د منځپانګې جدول
دا مقاله وروستی ځل د 2026 کال د جولای په 14 مه نیټه نوې شوې ده
لنډیز
ځینې خلک په متحده ایالاتو کې کولی شي د خپلو کورنیو غړو لپاره غوښتنلیک وړاندې کړي ترڅو هغوی سره په متحده ایالاتو کې بیرته یوځای شي. په دې لارښود کې د کورنیو د بیا یوځای کیدلو په اړه د ځینو غوښتنلیکونو لیست شامل دی. دا لارښود د کورنۍ د اړیکې پربنسټ د کډوالۍ د غوښتنلیکونو ټول پروګرامونه ترپوښښ لاندې نه راولي.
د کورنیو د بیا یوځای کیدو پروګرام ته وړتوب عموما لاندې شرایطو پورې اړه لري:
په متحده ایالاتو کې د میشت شخص قانوني حالت.
په متحده ایالاتو کې د میشت شخص او د هغې د کورنۍ د غړي ترمنځ اړیکه.
دا هم مهمه ده چې د لاندې موضوعاتو په اړه وپوهیږو:
ټولو پروګرامونو ته د اسنادو او نورو شواهدو وړاندې کول اړین دي ترڅو دا ثابته شي چې آیا په متحده ایالاتو کې میشت شخص ددې وړتیا لري چې د خپلې کورنۍ غړي سره د بیرته یوځای کیدو غوښتنه وکړي که نه.
ځینې پروګرامونه ځانګړې نیټې او فیسونه لري. ځینې خلک کولی شي د کورنۍ همدې غړي سره د مرستې لپاره، له یو څخه ډیرو پروګرامونو ته غوښتنلیکونه وسپاري.
په ډیرو حالاتو کې، لرې خپلوانو سره د مرستې هیڅ کوم اړوند پروګرام نشته.
دا لارښود د هر پروګرام په اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه نورو لیکل شویو مقالو ته لینکونه وړاندې کوي.
د متحده ایالاتو د اتباعو او په متحده ایالاتو کې د قانوني دایمي اوسیدونکو د کورنیو غړي
د متحده ایالاتو اتباع او قانوني دایمي اوسیدونکي (ګرین کارت لرونکي) کولی شي د خپلو کورنیو ځینو غړو لپاره متحده ایالاتو ته د کډوالۍ غوښتنلیکونه وسپاري. په ځینو حالاتو کې، د کورنۍ غړي کیدی شي متحده ایالاتو ته له راتګ مخکې کلونه انتظار وباسي.
قانوني دایمي اوسیدونکي یا (LPRs) د ګرین کارت لرونکو په نوم یادیږي. که تاسو د ګرین کارت لرونکي یاست، تاسو کولی شئ چې خپلې میرمن/خاوند او نا واده شويو ماشومانو ته غوښتنلیک وسپارئ ترڅو متحده ایالاتو ته راشي.
د متحده ایالاتو اتباع کولی شي خپلو میرمنو/خاوندانو او هر عمرو لرونکي واده شويو یا نا واده شویو ماشومانو ته غوښتنلیک وسپاري. که تاسو د 21 کلونو څخه ډیر عمر لرونکی د متحده ایالاتو یو وګړی یاست، تاسو همداراز کولی شئ خپلو ورونو، خویندو، پلار او مور ته د کډوالۍ غوښتنه وکړئ.
د غوښتنلیک د پروسې د پیل کولو لپاره، تاسو کولی شئ I-130 فورمه ولیږئ. د I-130 د پروسې په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.
په پای کې، که تاسو د متحده ایالاتو تبعه یاست، تاسو همداراز کولی شئ خپلې کوژدنې یا کوژدن ته غوښتنلیک وسپارئ ترڅو مخکې له دې چې واده وکړئ، متحده ایالاتو ته کډه شي. تاسو باید ددې پروسې د پیل کولو لپاره I-129F فورمه وسپارئ. د کوژدن یا کوژدنې د ویزې د پروسې په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.
