د منځپانګې جدول
دا مقاله وروستی ځل د 2026 کال د سپتمبر په 25 مه نیټه نوې شوې ده
لنډیز
دا مقاله په متحده ایالاتو کې د کډوالو د توقیف په اړه لومړني معلومات وړاندې کوي، په ځانګړې توګه که تاسو هڅه کوئ چې د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ پولې له لارې متحده ایالاتو ته ننوځئ.
که تاسو دمخه د کډوال په توګه په متحده ایالاتو کې یاست او د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې (ICE) له خوا د نیول کیدو اندیښنه لرئ، تاسو کولی شئ په دې اړه د IRAP لارښود دلته ترلاسه کړئ.
د متحده ایالاتو د کډوالۍ کومې ادارې کولی شي خلک توقیف کړي؟
د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت (DHS) ددې هیواد یو دولتي ارګان دی. دا وزارت دوه اړوندې ادارې لري چې کولی شي د متحده ایالاتو د کډوالۍ قانون په رڼا کې خلک توقیف کړي:
د متحده ایالاتو د کډوالۍ او ګمرکونو اداره (ICE): په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو مسئولیت په غاړه لري. د کډوالۍ او ګمرکونو اداره ICE کولی شي په متحده ایالاتو کې هغه کسان ونیسي او د یوې ټاکلې مودې لپاره یې په توقیف کې وساتي چې په دې هیواد کې د اوسیدلو اجازه نلري یا یې متحده ایالاتو ته د ننوتلو پرمهال له اړوندو قوانینو سرغړونه کړې وي.
د متحده ایالاتو د ګمرکونو او سرحداتو د ساتنې اداره (CBP): د متحده ایالاتو په بندرونو کې خلکو ته د ننوتلو د اجازې مسوولیت په غاړه لري او باید ډاډ ترلاسه کړي چې خلک په دې بندرونو کې د ننوتلو پرمهال قانون رعایت کړي. د متحده ایالاتو د ګمرکونو او سرحداتو د ساتنې اداره CBP کولی شي ټول هغه کسان توقیف کړي چې د متحده ایالاتو د بندرونو له لارې دې هیواد ته ننوځي. CBP په دوو ځایونو کې هغه کسان توقیف کوي چې متحده ایالاتو ته د ننوتلو هڅه کوي. دا ځایونه د لا هیلیرا la hielera او لاپیریرا la perrera په نوم یادیږي خو په نورو ځایونو کې کیدی شي کډوال د اوږدې مودې لپاره په توقیف کې وساتل شي.
آیا زه به د متحده ایالاتو او مکسیکو په پوله کې ونیول شم؟
هرڅوک د متحده ایالاتو پولې ته د نږدې کیدو پرمهال نیول کیدی شي. که تاسو دا لاندې کارونه ترسره کړي وي، نو ستاسو د توقیف کیدو احتمال ډیر دی:
که تاسو پخوا له متحده ایالاتو څخه ایستل شوي یاست؛
که تاسو په کوم هیواد کې جرمي سوابق ولرئ؛ او/یا
که تاسو هڅه وکړئ چې له اجازې پرته متحده ایالاتو ته ننوځئ.
لاندې عوامل کولی شي چې ستاسو د توقیف پر مودې اغیزه وکړي:
کومې ادارې (ICE یا CBP) تاسو توقیف کړي یاست
که تاسو د کډوالۍ د مرستې یا کوم امتیاز لپاره وړ یاست
که تاسو په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ سوابق لرئ
که تاسو په متحده ایالاتو کې جرمي سوابق لرئ
د کډوالۍ په توقیفځایونو کې څه پیښیږي؟
د متحده ایالاتو د ګمرکونو او سرحداتو د ساتنې ادارې CBP له خوا توقیف
ډیری خلک چې توقیف کیږي په چټکۍ سره د "ګړندي اخراج" د پروسې له لارې له هیواد څخه ایستل کیږي. دا ډیری وخت د CBP د توقیف په مرکزونو کې پیښیږي. که تاسو د "چټک اخراج" په پروسه کې یاست او د متحده ایالاتو دولتي چارواکو ته ووایئ چې خپل اصلي هیواد ته له ستیدنې ویره لرئ، تاسو باید "د منلو وړ ویرې مرکه" یا "معقولې ویرې مرکه" کې ګډون وکړئ. په دې مرکه کې به تاسو څخه پوښتنه وشي چې تاسو ولې خپل اصلي هیواد پریښود. وروسته به دولتي چارواکي پریکړه وکړي چې آیا تاسو کولی شئ د پناه غوښتنه وکړئ که نه.
