د منځپانګې جدول
هغه کډوال چې غواړي د خپلې کورنۍ له غړيو سره يو ځای شي، بيلا بيلې پروسې لري، چې په کاناډا کې د دوی د اوسېدو د مودې پورې اړوند دي.
ممکنه ده چې ته په کاناډا کې د خپلوانو سره د يو ځای کېدو وړتيا ولرې، که چېرې تاسې د خپلې کورنۍ غړی په خپلو فورمو کې کاناډا ته د داخليدو لپاره په تاسې پورې تړلي درج کړي وي. ته بايد په کاناډا کې د ځای پر ځای کېدو څخه وروسته په يو کال کې د خپلو خپلوانو لپاره د يو اين ايچ سي ار يا خصوصي ملاتړ له لارې قضيه ثبت کړې. له کوبيک پرته د کاناډا د ټولو ولايتونو لپاره د کډوالو د کورنۍ د يو ځآی کېدو په اړه د معلوماتو په اړوند د کاناډا د حکومت معلومات په دې ويبپاڼه کې دي. د کډوالو د کورنۍ د بيا يو ځای کېدو لپاره د کوبيک د پروسې په اړه معلومات په دې ځای کې دي.
که ته چېرې په کاناډا کې له يو کال زيات اوسېدلی يې، يا د پورته پروګرام لپاره په بل دليل وړتيا نه لرې، د کورنيو د بيا يو ځای کېدو په اړه د کاناډا د حکومت ويبپاڼه دلته ده. د کوبيک د کورنۍ د بيا يو ځای کېدو د پروسې په اړه معلومات دلته دي. د مستقيم خپلوان سره د بيا يو ځآی کېدو په اړه معلمات دلته دي. له لرې خپلوانو سره د بيا يو ځای کېدو په اړه معلومات دلته دي.
په محدودو حالاتو کې، د کاناډا اتباع او اوسيدونکي هم کولای شي، چې په کاناډا کې د ځای پر ځای کېدو لپاره د کډوالو مالي ملاتړ وکړي. د کډوالو لپاره د شخصي مالي ملاتړ په اړه معلومات دلته دي. په امهاريک، عربي، دري، فارسي، اورومو، صومالي، هسپانوي، سواحلي، او ټيګراني ژبو نور معلومات دلته دي.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.