په متحده ایالاتو کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د کورنۍ غړي
پناه غوښتونکي
که تاسو په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې منظور شوی حالت لرئ، تاسو کولی شئ چې خپلې میرمن/خاوند سره د بیرته یوځای کیدنې غوښتنه وکړئ. تاسو همداراز کولی شئ خپلو ماشومانو ته غوښتنلیک وسپارئ خو دا به د هغوی د عمر او د واده حالت پورې اړه لري. تاسو کولی شئ د I-730 فورمې په سپارلو سره دا پروسه پیل کړئ. دې پروګرام ته د غوښتنلیک د سپارلو مهلت دوه کاله دی. د I-730 پروسې په اړه نور معلومات دلته وګورئ.
کډوال
که تاسو په متحده ایالاتو کې د کډوال په توګه بیا میشت شوي یاست، تاسو کولی شئ د I-730 فورمې له لارې خپلې میرمن/خاوند او 21 کلونو څخه لږ عمر لرونکو ناواده ماشومانو لپاره غوښتنلیک وسپارئ. خو د 2025 کال په جنوري میاشت کې، ولسمشر ټرمپ د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو د پروګرام (USRAP) د ځنډولو فرمان صادر کړ. دا ځنډ به ستاسو د کورنۍ د غړي لپاره د I-730 په پروسې اغیزه وکړي. د I-730 پروسې په اړه نور معلومات دلته، او د بیامیشتیدنې اوسني ځنډ په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.
د کډوالو او پناه غوښتونکو، او همداراز د کډوالۍ ځانګړو ویزو SIV افغان او عراقي لرونکو د کورنیو غړو لپاره یو بل پروګرام هم شته چې د کورنیو د بیرته یوځای کیدو د "3 شمیرې لومړیتوب" پروګرام په نوم یادیږي. خو د 2025 کال په جنوري میاشت کې، ولسمشر ټرمپ د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو د پروګرام (USRAP) د ځنډولو فرمان صادر کړ. د 3 شمیرې لومړیتوب پروګرام اوس مهال نوي غوښتنلیکونه نه مني. د 3 شمیرې لومړیتوب پروګرام په اړه نور معلومات دلته، او د بیامیشتیدنې اوسني ځنډ په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.
په متحده ایالاتو کې د هغو عراقيانو او افغانانو د کورنۍ غړي چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا SIV لري
که تاسو په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) افغان یا عراقي ترلاسه کوونکي یاست، تاسو کولی شئ په ځینو حالاتو کې خپلې میرمنې/خاوند او ماشومانو لپاره غوښتنلیک وسپارئ ترڅو له تاسو سره یوځای شي. دې ډول ویزې ته د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) لرونکي شخص سره "د وروسته یوځای کیدو" ویزه وایي. اوس مهال، دولت (SIV) افغان غوښتونکو ته د ویزې د صادرولو لړۍ ځنډولې ده. د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا SIV د ترلاسه کوونکو د کورنیو غړو لپاره نور معلومات د IRAP په دې لارښود کې وړاندې شوي دي.
کډوالو لپاره د کورنیو د بیرته یوځای کیدو ځانګړي پروګرامونه
پخوا به د متحده ایالاتو دولت ځینو خلکو ته اجازه ورکوله چې د متحده ایالاتو د بیامیشتیدنې ځانګړو پروګرامونو له لارې د خپلو کورنیو غړو سره په متحده ایالاتو کې یوځای شي. خو د 2025 کال په جنوري میاشت کې، ولسمشر ټرمپ د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو د پروګرام (USRAP) د ځنډولو فرمان صادر کړ او دولت اوس مهال ددې پروګرامونو له لارې نوي غوښتنلیکونه نه مني او نه یې پروسس کوي. د کډوالو د بیامیشتیدنې د پروګرام د ځنډ په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.
