړه لري چې تاسو چیرته ژوند کوئ. دغه ویب پاڼه وګورئ ترڅو د "چیرته ولیږم" برخې لاندې د I-730 فورمې د لیږلو ځای پیدا کړئ.
د I-730 فورمې او د ضمیمه یي اسنادو له لیږلو مخکې، ډاډ ترلاسه کړئ چئ په پاکټ کې د ټولو اسنادو یوه کاپي واخلئ او ځان سره یې وساتئ. حتی که تاسو د اسنادو اصلي نسخې له ځان سره لرئ، خو بیا هم له لیږلو څخه مخکې د وروستیو ټولو اسنادو یوه کاپي له ځان سره وساتئ. کیدی شي چې تاسو ورته په راتلونکي کې اړتیا ولرئ.
د غوښتنلیک له لیږلو وروسته څه کیږي؟
وروسته له دې چې USCIS ستاسو I-730 فورمه ترلاسه کړه، دا اداره به تاسو ته د رسید خبرتیا ولیږي چې د I-797C د اقدام خبرتیا په نوم یادیږي. په دې خبرتیا کې ویل شوي دي چې دوی ستاسو I-730 فورمه ترلاسه کړه. دا خبرتیا د لاندې دوو دلایلو له امله مهمه ده:
دا خبرتیا تاسو ته وایي چې د USCIS د خدمتونو کوم دفتر ستاسو په I-730 غوښتنلیک کار کوي.
-
دا خبرتیا تاسو ته د رسید شمیره درکوي. دا شمیره په سر کې درې توري لري لکه EAC, WAC, LIN, SRC, NBC, MSC یا IOE. دا شمیره له دې درییو تورو څخه وورسته بیا 10 عددونه لري. تاسو کولی شئ له دې شمیرې څخه کار واخلئ چې:
د I-730 غوښتنلیک په اړه پریکړه کیدی شي میاشتې یا کلونه وخت ونیسي. په ځینو حالاتو کې، د غوښتنلیک له منل کیدو مخکې باید ستاسو له میرمن/خاوند سره مرکه وشي. په ټولو حالاتو کې، د سفر د اسنادو له صادریدو مخکې باید ستاسو له میرمن/خاوند سره مرکه وشي.
که ستاسو میرمن/خاوند دمخه په متحده ایالاتو کې دی، د غوښتنلیک له منل کیدو مخکې به USCIS تاسو او ستاسو له میرمن/خاوند سره مرکه کوي. په ځینو حالاتو کې، حتی که ستاسو میرمن/خاوند له متحده ایالاتو څخه بهر وي، کیدی شي چې USCIS تاسو سره د مرکې غوښتنه وکړي.
USCIS اداره به ستاسو د I-730 غوښتنلیک په اړه پریکړه په لیکلې بڼه تاسو ته ولیږي. کیدی شي چې USCIS تاسو ته چې درخواست کوونکی یاست یو مکتوب ولیږي او تاسو څخه د نورو شواهدو غوښتنه وکړي. دې غوښتنې ته د شواهدو غوښتنه یا (“RFE”) ویل کیږي. په RFE کې به تاسو ته وویل شي چې کوم سند موجود نه دي او تاسو ته به یوه ځانګړې نیټه وټاکي چې تر هغې نیټې باید سند ولیږئ. دوی معمولا د 90 څخه تر 120 ورځو پورې وخت ورکوي.
که تاسو خپل ماشوم ته غوښتنلیک وړاندې کوئ، کیدی شي چې USCIS تاسو ته وړاندیز وکړي چې د DNA معاینه وکړئ. دا د وینې یوه معاینه ده چې تاسو او ستاسو ماشوم یې باید دواړه بشپړه کړئ. دا معاینه ثابتوي چې تاسو او ستاسو ماشوم له یو بل سره د وینې له لارې اړیکه لرئ. که USCIS تاسو څخه د DNA د معاینې غوښتنه وکړي، هغوی به د I-730 غوښتنلیک له سپارلو وروسته تاسو ته د شواهدو د غوښتنې مکتوب یا RFE ولیږي او پکې به د معاینې د ترسره کولو څرنګوالی تشریح کړي. د DNA معاینه باید د ځانګړو لابراتوارونو له خوا اجرا شي. تاسو کولی شئ چې ددې ویب سایټ له لارې د DNA د معاینې دغه لابراتوارونه پیدا کړئ.