که تاسو پولې ته نږدې یاست او د متحده ایالاتو د ګمرکونو او سرحداتو د ساتنې اداره CBP تاسو ونیسي، نو دا اداره څه کولی شي؟
دا اداره کولی شي متحده ایالاتو ته ستاسو د ننوتلو مخه ونیسي او تاسو بیرته خپل اصلي هیواد ته ولیږي یا تاسو یو بل هیواد ته وشړي
دا اداره همداراز کولی شي چې "د منلو وړ ویرې مرکې" یا د "معقولې ویرې مرکې" ترسره کیدو پورې تاسو په توقیف کې وساتي.
یا تاسو د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) توقیف مرکز ته ولیږي.
د CBP د توقیف په مرکزونو کې وضعیت څنګه دی؟
کیدی شي چې وضعیت ډیر ستونزمن وي.
محرمیت، طبي پاملرنه او د حمام کولو امکانات محدود دي.
کیدی شي CBP د خوب ځایونه یا بسترونه ونلري، او تاسو پر ځمکه ویده کیدو ته اړ شئ.
شخصي توکي لکه ټلیفونونه او اسناد به له تاسو څخه واخیستل شي. نو له همدې امله، هغه کسان چې ښایي د CBP/ICE توقیفځایونو ته انتقال شي باید د ټلیفون مهمې شمیرې په یاد وساتي او د مهمو اسنادو کاپي خپلو باوري کسانو ته د بریښنالیک له لارې ولیږي.
تاسو حق لرئ چې وکیلانو او خپلې کورنۍ سره خبرې وکړئ، خو ټیلیفون ته لاسرسی خورا محدود دی.
کیدی شي تاسو د خپلې قضیې اړوندو اسنادو یا حتی قلم او کاغذ ته لاسرسی و نه لرئ.
د متحده ایالاتو د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې ICE له خوا توقیف
که تاسو د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې ICE د توقیف مرکز ته ولیږل شئ، دا اداره څه کولی شي؟
دا اداره کولی شي تاسو وشړي چې دا پروسه کیدی شي ورځې، میاشتې یا کلونه وخت ونیسي.
دا اداره کولی شي تاسو خوشې کړي ترڅو له توقیف څخه بهر خپله قضیه بشپړه کړئ یا تاسو تر هغه وخته پورې په توقیف کې وساتي چې محکمه ستاسو د کډوالۍ قضیې په اړه وروستۍ پریکړه وکړي، چې دا پروسه کیدی شي ورځې، میاشتې یا کلونه وخت ونیسي.
د ICE د توقیف په مرکزونو کې وضعیت څنګه دی؟
کیدی شي چې وضعیت ډیر ستونزمن وي.
شخصي توکي لکه ټلیفونونه او اسناد به له تاسو څخه واخیستل شي. نو له همدې امله، هغه کسان چې ښایي د CBP/ICE توقیفځایونو ته انتقال شي باید د ټلیفون مهمې شمیرې په یاد وساتي او د مهمو اسنادو کاپي خپلو باوري کسانو ته د بریښنالیک له لارې ولیږي.
تاسو حق لرئ چې د فیزیکي، غاښونو او طبي پاملرنې غوښتنه وکړئ، خو ډیری وخت خلک کافي پاملرنه نه ترلاسه کوي.
تاسو حق لرئ چې له وکیلانو او خپلې کورنۍ سره خبرې وکړئ. تاسو به د توقیف له مرکز څخه د ټیلیفوني اړیکو د لګښت د ورکولو مسئولیت په غاړه لرئ. تاسو کولی شئ د ځانګړو پروګرامونو له لارې په وړیا توګه له وکیلانو سره ټیلیفوني اړیکه ونیسئ.