ځینې دغه ځانګړي پروګرامونه لاندې په تفصیل سره تشریح شوي دي.
سوري او عراقي کډوال چې د کورنۍ غړي یې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي
پخوا به د سوریې او عراق اتباعو کولی شول چې د I-130 منظور شوي غوښتنلیک سره (چې پورته تشریح شو) د یو ځانګړي پروګرام له لارې په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ د حالت غوښتنه وکړي. خو د 2025 کال په جنوري میاشت کې، ولسمشر ټرمپ د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو د پروګرام (USRAP) د ځنډولو فرمان صادر کړ. د عراق او سوریې د اتباعو د مستقیم لاسرسي پروګرامونه د USRAP د پروګرام یوه برخه ده، نوځکه دا پروګرامونه هم ځنډول شوي دي. دا په دې معنی ده چې اوس مهال د متحده ایالاتو دولت په دې پروګرام کې نوي غوښتنلیکونه نه مني.
د کډوالو د بیامیشتیدنې د پروګرام د ځنډ په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.
ایراني مذهبي اقلیتونه چې د کورنۍ غړي یې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي
هغه خلک چې په قانوني توګه په متحده ایالاتو کې اوسیدل، پخوا یې کولی شول چې په ایران کې خپلو د کورنیو مذهبي اقلیتونو غړو سره مرسته وکړي ترڅو د لوټنبیرګ Lautenberg پروګرام له لارې د کډوالو د بیامیشتیدنې غوښتنه وکړي. خو د 2025 کال په جنوري میاشت کې، ولسمشر ټرمپ د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو د پروګرام (USRAP) د ځنډولو فرمان صادر کړ. د Lautenberg پروګرام د USRAP د پروګرام یوه برخه ده، چې اوس مهال نوي غوښتنلیکونه نه مني. د لوټنبیرګ Lautenberg پروګرام په اړه نور معلومات دلته، او د کډوالو د بیامیشتیدنې د پروګرام د ځنډ په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.
د ایل سالوادور، گواتمالا، او هندوراس هیوادونو اتباع چې د کورنۍ غړي یې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي
د مرکزي امریکا د کوچنیو ماشومانو (CAM) پروګرام یوه قانوني لاره وه چې پر بنسټ به یې په ایل سالوادور، گواتمالا، او هندوراس هیوادونو کې له ځورونې او خطر سره مخ هغو ماشومانو او د کورنۍ نورو غړو کولی شول چې له خپلو میندو او پلرونو سره یوځای شي چې په متحده ایالاتو کې په قانوني توګه اوسیدل. خو د 2025 کال په جنوري میاشت کې، ولسمشر ټرمپ د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو د پروګرام (USRAP) د ځنډولو فرمان صادر کړ. د CAM پروګرام د USRAP د پروګرام یوه برخه ده، چې اوس مهال نوي غوښتنلیکونه نه مني. د مرکزي امریکا د کوچنیو ماشومانو (CAM) پروګرام په اړه نور معلومات دلته، او د کډوالو د بیامیشتیدنې د پروګرام د ځنډ په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:
له IRAP څخه د مرستې
- له آی ار ای پي څخه د مرستې د غوښتلو په اړه معلومات دلته دي.
- که تاسې په اردون کې يئ، تاسې کولای شئ د اردون آی ار ای پي د مرستې غوښتنه د دې فورمې په کارولو سره کولای شئ. که فورمه بنده وي، ته کولای شې په يوه بله او وروسته نېټه کې يې وګورې.
د نورو سازمانونو مرسته
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ د ويړیا حقوقي خدماتو وړاندې کوونکو يو نوملړ په دې ځای کې شته. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ شخصي وکيلانو نوملړ په دې ځای کې دی. مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې د مهاجرت خصوصی څارنوالان د خپلو خدماتو لپاره فیس اخلی. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.