که ستاسو میرمن/خاوند یا ماشوم وړ ونه ګڼل شي، USCIS به تاسو ته مکتوب ولیږي. دا مکتوب د رد کولو د ارادې خبرتیا یا (“NOID”) په نوم یادیږي. دا مکتوب تاسو ته فرصت درکوي چې له وروستۍ پریکړې څخه مخکې خپل ځواب ولیږئ. د I-730 فورمې په اړه پریکړه د استیناف (بیاکتنې) وړ نه ده.
که ستاسو I-730 غوښتنلیک منظور شي او ګټه اخیستونکی یا ذینفع اړین امنیتي ارزونې او روغتیایي معاینات بشپړ کړي، هغوی ته به اجازه ورکړل شي چې متحده ایالاتو ته سفر وکړي. که تاسو یو پناه غوښتونکی یا اسایلي یاست، ستاسو د کورنۍ منل شوي غړي باید خپل سفر پخپله تنظیم کړي. که تاسو یو کډوال یا ریفوجي یاست، ستاسو د کورنۍ د منل شويو غړو سفر به د کډوالو نړیوال سازمان یا (IOM) له خوا تنظیم شي، او هغوی به وکولی شي چې د بیامیشتیدنې د یوې ادارې له لارې د کډوالو لپاره هماغه ګټې او امتیازات ترلاسه کړي، لکه څنګه چې تاسو د بیامیشتیدنې پرمهال ترلاسه کړي وو.
د کورنیو د یوځای کیدو د 3 شمیرې لومړیتوب یا P-3 پروګرام
د کورنیو د یوځای کیدو د 3 شمیرې لومړیتوب یا P-3 پروګرام په لاندې نومونو هم یادیږي:
P-3 پروګرام
د کورنۍ اړیکې د تصدیق پروګرام
AOR پروګرام
د 3 شمیرې لومړیتوب یا P-3 پروګرام غوښتونکو لپاره مهم او نوي معلومات
د 2025 کال په جنورۍ کې، ولسمشر ټرمپ د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو د پروګرام (USRAP) د ځنډولو حکم صادر کړ. د متحده ایالاتو دولت اوس مهال 3 شمیرې لومړیتوب یا P3 پروګرام ته غوښتنلیکونه نه مني. د بیامیشتیدنې د اوسني ځنډ په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ. لاندې معلومات به یوازې هغه مهال د پام وړ وي چې دولت بیا ددې غوښتنلیکونو منل پیل کړي.
د 3 شمیرې لومړیتوب P-3 پروګرام لپاره څوک واجد شرایط دي؟
د کډوالو په توګه بیا میشت شوي کسان، د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV افغان او عراقي لرونکي، او هغه کسان چې په متحده ایالاتو کې یې پناه اخیستې ده کولی شي د خپلو کورنیو ځینو غړو سره مرسته وکړي ترڅو هغوی هم د کډوالو په توګه متحده ایالاتو ته راشي. که تاسو اوس هم د کډوال یا پناه غوښتونکي حالت لرئ، یا که تاسو دایمي قانوني اوسیدنکی (LPR یا د ګرین کارت لرونکی) یاست، او یا د متحده ایالاتو تابعیت لرئ، تاسو کولی شئ د خپلې کورنۍ د غړو په استازیتوب غوښتنلیک وسپارئ.
تاسو د کورنۍ لاندې غړو لپاره غوښتنلیک سپارلی شئ:
میرمن یا خاوند
21 کلونو څخه لږ عمر لرونکي مجرد ماشومان
مور او پلار
په استثنایي حالاتو کې، د کورنۍ نور غړي چې له پورته ذکر شوي شخص سره په یو کور کې اوسیږي.
د کورنۍ دغه غړي باید کډوال اوسي. دا په دې معنی ده چې هغوی باید له خپل اصلي هیواد څخه بهر وي او د خپلې کډوالۍ د حالت اسناد ولري.
په تیرو وختونو کې، دا پروګرام یوازې کډوالو او منل شویو پناه غوښتونکو ته محدود وو. د 2021 کال له اپریل څخه وروسته، هغه کسان چې د افغان او عراقي SIV (د کډوالۍ ځانکړې ویزې) لرونکو په توګه متحده ایالاتو ته راغلي دي، هم کولی شي چې د خپلو کورنیو غړو لپاره غوښتنلیک وسپاري. دا پروګرام هم پخوا د ځینو ځانګړو قومونو د کورنیو غړو ته محدود وو. اوس د قوم په اساس هیڅ ډول محدودیت نشته.