تاسو کولی شئ د توقیف پرمهال د خپل کډوالۍ پرغوښتنلیک کار وکړئ او تاسو کولی شئ چې په همدې ځای کې د حقوقي کتابتون د کارولو غوښتنه وکړئ.
توقیف شوي کسان څنګه له خپلو کورنیو سره اړیکه نیسي؟
توقیف شوي کسان کولی شي د توقیف مرکز څخه ټیلفوني اړیکه ونیسي، خو لګښت یې باید ورکړي. د توقیف له مرکز څخه بهر
هیڅ څوک نشي کولی مرکز ته ټیلفون وکړي او په مستقیمه توګه خپلو عزیزانو سره خبرې وکړي. خو د توقیف له مرکز څخه بهر کسان کولی شي توقیف شویو کسانو ته پیغام پریږدي. د نورو معلوماتو لپاره دغه لینک وګورئ.
مهمه یادونه: له وکیلانو پرته د نورو کسانو ټیلفوني او ویډیویي اړیکې د متحده ایالاتو د دولتي چارواکو له خوا ثبت او ارزول کیږي.
کله چې یو شخص په سیسټم کې وموندل شي، د نوموړي نوم او د هغه توقیف ځای پته به ښکاره شي چیرته چې هغه په توقیف کې ساتل کیږي.
توقیف شوي کسان څنګه له وکیل سره خبرې کوي؟
د توقیف پرمهال هر څوک حق لري چې له یو وکیل سره په خصوصي ډول خبرې وکړي. خو د متحده ایالاتو دولت به د وکیل د پیدا کولو او د وکیل له خوا د وړاندې شویو خدمتونو لګښت نه ورکوي.
د متحده ایالاتو د ګمرکونو او سرحداتو د ساتنې د ادارې CBP په توقیفځایونو کې، تاسو یوازې کولی شئ چې د ټیلفون له لارې وکیل سره اړیکه ونیسئ.
د متحده ایالاتو د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې ICE په توقیفځایونو کې، تاسو کولی شئ چې د ټیلفون له لارې یا مخامخ لیدنې له لارې له یو وکیل سره اړیکه ونیسئ.
خلک د توقیف پرمهال څنګه وکیل پیدا کوي؟
د توقیف پرمهال د وکیل پیدا کول خورا ستونزمن دی. خو وکیل سره خبرې کول د یو شخص لپاره ترټولو غوره لاره ده ترڅو له توقیف څخه د وتلو لپاره د موجودو لاروچارو په اړه وپوهیږي.
د CBP په توقیفځایونو کې، د وکیل موندل ستونزمن دی، ځکه چې له توقیفځای څخه بهر له یو چا سره خبرې کول ستونزمن دی، او د کډوالۍ له چارواکو سره مرکې ډیر په چټکۍ سره ترسره کیږي - حتی په څو ساعتونو کې. تاسو کولی شئ په لاندې طریقه د وکیل د پیدا کولو هڅه وکړئ:
د CBP په توقیفځایونو کې، د ټیلفون په هره غرفه کې باید د وړیا وکیلانو نوملړ موجود وي.
د کورنۍ غړي باید د ګټورو حقوقي خدمتونو دغه نوملړ وګوري چې کیدی شي توقیف شویو کسانو ته د مرستې لپاره ګټور وي.