ډیر شمیر خلک چې P-3 پروګرام ته وړ دي، همداراز I-730 پروګرام ته هم وړ دي. ددې پروسې په اړه نور معلومات پورته په همدې پاڼه کې تشریح شوي دي.
څنګه کولی شم خپلې کورنۍ سره P-3 پروګرام ته د غوښتنلیک په سپارلو کې مرسته وکړم؟
د P-3 پروګرام د غوښتنلیک لپاره، د کورنۍ غړی چې په متحده ایالاتو کې دی باید یو سند چې د کورنۍ اړیکې د تصدیقپاڼې یا (AOR) په نوم یادیږي، وړاندې کړي. د کورنۍ غړی نشي کولی دا سند پخپله وسپاري. د بیامیشتیدنې یوه محلي اداره باید دا فورمه چمتو او دولت ته یې ولیږي. IRAP د بیامیشتیدنې یوه اداره نه ده او نشي کولی د AOR فورمه چمتو کړي او وسپاري.
د غوښتنلیک د پروسې د پیل کولو لپاره، تاسو باید د بیامیشتیدنې له یوې ادارې سره اړیکه ونیسئ. د بیامیشتیدنې اداره هغه سازمان دی چې دولت سره کار کوي ترڅو هغو کډوالو سره مرسته وکړي چې لومړی ځل متحده ایالاتو ته راځي. که تاسو د کډوال په توګه متحده ایالاتو ته راغلي یاست، کیدی شي چې تاسو وپوهیږئ چې څرنګه باید له هغې ادارې سره اړیکه ونیسئ چې متحده ایالاتو ته د راتګ پرمهال یې تاسو سره مرسته کړې وه.
تاسو همداراز کولی شئ په دې ویب پانه کې د بیامیشتیدنې یوه محلي اداره پیدا کړئ. د خپل ایالت په نوم کلیک وکړئ ترڅو په خپل ایالت کې د ادارو لیست پیدا کړئ. هغه اداره یا ادارې پیدا کړئ چې تاسو ته ترټولو نږدې وي. نوموړې ادارې سره د هغه ټیلفون شمیرې له لارې اړیکه ونیسئ چې په ویب پاڼه کې درج شوې ده.
د بیامیشتیدنې ادارې سره د اړیکې پرمهال، نوموړې ادارې ته ووایاست چې تاسو کډوال، پناه غوښتونکی یا افغان یا عراقي SIV لرونکی یاست. هغوی ته ووایاست چې تاسو غواړئ خپلې کورنۍ سره یوځای شئ او د کورنۍ اړیکې د تصدیقپاڼې یا AOR په چمتو کولو کې مرستې ته اړتیا لرئ.
د P-3 پروګرام د غوښتنلیک د پروسې په اړه باید نور کوم معلومات ولرم؟
د کورنۍ اړیکې د تصدیق فورمه یا AOR باید متحده ایالاتو ته د کډوال یا د کډوالۍ ځانکړې ویزې SIV لرونکي په توګه له راتګ پینځه کاله وروسته او همداراز د پناه د ترلاسه کولو له نیټې څخه پینځه کاله وروسته وسپارل شي.
د غوښتنلیک پروسه کیدی شي څو کاله وخت ونیسي. د مور او پلار او ماشوم د اړیکې د ثبوت لپاره، د P-3 پروسه عموما د DNA معاینې ته اړتیا لري.
د بهرنیو چارو وزارت له خوا د P-3 پروګرام په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ. د P-3 پروګرام په اړه نور معلومات همداراز د USCIS ادارې له خوا وړاندې شوي دي.
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:
له IRAP څخه د مرستې
- له آی ار ای پي څخه د مرستې د غوښتلو په اړه معلومات دلته دي.
- که تاسې په اردون کې يئ، تاسې کولای شئ د اردون آی ار ای پي د مرستې غوښتنه د دې فورمې په کارولو سره کولای شئ. که فورمه بنده وي، ته کولای شې په يوه بله او وروسته نېټه کې يې وګورې.
د نورو سازمانونو مرسته
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ د ويړیا حقوقي خدماتو وړاندې کوونکو يو نوملړ په دې ځای کې شته. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ شخصي وکيلانو نوملړ په دې ځای کې دی. مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې د مهاجرت خصوصی څارنوالان د خپلو خدماتو لپاره فیس اخلی. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.