د ICE په توقیفځایونو کې، د وړیا حقوقي خدمتونو برابرونکي موجود دي، چې ډیری وخت د ICE له توقیفځای څخه د خوشې کیدو د غوښتنې په اړه مرسته او معلومات وړاندې کوي. هغه کسان چې خپل وکیل لري، نشي کولی ددې وړیا حقوقي خدمتونوبرابرونکو څخه مرسته ترلاسه کړي، خو دوی لپاره نور خدمتونه موجود دي. د ICE په توقیفځایونو کې، تاسو کولی شئ د لاندې لارو په کارولو سره، وکیلان پیدا کړئ:
د کډوالو د چارو د ارزونې اجرايي دفتر EOIR له خوا د وړیا حقوقي خدمتونو د وړاندې کوونکو نوملړ: دلته ترلاسه کیدی شي، یا د توقیف د مرکز له دننه څخه 2150# شمیرې ته زنګ ووهئ. دا د غیرانتفاعي سازمانونو نوملړ دی چې په هر مرکز کې "د حقوقي پوهاوي پروګرام (LOP)" پلي کوي، حقوقي معلومات او سرچینې وړاندې کوي او پوښتنوته ځواب وایي.
د کډوالۍ د حقوقي خدمتونو ملي لارښود: دلته ترلاسه کیدی شي. دا د غیرانتفاعي سازمانونو نوملړ دی چې د کډوالۍ وړیا یا کم لګښته حقوقي خدمتونه وړاندې کوي.
د پناه غوښتونکو د ملاتړ د پروژې د کډوالۍ د وکیلانو نوملړ: دلته ترلاسه کیدی شي. دا په ټول هیواد کې د کډوالۍ د وکیلانو لیست یا نوملړ دی.
زه څنګه پوهیدلی شم چې زما ملګری یا د کورنۍ غړی د کډوالۍ په توقیف کې دی؟
کله چې د هغه شخص د موندلو هڅه کوئ چې ښایي توقیف شوی وي، د ICE د توقیف شویو کسانو د موندلو آنلاین سیسټم چې دلته ترلاسه کیدی شي وکاروئ. د لټون لپاره:
د شخص د بهرني اتباع شمیره یا A-Number (د کډوالو د پیژندنې 9-رقمي شمیره) او د زیږیدنې د هیواد داخل کړئ. *که چیرې په A-Number کې 8 عددونه وي، په پیل کې 0 اضافه کړئ.
د شخص شخصي معلومات لکه نوم او تخلص څرنګه چې د کډوالۍ په اړوندو اسنادو کې لیکل شوي دي، او همداراز د زیږیدنې د هیواد نوم داخل کړئ. *که له دې معلوماتو څخه نتیجه ترلاسه نشوه، نوم به بل ډول یا په مختلفو تورو ولیکئ.
که له پورتنیو دوو لارو څخه نتیجه ترلاسه نشوه او هیڅ ډول اسناد پیدا نشول، مهرباني وکړئ د ICE ERO د توقیف د راپور ورکولو او معلوماتو له ټیلفوني کرښې سره په 1-888-351-4024 شمیره اړیکه ونیسئ.
د 2024 کال له جون څخه راهیسې، هغه کسان چې د 48 ساعتونو څخه ډیره موده د CBP په توقیفځایونو کې توقیف شوي دی هم په دې سیسټم کې پیدا کیدی شي.
د مرستې غوښتنه
کیدی شي چې تاسو یا ستاسو د کورنۍ غړي وغواړئ چې په دې پروسه کې د مرستې د ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ یو وکیل سره اړیکه ونیسئ. ځینې سرچینې لاندې وړاندې شوې دي:
له IRAP څخه د مرستې
- له آی ار ای پي څخه د مرستې د غوښتلو په اړه معلومات دلته دي.
- که تاسې په اردون کې يئ، تاسې کولای شئ د اردون آی ار ای پي د مرستې غوښتنه د دې فورمې په کارولو سره کولای شئ. که فورمه بنده وي، ته کولای شې په يوه بله او وروسته نېټه کې يې وګورې.
له نورو سازمانونو څخه د مرستې غوښتنه
په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ د وړیا حقوقي خدمتونو وړاندې کوونکو نوملړ دلته ترلاسه کیدی شي. دا وکیلان له IRAP سره تړاو نلري.
په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ خصوصي وکیلانو نوملړ دلته ترلاسه کیدی شي. مهرباني وکړئ په یاد وساتئ چې د کډوالۍ خصوصي وکیلان به د خپلو خدمتونو په بدل کې د فیس غوښتنه کوي. دا وکیلان له IRAP سره تړاو نلري.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.